په سپوږمۍ ورتوکــــــل ..

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
... ژباړه . مسيح الله عصام
په سپوږمۍ د ورتوکولود سپوږمۍ رڼا نه کميږي او نه يې  ښایښت ته کوم زيان رسيږي خو په ځمکه کې  د هغه د نفرت په پايله کې  فساد رامنځته کيداشي .
د امريکا پادرى ټيري جونز نعوذباالله من ذالک دقران کريم په بي حرمتۍ سره په اصل کې په سپوږمۍ ورتوکلې  اود  دغه ناوړه عمل د فساد فى الارض او ترهګرۍ په رمزه کې راځې د دغه
دهشت ګردۍ لپاره نوموړي د امريکا يو چرچ ( کليسا) کارولي اود امريکا حکومت ونه شو کړاى چې دغه ناوړه او پارونکى عمل ودروي .
ملعون پادرى تيرکال په يولسم د ستمبرد ددغه ناوړه عمل د کولو اعلان کړي ؤ چې له اعلان روسته په  ټوله اسلامي نړۍ کې بيلابيل سخت لاريونونه وشول چې وروسته د امريکا حکومت ټيري د قران مجيد له سپکاوى منع کړ، کانادا، المان اود فرانس حکومتونو د ټيري جونز د ناوړه عمل غندنه  وکړه  او ياد ملعون خپله اراده پريښوده .
مګر د مارچ په ١١ نيټه دغه کس قرانکريم وسوځاوه او وويل : چې ده خپل هغه حق استعمال کړ چې د امريکا هيواد قانون ورته ورکړى . يقيناً د امريکې په قانون کې د خپل نظر د اظهار لپاره حق موجود دى مګر د امريکا په قانون کې د اقليتونو د حقوقو د ساتنۍ لپاره آيا کوم ضمانت شته دى که يه ؟
دا هغه سوال دې چې د امريکې هيواد يې د پاکستان سره مطرح کوي اوله دي حقيقته هم انکار نه دي کول پکار چې په پاکستان کې هم د نورو اقليتونو سره د بي انصافۍ او زور زياتي پيښې کيږي.
مګر په پاکستان کې کله هم داسې نه دې شوې چې اعلان وشي ديوي مذهبي ډلې مقدس کتاب سوځول کيږي.........، ټيري جونز د قران عظيم الشان په سوځولو سره دا ناکام کوښښ کړى چې آيا که چيرته قران کريم واقعې  مسلمانانو ته د الله جل جلاله لخوا کتاب وي نو الله ج ولي ونه کړاى شو چې خپل کتاب د سوځولو نه وژغورى .                    نعوذ باالله
د لعنتى ټيرى جونز پدي ناپاکه حرکت سره ډيرى مسيحې مشرانو هم دغه ناوړه عمل بللي او ويلې چې ددغه شرارت په وجه بايد مسلمانان نورو عيسويانو ته کوم زيان ونه رسوي .
مګر ددې پارونکى واقعي نه وروسته د امريکا هيواد څخه ډير سوالونه پيداشوي د امريکا حکومت په پاکستان او ټوله نړۍ کې مذهبي تودندروى اود ترهګرى غندنه  کوي ليکن تراوسه اوباما او هيلري کلنټن د جونزدغه مذهبي تودندروى او ترهګري ولي ونه نوموله ؟
د ټيري جونز دغه ناوړه عمل ته د په پاکستان کې خلک په يوه بله زاويه ګوري کله چې پاکستاني حکومت په شرمونکې ډول د امريکا يو قاتل ريمنډ ډيوس په لاهور ښارکې د جيل څخه خلاص کړ پدغه کار باندې د يادهيواد عام وګړې ناخوښه ؤ ددغې قاتل قصاص او ديت د اسلامي طريق څخه د مقتولينو ورثاء ته د سپارلو روسته پريښودل شو ، د قانون مطابق ديت د قاتل لخوا ورکول کيږې . مګر دقاتل د خلاصيدو روسته سملاسې هلري کلنټن اعلان وکړ چې د امريکا هيواد هيچاته روپۍ نه دي ورکړي په دويمه معنى يې د اسلام د سپيڅلې دين يو قانون پوري خندنى وکړ چې دغه قانو ن يې د خپل ځان د خلاصولو لپاره استعمال کړ ..
او لدي وروسته يې په شمالى وزيرستان په دته خيلو سيمه کې په يو ه جرګه باندي ميزائيل وروتوغول چې لامله يې ٥٠ تنو ته مرګ ژوبله واوښته . لدي څو ورځې روسته ملعون پادري په فلوريډا ايالت کې دقرانکريم سپکاوى وکړ.
د کفارو دغه ناوړه  عملونه د پيړيو پيړيوڅخه  را روان دي ، کفار د مسلمانانو د کمزورو ښودلو لپاره اکثر په قران مجيد باندې حملى کوي .
کله چې د پيغمرصلى الله عليه وسلم ته  داسې خلک ورغلل او ورته يې وويل چې موږ ته د اسلام دين د ښوولو لپاره استادان راکړه نو هغه ورته دقرانکريم قاريان ( اصحاب صوفه رضى الله تعالى عنهم) د مقدس دين د ښوولو لپاره ورکړل او کارفرانو هغوى ټول په شهادت ورسول ،لدي وروسته هم  پخيل ناړه عمل کې بريالى نه شوي نه دې دوى داسي ګمان کاوه چې پدي سره به اسلام دين ختم شي مګر د اسلام دين د نړۍ ګوډ ګوډ ته رسيدلې دي نن په نړۍ کې يو هم داسې ښار نشته چې په هغي اذان نه کيږي او قرانکريم د لکونو لکونو خلکو په زړونو کې پروت دى
مګر د قران کريم د ا هم يو اعجاز دى چې د مسلمانانو په ډيروالي کې په مسلسل   ډول  زياتوالى راځې .دبيلګې په توګه  په تېر يوه کال کې ۵۲۰۰ برتانويان مسلمانان شوي . د مشهوري رسنۍ بي بي سي په وينا
د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې تر بريدونو وروسته د برتانيا په مطبوعاتو کې په اسلام پورې تړلې کابو ۳۲ ليکنې خپرې شوې او ټولې د اورپکۍ او بنسټ پالنې په اړه وې.
خو له دې سره سره په برتانيا کې زيات کسان له اسلام نه اغېزمن شوي او دغلته د اسلام د دين د قبلوونکو کچه سلوکې  ۶۲ فيصدو ته رسېدلې.
يوي نوى څيړنى ښودلي چې کوم  فصاحت ، بلاغت او استعار د عربي ژبې په قران کريم کې راغلي بل داسې هيڅ قسم کتاب په عربي ادب کې نه شته دي او نه به پيداشي چې دغه اقرار په عربو کې د وخت لويو لويو شاعرانو او پوهانو هم کړيدې ....پيژندل شوي  ساينسپوه سلطان بشيرمحمود د قران کريم سائنسې تفسير ( کتاب زنده گى )  کې ليکلى  چې په قران شريف کې موجود ډير الفاظ يودبل سره د حيرانتيا ترسرحده پوري مماثلت لرې د بيلګې په توګه .....
په قرانکريم کې د دنيا لفظ ١١٥ کرته راغلى همدغه شان د اخرت لفظ هم ١١٥ کرته راغلى ، دموت يادونه پکې ١٤٥ او د حيات يادونه هم ١٤٥ کرته راغلى ، د کفرلفظ ٢٥کرتي راغلي او د ايمان لفظ هم ٢٥ کرته راغلى ، د شيطين لفظ ٨٨ کرته او د ملائيکه لفظ هم ٨٨ کرته راغلى دى .
د شهر(مياشت ) ذکر پکې ١٢ کرته او يوم ذکر پکې ٣٦٥ کرته راغلي دى .
د آى اے ابراهيم اود محسن فارانى ښائيسته کتاب  ( اسلام کى سچائى اور ساينس کى اعترافات ) داسلام ريښتنولۍ او دساينس اعترافات کتاب عقل حيرانوى دوى په دغه کتاب کې د ٣٠٠ ډير د قران کريم معجزى راټولي کړي ، موږ ټول داخبره منو چې زموږ پيغبرحضرت محمد صل الله عليه وسلم ويل او لوستل نه شوکولي مګر الله جل جلاله دغه قرانکريم لږلږ په ٢٣کلونوکې په ده نازل کړ چې ده هم ياد کړ او په سلګونو نورو اصحابوکراموته يې هم ياد کړ .
ه امي د نازل شوي کتاب په سورة المؤمنون کې يو نيم زرکاله مخکي د جنين ارتقاء څه داسې بيان کړى .
بي شکه ماانسان د خاورو څخه پيداکړاوبيا موږ دلره په يوه محفوظه قرارګاه
(دموررحم) د نطفى په ډول  ځاي پرځاى کړ  اوبيا مو ددغه نطفى نه د ويني يوه قطره جوړه کړه او د قطري نه مو کرپندى جوړکړ او کرپندوکى ته موغوښه واغوستله او بيا موږ دله يو صورت ورکړ چې ډير برکت واله دي الله تعالى او ښائيسته جوړونکى دى .
نوى ساينس دقران کريم  ريښتنولۍ څرګنده وى اوله دى وجې اسلام  په امريکا کې په ډير تيزۍ سره پيليږي د اسلام د رښتنولۍ څخه په ډاريدو تيري جونز داديو ترهګرو د مذهب په څيرښکاره کوى او حقيقت دادى چې تراوسه پوري په امريکا کې هيڅوک هم چا د ټوپک په زوراسلام  نه دي قبول کړى  ،
(ګرانو لوستونکيو پدي وخت کې د نړۍ څخه يو کلى جوړ شويدي که د نړۍ په هره برخه کې يو کار وشي په څودقيقوکې د نړۍ بل ګوډ ته د هغي خبر رسيږي د امريکاد متحده ايالا تونو پخوانى صدر  چې کله وغوښتل  قرانکريم ته زيړې يا کنځلې وکړي نود هغه ژبه خداى جلا جلاله سمدستې بنده کړي آن تردې چې په کنځلونه دي توانيدلې .او  دغه ناپاکه اراده يې پريښې  
.آيا دايو اعجاز نه دي ؟. چې داسې بې شميره بيلګې نوري هم شته دي
دثبوت لپاره خلک نيټ ته مراجعه کولې شي .  آيا تراوسه پوري په عيسويانو داسې څوک شته چې نوم يې محمد يا عبدالرحمان وى  په اسلام کې ددې کار بي شميره بيلګې شته لکه د عيسى  نوم په مسلمانانو کې دى وغيره وغيره
چې داهم د اسلام د مقدس دين په ظرفيت دلالت کوي .
ترټولو لويه خبره داده چې د قرانکريم حفاظت د الله جل جلاله لخوا کيږي
اوبس ..............)

د تيري جونز خيالات د يو لسم د ستمبرنه مخکې هم د اسلام په خلاف ؤ او لدي ورسته هم دى يو لسم ستمبر د اسلام نه ندي پيداشوى بلکې د امريکې د تګلارى پيداشوى دى .

ليک : حامدمير  

ورځپانه جنګ 05-05-2011   

ژباړه . مسيح الله عصام


دوه نيمي دقيقې، د جاپان زلزله او څلورمياشتې وروسته
/ ژباړونکى : مسيح الله عصام


دی د میاګي تذ ټولو په شمنو خلکو شمېرل کېده. له ده سره يوه وړوکې پنځه ستوريزه سمندري بيړۍ هم  وه، په دي بيړى کې د بادشاهانو د خونو په څير شپږ کوټي وې. دوه د لامبلوځايونه، يود نڅا سالون، د مېلمه لپاره دوې لویې کوټې همدغه شان د لوبود تمرين لپاره ميدان او داسي نور لوازم يې درلودل .



ده به د رخصتۍ ورځې په دغه سمندري بيړۍ کې تيرولې له ده سره يوه دولس سيټه جيټ الوتکه هم وه .په هغې کې به یې کله کله د جاپان پلازمينې ټوکيو، آساکا او کله کله چين او تايلينډ ته هم سفرکاوه . ده ته له ليموزين نه واخله ترفیراري پوري ډير نور چمتو ګاډي هم ولاړ ؤ .



نوموړي په هرڅه کې خپلې ځانګړيتاوې لرلې. ده د سينډایی په ساحل کې په يوجريب کې کور جوړ کړې ؤ. چې په منځ کې يې يوه لويه سپنه ماڼۍ وه چې له هرې کړکۍ به يې سمندر ښکاريده .



جاپان هيواد ته د زلزلو کور وايې چه په اوسط ډول پکي  په ورځ کې ترشلو ډيرې وړې او غټيې زلزلې راځي چې د جاپان خلک ددي سره عادت شوې ،  دوى د خوزيدونکو ديوالونو اوټاټۍ وهوونکو چتونواوپه خوځيدونکوفرشونوباندې په ارام سره خپل کارونه سرته رسوي .





مګر ددي سره سره زلزله زلزله وي او هرساه لرونکى شيئ تري په زړه کې خارخورې .



داچې د جاپان هيواد مالداره خلک زلزله پروف ( زلزله ضد ) کورونه جوړوي اود نوموړي هيواد  ودانيو جوړونکوپدې برخه کې خوراډيرکمالونه کړي دغه خلک د پنځوس پنځوس ودانيواو بنګلونه لاندي شاقبزري لګوي چې د زلزلې په دوران کې ټوله ودانۍ ټينګه وي که  چيرته ودانۍ پنځه پنځه ميتره دخپل ځاي څخه  ښې او ياچپ خوا  وخوځيږي ماتيږي او ړنګيږي  نه .



دجاپان هيواد سره داسي تکنالوژي هم شته که يوسړى وغواړي خپله ودانۍ او يا بنګله د يوځاى نه بل ځاى اويابل ښارته منتقل کړي ......



ستاپه مخکي کرينګان راځې کوردي د ښې ، چپ ، مخکي او روسته نه  را باسي کور درله رانغاړي  اود خاوروپه ګډون يې له زمکي اوچتوي په غټه  ټريله کې يې  ږدي اوکورپه يونوي ځاي برابروي .



ددغې تکنالوژۍ لرونکى  داهم وايې چې دوى به ستاکورپداسي حال کې بل ځاى ته انتقالوي که چيرته ستاد کور په يوميزباندي پياله هم پرته وي له خپل ځايه به يې نه خوزوې . دوي داهم وايې چې دوي کوم کور جوړ کړي  په هغي باندي د نهو درجو زلزله هم راشي خو تا به له خوبه نه رابيداره وي .



چې دجاپان هيواد  امراء  همدغه تکنالوژي کاروي زلزله ځپونکي  کورونه او ارام ورکونکي بنګلي جوړوي .



د جاپان هيواد دغه  مالداره سړي هم د سينډائي په ساحل کې يو داسې ښائسته ، کلک ، او شاک پروف ( زلزله ځپونکى) کور جوړ کړ. ده داسي فکرکاوه که ټول  سينډائي غرق شي نودده کوراو خاندان به بچ پاتې شي چې لدي وروسته د ١١ مارچ ورځ راورسيده اود جمعي ورځ وه د دخپل کور په ميزباندي يې خپل کارکوه . دده دکور کړکۍ خلاصې وې او د شين سمندرسورخي دده  اطاق پورې ورتله .



نرمه هواچليده چې پدې سره دټولو ونو او بوټو پاڼې خوځيدي دهغه د کار د ځاى څخه لږه لږه موسيقي راتله چې نوموړى پدغه ښائيسته او خوشبولرونکى چاپيريال کې خپل کارپرمخ وړه چې ناڅاپاپه دوه بجو او ٢٤ دقيقو باندي دده د کورڅخه يو ټال جوړشو اوداپکې دماشوم په څير وځنګيده مګرده پري کوم عکس العمل ښکاره نه کړ .



چه دغه جټکه يو څو لحظي وه چې ده پدې مهال کې د خپلې کړکۍ څخه خلک په سرکونو په منډو  وليده چې ده د خپل لف ټاپ څخه سر را اوچت کړاو خلک يې په منډو وهلو وليدل.

دده داسمندري بيړۍ دده د کور مخي ته ولاړه وه چې د درولو لپاره يې ورته د ميونسپل کارپوريشن محکمې څخه ځانګړى اجازه اخيستي وه دده نوي ماډل ټول کاډي په خپل ځاي باندي ولاړؤ .



ښځه او ماشومان يې په خپلو خپلو خونوکې په ارام سره پراته ؤ نوموړى د کرسۍ څخه پاڅيداود کړکۍ مخي ته ودريد پدې مهال يوه بله جټکه راغله اودايې لرې يوې خواته وغورځاوه چې د ويرې په حالت کې يې يوې او بلي خوا ته وکاته دايوه اوږدمهاله جټکه وه چې دده کور يې په تيزى سره وخوځاوه.



لدي سربيره  ده په سمندرکې ديوغرپه څيراوچته چپه چې دبرق په شان د ساحل لوري ته راروانه  وليده په همدې حال کې ده ته  حالاتوباندې دپوهيدو سمه  اندازه وشوه ده وليد چې کوريې د ځانګوپه څيرټالۍ وهي اوپورته کيدونکي او ښکته کيدونکي د غره په څير چپه په تيزۍ سره د ساحل خواته منډي راوهي .



اود اپه  خپل کورکې بند پروت دى ده ته په اول ځل داسې ښکاره شوه چې دا او خاندان يې خوندي  نه دي .



له کور څخه يې د تيښتي فيصله وکړه ، له پريکړې سره سمه چپه هم راورسيده او د خپله سمندري بيړۍ  د کاغذ دکشتۍ په څير په اوچتيدو وليده چې د چپې په اولنى برخه کې راغله اودده د کور په يو اړخ راپريوته دده موټرې اوچتې شوې اود کورد ديوالونوسره د لګيدو وروسته زره زره شوي ده پخپلو سترګوخلک د دوه سوه فوټه ودانيوسره په لګيدو او ونو بوټوکې ځوړند وليده .



دده د سترګوپه مخ کې د اوبو يوه طوفانى چپه دده کورته راورسيده اوټول ديوالونه او باغونه وغيره يې د بيخ نه ونړول اود يوي چاودنې په څير دده دکورسره ولګيده او کوريې هړپ کړچې يوه يوه خښته يې ونړوله دغه چپه له ده سره هم ولګيده چې په پايله کې داهم ديوې کړکۍ دلارې د شين اسمان لاندې راغې هغه داوبوپه يوه حيصه کې د زمکي څخه دوه سوه فوټه اوچته لامبووهله دده جسم د مختلفوڅيزونوسره لګيده لکه دمختلفوشيانوکثافات ، ښيښي ، د ونو،بوټو تنې ، ماهيان وغيره هغه د اوبوپه سرروان ؤ چې يو ه څانګه په لاس ورغله اود ونې يوې تنې پورې کلک ونښته ، پدي حالت کې ده په زرګونو خلک ، گاډې ، فرنيچراودخوړو څکلوشيان  خپل خواکې  د وړل کيدوپه حالت کې وليدل د مرګ ويرې دده په ټول بدن کې سرايت کړي ؤ .



نوموړى ، ښاريې او جاپان دري واړه غرق وو....خو  شاکوشاما   ته هيڅ ډول خبرنه ؤ اوپدي سانحه کې دده بچې او ښځه چيرته دي اوهغوي مړه دي که ژوندى.



شاکوشاما ته هيڅ خبرنه وو داد جاپان هيواد هغه څونامي وه چې د جمعي په ورځ ١١ مارچ ماسپخين په دوه بجو٢٤ دقيقو راغلي وه چې شدت يې دريخترپه کچه اته عشاره يې نهه ؤ

په دوه نيمودقيقوکې يې د نړۍ دوهم لوي سوپرطاقت  د جرړو راويست دغې وړوکې  قيامت  کې د جاپان هيواد ١٦ زره تنه  مړه او تردوه زره بيليينوډالرو څخه  ډير زيان  واړوو .



شاکوشاما اود جاپان هيواد قيصه داثابتوي چې ددنيا خلک  د قدرتي افتونو نه د ځانونودساتلو په خاطر زرګونه  طريقي ايجادولي شي مګر د قدرت لاس نه شي بندولى .

قدرت که د سمندرنه وار ونه کړي نو زمکه خوځوي اوکه زمکه ونه خوځوي له اسمانه اوبو راوروي  که اسمان بند کړي نو اور غورځوونکي غرونه سرپورته کوي اوکله چې قدرت په خوځښت راشي نوبيا هره پرمختللى تکنالوژى اود غټونه غټ خلک لدې نشي خلاصيدي شاکوشاما ددې خبرې تازه بيلګه ده .



ديادولوده چې جاپان هيواد د تباهۍ او غرقيدوخلاص نه شو نوموږ هم په هيڅ ډول نشوخلاصيدي . قدرت ته د خپل انتقام لپاره دوه نيمي دقيقي پکاردي موږ ددي دوه نيمو دقيقولپاره  زغرد دارموټري  اخلو ليکن موږ هيره ؤ چې په دنيا کې يوه هم داسې قلعه نشته چې انسان له مرګه وژغوري که چيرته انسان د قدرت نه تښتيدلى شوي نود دنيا يو بادشاه او اميربه نه مړکيده او موږ به نن هم دفرعون او نمرود په غلامۍ کې واي .
موږ دهرڅه نه خلاصيداي شو خود فطرت د دوه نيمودقيقوڅخه نه شوتښتيدلې
ديادونى ده چې تيره ورځ ( په لسم د جولايې )تقريباً څلورمياشتې وروسته يوواربيا په همدغه هيواد باندې اوه عشاره دوه زلزله راغلې  چې يوه له خطره پوره زلزله بلل شوې او د مرګ ژوبلې امکانات هم پکې رد شوې نه دې له دى سربيره دڅونامى اخطارهم خلکوته ورکړل شويدې پدې هيله چې زيانونه يې کو وې .




.

ليک : جاويدچوهدرى

منبع : ورځپانه ډيلي ايکسپريس نيوز13 Mar 2011    

ژباړونکى : مسيح الله عصام

امريکې پاکستانيان پربرتانيې خرڅ کړه  

خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : ژباړه . مسيح الله (عصام)
نېټه : ١ / ٢ / ١٣٩٠ | 2011-04-21




ليک . عبدالقادرحسن / ورځپانه ډيلي ايکسپريس نيوز
ژباړه . مسيح الله (عصام)
نيټه :چارشنبه   2011-04-20

کومو خلکو چې پاکستان دجوړيدو پرمهال ليدلي اويا د هغي معاملاتوسره تړون ولري هغوي بدبخته دي چې دهغوي له جملي څخه ددي مطلب ليکونکى هم دي چې دهغي جذباتو په يادولو سره يې زړه ډوبيږي . د نوموړي هيواد د پيدائښت نه وروسته دهغي جذباتوڅرک نه لګي دڅه لپاره چې دغه هيواد جوړشوي ؤ هغه څرک لاڅه کوي چې په وينايې موږ خپل هيواد مات کړ، اوهغه چاچې دغه هيواد مات کړاويايې دنوموړي هيواد په ماتولو کې پوره ونډه اخيستي همدغه خلک زموږ د هيواد اتلان ونومول شول لدي وجې هغه څوک چې پاکستان يې دجوړيدو په حالت کې ليدلي وي هغوي بدقسمته دي آيا دغه خبره رښتيا نه ده ؟
بياهم دغه فيصله به قوم نه بلکي محکمه کوي چې څوک څوک دي . يوپه زړه پوري خبرمي ترسترګوشوي چه امريکه دوي پربرتانيه خرڅ کړي پدي کې يو رسوا کوونکي اوپدي کې په زړه پوري داده چې امريکه کوم د جاسوسۍ جال خپره وي بلکي خپورکړي يې دى چې له مخي يې د امريکې سي آی اې موږ د برتانيې ايم ١٦ ته حواله کړو پدي دليل چې د برتانيې د افغانستان سره پخوانى او ډير ژوري اړيکې دي ددغه کار د ليږد پريکړه تيره ورځ د برتانيې وزيراعظم ډويوډ کامرون په خپل پاکستاني سفرکې ترسره کړى چې دخپل پوځ لوړپوړي چارواکى هم ورسره مل ؤ دپاکستان او امريکه ترمنځ اړيکې وروسته له هغي کنګل شوي چې د ريمنډ ډيوس قضيې سرښکاره کړ پدغه قضيې باندي د پاکستان او خلکو يې کلکه نيوکه وکړه چې په پايله کې په اړيکو کې ګډو ډي ديوه هم په ګټه نه وه .
نويوه دريمه لار پيداکړي شوه برتانيه هم په دغه کارکې ښکيل کړي شوه پدي دليل چې د برتانيې پدي مسئله کې پخوانى تجربه او اړيکې دي .
او پاکستان سره يې هم اړيکې ډيري ښي دي ، د پاکستاني پوځي چارواکو امريکې ته تازه سفرهم ددي لړۍ يوه کړۍ ده په بله معنى پاکستاني آي ، ايس ، آي شبکه دپوځ ترکانترول لاندي کارکوي دغه خبرډير اوږد خبردي موږ به اوس د برتانيې د حکم لاندي کار کوو چه پدي سره زموږ رتبه او دنده لږه را ټيټه شوي موږ به د امريکه نه بلکي د هغي د يو ماتحت لاندي کار کوو. د بوش په دوره کې د برطانيه يو وزيراعظم ته د ( پوډل ) خطاب ور په برخه ؤ چې معنى يې ډيره نامناسبه ده ، پاکستانيان د ١٩٤٧ څخه روسته په ښکته راتله....... راتله ...... تردي ځايه پوري چه د مريانو په څير خرڅ شول . په امريکه کې د غلامۍ دود تريو څه وخته ؤ مخکې به د افريقه څخه حبشي مريان پيدا کيدل يعني د اوباما د نسل خلک اوس امريکې په آسيا کې د مريانو يوه پاده( ډله ) برابره کړي چې دوي د هغوي په مري يې توب باندي فخر کوي اوپدي کار کلک ولاړدي ددي مطلب ليکوونکى وايې چې د کله نه يې د خبر لوستي په رسوايى او غم کې ډوبه وونکې دي خو اوس يوه د تفريح تبع لپاره دا .....ها ارمان دپخوا زمانى هغه کيسبوران به په اورګاړي کې او په نورو ځايوکې خورا انصاف کوونکې ول د اوسني وخت په څير ډاکه ماران چې لاسي بکس دچا وتښتوي بلکي هغوي به ډيرى وخت نه داچې شتمن خلک ښکارول بلکي دهغوي د جيبونو حال به يې هم مالوماوه اوخپله دنده به يې په ډيرمهارت سرته رسوله اوکله کله خوبه دغه دکيسبور(جيب وهوونکي) سفر اوږد شه او دري څلور سټيشنونه به تيرشول خو بريالى به نه شول چې د لاسو صفائې ښکاره کړي نود يوبلي سيمې کيسبورته به يې هغه ځاي وسپارلو ترڅو د خپلو لاسو صفائې ښکاره کړي يعني ناکام کيسبوربه خپله چوکۍ نوي کيسبورته پريښوده ترڅوکامياب شي داپه خپل وخت يوعام رواج ؤ چه کله به اورګاړي د پيښور نه کراچۍ او کويټي ته سفرکاوه کيسبورانوبه ورسره ورسره سفرکاوه خونن سبا راته مالومه نه ده چه دغه کيسبوران کومه دنده کوي راځوخپل مطلب ته چې امريکې خپل هغه ځاي برطانيې ته ورکړ. د امريکې پلټونکي اداري پدغه هيواد کې ډيره سرمايه داري کړي د ژوند يوه هم داسي اداره نشته چې دوي پکې دخل نه وي کړي اوپه خاصه توګه د صحافت په شعبه کې چې په ډير زړورتوب خپلي دندي پرمخ وړي چې د هغوي له جملي څخه ځيني يې نوي دي او ځيني نور بيا روسي ايجنټان دي او کومي (اين . جي اوز) چې سلسله يې روانه ده هغوي هم د چاکم نه دي پدي کارکې په هرحالت کې موږ د امريکې د سي . آي . اے (امريکي) د ولکي نه وتلې يواو اوس موږ د ايم ١٦ ( برتانيې) په شاګردانوکې راغلي يولدي وجې چې دهغوي او زمونږ سره پخوانۍ پيژندګلوي ده .

حساب به موږ ټول ورکوو؟  

خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : ژباړه: ازورځپاڼه جنګ . مسيح الله عصام
نېټه : ٢٩ / ١ / ١٣٩٠ | 2011-04-18



داقوام متحده ديوراپورله مخي دشلمى پيړۍ په پيل کې يوولس دا ډول ښارونه ؤ چې دهغي نفوس او ابادي ديوميليون څخه  ډير ؤ چې دتيري پيړۍ دپاي پوري دغه شميره تر پنځه سوو ښارونو ورسيده او په خاصه توګه په آسيا کې ددغسي ښارونو ډيريدل ورځ تربلي نور هم ډريږي . چې د آسيا بانک ديو راپور له مخي تر دوه زره اتم م کال پوري په سلوکې دري عشاريه دري فيصده عام وګړي په ښارونوکې ژوند کوي . اوتردوه زره ديرشم کال پوري به دغه شميره تر پنځوبيليونو پوري ورسيږي .



د نړيوالو شنونکوپه وينا په هر يوه ثانيه کې دوه تنه په ښاري کسانوکې زياتيږي د دوي په وينا د اسيا او بحرالکاهل هيوادونو د ابادۍ په لحاظ اودغوهيوادونوکې د خلکو د ډيروالى د وجې څخه د اوبو د برابرولو په فهر ست کې په اخري نمبرکې دي اوپه څوهيوادونوکې د اوبود نشت والي حال مخ پرخرابيدو دي چې ددي له جملي څخه يې هندوستان ، پاکستان ، افغانستان ، مالديپ ، ازبکستان او فلپائن دابادۍ د ډيروالي د وجې نه د اوبو د کم والي سره لاس او ګريوان دي په بنکاک کې د اقوام متحده علاقائې او اقتصادي کميسيون په وينا د اسيايې هيوادونوپه اوبو کې ورداخل شوي ناپاکى يوه ډيره ګرانه مسئله ده .



په ګرده نړۍ کې موسم پيژندونکي  په ډاګيزه توګه وايې چه دموسمياتي تبديلوپه نتيجه کې پيدا شوي بدلونونو کې د پاکو اوبو ذخيري په ښکاره ډول خرابي شوي او د استمال وړنه دي که پرمخ تللي هيواد وي او يا ترقۍ ته د رسيدوپه حال کې وي او که غريب هيواد وي د اوبود کموالي مسئله يې پرمخکي پر ته ده اودا خبره هم بايد په ذهن کې وي چې پرمختللي هيوادونو شل فيصده سرمايه دارخلک د دونيا د پاکو اوبوڅخه ٨٥ فيصده کاروي چې مطلب يې دادي چې د دونيا د پاکواوبو څخه په سلوکې پنځه اتيا فيصده اوبه د دوي په کنترول کي دي چې يو امريکايې وګړي د لمبيدوپرمهال په پنځودقيقوکې دومره اوبه استعمالوي چه د غريبو اوروسته پاتوهيوادونو يو تن يې په ټوله ورځ کې کاروي دغه يادي اوبه په پنځه ستوريزو هوټلونوکې په ګرميدو سره بخارات کيږي اويا د لمباپه ځايوکې اوپداسي نورو عياشيوکې ضايع کيږي.



همدغه رازد اوبوپه په لويو لويو ذخائيرو نړيوالو شرکتونو قبضه کړي اوپه خپل کنترول کي راوستي دي چې ددغو شرکتونو ديوکال عائد تر دوه سوه ميليونو ته رسيږي او يادشرکتونه د دنيا د اوو فيصده خلکو ضرورتونه پوره کوي اوعين وخت کې په ټوله نړۍ کې د څښکلو د اوبو ذخيري مخ په ختميدو دي اوپه ناپاکو او چټلواوبوکې په مسلسل ډول ډيروالي راځي د شميرپه حساب په هرکال کې پنځه ويشت ميليونه خلک د ناپاکه اوبو د کارولو د وجې خپل ژوند دلاسه وروکوي په تيرو لسو کلونوکې د ناپاکه اوبو د استعمال څخه د پيدا شوو ناروغيو دومره ماشومان مړه شوي چې شميريې د يادو ٢٥ ميليونو څخه زيات دي چې شمير ېې د دواړو عالمي جنګونود وژل شوو څخه ډيردي د اقوام متحده د دوه درجنو نه ډيرو ادارو په يوراپور کې چې د ( اوبه يوه بدليدنکې دنيا) د سرليک لاندي کاږي تر ٢٠٣٠ م کال پوري به د دنيا نيمايې نفوس او اوبادي د اوبو د کموالي او نشت والي سره مخ وي د يادونى ده چې د پاکستان د في تن د اوبو شرح( استعمال )  د ايتوپيا، ليبيا، او الجيريا هيوادونونه هم وروسته ده چې په کال ١٩٤٧ کې د اوبو شرح ٥٠٦٠٠ کيوبک ميټراوبه وي چې دغه اندازه بيا نوره هم کمه شوي.



تر ١١٠٠ کيوبک ميټراوبورسيدلي ده اوتر ٢٠٢٠ م کال پوري به دغه اندازه نوره هم ٥٥٨ ته راښکته شي اوياد هيواد به د اوبو د شنونکو په اند سري کرښي ته ورسيږي چې په بله معنى دپاکستان په سلوکې شپيته فيصده خلک به د اوبود نعمت څخه محروم وي اوپاتي ٤٠ فيصده خلکوته چې کومي اوبه برابريږي هغه هم د نړيوالي اداري د دمعيارسره نه دي برابري اود ماهرينوپه وينا د پاکستان په ښارونوکې د څلويښت فيصده خلکو مرګونه هم لدي وجې څخه منځ ته راځي چې ښکاره تړون يې د چټلواوناپاکواوبوسره دي چې پرمختللي هيوادنه دخپلو اوبود ٧٠ نه تر ٧٥ فيصده اوبه د زراعت په بخش کې استعمالوي اوپه روسته پاتي هيوادنوکې دغه فيصدي د ٩٠ څخه تر٩٥ فيصده اوبو ته ډيريږي .

د انټرنيټ لنډه پيژندنه  

خپروونکی : لراوبرډاټ کام (کابل)
ليک : مسيح الله (عصام)
نېټه : ٢٩ / ٣ / ١٣٨٩ | 2010-06-19
منبع : ايکسپريس نيوز اخبار د انټر نيټ کليمه ددوه برخو اخيستل شوې ده چي د انټر ، انټرنيشنل او نيټ ، نيټورکينګ ده دا يوه داسي پراخه ناسوداګيز پروګرام دي ؛چي د نړي هر سړي له دي پروګرام څخه برخمن دي او واک اواختيار لري چي انټرنيټ وکاروي ددي پروګرام لارښوونه يوه اداره کوي چي د آي ايس او سي په نامه ياديږي چي ټول کارکوونکي او انجنران يي داو طلبان دي. په ١٩٩٤ زيږديز کال کي د انټرنيټ دکارولو مينه وال نږدي دري ميليونه وګړي وو چي زياتره په کې امريکايان وو، خو پر ٢٠٠٠ زيږديز کال په ټوله نړې کې ددي پروګرام د کاروونکيو شميره نږدي دري ميليونو وګړو ته ورسيده ، مګر ددي پرگرام سمبالوونکيو کارکوونکيو د اټکلي وينا له مخي ويلې ؤ ، چي په ٢٠٠٥ زيږديز کال کي به د انټر نيټ د کار کوونکيوشمير١ بيلين وګړيو ته ورسيږي، د انټرنيټ هر مخ د ويب په نامه ياديږي ياني که هر څوک، دفتر هر هيواد ،نادولتي موسسه يا اين جي او اوسوداګيزه کرخونه وغواړي چي يو مخ دځان سطحي سره وګوري . نو هغه بايد دغه خپل مخ راجسټر کړي او بيا ورته يو نوم ورکول کيږي . په داسي ترتيب سره ډبليو ډبليو ډبليو ټکي وړانګه ټکي کام چي ډبليو ډبليو ډبليو نه موخه بين الملي يا ورلډ ويد ويب او له منځني نوم څخه ، چي وړانګه دي ، د يوه دفتر نوم دي او له کام څخه کمونوکيشن موخه ده ياني ارتباطي مخ او کله چي موږوغواړو ددي په اړه معلومات تر لاسه کړو نو همدغه پته به په انټرنيټ کي ليکو او بيا به دغه مخ موږ ته معلومات راکوي ، په نړيواله سطحه نږدي يو بيليون د انټرنيټ پتي او مخونه شته چي په ١٩٩٦ زيږديز کآل کې نږدي [ ٦٢٧٠٠٠ ] مخه راجسټر شويدي او په ٢٠٠٠ زيږديز کال کي نږدي ١٨ ميليونه مخه راجسټر شوي دي.



ليكوال: راليږوونکی مسيح الله عصام / نېټه:  19.01.2011  / خپرونكئ:   

ايا اسلامي شرعيت له ښځو سره ظلم کړيدي؟

دهيڅ يو دين سره په دومره کچه دشمني نده شوي څومره چي داسلام سره داسلام دښمنانو کړيده څه په ډاګيزه توګه او څه په پټه اوسنو دشمنانو او مخکينو ،خو شکر الحمد لله چي ددوي کړني تر اوسه ددين اسلام مخکي خنډ ندي واقع شوي  ډير کرت ددوي منظم فوجونه داسلام مقابلي ته راوتلي  خو داسلام او مسلمانانو مقابله يي نده کړي  خوبيا هم داددوي هڅه او هاند دي چي داسلام  هر قسم مقابله وکړي کله په توره کله په مال او کله په خوله چي اسلام پسي پروپيګنډي کوي او پدي کړنو غواړي چي دا الهي نور او رڼا مړه کړي خو هيڅ کله به دوي پدي شومو اغراضو کي کامياب نه شي ځکه چي خداي پاک پخپله ددوي دي کړنو ته په خپل کتاب کي اشاره کوي ژباړه(  دوي غواړي چي دا الهي نور ( دين اسلام ) په پوکو مړ کړي خو الله پاک  پدي کار ندي راضي او هرومرو به خپل  نور(دين)  پوره او کامله وي اګر که کافران دا کار بد ګڼي). دتوبي سورت (٣٢) ايت  

دغه کافران او داسلام ددين دشمنان نن دا پروپيګنډي کوي ګني اسلام دښځو سره زياتي کړي او ښځو ته يي دهغوي پوره حقوق ندي ورکړي چي په ګواهي کي يي دوه ښځي ديو سړي برابري کړي همدغه رنګ په ميراث کي سړي ته ددوه ښځو برابر ميراث ورکوي نو ايا دا ظلم او زياتي ندي ولي ښځه دسړي برابر نده، داددوي هغه باطل او بي ځايه اعتراضونه دي چي په دين اسلام باندي يي کوي.

ددي دپاره چي مسئله ښه څرګنده شي لګ مخکي ځو او د تاريخ پاڼو ته سر ورښکاره کوو چي چا داسلام نه زيات حقوق بغير دغوښتني ښځو ته ورکړي او څوک ښځو ته په انسانيت قائل دي  بيابه  لوستونکي پخپله فيصله وکړي چي چا ظلم او چا عدل کړي.

څو سوه کاله مخکي يونانيانو ښځه دومره سپکه ګڼله چي ديوي پليدي او مرداري خطاب يي ورته کاوه،ددوي په جامعه کي ښځه لکه ديو جنس په تور اخيستل او خرڅيده، دښځي ازادي سلب شوي وه، په ميراث کي ورته برخه نه ورکول کيده،دسړي او خاوند په مقابله کي دهغي هيڅ قسم خبره نه منل کيده څه چي به خاوند غوښتل هم هغه به کيدل ،هغه  به  پر زور هغه چاته وديدله چي دهغي به خوښ نه وه، ددوي په اند دښځي هيڅ يو مال خپل ندي ترڅو چي نارينه خپلوان يي ورته ورنکړي لکه ديو مريي او غلام استعماليده.

دروميانو په اند لور لپاره هيڅ يو ملکيت ثابت نه وو هر کله چي به هغي څه مال وګټه نو هغه به د ولي مال شمارلي شو، او ددوي په قانون کي دښځي او مريي يو هومره مرتبه او مقام وو دښځي هيڅ يو حق ثابت نه وو بلکي ديو متاع ( ناڅيزه شي )  په شان استعماليدله.

خو بيا هم درومي بادشاه (کونيان) په زمانه کي  دښځي لګ څه وضعه ښه شوه چي روميان ورته په څه ناڅه قائل شوو خو دخپل مال او حق مالکه نشوه  او نه  ورته دانسان په نظر او کتل شوو.

دحمورابي په سلطنت کي ښځي ته څوک په انسانيت قائل نه وه بلکي د څارويو په شان يو مملوک ګڼلي شو.

همدغه راز دهندوانو په جامعه کي د ښځي هيڅ قدر او قيمت نه وو په ښځه لازم وو چي کله يي خاوند اومري دا بايد ورسره مړه شي او دخاوند سره ژوندي په يو وور کي او سوځولي شي خو بيا څه موده وروسته دا کار ددوي دعلماؤ لخوا بد وګڼل شو او بالاخره ددي بي  رحمانه کار څخه  لاس واخيست .

د يهوديانو ځينو ډلو به ښځو ته دخادم او نفر خدمت په سترګه کتل، او پلار له دا حق هم ورکاوه چي لور خور لکه دڅاروي په شان خرڅه کړي ، او ښځي ته به يي ډير بد کتل چي دا يو لعنتي څيز دي او ددوي په اند چي ويل به يي زمونږ نيکه ادم ع دښځي په وجه له جنته وويستل شو.

هر چي مسيحيان دي نو ددوي په جامعه کي دنورو قومونو په پرتله  ددوي دخويندو څه ښه حال نه وو، په پنځمه پيړي کي دمسيحيانو ميکان  په نامه جلسه دايره شوه چي دښځو په اړه يو متحد نظر ته سره  ورسيږي بالاخر دا نظر يي ورکړ چي دايو جهنمي جسم دي چي سوزي به او جهنم ته به ځي ماسوا دعيسى ع دمور  نه. تردي وروسته  په زمانه دمحمد صلي الله عليه وسلم  کي بيا مسيحيان سره راټول شو او دي فيصلي ته سره ورسيدل چي ښځه يو جسم دي چي دانسان په شکل کي پيدا شويدي چي دسړي ښه خدمت اوکړي او بس.

همدغه راز پنځمي او يولسمي صدي ترمينځ کلو کي په اروپا کي دا روا  او حق  وو چي يو سردار،اوروحاني مشر به  دخپل زميندار او خادم ښځي سره د واده نه پس  (٢٤) ساعته پوري  همبستري کوي او وروسته به  ښځه  خاوند ته حواله کوي.

په (١٥٦٧) ميلادي کال کي دسکاټلينډ پارلمان يو پريکړه وکړه چي ښځه نشي کولي په يو شي ملکيت حاصل کړي نو دا مظلوم قشر پدي منځنو پيړو کي دډيرو کړاونو او بد بختياو سره مخ  وو ان تردي چي دانګريز په قانون کي دا هم جائز وو چي خاوند کولي شي چي خپله ښځه په يو څو ټنګو خرڅه کړي او دا قانون د (١٨٠٥) ميلادي نه تر (١٩٣٨) ميلادي پوري د انګريز په قانون کي وو تردي چي دښځو دحقوقو په نامه قانون کي اصلاح وشوه او دظلم مادي تري ووتي.

دجاهليت په دور کي دعربو تر مينځ   ښځه ان تردي هم ډيره ذليله وه چي دخپلي رايي او خوښي هم مالکه نه وه، دپلار په ميراث کي به يي لګ څه اخيستل چي نيشت ته به نږدي وو، دطلاق څخه وروسته دعدت لپاره يي وخت نه درلود سمدست به پري خپلو خپلوانو نکاح تړله که به دښځي خوښه وه او کنه  او هر کله به چي څوک اومړ او اولاد او ښځي به تر پاتي شوي نو مشر ځوي به دښځو پر مخ څادر واچاوه چي دوي ما پر ميراث يوړي نو بيا يي خوښه وه دخپلي مور نه ماسوي نوري دپلار ښځي په نکاح اخلي او که په بل چا يي خرڅوي مهر به يي همدي اخلي او ښځي به څه اعتراض او شکايت نه کوي. بعضي عربي قبائلو به خپلي لوڼه ژوندي په خاورو منډلي  او همدوي به خپلي وينځي په بدفعلي مجبوره ولي چي مال دولت پري پيدا کړي  همدا راز نوري ګڼي بدبختۍ موجود وي چي په يادولو يي دانسان غوني راځيګ کيږي دا هغه  ناوړه اعمال وو چي دښځو سره کيدل.

تردي چي اسلام دنيا ته راغي دانصاف يو تله يي کيښودله او دښځي کرامت يي ثابت کړه او هغي ته يي خپل پوره حق ورکړه او هغي ته يي خپل پوره دسړي هومره  انسانيت ور اوباخه  او دا هغه اسماني غږ وو چي په ټول مخلوق يي غږ وکړه چي په ښځه او سړي کي هيڅ فرق نشته او ټول ديو نفس نه پيدا شويدي الله ج فرمايي ژباړه( اي خلکو ويريږي درب ستاسو هغه نه چي تاسو يي ديو نفس نه پيدا کړي يي ) همدا راز ښځه او سړي يي يو شان په عبادت کولو مامور کړيدي که نيک عمل يي وکړه يو شان جنت او که بد عمل يي وکړه يو شان سزا ددواړو په سزا اوجزا کي هيڅ فرق نشته فرمايي ژباړه ( چاچي وکړه نيک عمل دنارينه او زنانه وو نه او دي مومن و نومونږ به ورته بهتره زندګي ورکړو او ښائسته او پوره بدله به ورله ورکړو دوجي دښه عمل نه چي دوي کوه) نحل(٩٧) همداراز الله ج شانه خلک ددي نه منع کړيدي ښځي په زور په ميراث کي واخلي  ژباړه( اي دايمان والاو ندي روا ستاسو لپاره چي تاسو زنانه په زور اوناخوښي ميراث کي واخلي) نساء (١٩) دارنګ دلوڼو ژوندي خښه ول يي غندلي دي فرمايي ژباړه ( او هرکله چي به تپوس وکړي شي دژونديو خښي کړي شو نه چي په کومه ګناه وژلي شوي وي) تکوير(٨) همداراز دښځو دطلاق حد يي معلوم کړيدي او خلک يي ددي نه منعه کړيدي چي ښځو سره زور زياتي ونکړي فرمايي ژباړه ( هغه طلاق چي سړي پکي بيرته رجوع کولي شي ښځي ته دوه دي يو بل پسي نو پس د طلاقونه يا خو بيرته رجوع کول دي او ياخوشي کول دي دښځي  په احسان سره چي زياتي به ورباندي نه کوي) بقره (٢٢٩)  همدا راز الله ج شانه مسلمانان لدي نه منع کړيدي چي  دپلار منکوحي سره نکاح مه کوي فرمائي ژباړه( په نکاح مه اخلي هغه زنانه چي ستاسو پلارانو په نکاح اخيستي وي ) نساء (٢٢) اسلام ښځو ته دميراث حق ورکړيدي  څنګ چي  وروڼه ميراث اخلي همدغه راز به خويندي ميراث اخلي الله رب العزت فرمايي ژباړه( سړو دپاره حصه ده دهغي نه چي مور پلاراو خپلوخپلوانو  پريښي وي دميراث نه او دښځو لپاره حصه ده دهغي نه چي مور پلار او خپلو خپلوانو پريښي وي دميراث نه هغه ميراث چي کم وي او که زيات او دا حصي دي مقرري شوي ) دلته دا اعتراض ناسم دي چي ښځي ته ولي دسړي نيمه ورکولي شي او دا ظلم دي عرب وايي (فعل الحکيم لايخلو عن الحکمة) دحکيم يو کار دحکمت نه خالي نه وي او الله پاک دټولو حکماؤ نه زيات پوه دي هرکله چي ښځي ته دسړي برابر حصه ورکړل شوي وي نو دا به ظلم وو ځکه چي ښځه دوه حصي نوري هم لري يو دا چي دميړه په مال کي ميراث وړي دوهم داچي مهر اخلي نو که داسي شوي وي نو بيا به دا اعترا ض راتلو چي دښځي حصه زياته ده او دسړي کمه نو دا اعتراضونه هغه خلک کوي چي ددين نه پوره واقف نه وي.همدغه شان په ښځو دمړونو تابعداري چي څنګ لازم ده همهغومره يي حقوق دي په مړونو قرآن وايي ژباړه( اوددي ښځو هغومره حقوق دي  څومره چي په دوي دخاوندانو دي په نيکه طريقه) بقره(٢٢٨) اسلام دښځو نفقه( خرچ  وخوراک)  په خاوندانو باندي ايخي ده چي خاوند به يي ګټي او ښځه به دملکي په شان په کور ناسته وي فرمايي ژباړه (په پلار باندي لازم دي چي دبچي مورته خوراک او جامي ورکړي په ښه طريقه ) بقره (٢٣٣) همدغه رنګ اسلام مسلمانان ددي نه منعه کړي چي ښځي په بدفعلي مجبوره نکړي فرمايي ژباړه( تاسو خپلي لوڼه په بدفعلي مه مجبوره کوي که چيري دوي نکاح کول غواړي نو په نکاح شرعي محمدي يي ورکړي ) نور (٣٣) همدغه رنګ رسول الله ص فرمايي ژباړه ( ښځي دنارينه و يو حصه ده) بيګانه ندي همدغه رنګ فرمايي ژباړه ( دښځو عزت نه کوي مګر عزتمند سړي او بي عزتي يي نه کوي مګر رذيل او بي عزته سړي ) معلومه دا شوه چي اسلام هغه سړي ته عزت ورکوي څوک چي ښځي ته عزت ورکوي دغه شان رسول الله ص فرمايي ژباړه ( دچاکره چي لور وي او ژوندي يي خښه نکړه او سپکه يي اونه ګڼله  او خپل ځوي يي ورباندي بهتر او نه ګڼلو  نو سړي به الله جنت ته داخل کړي ) نو ددي نه لويه نيک بختي چرته ده چي سړي جنت ته ولاړ شي ، رسول الله دمرګ نه يو څو ورځي مخکي په حجة الوداع کي په بيا بيا ددي خبري پخلي وکړه چي اي خلکه ګوا شي دښځو په اړه دخير نه کار واخلي شر او بده يي مه لټه وي نو دا داسلام دپيغمبر ص اخيري کلمات وو چي دښځو په باره کي يي کړي او مسلمانانو ته يي پري وصيت کړي بايد چي هره ښيګړه دښځو سره وشي، په اخر کي بايد ووايم چي اسلام څومره حقوق ښځو ته ورکړي بل هيڅ دين ندي ورکړي او لوستونکي دي په خپله فيصله وکړي چي څوک بر حق او څوک نا حق دي .

مسيح الله (عصام)

( د    ٣١٣ فارمولا )
دلوويکې پرمخ دوه لارې وى ، هغه د مور مرض د قبول کړې اود الله ج په رضاويلوسره ورسته غلې کيښنې او بله لاره د مورعلاج کول شوروع کړې لدي دوه لارو څخه ديوي لارې انتخاب وکړي ، د ١٣ کلنو ماشوم څخه د پلارسيورې ناڅاپه اوچت شو چې دده لپاره دوهمه لاره ناممکنه وه ، محترم تاسو د لوويکې حيرانونکو قوت فيصله وګورئ هغه د خپلې مور د علاج کولو پريکړه وکړه ، لوويکې دچين د ګوانګ زو صوبې اوسيدونکى دى د هغه عمر د ١٣ کاله ؤ چې چې په ٢٠١٠ کال کې پلارپه ناڅاپي ډول ومړ ، چې له هغې وروسته د هغه کفالت د مور په اوږو پريوت ،  دپلارد وفات ٦ مياشتې وروسته د لوويکې د مور طبعيت ناڅاپه خراب شوو ، لوويکې د ګاونډيانو په مرسته هغه روغتون ته بوتله ، د ميډيکل ريپوټ نه څرګنده شوه چې دلوويکې مور د اخرې حد برين ټيومر دى ، لوويکې د روغتون له ډاکټرانو وپوختل چې پدغه بيمارۍ باندې څومره خرچ راځې چې د خپلې مور عمليات پري وکړي . دروغتون څخه ورته وويل شو چې پدغه باندې يو لک يوآن خرچه راځې لوويکې کورته ولاړ اود کورپه ګډون د ټولو محلقاتو تخمينه يې وکړه په مشکل سره تر ١٠ زره يوآن جوړيدل ، پدغه وخت کې د لوويکې سره دوه لارې په مخ پرتي وى اوله چې دمور مرض د الله ج له طرفه يو مرض وګڼې او غلې کيښنې اوخپله مور په ورو ورو د مرګ خولې ته په ورتګ ووينې .
دوهمه لار چې هغه د ١٣ کلنوپه عمر دغه يو لک يوآن جمعه کړي اود خپلې مور علاج ورباندې کړې هغه د دوهمى لارپه کولويې پريکړه وکړه هغه د خپلې سيمې څخه روان شو اودرى سوه او څلويښت کيلوميتره سفريې وکړ او ښارته ورسيد ، هغه ښارکې د څپلو د پالش کولودنده پيل کړه او هره ورځ به يې پنځلس ساعته کارکاوه ، چې په دغوساعتوکې يې په مشکل سره سل يوآن ګټل ، اوکه چيرته دغه دنده هم وکړې نو يولک يوآن ډير لږ رقم دى چې په ياده دنده کې لاس ته راوړې ، نود هغه مور به څوکلونه شوي وى چې مړه وي مګر له هغه سره لدي بله چاره هم نه وه ، تردې پوري چې ورته د الله ج غيبى مرسته راورسيده زه به دهغه واقعه مخته بوځم ، مګر دهغې مخکې تاسو ته دغيبى مدد په باره کې هم ووايم  ،
په نړۍ کې دنيکۍ او بدۍ دوه دريابونه بهيږې ، موږ هغې ته  منفې او مثبت دريابونه هم ويلې شو ، موږ ټول مخلوقات ددغه دوه دريابونو ترمنځ ولاړيو ، دنړۍ مختلفۍ حادثې ، واقعات ، مسائل او په مختلفو برياليتوبونو موږ ددغو دواړو دريابونو ته په ټوپ وهلو مجبوره وى .
موږ ددې حاثاتو او واقعالو له دباو څخه په منفې درياب کې ورټوپ کوو اوياپه مثبت درياب کې ددغو دريابونو اوبه ډيرې تيزې دى موږ چې ددې دريابونو سره يوځاې شو موږ په څودقيقود ډيرښکته والي څخه دلوړوالي په سفر باندې ورځوددغو دريابونو اوبوته غيبې مرسته وويل کېږي نن ته بدۍ لار غوره کړه ته باور ولره دنړۍ ټول بدخلک اوخيالات  بدۍ مواقع  راګيره کړي او که نن ته دښه والي او کاميابۍ په لاره قدم کيږدې تاته به د نړۍ ټول فکرونه او ښه خلک او د ښه وسائل خپلې مخې ته په راتلو ووينې ، دغه ديالس کلن ماشوم دښه والي او غوره لارې انتخاب وکړ او دوه مياشتي مشقت وروسته د الله ج غيبې مرسته هغه ته راورسيده ، هغه څپلۍ پالش کولې په هغه وخت کې يو ژورنالست دخپلو څپليودپالش لپاره ورغې ژورنالست وليدل ماشو م په محنت سره او ښه والي سره خپلۍ پالشوى هغه د ماشوم سره ګپ شپ شورع کړ، په دغه ګپ شپ لوويکې خپله قيصه ورته وکړه دژونالست زړه پري وسوځيد او دهغه ماشوم د مرستې تکل يې وکړ ، هغه د خپل کارځاي ته ولاړ او د لوويکې قيصه يې د عام وګړو مخې کيښوده ، دغه خبربله ورځ د چين په اخبارونو کې چاپ شوه ، او ترماښام پوري ترټيلې وژن ورسيده ، دخبرخپرولو نه وروسته ټول چين کې ګونګوسې پيل شو ، خلکو د لوويکې د مور دعملياتو زيمواري  واخيسته ، چې ورسته دروغتون خلکو ته هم د غه خبرورسيد ، اوپه خپله غلطۍ پوهه شول اوهغوى  د لوويکې د مور عملياتو اعلان بي د روپووکړ ، داد لوويکې د ژوند ترټولو ښه او غټ خبرؤ
لوويکې د ټي وي او ژونالستانو په جلوس کې خپله مور روغتون يوړه او ډاکټرانو دهغوي د مور عمليات وکړل ، اوعمليات بريالى شول ، دهغه مور روغه شوه ، او اوسمهال هغه د خپلې مورسره په خوشحالۍ ژوندکوي ، داده لس پنځلس کلنوپخوانۍ قيصه نه بلکې يوه مياشت وړاندې تيره شوي خبره ده ، اوپه چين کې ډيره مشهوره شويده واقع ده ، دکلنه چې مې د لوويکې دغه قيصه اوريدلې نو د لوويکې د همت او جرات په سلامۍ مجبوره شوي يم ، تاسو يو ديالس کلن ماشوم په زړه کې راولۍ له هغې وروسته د هغې قوت فيصله وګورئ چې هغه د خپلې مور دژوند دژغورلو په باره کړيده ، اوله هغې وروسته دري سوه څلويښت کيلوميتره په واټن سره د خپلي  سيمې تللې او ددې سربيره په يو ناشنا ښارکې هغه د څپليود پالش کولو دنده او بيا سل سل يوآن جمعه کول چې پدغه ښآرکې دهغه هيڅوک پيژندګلوى هم نه وه نو بي اختياره په سلام کولو سړى مجبوره وي دلوويکې په څير زموږ په ژوندکې هم بې شميره مسائل راځې دکومو مسائلوپه باره کې موږ فکرکوو چې دامسئلې نه حل کيږې ، او موږ په ماتې منلوسره په کورکې کيښنو او قدرت يا فطرت د مسئلود پيداکولو مخکې د هغې حل پيداکوي ، چې دهغې مسئلې حل په مخکې او ياوروسته موجود وې . موږ هغې په توجوکولوبغيرهمت وبايلواو په کوې کې کيښنو، پدي ډول موږ دمسئلې او حل ترمنځ دوه انچه فاصله ونه وهوو کاش هم دلوويکې څخه سبق واخلو ، ارمان چې موږ د لوويکې په څير د خپلې مسئلې لپاره دري سوه څلويښت کيلو ميتره واټن ووهو ، موږ د سلوسلو لوټوپه جمعه کولو سره د يولک يوآن په جمعه کول شورع کړو ، موږ د سلو يوآن لوټ په لاسته راوړلو وروسته خوله اسمان ته کړو اود الله ج څخه په عاجزى ۍ سره وغواړو ، چې اى خدايه زما واړه لاسونه يواځې د سلوسلو يوآن جمعه کلو توان لرې ، اوس دغه پرتا باندې ده چې د دغه سلوسلولوټونو څخه يولک يوآن جوړکړي . نودالله ج يقيناً پرموږ رحم راځې ولي هغه موږ باندې د خپلې مور څخه اويا ځلې ډير مهربانه دى . چې پدې ډول زموږ مسئلې حل کيداى شي ، موږ دسلويوآنو په ګټلوسره ګيواپ کوو ، اويا يواځې په عاګانو باندې خپلې ستونزى حل کوو ، او موږ داخبره هيره کړي چې الله جل جلاله مشرکينوته د شکست مخکې داتوقع کړي چې د ٣١٣ په صورت کې جمعه شي ، يو يو اوښ او يوه يوه قچره دوه دوه کسانو د بدر ميدان ته رسيږې بلخوا تورو په مقابل ډنډې ( نيزي ) ودرول شوي ، اوپردغه وخت کې له موږ څخه درخواست کوي چې د مخلوقاتو خاونده موږ ستا په حکم سره دى ميدان ته ورودانګل ، اوس زموږ برياليتوب او ساتنه ستا زيمه واري ده ، پدغه وخت کې د رب العزت رحمت په جوش راځې اودغه ٣١٣ د ميخونو او نيزو واله په زرګوزرګو ځوانانو غرور د خاوره سره يوځاي کوي  .
لوويکې د٣١٣ فارمولي ترکيب پيژنده ولي هغه په دوه وړو لاسونو د څپليوپالش سره ميدان ته ورټوپ کړل مګر موږ دمسائلو په  دباؤ کې ٣١٣ فاموله هيره کړه ، چنانچې لوويکې بريالى شو او موږ ناکام يو .

ورځ پاڼه ډيلې ايکسپريس / م ، عصام



(اوله ځان وژنه او د دنيا د ترټولو لوړه ودانۍ )
دوبۍ يوداسې ښاردى چه دهغې په هټيو، کليواو کوځوکې زموږ ژبې وويل کيږې چې ددې ښآر په ودانولو کې زموږدمزدورانو او هنرمندانو لاسونه او خولي ګډون لرې ، ددغې ښآر خوب زموږ په کليو، ښارونو او بانډوکې ليدل کيږې ، او کارکونکي پدي ښآرکې وخت تيره وى اوپه کورکې ناست خلک مور ، ښځه او بچو هغوته لاس په دعا نيولي وى  چې کامياب خپل کورته راستون شي نوموړى ملک ته د پلورنکولپاره جنت هم وويل کيږې ، چې د ملغلرو او دقيمتې کاڼو انبارونه پکې شتون لري چې د ټولي نړۍ څخه ورته خلک د ناوى په څير را روان دى اوسمهال دغه ښار د نړۍ ترټولو لوړه ودانۍ باندې فخرکوي چې نوم يې برج خليفه دى چې يې په تيزرفتار لفټ کې د قدم دکيښودلو وروسته سړى د سترګوپه رپ کې ١٢٤ پوړته رسوي چې په دهليزکې د ودريدولو وروسته په دوربين باندې ددغې ښار رڼاګاني دهري خوا څخه ښکارې ، داچې دوبۍ يو نوى ښار دى چې دصحرا د پخوانيو شګونه ډک دى مګردغه د شګې ښار دخپل څان سره ډير داستانونه راوړى چې يويې له ډيرو خلکو څخه اوريدل شويدي چې کله په دغه ودانۍ کې د ميخ نما مينارى د نصبولو وخت راورسيد ، چې پدغه ودانۍ کې د دنيا ترسلوقومونو ډيرو خلکو بيلابيل کارونه کول چې ټولو يې د ودانۍ په سرکې د مناري د نصبولو څخه انکار وکړ چې باالاخر دغه کارته يو پښتون او هندوستانى تيارشول چې دغه کار يې دزمکي څخه د دوه زره فوټو په اوچتوالي د سمندري هواګانو په ځان دتيروولو روسته دغه تيره ميناره نصب کړه ياده ودانۍ  2,176.5  دوه زره يوسلو شپږ اويا او پنځه انچه د دنيا د ترټولو لوړه ودانۍ ده چې برج خليفه نوميږې چې کله ١٢٢ پوړته سړي ورشي اود دنيا د نعمتونوڅخه مزى اخلي اميرالامراء خلک په همدغو ځايونوکې اوسيږې په همدغه ځاي کې د متحده عرب اماراتو ترټولو لويو لويو کمپنيو دفاتر دى په برج خليفه کې د نړۍ ترټولو لوړو لوړو  ودانۍ جوړونکو ٣٠ کمپنيو برخه درلودلې چې پوړ په پوړ اوچتوالي کې يې سل قومونو مزدورانو او ماهرانو کارکړي دي په جنوري ٢٠٠٤ کې کار پيل شوي او جنوري ٢٠١٠ کې يې کار پاي ته رسيدلې چې بنياد يې ١٦٤ فوټه جور او د ستنو شميريې ١٩٢ دى .
د ټرلو مهمه خبره پکې داده جې په جوړولو باندې د انساني محنت دوه ويشت ميليونه ساعتونه مصرف شويدي لدي وجې چې کله يې ووينئ او ياورته ولاړشئ دا خبره بايد په ياد کې وي چې په هغې کې زموږ د غريبو مزدورانو مشقت او خولي شاملي دي .
کله مې دغه مطلب ليکو خبر راورسيد يوتن دبرج خليفه څخه په ټوپوهلو ځان وژنه وکړه شايد په ٢٠١٠ کال کې په انساني خولو جوړشوي دغه ځان وژنه لومړۍ ځان ژنه وي وويل کيږې چې هغه يو اسيايې ؤ چې درخصتۍ د عرض يې کړي ؤ چې د نه منلو وروسته يې خپل ځان د ١٤٧ پوړڅخه وغورځاوه اوپه ١٢٢ پوړ وغورځيده چې د يوي توري  نکتې په څير په هغه ځاي کې  توروالي رامنځته شو.

مسيح الله (عصام )

دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.  
دتوندروۍ  اومذهبى ليونتوب خاتمه
په ١٢٣٣ عيسوى کال کې د رومي کليسا په مذهب کې د تشدد په يوپلان سره پيل کړه (مذهبي عدالت قائم ) شوو ، دغه قضائيه هيئت دخلکو دعقائدو چانټې پيل کړه ، اوچې کوم وګړې دهغوى په معيارسره برابر نه ؤ ، دهغود ژوندي سوځولو امر به يې ورکاوه ، په چانټۍ سره يې ملحدين ونيول  چې د زرګونوپه تعداديې ژوندي په اورکې وروغورځول ، اوکه چيرته به يې توبه ويستله  نو د هغوى لپاره لدي هم سخته سزا ورکيده ، په ډيرو بدنصيبو ښځوبه داتور پوريکيده چې دوى جادوګري دى ، لدي وجې به يې هغه ژوندى په اور کې سوځولي ، پوپ ديوي فتوى لامله په هرسړي دا فرض ؤ چې د نورو د مذهبې عقائدو جاسوسي وکړي ، راهيبانو  علم کيميا سخته غندلي وه اودايوشيطانى عمل په نامه يې ياده کړيوه ، په څوارسلمه پيړۍ کې آکسفورډ يونيورسټې په دغو ورځوکې د ذهنې بيماريواو روحاني مرکز ؤ ، ورسته داسې شنونکى راغله چې هغوى د کليسا د دغو بي انصافيو د دين مسيحې سره په منفي وبلل ، په هغوى کې له ټولو لوي او ممتاز جان واء کلف ؤ هغه په آکسفورډ يونيورسټې کې استاد ؤ او وروسته راهب  شو ، چې درميانه روۍ کمونست ؤ مګر دهغې شاګرد جان پال له هغې څخه هم دوه ګوتې ورتير ؤ جان پال کروندګرو ته وعظ کوو ، او هغوي به يې د اشرافيه په مقابل کې د ودرولو هڅه به يې ورته کوله ، چې همدغې جال پال يې په ١٣٨١ کال کې په دار وځوړه ؤ ، دساينس او چرچ ترمنځ سخته مقابله وه ،
چرچ په ددې خبري اجازه نه ورکوله چې خلک فکر او تجريبي وکړي دچرچ په اند زمکه دټولو کائناتو مرکزؤ، سپوږمۍ له هغې څخه تاويدله ، او ستوري په اسمان کې نصب ؤ که چا به هم ددې د مفروضې څخه سرغړه ونه وکړه اوهغه به يې کافر او مرتد نوماوه چې دوى ورته عدالت ( استيعال الحاد) کې به ودره وه چې په هغې کې به ورته د سختو څخه  سخته سزا ورکوله  ، ليکن ددې سره سره هم يو پولش ساسنپوه په پلټنوکې دچرچ دغه تصورات چلنج کړه ، اودايې ثابته کړه چې زمکه د سپوږمۍ نه په تاويدو چکروهې دغه ساينسپوه دکائناتو نوي تصور موجدبلل کيږې هغه د ١٤٧٣څخه تر١٥٤٣ پوري ژوندي ؤ دخپلو انقلابي او ملحدانه خيالات سره سره دچر چ غضب څخه روغ پاتې شو ، له ده وروسته ددغسې خيالاتوواله خوش قسمته نه وو، ګيارډينوبريو اطالوي ساينسپوه چې هغه  د زمکې څخه د سپوږمۍ د  تاويدولوپه جرم سره ١٦٠٠ عيسوى صدۍ ژوندۍ وسوځول شو، همدغه ماهرفليکات داسې نظريه وړاندې کړه چې ستوري بذات خود سپوږمۍ ته ورته او سپوږمۍ دي ، يوبل سياسنپوه دان ګليلو چې هغه دوربين هم ايجاد کړد چرچ دملامتۍ پاتې نه شو،
مګردغه د برنو پرخلاف ډير کمزوري مالوم شوو ، هغه د خپلې نظريې څخه منحرفيدل  مناسب وګڼل  ، اودچرچ په مخکې وويل چې هغه په غلطۍ باندي دي د  خپلې نظريې بيرته وګرځيد، او حقيقت همدغه ؤ چې د کائناتو مرکز زمکه ده ، اوسپوږمۍ له هغې نه  په تاوديدلو چکروهې ، داعتراف سره هم د څه وخت په جيل کې تيرکړه ، مسيحې کليسا څخه يو سلطنت جوړشوي ؤ تقريباً زرکاله وروسته يو انقلاب راغې ددغه انقلاب محرک کلتور ، ژونداو تهذيبې نشاة ثانيه ؤ په څوالسمه پيړۍ کې داټاليا په تجارتې بندرګاه نه پيل شو اوپه قلاره قلاره په ټوله اروپاکې پيل شوو ، دغه انقلاب ته ريفارميشن (اصلاح ) هم ويلې شو،داصلاح مذهب تحريک اصل موخه د رومې چرچ پرخلاف يو بغاوت ؤ دچرچ د  فساد  اود ظلم پرخلاف د عوامو بغاوت سربيره  دغه پاڅون د پوپ د پربرياليتوب پرخلاف  داروپا د حکومتونو هم يو بغاوت ؤ ددغه تحريک مشرمارټن لوتهرپه نوم جرمنى راهب ؤ ددې ټولو تحريکونوشاته يو بل عنصرهم ؤ چې موږ ورته مطبوعې هم ويلې شو ، عربود کاغذ جوړول د چينيانو زده کړه اوله عربودغه فن اروپايانوته  زده کړه مګر دکاغذ په ارزانه بيه دوديدلوکې ډيروخت ونيوه ، دپنځلسمى پيړۍ په اخرکې په اروپاکې دکتابونو چاپيدل پيل شو ، چې په هغوکې مخکښ يې هالينډ، اټاليا، انګلينډ او هنګرې هيوادونه ؤ دکاغذ او مطبوعو سره په ديکې يوه انقلابي بدلون راغې ، چاپ شوي کتابونه عامو وګړو سربيره مکتبونو او دهغوى شاګرانو ته ورسيدل ، چې څومره ډيرو خلکو لوستل کولي شول ، دهغوى په فکرونوکې پراخوالي راغې ، چې څومره څوک ډيرفکر کوي هغومره هغه د حالاتو په تدارک پوهيږې همدغه خبرې صورت دائنده لپاره دبدلون سبب کيږې ، ناپوهى دهميشه لپاره د بدلون څخه ويريږې ، په هغه وخت کې ترټولواول چاپ شوي کتاب بائبل نوميږي ، له هغې مخکې چې کومو خلکو بائبل په لاطينې ژبه لوستلې ؤ دهغوى په پوهيدلو ناکام شوي ؤ اوس هغوى دغه کتاب په خپلو ژبولوستلې اود پوهيدلو قابل شوو ، له دې وجې خلک د پادريانو څخه ازاد او باغيان شول ، او دهغوى ټيکه داري ختمه شوه ، او انقلاب پيل شو ، په پيړيومخکې چې کوم تشدد د روم په کليساکې پيل شوي ؤ اوس زموږ په هيوادکې همدغه سزاګاني خلکوته ورکول کيږې ، دخداي په نوم خلک وژل کيږې ، دمذهب په نوم خلکو ته دوحشت  سزاوي ورکول کيږې ، خپلې عقيدې او نظريات په زوره پرخلکومسلط کيږي ، که توندروۍ او ليونتوب دغه لړۍدغه  شان  دطوفان په څيرپراخيږي چې په هغې سره په زور قابوکول هم ناممکن شي نوکيدې شي دايوه داسي تباهې وې چې ګرده نړۍ په خپله ولکه کې واخلې که په سمه اومناسب پلان ولرې  نوتراوسه وخت د لاسه وتلى نه دى

ليک :(مسيح الله (عصام )
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.


دتوندروۍ  اومذهبى ليونتوب خاتمه
په ١٢٣٣ عيسوى کال کې د رومي کليسا په مذهب کې د تشدد په يوپلان سره پيل کړه (مذهبي عدالت قائم ) شوو ، دغه قضائيه هيئت  به دخلکو دعقائدو چانټې پيل کړه ، اوچې کوم وګړې دهغوى په معيارسره برابر نه ؤ ، دهغود ژوندي سوځولو امر به يې ورکاوه ، په چانټۍ سره يې ملحدين ونيول  چې د زرګونوپه تعداديې ژوندي په اورکې وروغورځول ، اوکه چيرته به يې توبه ويستله  نو د هغوى لپاره لدي هم سخته سزا ورکيده ، په ډيرو بدنصيبو ښځوبه داتور پوري کيده چې دوى جادوګرى دى ، لدي وجې به يې هغه ژوندى په اور کې سوځولي ، د پوپ ديوي فتوى لامله په هرسړي دا فرض ؤ چې د نورو د مذهبې عقائدو جاسوسي وکړي ، راهيبانو  علم کيميا سخته غندلي وه اودايې يوشيطانى عمل په نامه ياد کړي وه ، په څوارسلمه پيړۍ کې آکسفورډ يونيورسټې په دغو ورځوکې د ذهنې بيماريواو روحاني مرکز ؤ ، ورسته داسې شنونکى راغله چې هغوى د کليسا د دغو بي انصافيو د دين مسيحې سره منفي وبللې ، په هغوى کې له ټولو لوي او ممتاز جان واء کلف ؤ هغه په آکسفورډ يونيورسټې کې استاد ؤ او وروسته راهب  شو ، چې درميانه روۍ کمونست ؤ مګر دهغې شاګرد جان پال له هغې څخه هم دوه ګوتې ورتير ؤ جان پال کروندګرو ته وعظ کوو ، او هغوي به يې د اشرافيه په مقابل کې د ودرولو هڅه به يې ورته کوله ، چې همدغې جال پال يې په ١٣٨١ کال کې په دار وځوړه ؤ ، دساينس او چرچ ترمنځ سخته مقابله وه ،
چرچ په ددې خبري اجازه نه ورکوله چې خلک فکر او تجريبي وکړي دچرچ په اند زمکه دټولو کائناتو مرکزؤ، سپوږمۍ له هغې څخه تاويدله ، او ستوري په اسمان کې نصب ؤ که چا به هم ددې د مفروضې څخه سرغړه ونه وکړه هغه به يې کافر او مرتد نوماوه چې دوى ورته عدالت ( استيعال الحاد) کې به يې ودره وه په هغې کې به ورته د سختو څخه  سخته سزا ورکوله  ، ليکن ددې سره سره هم يو پولش ساسنپوه په پلټنوکې دچرچ دغه تصورات چلنج کړه ، اودايې ثابته کړه چې زمکه د سپوږمۍ نه په تاويدو چکروهې دغه ساينسپوه دکائناتو نوي تصور موجدبلل کيږې هغه د ١٤٧٣څخه تر١٥٤٣ پوري ژوندي ؤ چې د دوى په اند دخپلو انقلابي او ملحدانه خيالاتو سره سره دچر چ غضب څخه روغ پاتې شو ، له ده وروسته ددغسې خيالاتوواله خوش قسمته نه وو، ګيارډينوبريو اطالوي ساينسپوه چې هغه  د زمکې څخه د سپوږمۍ د  تاويدولوپه جرم سره ١٦٠٠ عيسوى صدۍ ژوندۍ وسوځول شو، همدغه ماهرفليکات داسې نظريه وړاندې کړه چې ستوري بذات خود سپوږمۍ ته ورته او سپوږمۍ دي ، يوبل سياسنپوه دان ګليلو چې هغه دوربين هم ايجاد کړد چرچ دملامتۍ پاتې نه شو،
مګردغه د برنو پرخلاف ډير کمزوري مالوم شوو ، هغه د خپلې نظريې څخه منحرفيدل  مناسب وګڼل  ، اودچرچ په مخکې وويل چې هغه په غلطۍ باندي دي د  خپلې نظريې بيرته وګرځيد، او حقيقت همدغه ؤ چې د کائناتو مرکز زمکه ده ، اوسپوږمۍ له هغې نه  په تاوديدلو چکروهې ، داعتراف سره هم د څه وخت په جيل کې تيرکړه ، مسيحې کليسا څخه يو سلطنت جوړشوي ؤ تقريباً زرکاله وروسته يو انقلاب راغې ددغه انقلاب محرک کلتور ، ژونداو تهذيبې نشاة ثانيه ؤ په څوارلسمه پيړۍ کې داټاليا د تجارتې بندرګاه نه پيل اوپه قلاره قلاره په ټوله اروپاکې ورګډ شوو ، دغه انقلاب ته ريفارميشن (اصلاح ) هم ويلې شو،داصلاح مذهب تحريک اصل موخه د رومې چرچ پرخلاف يو بغاوت ؤ دچرچ د  فساد  اود ظلم پرخلاف د عوامو بغاوت سربيره  دغه پاڅون د پوپ د برياليتوب پرخلاف  داروپا د حکومتونو هم يو بغاوت ؤ ددغه تحريک مشرمارټن لوتهرپه نوم جرمنى راهب ؤ ددې ټولو تحريکونوشاته يو بل عنصرهم ؤ چې موږ ورته مطبوعې هم ويلې شو ، عربود کاغذ جوړول د چينيانو زده کړه اوله عربودغه فن اروپايانوته  زده کړه مګر دکاغذ په ارزانه بيه دوديدلوکې ډيروخت ونيوه ، دپنځلسمى پيړۍ په اخرکې په اروپاکې دکتابونو چاپيدل پيل شو ، چې په هغوکې مخکښ يې هالينډ، اټاليا، انګلينډ او هنګرې هيوادونه ؤ دکاغذ او مطبوعو سره په ديکې يوه انقلابي بدلون راغې ، چاپ شوي کتابونه عامو وګړو سربيره مکتبونو او دهغوى شاګرانو ته ورسيدل ، چې څومره ډيرو خلکو لوستل کولي شول ، دهغوى په فکرونوکې پراخوالي راغې ، چې څومره څوک ډيرفکر کوي هغومره هغه د حالاتو په تدارک پوهيږې همدغه خبرې صورت دائنده لپاره دبدلون سبب کيږې ، ناپوهى دهميشه لپاره د بدلون څخه ويريږې ، په هغه وخت کې ترټولواول چاپ شوي کتاب بائبل نوميږي ، له هغې مخکې چې کومو خلکو بائبل په لاطينې ژبه لوستلې ؤ دهغوى په پوهيدلوکې  ناکام شوي ؤ اوس هغوى دغه کتاب په خپلو ژبولوستلې اود پوهيدلو قابل شوو ، له دې وجې خلک د پادريانو څخه ازاد او باغيان شول ، او دهغوى ټيکه داري هم ختمه شوه ، او انقلاب پيل شو ، په پيړيومخکې چې کوم تشدد د روم په کليساکې پيل شوي ؤ اوس زموږ په هيوادنوکې همدغه سزاګاني خلکوته ورکول کيږې ، دخداي په نوم خلک وژل کيږې ، دمذهب په نوم خلکو ته دوحشت  سزاوي ورکول کيږې ، خپلې عقيدې او نظريات په زوره پرخلکومسلط کيږي ، که توندروۍ او ليونتوب دغه لړۍدغه  شان  دطوفان په څيرپراخيږي چې په هغې سره په زور قابوکول هم ناممکن شي نوکيدې شي دايوه داسي تباهې وې چې ګرده نړۍ په خپله ولکه کې واخلې که په سمه اومناسب پلان ولرې  نوتراوسه وخت د لاسه وتلى نه دى

مسيح الله (عصام )




شته داسي څوک !!
ډاکتريوش يکي ساسائى (DoshikiSasai) دجاپان هيواد يو سائنس پوه دى نوموړي دوه مياشتي وړاندي ټوله نړۍ ګوته په خوله کړه . چې په لابراتوار کې يې مصنوعي انساني سترګه جوړه کړه .
زموږ د بدن ټول غړي د سټيم سيلز څخه جوړيږي . د مورپه خيټه کې چې کله زمونږ بنياد ايښودل کيږي نوپه پيل کې سټيم سيلز جوړيږي اوبيادغه سټيم سيلزپه قلاره قلاره زمونږ د بدن مختلف اندامونه جوړوي اوله زيږيدو وروسته زمونږ د ژوند ټول بوج همدغه اندامونه اوچتوي دا زمونږ د غمونو، خوشحاليو، قصدونو ، غرور ، دکاميابيواو ناکاميو وزن له اوچتولو روسته پدي کره يې زمکه زغلوي .
اوبيا يوه ورځ دغه اندامونه ناتوانه شي اوپه پايله کې موږ د اوبود يوې قطرې په څير په زمکه کې جذب شو . که چيرته موږ د خپل ژوندون پلټنه وکړو ډيرى وخت په انسانانوکې کموالي پاتي کيږي . په موږ کې د ځينو خلکو اوريدو ، ويلو ، څکي ، لمس او ليدو د صلاحيتونو نه بي برخې وي او په موږ کې نوي فيصده خلک په ژوندکې په نارغيواخته دي . دغه ناروغۍ زموږ د اندامونو فعاليت جذب ، موږ په خپل ورځني ژوندکې نيمګړي کړي . زړه مو کمزوري کړي د لري يانږدي ، ليدو عنصرموکم شي ويښته موبدل شي په پوستکي مولارې جوړې شي غوږونه مو اوازصحي نه مطلبوي هډوکي مو کم توانه شي غاښونه مو وغورځيږي او موږ د تبرکلوز ، ذيابيطس ، بلډپريشراو سرطان په څير موذي ناروغيوښکارکيږو اوپه بي چاره ګۍ او بي بسۍ له دي فاني دنيا سترګې پټوو.
سائينس پوهان له پيړيو پيړيو څخه زموږ ددي مسائلو ، ناروغيو او کميو د حل په لټون کې دي پدي کمزوريوکې يو يې هم د نظرکم والي دى په موږ کې لږ خلک په مورزادي ډول ړانده وي او نور بيا د عمر په تيريدو سره خپل ديد له لاسه ورکوي خوپدي نړۍ کې تراوسه د مورزادي ړوند يوعلاج هم نه ؤ
ولي چې د ديد لپاره پرده يې بصارت ( ريټينا) خورا مهمه وي اودغه د ليدو پرده په مصنوعي ډول تراوسه پوري چانه شوه تيارولې .
مګر ډاکتر يوش يکي ساسائى دغه انساني خورا مهمه ستونزه حل کړي هغه د سټيم سيلز په کومک سره يعني ريټينا ( د پردي د رازيږ ولو ځاي ) جوړکړي چې دده په اند لدي وروسته به مورزادي ړوند هم ليدل وکړي شي دغه تکنالوژي دا مهال په اولنو مرحلوکې ده مګر اوس به د څوکلونو خبره وي چې د مريضانو سټيم سيلز نه په لابراتوارکې سترګه جوړه کړي او بيايې د انسان پرمخ ورولګوي اويايې هم د انجکشن ( ستن ) په واسطه د سترګې په داخلي برخه کې سټيم سيلز ور داخل کړاي شي او همدغه سيلز په څو مياشتوکې يوه نوي دليدو پرده راوټکوي چې په وينا يې پدي سره به ړانده هم د عام وګړو په څير ليدل وکړاي شي .
دا د ساينس واقعي کمال دى او ګرده نړۍ پدي کمال يوش يکي ساسائى ته مبارکي وړاندي کوي لدي مخکي سائنس پوهانو مصنوعي وينه او څرمن جوړه کړي بلکي د ځيګر ، به ډوډو او د زړه پيوندکاري هم عامه شوي ده د کينسر(سرطان) او انفلونزا ناروغيو تاداوي هم موجوده ده او داسي آلي هم جوړي شوي چې د کڼو، ړندو سره په اوريدو او ليدوکې مرستي کوي .
مګرد ډاکتر يوش يکي ساسائى دغه کړنه دى په ټولوکې مخکښه وي اوچې څومره ستاينه يې وشي بيا هم کمه ده يوش يکي ساسائى چې کوم وخت دغه کمال کاوه په همدي وخت په پاکستان هيواد کې يو تن شبيراحمد هم يوکمال کړي چې د جهنګ ښار اوسيدونکى دى هغه د يوکال راهيسي په ړڼا کې د زم زم اوبه ګډوي او قران مجيد پري ليکي چې وزن يې پنځه منه دى چې نوموړي دغه نخسه څه موده وړاندي د سرګودې په جامع جومات مسجدالنور کې ايښي او خلک د قران کريم د ليدو په خاطر دلرو لرو ځايو څخه راځي او ليده يې کوي د جاپان يوش يکي ساسائى او پاکستاني شبيراحمد دواړو لاسته راوړني کړي خو متائسفانه د سرګودي او جهنګ ړانده مسلمانان د شبيراحمد ددغي کمال د ليدو څخه محرومه دي زمونږ نابنا مسلمانان به د ډاکتر يوش يکي ساسائى ددغي لاسته راوړنى د عام کيدو پوري انتظار کوي د يوش يکي ساسائى دليدو پرده تراوسه په نړيوال بازارکې ده . ددي ايجاد څه به لمړى د امريکا ، اروپااو جاپان هيوادو ړانده ګټه پورته کوي اولدي وروسته به دغه تکنالوژي دويمي اوبيا دريمي نړۍ بازارو ته راځي اوله کوم ړوند سره شل چي ميليونه روپى وي هغه به سترګه لګوي اوپدي کې ښائي څوتنه ددي قران شريف ديدن هم وکړاي شي يوش يکي ساسائى او شبيراحمد يواځي دوه انسانان نه دي بلکي د فلسفې دوه نظريې دي دغه دوه نظريې اوفلسفې د پرمختګ او روسته والي ترمنځ هغه کرښه ده چې تر اوسه پورې موږ مسلمانانو د هغي د پوهيدو کوښښ نه دى کړى .
دشبيراحمد په څير زموږ يو مخلص مسلمان ورور د کفر او الحاد نه ډک زموږ پدي ژوند کې د قران عظيم الشان په ليکلو سره اويا په ورځ کې د زرو زرو رکعتونو نوافلو په ادا کولو اود جوماتونوپه جوړولواو د حج عمري په اداکولوسره دخپل ځان لپاره د جنتونو کړکۍ پرانيزي .
او يوش يکي ساسائى په څير خلک ړانده انسانانوته خپل ديدونه بيرته ورکوي اوياهم پدي کوښښ کې دى . دشبيراحمد له کړني يوازي مسلمانان ګټه پورته کوي اود يوش يکي ساسائى د ايجاد څخه بودايان ، مسيحيان ، يهود ، هنود، سيکان ، مسلمان او آن تردي چې لادين تري هم ګټه پورته کولي شي اوهغه مسلمانانوته دهغوي ورکه شوي د خبروکولو لار، اوريدل او هم په تياروکې د ليدو عنصرورپه برخه کوي ..........................
زه تردي وخت پوري حيران يم چې علم که د مؤمن ميراث دى نوبيا هغه پوهه څه شوه آيا پدي علم کې ميډيکل سائنس ، فزيک ، کيميا ، بيالوژى ، ارثي انجينري ، کمپيوټرسائينس اور فلکيات(اجتماعيات) ګډون نه لري ؟.
که چيرته دغه علم وي نو زمونږ د شبيراحمد نه ډاکتر يوش يکي ساسائى ولي نه جوړيږي د نړۍ دوه نيم ميليارده مسلمانان د مسلمانانود ويلو اوريدو او ليدو قوتونو څخه محرومو خلکو لپاره ولي کار نه کوي . که چيرته مونږ په زر کاله کې يوهم داسي ګلاس جوړ کړې وي چې په هغي کې تاوده لس ساعته تاوده او يخ لس ساعته يخ وي اويا هم موږ داسې يوه ږمنځ جوړه کړي واي چې انسان ته يوڅه ارام ورکړي اويامو يوه داسي څپلۍ جوړه کړي واي چې په اغوستلوسره يې په پښه باندي خولي نه راتلى اويامو په انساني وجود سره په ګرميدو کومه بستره جوړه کړې واې نو موږ به نن په فخرسره د يوش يکي ساسائى په څير خلکو سره په اچتوسترګو کيناستو.
پوهه زموږ ميراث وو او تراوسه پوري ده مګرپه خواشينۍ سره بايد وويل شي چې پوهه زموږ څخه زرکاله د مخه بيله شوي او موږ دهغې کمى د پنځه پنځه منه قران مجيد په ليکلوسره پوره کوو .
چې په هغي سره يواځي ښودل کوو او لوستلي يې هم نه شو .موږ به هميشه د اورنګزيب عالمګير صفتونه کول چه نوموړى هغه باد شاه ؤ چې پخپله يې په لاسونو خولۍ جوړولى ، د قران شريف ليک به يې کوه .
هاي ارمان که اورنګزيب دخولۍ د اوبدلو پرځاي په هندوستان هيوادکې د آکسفورډ اويا کيمرج په کچه پوهنتون جوړ کړي واى . که هغوى په دغه زرو کلونوکې په هندوستان کې يو پل جوړ کړي واى ، اويايې پياوړي سمندري ځواک لرلي نود مسلمانانو سلطنت به د زوال سره نه مخامخ کيده اونه به هم د فرنګيانو د تسلط لاندي راتله نن به موږ په هر شېي کې اروپا او امريکا څخه په سوال نه مجبوريدو .
موږ ټولو مسلمانانولره لدي ځاي څخه د مرګ بل کوم ځاي دي اويا کيداى شي .
دچين هيواد څخه هرکال د دوه بيليېنو ( ) امريکايې ډالرو په ارزښت د مسلمانانو لپاره تسبيح او جانمازونه راځي اسرائيل ټول امت مسلمه باندې مسواکونه خرڅوي . عطراو رانجه له اروپا ډبي بند راځي زموږ د کفن او احرام ټوټه په اروپايې ماشينونو جوړيږي اوددي ټول لازم کيميکل له هغو هيوادو راځي چې هغوي موږ غيردين ګڼو . اوکه چيرته شبيراحمد نومي يوهلک کوم قران کريم ليکلى هغه کاغذ هم د پولينډ هيواد دى او مالک يې يهودى دى په کومه رڼا کې چې د زم زم مبارکې اوبه ګډي شوي هغه هم د سوئس نومي کمپنۍ دغه کارکړي چې مالکان يې يهوديان دي .
ددي حقائقو باوجود موږ خپل ځانونه ددي نړۍ غوره قوم ګڼو بلکي يو........................... اى دخداي جل جلاله بنده ګانو دعلم مقابله په علم سره وکړئ او سائنس ته د سائنس په ميدان کې ماتي ورکړئ...... دخپل عزت د ساتلولپاره خپل مورال اوچت کړئ .
الله رب العزت قران کريم د عمل او عبادت لپاره راليږلى د ليدو او ښودنى لپاره نه چه چيرته بنده پدي عمل کول وغواړي نودهغي لپاره پنځوس ګرامه قران مجيد کافي دى اوکه چيرته عمل کول نه وي تاته بيا پنځوس ټنه قران مجيد هم مخي ته کيښودل شي نوهغه به تري د لږيدو سره سره خوله بل خواته کړى ولي چې عالم اسلام ته د يوش يکي ساسائى په څير عمل کوونکى سائنس پوه ته اړتيا ده که چيرته پدي دوه نيم ميليارده مسلمانانوکې يو هم د يوش يکي ساسائى په څير سړى پيداشي شته ، داسي څوک !!

ليک : ورځپاڼه ايکسپريس نيوز 10 Apr 2011


ژباړونکى . مسيح لله (عصام)
مسلکې مهارت
ديومسلکې ښوونکى لپاره د تدريس اصو ل ياد تدريس ميتودونه دارزښت وړدى پدې علت دښونې اوروزني له بحثونوڅخه يوهم دتدريس دميتودونوزده کول دي اودځکه چي ددي لاري څخه تدريس ښوونکي ژرهدف ته رسوي !
څرنګه چې د تدريس اصول زيات اهميت وړ دى نو ښوونکى بايد د تدريس مختلف ډولونه وپيژنى دهغې مثبت او منفې اړخونه او ګټوته زيرشي .!
دخطابى (ليکچر) ميتود : ليکچر په لغت کې خبرې کول ، کانفرانس ورکول او اساسي مفاهم د زده کوونکو لږ شانى لوى ګروپ ته ښآېې دلکچرميتود ديوى پخوانى ميتود چې دوه زره کاله وړاندې يې په يونان ، اوروم کې رواج درلوده د ليکچرميتود دعادى خبروکولو څخه ځانګړنه لرې ، په عادى خبروکې ديوشي قضيه يا ادعا بيانيږې خوپه لکچرکې غوره شرط له هغې توضيح او تشريح ده !
ښوونکى کولې شي په کم وخت کې زيات مطالب زده کوونکوته تدريس کړې څرنګه چې د لکچرميتود غوره خاصيت توضيح اوتشريح ده ددې رويش څخه په ګټې اخيستنى سره ښوونکى کولې شي په کم وخت کې زيات عملي موضوتات معلق مفاهيم اوژوى ښوونيزې مفکورې توضيح او تشريح کړې !
دکتاب لوستلو ميتود : دا ميتود د يو قديمې ميتود دى چې اوس هم زيات شميرښوونکى ور څخه کاراخلې څرګنده ده چې په کتاب کې تدريس اصل دى او مواد يې فرعې شيان دى چې دکتاب د متن په تدريس کې مرسته کوى خو زيات شمير ښوونکى په ډيره زړه طريقه د کتاب لوستلو د ميتود څخه کاراخلې داډول ښوونکى ځان په تکليف کوى چې نور مواد تيارکړې اويا د تدريس لپاره ځان اماده کړى پداسي حال کې چې زده کوونکى دکلمو په معنى نه پوهيږې دکلمو ترمنځ اړيکې نه شي ټينګولى پرمفاهمو بحث نه شي کولې او ګټه ترې هم نه شي اخيستې !
دسوال او ځواب ميتود : دسوال او ځواب په ميتود کې ښوونکى او زده کوونکى د پوښتنو په واسطه دښوونى او روزنى هدفونه لاس ته راوړى پدي ميتود کې زده کوونکى فکر کولو ته مجبوريږې اود موضوع په اړه استدلال کوى پرسيره پردى چې زده کوونکى له پوښتنو تحليل ته اوهم په تدريس کې فعالې برخه اخيستوته اړکيږې ! لدي څخه مالوميږې چې د پوښتنو او ځوابونو ميتود د درسي مطالبو د زده کړې لپاره يو ګټور ميتود دى . د ښوونى او روزنى د پوهانو دتجريبو له مخې دانتيجه لاسته راځې پدي ميتود کې په سلو کې نوى سلنه زده کړه ترسره کيږې !
دمباحثې ميتود : مباحثه د مکالمې ياصحبت کولو يوه بڼه ده او په عين وخت کې د افکارو تبادله ده چې د استدلال په واسطه صورت نيسې د دې ميتود ګټې دادې چې زده کونکى څيړنو او پلټنوته هڅوى زده کونکى د بحث د موادو زياته برخه پخپله برابروى ښوونکى د زده کوونکيو په ګډون دمباحثې پلان جوړوى ښوونکى د زده کونکيو د پوښتنو ځانګړى طريفې زده کوى .
زده کوونکى زده کوى چې خپل نظريات او مالومات په مناسب وخت کې نورو ته و ړاندې کړې او همداراز ددغه ميتود په ترسره کولو سره زده کوونکى کولې شي د خبرو جرئت ترلاسه کړې . زده کوونکى په خبروکې نوبت اخيستل زده کوى . بهرحال داټول هغه توکې دې چې دښوونيز بهيرد ودى ا وپرمختګ په برخه کې اړين او ګټور ثابېتدلې شې . خبره مود مسلکې مهارت کوله اوهغه داچې موږ بآيد په هره برخه کې مسلکې مهارت ته خاصه پاملرنه وکړو ترڅو وکولې شو په ډيره اسانه توګه دخپل مهارت له مخې خپله راسپارل شوې دنده سرته ورسوو زده کړي حاصلي کړو ، اوپه زده کړو کې مسلکې مهارت حاصل کړو که تاسو فکې وکړئ پدې ورستيو کې انسان دعلم او پوهې په لاسته راوړلو سره او په هغې د مسلکې مهارتونو په حاصيلولو سره د سپوږمۍ په خيټه هم قدمونه کيښودل او نورهم پدي هڅۀ کې دى چې لانورهم پدغه برخه کې پرمختګ وکړې زموږ ګران او محبوت هيواد افغانسان چې يووخت په سيمه کې د تمدن مرکز وو او داسياد زړه د تاج حيثيت يې راخپل کړي ؤ خوله بده مرغه چې د درى لسيزو جنګ جګړو په جريان کې يې د پرمختګ او طرقۍ اساسې بنسټونه يوبل پسې راونيړيدل چې پدې سره مود هيواد ځوان نسل د تعليم د خواږ ه نعمت څخه بې برخې شول او ګران هيواد مو د نړۍ په ډيرروسته پاتې هيوادونو په کتار کې راغى ، لله الحمد اوس چې مو په هيواد کې حکومتې چارواکو اوپه ځانګړى توګه د ښوونى او روزنى وزارت چارواکو د مرض په اصلې علت ګوتې ايښې اولاپدي هڅه کې دى چې څنګه وکولې شې ښوونيز بهير لاهم غښتلې او پياوړى کړې او يو متوازن معارف رامنځته کړې ترڅود هيواد د پرمختګ او طرقۍ پرمخکې پرتوستونزو ته دپاى ټکې کيږدې !
هيواد والو مو هم دغه ستونزه درک کړې اوپدي برخه کې له خپل حکومت سره د هرډول همکارۍ او مرستې ته چمتو دى چې ترڅو به د ړندو په څير د نورو په اږو ځو لکه چې ماپخپل يو شعر کې ويلې دې .
ترڅوبه د ړندو په څير د نورو په اږو ځو
اخيربه (سالمزيه) بنا کيږې خلک څنګه

نوپکارده چې پوهه حاصله کړو اوهغه هم مسلکې پوه ترڅو د دنيا د پرمختللې کاروان سره د سيالۍ جوګه شو لکه چې سيد شمش الدين مجروح صاحب ويلې دى :
زر د علم جامى واغونده افغانه
کنه توره د دښمن او ستاسردى
خداي دې وکړې چې افغانان او په ځانګړى توګه زموږ ځوان نسل دمجروع صاحب دده شعر څخه پند واخلې او همدارنګه د اسلامى شريعت د حکم له مخې د علم زده کړه په هرنارينه او ښځه باندې فرض ده پکار ده چې د اسلامې شريعت دغه حکم په ځان عملى کړو او په هره برخه کې مسلکې مهارتونه او وړتيا راخپله کړو ترڅو مود هيوادوالو بهرنيو هيوادونوته د تګ اړتياوى په کوردننه حل او پوره شي په همدې هيله .



داسلامي شرعيت په رڼاکې دکوچنيانو حقوق   مولانا رياض الله (ساجد)

لکه څرنګه چې تولد او زيګنده دجامعي دجوړيدو يو اساسي او بنيادي اصل دې، نواسلام هم ورته لويه پاملرنه کړيده چې انسانان او خصوصا مسلمانانو ته يې په بار بار د واده کولو ،ښځي اوخاوندته دښه ژوند تيرولو اودبچو راوړلو حکم کړيدې ،ځکه چې داد انسانانو دسوکاله ژوندتيريدو اودماشوم دښه تربيت يوه بهتره لاره ده.
نوپدې اړه اسلامي اصل دادې چې ماشومان بايد په خپل ماشومتوب کې لوبې ،بدني روزنه او نور داسې کارونه چې روا او ددوى دعمر تقاضا وي وکړي. تعليم او نور مسلکي مهارتونه حاصل کړي، او پدې کې څه باک نشته چې ماشومان هغه کارونه وکړي چې دهغوى د وس، طاقت اوعمر سره برابر وي.
پدې اړه يو عربي عالم شيخ دوکتور يوسف القرضاوي وايې ( قاعده داده چې ماشوم بايد دخپل ماشومتوب څخه ګټه واخلي او دده ماشومتوب څوک په سړيتوب بدل نکړ ي چې غلطه ګټه ترې واخلي نو که دغه رنګ وشي دا به دماشوم سره يو لوى زياتې او دهغه حق سلبول وي، دده دژونديوه مهمه برخه چې ماشومتوب دې سلب شي ځکه چې پکار ده دې په دغه وخت کې لوبي وکړي او دخپل وس سره سم تعليم وکړئ، خصوصاً هغه ماشومان چې ډير ذکي  او هوښيار وي بايد په دغې وخت کې ډير څه زده کړئ .نو ددوى سره هغه رنګ کړني چې بعضي ټولنې يې کوي چې دوى په شاقه کارونو مجبوره وي او دزده کړې خيال يې نه ساتي او بالاخر د تعليم نه محروم پاتې شي دايو ناروا او ظالمانه عمل دى.
بلخوا که يو ماشوم داسې کار کوي چې دهغه طبعيت يې مني اودهغه دعمر سره برابر وي کولي شې لکه ديو ماشوم پلار کروند ګر وي او دې ورسره بعضي کار کوي پخپله طبعه، يا يې پلار يو دوکاندار يا ديو ورکشاپ خاوند وي او ځوى ورسره کار کوي په فارغ وخت کې چې يو مهارت ياد کړي نو دا کار روا او ښه دي.
خو دلته يو بل حالت دې چې هلته دماشوم لپاره کار کول جائز دي چې اضطراري حالت دي، هغه دا چې دماشوم کورنۍ غريبه او ناتوانه وي او هغه څه چې دغه کورنۍ يې لري دژوند دښه تيريدو بسيا نه کوي نو بيا کولي شي چې کار وکړي او هغه هم دخپل عمر مناسب همهغومره چې يې طاقت وي او دطاقته زيات کار به ترې نشې اخېستلې.
هر هغه کار چې په هغې کې وخت ،اودکار مقدار معلوم وي. لکه څنګه چې مروجه روزماره ده چې شاقه کار دي نو دا په هيڅ صورت جائز ندې چې دماشوم نه دغه رنګ کار واخيستل شي ځکه چې دادماشوم دفطرت نه خلاف عمل دي.
دغه رنګ د جامعه ازهر يو استاد دوکتور عبدالفتاح ادريس وايې :
کار کول او دخپل لاس ګټلې روزى خوړل يو ښه او د ثواب کار دي ځکه چې اسلامي نصوص پدې کار ډير زيات ټينګار کوي لکه الله پاک فرمايي ( ورته ووايه اى پيغمبره (ص) کار وکړي الله (ج) پيغمبر (ص)او مومنان ستاسو کار ګوري) دغه رنګ رسول الله (ص) فرمايي ( چاچې بيګا کړه او دخپلو لاسو ګتلي خواړه يې وخواړه نو دې به په داسې شپه کې سبا کړي چې ده ته به پکې مغفرت شوي وي) خو مناسب داده چې کار کوونکي د وس مطابق وي.
هغه که ماشوم وي او که لوي هر کله چي ماشوم يو کار کولي شي او دتوان برابر يې وي هيڅ باک نشته درسول الله(ص) په زمانه کې به ماشومانو دحکومت سره دزکات راټولولو کار کاوه چې دوى به دخپل کلي نه لري يو بل کلي ته تلل او زکات به يې راټولولو دا يو قسم ګران کار وو، خو دوى کاوه او رسول الله (ص) ورته اجازت ورکاوه خودا په هغه صورت کې چې دماشوم دتوان سره برابر و. ځکه چې بعضي داسې ماشومان شته چې دلويانو نه ښه کار کولي شي خو دا يو استثنايي حالت دي.
اسلام په ټوله کې دا اجازت نه ورکوي چې په ماشومانو شاقه کارونه وکړي شي او اسلامي شريعت دماشوم دښه تربيت حکم کوي او دماشوم دمصئونيت په خاطر په مور پلار او پخپله دماشوم لپاره څه حقوق لازم کړيدي.
١) دجنين روغ ساتل دمور په رحم کې هر هغه څه چې جنين اومورته ضرر رسوي لکه نشه يي توکي اومخدراتو نه دمور ځان ساتل چې مور او جنين دواړو ته مضر دي.
٢) جنين په رحم کې دژوندى پاتې کيدو حق لري تر څو چې پيدا شي مور حق نلري چې جنين او غورځوي يا کوم داسې کار وکړي چې بچي پرې زيان من شي.
٣) هرماشوم دزيګيدو وروسته معنوي او مادي حقوق لري مادي دا چې حق دملکيت، ميراث،وصيت،هبي،وقف، حقوق لري. معنوي ښه نوم، نسب، دين،او دوطن شهريت حقوق لري.
٤) يتيمان ماشومان، لارو کوڅو کې غورځول شوي ماشومان ،په جنګونو کې بې پلار موره پاتې شوي ماشومان چې هيڅ يې نه وي دوي ته ټول هغه حقوق ثابت دي کوم چې شرعيت نورو ماشومانو ته ورکړي او ددوي ساتنه به دوخت دولت کوي.
٥) په رضاعت کې دماشوم دحق خيال ساتل چې دوه کاله دي.
٦) پکار ده چې ماشوم په يوه پاک ماحول او پاک چاپيريال کې لوى شي او دا حق لمړى مور او بيا نورو ته متوجي دي.
٧) په ماشوم ښه ولايت او نګهباني چې مور پلار او دولت چې دده دمال او ځان ښه حفاظت
وکړي او دده په حق کې زياتې ونکړي او تردې چې بلوغ ته ورسيږي، او دا دنده بيا دده پر خپلو اوګو شي.
٨) قومي تربيت، ښه اخلاق، تعليم،اداب،ښه مهارتونه او جائز کسبونه چې دبلوغه پس پرې خپل رزق پيدا کړي د اهمو حقوقو څخه دې چې اسلامي شرعيت په جامعه او مشرانو اچولي دې چې خپلو ماشومانو ته يې ورکړي.
٩) اسلام مور پلار ته خبردارى ورکوي چې دخپلو بچو نه مه غافله کيږي چې دوى بې لارې نه شي غلط کارونه ونکړي چې اينده يې خرابه نشي دغه رنګ ددې يې هم منع کړي چې شاقه کارونه پرې وکړي او جسمي عقلي او نفسي تاوان ورته ورسوي.
١٠) شريعت محمدي دې ته لويه ګناه ويلي ده چې يو موراو پلار ديو ماشوم په عقيده عزت مال او عقل کې زياتي کوي او ناروا عمل ورسره کوي.
نو دا هر هغه څه دي چې داسلام مبين دين ماشومانو ته ورکړي او دهغوى دحقه يې دفاع کړي او پر دوى يې شاقه کارونه ناروا بللي الله دې وکړي چې زمونږ مالداره طبقه او دولت دې ته پام واړوي چې دبې سرپرسته او ناچاره ماشومانو سرپرستي وکړي ترڅو دغه بې سرپرسته ماشومان هم لکه دنورو ماشومانو ددغه شاقه کارونو خلاص شي او تعليم وکړي او ددې درديدلي ملت په درد دواء شي.





سيد جمال الدين افغان د اروپا څخه په راستنيدو کې ويلې ؤ چې هلته اسلام شته او ايمان نشته او دلته ايمان شته خو اسلام نشته
دپيرس نه لندن ته په راتلو کې يوه وړه غوندى نظاره وکتله چې په هغې سره تاسود پرمختللو قومونو د اخلاقو اندازه لګه ولى شئ چې دا اولنى زده کړه وه چې ماته په تيرو پنځويشتوکلنوکې په خپلو نړيوالو سفرونوکې وشوه .
دپيرس په اورګاډي کې يوه سپين پوستې کورنۍ سفرکاوه چې د هغوى د کور مشر خپلو غوږنوته لسپيکر(ګوشک ) لګولي وه او موسيقې يې اوريده ، چې دغه مهال هغه ته يوه خبره په ياد کې راغله اوخپلې ښځې ته يې په شاکتلوسره لږه په تيزه خبره وکړه ، چې تا زما هغه توکى په خپل توکوکې له کوره راخيستې دي ، چې دده  اواز د عامو حالاتو څخه يوه اندازه لوړ غږ وو څرنګه چې موږ خلک په عامه وخت کې خبري په تيزه کوو لکه څرنګه چې  زموږ سلام دکور نه بلې کوڅې ته ورسيږې  .
اروپايې وګړى په قلاره خبرې کوى چې اوچتې خبرې هغوى په بداخلاقۍ کې ګڼې اود نورو د حقونو خلاف يې هم ګڼې دياد وګړى اواز اوچت ؤ دهغه ښځه او بچودهغه په خبره باندې خفه شول هغوى ته يې  په برندو وکتل چې ښځې يې د غوږونوڅخه  لسپيکرى لرې کړې او په لاس يې ورته اشاره وکړه ، چې په قلاره خبرې کوه ولې ته د خلکو په مينځ کې ناست يې ، هغه ملامته شوو ، ښې اوچپ خواته يې وکتل ، ماهغه ته  په غورسره کتل ، هغه زما طرف ته وکتل او سملاسې يې وويل :  زه بخنه غواړم چې تاسو زما له لخوا پريشانه شوئ چې زه دهغه په شرمنده ګئ شرمنده شوم .
که زه چيرته د علماء کرامو، دموليانو صاحبانو اود مذهب د ټيکه دارانو څخه نه ويري دى نومابه اروپا ، امريکا اوجاپان سربيره د ټولو پرمختللو ټولنو نړۍ ته يوه اسلامى ټولنه ويلې او ګڼلى به مى وى ،  ولې چې زموږ د اسلام چې څومره اصول پدغو هيوادونو کې ليدل کيږې په يو اسلامى هيواد کې نه هم ليدل کيږې  ، دبيلګې په توګه مسلمانانو ته په ورو د خبروکولو  حکم دى چې دغه حکم په اروپايې نړۍ کې  په عملې توګه ليدل کيږې ، چې په يو هيوادکې يې هم بي د څه وجې څخ ه هارن نه وهل کيږې ، ته پخپله کوڅه کې دکور مخې ته يا د ګاونډي د کورمخې ته هم په  تيزه خبرې نه شې کولې ، په کليو، کالونيواو لويوښارونوکې خاموشې وى ، دسورزليند په ډيرى سيموکې د شپي پرمهال د موټرو په چلولو ناغه وى
دشپي پرمهال په کورنوکې فلش نه شې استعمالولئ ولې چې له وجې يې ګاونډيان له خوبه بي برخې کېږې . مسلمانانو ته حکم شوې چې دنورو په ذاتې ژوند کې مداخلت ونه کړې . تاته به دغه اصول هم په اروپانې ټولنه کې مخې ته درځې ، چې خلک به  يې ته  هيڅلکه هم د نورو په ذاتې ژوندکې په کتلو ونه وينې ، څوک به د بل کورته ونه ګورې او د بل چا د تجارتې امدن په باره کې تپوس کول هم غيرقانونى بلل کيږې ،
دغه راز ته د چاد عقيدې پوښتنه هم نه شي کولې څوک چرچ ته ، څوک په درمسال کې تندې بآندې خال ږدې او څوک جومات ته ځې څوک هم په چاباندې عرض نه کوى ، مسلمانانو ته د معذرت او د تشکر حکم شويدې ، په اروپا کې دغه اصول هم ليدل کېږې پدغه ځاى کې چې څوک هم چاته لږ شان تکليف ورسوى نوهغه سملاسې بخنه غواړى او ( سوري ) وايې او چاته که لږ کارضرورى ورپيښ شې نواشاره ورکړه نو تاته  به لارپريښودل شې اوکه لږ غوندې چاته اوخاندې ( مسکى ) نوپه جواب کې به اووايې ډيره مننه ، او په جواب کې به واورى ( يو آرموسټ ويل کم ) په اروپااو امريکا کې که چيرته يوموټر بل موټر ته لار ورکړې نو د مخکې کيدونکى موټر خاوند روسته موټر واله خاوند په لاس سره شکريه کوى ،
دغه راز مسلمانانو ته د خندا حکم شويدى او ورته وويل شوې مسلمانانو ته وويل شوې که بل مسلمان ورور سره مخامخ کيږې نوپه خندا سره دي مخامخ کيږې ، ياد اصول هم په اروپا ، امريکا او دمشرق بعيد په غيراسلامې هيوادونو په نظر راځې ، ته په تلوتلوکې چاته اوګوره نوهغه به تاته ګورې او لږ مسکى شي ، خلک په هيلو او هاى باندې سره وخاندې او لدې وروسته به ستا دريز اوري ، دغه راز مسلمانانو ته د قانون د پابندۍ حکم شوې دى ، ياد اصول هم په اروپا کې په نظرراځې ،
اوهيڅوک هم د ترافيکو سور بلپ څخه نشې اوښتى ، څوک هم د قطارڅخه د مخکي کيدو کوښښ نه شې کولې ، څوک هم د سکې اچوولو بغير د عوامو بيت الخلا ته نه شې ورتلاى ، څوک هم د ګاونډې د اجازى پرته په خپل کور کې لوي ماشين نه شې فعاله کولې ، ښځې په ګرده اروپاکې برمنډى او نيمه برمنډې ګرځې مګر هغوى ته څوک هم په تريو کتلوجرئت نه شې کولې دغه راز د ماشومانود وهلو او يا هغوى ته د بدو ردو تصور هم نه شې کولې ، او څوک د ماشومانو څخه د هغوى د لوستلوحق نه شې اخيستلاى ، مسلمانانوته  د مساوات ( يوشانوالي ) حکم شوې په اسلام کې څوک هم وړوکې او غټ نشته نه عربي په عجمي باندې غوره والي  لرې اونه ددې برعکس ، ياد اصول هم په اروپا کې ليدل کيږې ، په هغوى کې که سپين پوستى او يا تورپوستى وي نو حقوق يې يوشان دى ، ته د رنګ او نسل پراساس دچا حق دخپولاندې نه شې کولى ، ته بل ګيټس يې اوبل که ته شهزاده يې او که هوم ليس زما او ستا حق په هيواد کې برابر برابر دى ، ستااو دنورو خلکو اولاد په يو شان مکتبونوکې زده کړې کوي ، که له تا کوم يوه  غلطې وشي نو قانون او قاضې ستا رتبه نه ګورې ستا او ستا د خاندان علاج به په هغو روغنتونونوکې کيږې په کوموچې د لومړى وزيرانو او دملکى د خاندان علاج کيږې ، او دواړو ته به دواء له دولت څخه ورکول کيږې ، څه موده وړاندې د برتاينې لومړۍ وزير او مرستيال يې يوه روغتون ته په دورى ورغلي ؤ دغه خلک د حفاظتې انتظامانو څخه علاوه ديو مريض پوښتنى ته ورغلې ؤ ډاکټر د رسنيو پروړاندې هغوى د روغتون څخه باهرکړل ، او هغوى په چپه خوله دځايه څخه ووتل ....
مسلمانانو ته نظافت کول د نيمايې ايمان درجه لرې پدغه اصول کې هم اروپا له موږ څخ مخکې ده ته داروپا يې هيوادونو کې دتفريح لپاره کوم يو بڼ ، ريستوران او يا په عامه ځايونوکې پليس  ( کالونۍ ) نه شې جوړولې ترڅوچې دى لومړۍ  بيت الخلا نه وى جوړه کړې ، ددې علاوه د دولت پټي ادارې دهغه صفائې هم ګورې چې پکې صابن ، تشاب کاغذ او هرو ٣٠ دقيقوکې دهغې صفايې کول لازمى دى ، ددغې ځاي کارونکى ټول عام وګړى لاس په صابون باندې ويځې دغه راز په اسلام کې ويل شوې چې لاس ووينځل شې نو بيا هغه په توليې ( دسپاک ) باندې دپاکولوڅخه منع راغلې ، چې د جراثيمو( مکروباتو) له وجې په ګرده اروپا کې هم دغه اصولو باندې خلک کاربند دى په بيت الخلاو کې د لاس د پاکولو لپاره تشناب کاغد وى او هغه ماشينونه وى چې ګرمه هوا کوى چې په ډيرى ځايونوکې دواړه شيان شتون لرى ، خلک د کاغذ د يوى وړى حيصي  اود سکريټ د ايرې لپاره هم کثافتدانۍ ګورې او په هغې کې اچوي ، کوڅې بازارونه ، پياده رو هم هره ورځ په اوبو سره وينځل کيږې ، د ادارو لوى لوى موټرى دخلکو د کورنو مخې ته کثافات اوچته وى په ګرده اروپا کې د ريستورانونو وګړي ګلوز(   داشپزۍ ځانګړى يونيفارم  ) له اغوستلو بغير دخورا ک څښاک موادو ته لاس هم نشې لګولى ، اسلام حکمرانانو ( چارواکوته ) دعامه خلکو په څير د سهولتونو حکم کړيدى ،دغه اصول هم يواځې په هغو اروپايې ټولنوکې ليدل کيږې ، دغه راز دغه وګړى په ټولوخلکو کې پاکدامن او ډير پاکدامنو خلکولره خپل اميران او چارواکى جوړه وي . او دغه امر دعام وګړى لپاره ( کوالتى اف لائف ) کولو لپاره ډير زيات کوښښونه کوى ، په يادو هيوادونوکې د وخت ترټولو سترچارواکو سره حسابى هم کيږې او هروخت کيږې ، ياد چارواکې د ډيرى وړوکې الزام لګيدو وروسته په استعفا ورکولو مجبوريږې ، او اسلام ټولو مسلمانانو د پاکدامنۍ حکم کړيدى ، دغه اصول هم يواځې په همدغو ټولنوکې په نظرباندې راځې ، يادو هيوادونوکې کوم هټيوال تاجر د لږو تللو، ملاوټ ( ګډول ) ديو څيز په بل څيز کې ) اودهغې دخرڅولو سوچ هم نه شې کولې ، ته يو اخيستل شوې څيزپه سلګونو وارې بدلوى شې اوکه پکې لږ نقصان ښکاره شې نواخيستل يې په دوکاندارباندې لازمى دى .
مطلب داچې که چيرته اروپا ته ولاړى نوهلته ټول اسلام ښکارې ، چې موږ يې په کتابونوکې لولو ، زموږ علماء کرام يې موږ ته اوروي ، مګر کله چې موږ اسلامي ټولنو ته وګورو نوموږ ته دلته په جوماتونوکې ، دايمان واله خلک په سترګو کيږې ، ذکر او تقريرونه خوملاويږې ليکن د صفايې څخه واخله تر ايماندارۍ پورې د اسلام د سپيڅلې دين يو اصول هم نه په سترګوکيږې .
که  اروپا ته ولاړشئ ، امريکا او د مشرق بعيد پرمختللى هيوادونو دوره وکړئ نو په هغوى کې به ته ټول ټول اسلام په خپلو سترګو ووينې که چيرته  ته په هغوى کې څه کمى وينو نو هغه کمى يواځې کلمه ليدلى شې  .
که چيرته  دغه خلکو که نن کلمه ولوستله نو دغه خلک به د څوالسو صديو وړاندې بي ساري مسلمانان جوړشې .
موږ سره کلمه په ډيره اندازه ده مګر اسلام په سم ډول نه ښکارى اوتاسو د الله جل جلاله نظام وګورئ په دغوخلکو کې اسلام شته مګر کلمه نشته او له موږ سره کلمه شته مګر اسلام په صحې توګه  نشته دى ؟




ايمان تازه کونکى منظره .
لږه موده وړاندى مي يو  ډيراهم تحرير تر سترګوشو چې په لوستلو يې حيرانونکى مالومات په لاس راغله .
سلمان پاک نومى ځاى دپلازمينې بغداد څخه څلويښت ميله واټن کى پروت دى اودا هغه مقدس ځاى دى چې پکې ډيرى اصحاب کرام رضى الله تعالى عنهم واليان (ګورنران) تيرشويدى چې پخوانى نوم يې مدائن ؤ ترډيره وخته پوري عراق د عمجو دارالسلطنت پاتى شويدى چې د ډيرو وګړو واله ښار همدغه مدائن چې د دجلې په مغربي خوا کې اباد وو په امارت فاروقي کې حضرت سعدبن ابى وقاص رضى الله عنه په مشرۍ پوځونه د دجلى چپ طرف خواته ورسيدل ، پدغه مهال کې په  دجله درياب باندي دپوريوتلو اوبيا دبريد کولو سوال راپيداشو اوداهم مالومه شوه چې د يزد ګرد په امرسره پل سوځول شوي او ايراني محافظين په کشتيوکې دناستي وروسته تښتيدلي دى .
اسلامى پوځ ديته اړشو چې د دجلې په يو طرف کې وديريږې ، د مدائن ښارسره د خپل ښائيست او لوي والي  د دوى په مخ کې وو . نيمه شپه تيره شوي وه او د دجلې په منيځ کې  تيزو چپو د اسلامي پوځونو  مخه ډب کړي وه او مخامخ بل طرف ته د نوشيروان عادل قلعه په سپينه سپوږمى کې يادلښکر ته د ورتللو دعوت ورکاوه  .
دډير سوچ وروسته حضرت سعد رضى الله عنه د الله جل جلاله په امداد ، تائيد او توکل سره د دعا غوښتلو وروسته ټول لښکر په درياب کې ورښکته شول د درياب ټوله ساحه د اسلام د غازيانو څخه سراسر ډکه شوه چې تاحد نظر ټول اسونه او خلک ليدل کيدل ، دوى ټولو په اوبوکې داسې خبري کولې چې څه ډول يې په وچه زمکه کې کولي په درياب کې دحضرت سعد رضى الله عنه سره حضرت سلمان فارسي رضى الله عنه هم وو چې حضرت سعد وويل په الله جل جلاله قسم چې الله به خپل دين غالب کوى اوخپلو دښمنانو ته به شکست ورکوي پدي شرط چې په لښکر کې داسي ګناه نه وي چې د ددې نيکې برباد او ضائع کړي ، حضرت سلمان فارسي ورته په ځواب کې وويل : په خداي قسم : چې مسلمانان به  د زمکې په څير درياب هم پامال کړي ، قسم دى په هغه ذات چې د سلمان ساه دهغه په اخيتار کې ده ، چې کوم ډول هغوى په درياب کې ښکته شوې هم په هغه ډول به د درياب څخه روغ او سلامت ووځي .
اسلامي پوځونه روغ رمټ له دريابه رواوښتل ، ايرانيانو چې دا وليدل حيران او وارخطاشول ، په خپله ژبه فارسى کې يې يوبل ته چغې ووهلې ديوان امدند ، ديوان امدند ديوان راغلل ديوان راغلل او ټول وتښتيدل .
دمدائـن همدغه تاريخې ښآر چې د وخت په تيريدلو سره اوس مهال تري يوه وړه سيمه جوړه شويده ، دنوشيروان عادل د محلونو اثارو سربيره پکې طاق کسرى هم ګډون لري چې د ليدو لپاره يې ډيرى وخت دلرو سيمو څخه ليدونکى ( سياح ) ورځې  اوپه دغه ځاى کې يو څو د چاي دوکانونه اويوه بي ساري هديره هم ده چې د يوى ګبدى لاندې دحضرت سلمان فارسي مزار( قبر) دى او ووسره د په دوو ملحقوبيلابيلو اطاقونو چې په نوى بڼه جوړدى دحذيفه اوجابربن عبدالله انصاري رضى الله تعالى عنهماد رسول عليه السلام د اصحابو قبرونه ( مزارونه ) هم دى چپ خواته په يوه اندازه واټن کې درياب دجله په يو عجيب ډول بهيږې ، په پورته ډول ياد شوو اصحاب کرامو مزارونه ( قبرونه ) دشاه فيصل اول په زمانه کې په دويم ځل د تدفين وروسته جوړشوې .
مخکې ددغو دواړو اصحابوکراموقبرونه د سلمان پاک څخه د دوو فرلانګو په واټن کې په يوغيراباد ځاى کې دفن ؤ چې کله کله به څوک د فاتحې لپاره ورتلل يواځى دومره مالوم ؤ چې دغه د اصحاب کرامو قبرونه دى .
ددغه اصحاب کرامو د دريم ځل خښولو کې يوه ډيره په حيرت کې اچونکى واقعي پدې مضمون ليکلو اړکړي يو  چې د لوستونکو لپاره دغه ايمان تازه کونکى واقعي منظر ديوليک په وسيله تاسو ته هم  انځور کړو اوپخپله حيرانتيا ، خوشحالۍ اوپه تازه والي د ايمان کې تاسو هم راسره ګډون وکړئ .
واقعه څه پدي ډول ده چې حضرت حذيفه ايماني په خوب کې ملک شاه فيصل عراقي څخه داسي خواهش ظاهر کړ چې موږ دواړه د اصل ځاي نه اوباسه او دريايې دجلي څخه مو په لږ واټن کې خښ کړه ، ولي چه زما په قبرکې اوبه اود حضرت جابربن عبدالله رضى تعالى عنه په قبرکې  نم راتلل پيل شويدې ، د بادشاهۍ د کارونو دمصررفيت  له وجې ملک فيصل دغه خوب هيرکړ په دوهمه شپه يې بياخوب وليد اوبادشاه يوځل بيا خوب هيرکړ ، په دريمه شپه حذيفه ايمانى دعراق مفتى اعظم ته په خوب کې هدايت وکړ چې اودايې هم ورته وويل د تيرو دوو ورځوڅخه هغه بادشاه ته دغه ډول ويلې مګر هغه يې د مصروفيت له وجې هيره وى او دا اوس ستا فرض دى چې هغه متوجي کړي ، چې موږ دخپلو قبرونو څخه بل ځايه ته انتقال کړي ، دغه راز مفتي اعظم عراق ددغه وخت لومړى وزير نوري السعيد سره تماس ونيو، چې زه له تاسره ليدل غواړم هغه دغه ټوله واقعه نوري السعيد ته وويله لومړى وزير دبادشاه سره سملاسې د ملاقات انتظام وکړ ، مفتې چې کله خوب بيان کړ، نو بادشاه وويل چې بلي زه دغه خوب دتيرو دوو شپو څخه ونيم اوتيره شپه هم ماته په خوب کې يو ځل بيا وويل شو ، بادشاه مفتي ته وويل اوس تاسو ووايئ چې څه بايد وشې مفتې بادشاه ته وويل هغوى په ښکاره ټکو وايې چې دوى له دغه ځاى څخه اوباسئ او درياب سره يې په لږه فاصله کې دفن کړئ ، شاه فيصل وويل د احتياط په ډول بايد دا تصديق وکړل شي چې د درياب اوبه راځې هم اوکه نه .
مفتي هم ورسره خبره ومنله لدي وروسته د عراق د تعميراتي ادارې لوړپوړى انجنرته شاهى فرمان صادرشو ، چې دقبرونو څخه د درياب پوري په سورنګ کولوسره مالومه کړي چې قبرونو اوبه اونم ورځي اوکنه .
چې د ټولي کدايې څخه وروسته د اوبو کوم اثار ونه ليدل شو چې مفتي اعظم ټول وخت همدغه ځاى موجود او ټوله کړنه يې په خپلو سترګو ليدله اوترماښامه بادشاه ته ددغه څه خبر ورکړل شو ، مګر دغه شپه هم حذيفه ايمانى رض په ډير تاکيد سره وويل چې بيړه وکړئ زموږ قبرونو کې اوبه جمعه کيدل پيل شوي او همدغه خوب يوځل بيا مفتي هم وليد مفتي سهار وختي حيران او پريشان بادشاه ته ورسيد او بادشاه ته يې خپل خوب ياد کړ ، بادشاه په ځواب کې ورته وويل چې اوس زه څه کولي شم دزمکى د ماهرينو راپور راغلى اوته هم ګواه ياست ، مفتى ورته په ځواب کې وويل که څه هم وى تاسو قبرونه وسپړئ دعراق بادشاه ورته وويل . ډيره ښه ده تاسو فتوى ورکړئ مفتى همدغه ځاى کې فتوى ورکړه ،
فتوى اود بادشاه فرمان په رسنيو کې خپاره شول دنړۍ سربيره په  ګرده اسلامى نړۍ کې ياد خبرډيرژر پيل شو چې د غټ اخترپه ورځ د ماسپخين وروسته به د محترمو اصحابه کرامو قبرونه پرانستل کيږې پردغه وخت کې عراقي حکومت په ځانګړى توګه د کسټم او دروپو او پيسو ناغي ماتى کړي تردى چې د پاسپورت نه شتون هم څه خبره نه وه مطلب داچې پدغه لسو ورځو کې ډيرو نيک بختو خلکوته  ددغو پاکو هستيو زيارت ورپه برخه شو او ډير خلک د بيلابيلو سيمو څخه دغه ځاى کې راټول شول .
د دوشنبي په ورځ د ١٢ بجو وروسته د لکونو خلکو په محضرکې قبرونه پرانستل شول مالومه شوه چې د حضرت حذيفه په قبرمبارک کې اوبه داخلي شويدى اود حضرت جابربن عبدالله انصاري په قبرکې نمى راغلي ده ، اعلى حضرت شاه فيصل د عراقى پارليمانى غړو په ګډون سره اول د حذيفه لاش مبارک دکرين په وسيله داشي اوچت کړي شو چې لاش په کرين بآندى نصب چپرکټ (اسټريچر) باندي پخپله ځاى پرځاى شو او لاش مبارکه ته لوړپوړو شخصيتونو اوږه ورکړه او د شيشې په تابوت کې کيښودل شو.

دغه رازد جابربن عبدالله انصاري لاش مبارک دمزار مبارکه څخه راويستل شو په لاش مبآرک باندي کفن هم ؤ او د ږيري مبآرکې ويښته مبارک يې هم په خپل حالت کې وو لاشونو ته په کتلو سره داسې مالوميدل چې دوى څو ساعته مخکى ساه ورکړي چې په حقيقت کې پري ديارلس سوه کاله تيرشويدى .
ددغه پاکو نفسونو اوپاکو جسدونو د ښودلو لپاره جرمنى هيواد لوى لوى پردى ( پراجيکتوري) نصب کړي وى پدغه سانحه کې بي شميره خلک د اسلام په سپيڅلى دين مشرف شول ، دغه سانحه په  ټي وي هم وښودل شوه اولدي سربيره پري د الوتکو څخه ګلان هم شيندل کيدل .

(دروژى په مياشت کې عمره اود نړۍ ترټولو ستردرستخوان)

د ډيرى نيک بخته کورنيو وګړې د روژى په مبارکه مياشت کې عمري کوي سږکال په ٢٨/٥/١٣٩٠ کې  سعودي عربستان ته د عمرى په نيت دورغلو وګړو شميره د تيرو کلنو په پرتله خورازياته وه  ( بلکې په تيرو وختونو کې هيڅکله هم دومره په زياته کچه  خلک نه ؤ ورغلې ، په مسلمانانو چې کله هم مصيبتونه ، افتونه راشې د لوى خداي جل جلاله خواته رجوع کوى په اوسني وخت کې هم  ټوله اسلامى نړۍ  باالعموم او عربي نړۍ باالخصوص د امنيت د مسائلو سربيره دبيلابيلو ستونزو سره مخ دي ، سوډان هيواد تقسيم شو فلسطين ، ليبيا ، يمن ، بحرين ، مصر ، افغانستان ، پاکستان اوداسې  نورو ځايونو کې مسلمانان په ټوليزه توګه د امنيت او بيلابيلو مسائلو سره مخ دي ، په يادو هيوادونو کې په زرګونو خلک  وژل شوي او تردى ډيرنور ژوبل شويدې .

له همدې امله  سږ کال په رمضان المبارک کې د نړۍ څخه دوه نيم ميليونه وګړي دعمرى د اداء کولو په نيت د اسلامي نړۍ زړه ( سعودى هيواد) ته ورغلي وو او د مسلمانانو دايقين دى چې خداي تعالى به د اسلامى نړۍ يادي ستونزى حلوي او الله ج دي وکړي چې مسئلې يې حل شې ، تيره جمعة المبارک ٢٨ اسد ١٣٩٠ لمريز کال کې د عمري لپاره په راغلو کسانو باندې داسې ګومان کيده چې خلک د حج د مبارکې فريضې لپاره راغلې دي اوپه همدغه جمعه کې د ځاي د نه شتون له امله دحرم شريف دروازى دسهار په لسو بجو وتړل شوې چې ډيرو خلکو خپل لمونځ د حرم شريف څخه د باندي وکړ هرکال د حج او د عمرى  کونکو په شميرکې په مسلسل ډول ډيروالي راځي په بيت الله شريف او مسجد نبوي کې هرکال د ځاي د پراخوالي سربيره د ځاي دکموالي مسئله رامنځته کيږې يوځل بيا خادم الحرمين الشرفين په مسجد الحرام کې د ځاي د پراخوالي ديوي پروسي بنياد ايښي چي تقريباً ١١٠ ميليونه ډالره لګښت پري کيږې  د مسجدالحرام شمال خواته څلور لکه مربع ميتر زمکه باندي دنوو ودانيو د جوړيدو وروسته به په حرم شريف کې د دوه ميليونو مونځ کونکو لپاره ځاي برابرشي په سږنۍ روژه کې د حرم شريف دننه او په اطرافوکې چې د روژه ماتي لپاره کوم درستخوان خوره ولي شې دنړۍ ترټولو اوږد درستخوان شمارلي شې چې اوږدوالي يې د ١٢ کيلو ميترو څخه ډير دى په ياد درستخوان باندې پريوه وخت ديونيم ميليونو څخه ډير روژه خلک روژه ماتى کوي ، دحرم شريف د ځانګړو کارکونکو په وينا په ياد روژه ماتي کې تقريبا ًپنځوس لکه کجوري او شل لکه د زم زم د اوبو بوتلي شتون لري چې ورځنۍ مصرف يې يو ميليون سعودي ريال کيږې او د روژه ماتى څخه لس دقيقې وروسته د بيت الله طواف بيرته په منظمه توګه پيليږي  چې ددغه ځاي د نظم يو ځانګړي بيلګه ده اويادکارد انسان د وس کارنشويادولى له دي سربيره په حرمينو شريفينو کې دهر وګړى دا کوښښ وي چې روژه دار د هغه په درستخوان بآندې روژه ماته کړي په درستخوان يې دکجورو ، مستو او شين چاي سربيره د نړۍ بيلابيل نعمتونه شتون لري .
د ميلمستيا اود روژه دار عزت او اکرام کولو دغه دستور ( پل ) د انسانيت محسن حضرت محمد صلى الله عيله وسلم اود اصحابو کرامو رضى الله تعالى عنهم له زماني را روان دى چې دغه کار د اهل عربو وسني نسلونه په ډيره ښه توګه پوره کوي  پدغه وخت کې اسلامي ورورولي مينه محبت يوله بل سره په ډيره کچه ليدل کيږې .

ارمان چې په دغه څير محبت او ورورولى موږ د روژى سربيره په نورو مياشتواو ورځوکې هم کولې چې له امله يې دنړۍ د  مسلمانانو ټولو  مسئلو او ستونزوته  د پاي ټکى کيښودلاي  شو .


مسيح الله (عصام)
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.




د٢١ پيړۍ اسحله ( رسنۍ )
ميډيا ( رسنۍ ) د٢١ پيړۍ يواځينۍ وسله ده چې په هغې سره تهذيبونه ( ټولنۍ ) ويجاړيدى شي  ، اخلاق برباد ولى شي  ، سياستدان اخيستلې او بيا د هغه په خوله کې خپله ژبه ايخوستلى شي ، څوک
چې وغواړى تور او که وغواړى سپين يې کړي ګناه ګار بي ګناه او بي ګناه ګناهګار کړى .
دنن څخه ٨٠ کاله وړاندې د ميډيا د )کارپوريټ ميډيا( اساس کيښودل شو ې او ورته يې دصحافت ښائيسته نوم او د رايه د ازادۍ په نوم نړۍ ته وړاندې شوې ، اول ورته د اشتهاراتو ( د ښودلو ) په وينه خړوب ورکوي اوکله چې دغه خلک دهغوى د فکرونو سره لوبي وکړي لدې وروسته يې په خپل کنترول په  وسيله د اتومي انجرژۍ په څيراستعمالوي چې دخلکو په کورونوکې بغيرد مزاحمته ورداخليږې چې دکتنرول وروسته  دغه قيصه ډيره په توندۍ په حيرانونکى ډول  سره مخ پروړاندې ځې .
په ١٩٨٣ زيږديزکال کې دنړۍ ټولي رسنۍ پروژو                               کارپوريشونونو                        ملکيت ؤ يواځې په ١٩ کلنوکې د اخيستلو او خرڅولو وروسته په ٢٠٠٢ کال کې د نهو کارپوريشنونو په لاس کې ولويد د راتلونکو پنځو کلونو وروسته ٢٠٠٧ کال کې يواځى ٥ کمپنيو د نړۍ دټولو رسنيو ( ميډيا) په ملکيت کې شوي او نن د نړۍ د ټولو خطرناکه وسله د دريو لويو کمپنيو  ملکيت دى د غه کمپنى چه څه ډول سياسي قيادت وغواړى اوچه څه ډول اخلاقي او معاشرتي اندازې وغواړى څوک چې وغواړى د ذلالت په کنده کې وروغوځوي له چا چې وغواړي دعزت تاج ورپسرکړي ټول په ښکاره ډول د دوى په لاس کې دى او ددغو دريو د جملي څخه يو يې روپرټ مرډوک ( رابرټ مردوخ د نيوز کارپوريشن خاوند دى .
ياد تن په ١١ مارچ ١٩٣١ کال د استراليا په ملبورون ښارکې ديوصحافي سرکيت مرډوک په کورکې زيږيدلي دى د صحافي پلارپه وجي په هغه کې هم دغه عنصر موجود ؤ چې له مخې يې د مکتب د يوى رسالي ايډيټور جوړ شو ، فلسفه سياست او معاشاتوکې يې زده کړي کړي روسته د ډيلي ايکپريس د مشر ايډيټور په بست بآندې يې کار پيل کړ يواځې د ٢٢ کلنو په عمر کې د پلار د مړينې وروسته ددغې  ميډيا کمپنۍ نيوز لميټيد خاوند شو په ١٩٥٣ کا ل کې دکارپوريټ ميډيا بنياد کيښودل شو مردوخ د ټولو مخکې د استراليا او نيوزلينډ د اخبآرونو اخيستل پيل کړل او بيا ١٩٦٩ کال کې د برتانيې اخبارونه News af The word   ، Sun  اخبارونه واخيستل اوددغه ځاي ترټولو پرمختللي اخبارونه يې تري جوړ کړل ، ١٩٧٤ کال  کې  امريکا ته ولاړ اوددغى بادشاهۍ په لويولو يې پيل لا چټک کړ ، او ١٩٨١ کال کې دټايم رسالي مالک شو په ١٩٨٥ کال کې ورته د امريکا شهريت (تابعيت) اوپه همدغه کال يې Twehtith Century  واخيست په ١٩٨٩ کال کې هارپرکولنز اوپه ٢٠٠٧ کال يې وال سټريټ جنرل او مرډوک لدي سربيره خپله دائره په جنوبي امريکا کې هم خپره کړه اولدي وروسته يې د اسيا خوا ته رامخه کړه په ١٩٩٣ کال يې د سټار نومي ټي وى نيټ ورک اخيستي دمرډوک په هکله ګورډن ډف په خپله يوه تازه مرکه کې ويلې چې نوموړى په استرالياکې پيداشوي چې ورته اسرائيلې شهريت هم ورپه برخه دى دايو سخت دريزي يهودى دى چې په وينايې دغه کس د تيرو شلوکلنو راهيسې ، د برتانيې او امريکا پر سياست باندې په مکلمه توګه کنترول لرې ، اوددي خبري اعتراف يې خپله هم کړيدى ، ددغه په هکله د امريکا ايف بي آي اود برتانيې پلټونکو اداري ددغه الزام پلټنى کوي چې نوموړى دعامه وګړو سربيره د لويو لويو سياست دانانو تليفونى خبري سبت کوي او اهمو خلکو ته د رشوت ورکولو وروسته هغوى په خپله ولکه کې اخلي اوپه ډيره چالاکۍ او هنرسره تري خپل کاراخلي  ، د مردوخ په هکله داهم وويل کيږې چه په اسرائيلو کې د نتن ياهو هم ډير طاقتور دى ، د فوکس نيوز د مالک په حثيت هغه په اسرائلوکې خپل د جاسوسۍ جال خورکړي دى د خپل همدغه د رسنيو د بادشاهۍ په وسيله هغه يهوديان چه د امريکې په ګانګريس اود برتانيه پارليمان کې دى په خپل کنترول کې د راوستلو زمنه برابره کړي ، د ميډيا ( رسنيو ) د دريو ستنوڅخه يې يوه يې هم پاليسي ( تګلاره ) ده چې دهغي مطابق يې يوهم اسلام اومسلمانانو څخه نفرت دټولو په سرکې دى ، ددوى په اند ټول مسلمانان بددى ، دده په ټولو رسنيوکې مسلمانان ترهګر ،کام چور ، عياش او د نړيوال امن لپاره خطره ياديږې ، هغه خپلو صحافيانو ته داهم وايې د فکرونو او صلاحيت لرونکو مسلمانانو څخه نفرت کوئ او په خاص ډول کوم مسلمان چې پرمختللي زده کړي ولري ، او داهم وايې چې د دوى کردارکشي کوئ دهغه په اند نسل پرستي ترهغي نه پياوړي کيږې تردي پوري چې  دهغوى اعتماد د باصلاحيته مسلمان  چارواکو پورته نه شي ،
دهغه تګلاري څخه داهم ده چې ادب او فرهنګ په څلورو څيزونو بربادولي شو اول نوى موسيقي دويم په خلکو باندې په دروغو د جنسي اړيکو تورلږول دريم مايل کونکى سختي جنسي اړيکي  څلورم په راتلونکى کې خپلو اهدافو ته زمنه برابرول دى چې ورته  پروپيګنډه ويلې شو  ،
داتو بيليونو ډالرو لرونکى درى ځل په ټايم رساله کې د دنيا په سلو کسانوکې راغلي دى ، دنړۍ په مالدارو خلکو کې په ١١٧ نمبرکې دغه شخص دسکايې نيوز دمالک په حيث د مارګريټ تهچر په واک کې راوستلو واله اود فوکس نيزو په وسيله د باراک ابامه په صدارت کې خپله برخه لري ، د ١١ سپتمبر واقعي وروسته د افغانستان او عراق جګړه په ټوله نړۍ باندى ورتپل او بياهم دغه جګړه د ټولي نړۍ لپاره د بقا جنګ په نوم تراوسه پوري بريالى دى ، نوموړى د وخت سره سره د ګوندونو سرخپل حمايت هم بدلوى ، چې يو ګوند په بل ګوند بريالۍ کړې او خپله تګلاره پري عملي کړي ، د ياد کس کړنې ډيري خطرناکې او اوږدى دى چې ددې د کړنو لپاره کتابونه ليکل اړين دى .
دغه کس د يوويشتمى پيړۍ اتومۍ وسله هروخت عياره ساتى او حيريت پدي دى چې په دغو دوه نيم اربه مسلمانانو کې چې ټول د ددغې وسلې ( ميډيا) هدف دى غلي ناست دى چې په هغوى کې لدي هم ډير مالداره وګړي شتون لري اوپه کورونو باندې هره ورځ پدغه وسلى چې اواز هم نه لري ګذارونه کيږي چې هغوى يې نه محسوسوى  ، پاى


مراکش او طارق بن زياد
دمراکش هيوادپه ١٩ فبوري ١٩٥٦ دفرانس څخه ازادشوي يو مسلمان هيواد دى لومړۍ وزير اعظم يې احمد عبدالسلام بلفرج وو هسي خواسلامى تاريخ د بي شميره اتلانو ډک پروت دى خو يو يې هم چې سړى ډير دتاثير لاندې راولى او تړاو يې د مراکش سره دى چې لوي امر طارق بن زياد رحمه الله عليه ؤ په ٧١١ زيږديز کال دخپل پوځ سره په کشتيوکې سورشو اود مراکش څخه اندولس ته چې اوس يې نوم اسپين (هسپانيه ) دى ، دبريد کولو په نيت روان شو ، دمراکو او اروپايې هيواد اسپين ترمينځ د څو کيلو ميتره په اوبو باندى ورتيرشو ، چې اسلامي لښکر د اسپين ساحلى سيمه جبرالټر چې عربي مفهوم جبل الطارق دى ورسيد ، او پړاو يې واچوه اوسمهال په همدغه غرباندې يو ښار اباد دى اود برتانيې تر ولکې لاندي دى د دښمن پوځ ترسلو زرو ډير وو اود طارق بن زياد دپوځ تعداد دولس زره وو مګر د اسلامي پوځ مرال ډيراوچت وو اود اسلامي جذبي څخه پوره ؤ .
پدغه سانحه کې طارق بن زياد خپلو کشتيو ته اور ورته کړ او وسوځولې اويوه تاريخې وينا يې وکړه او وى وويل :
چې دښمن زموږ مخې ته دى اوشا زموږ سمندرخواته ده موږ خپلي کشتۍ سوځولى دي لدې وجې بيرته تګ ناشوني دى د  طارق بن زياد ددې خبرو مطلب دپوځ شهادت اوياد لښکر د بريا څخه تعبير وو
لکه چې يو شاعر وايې :
طارق چون برکناره درياسفينه سوخت

هرملک ملک ماست که ملکې خداي ماست

ياد اسلامي لښکر داسي ډول تاريخ وليکه چې په ګرده نړۍ کې ساري نه لرې اود طارق بن زياد ياده  بريا په ارپايې نړۍ کې د اسلام د سپيځلې دين د ورتګ او خپوروالي سبب شو او مسلمانانو په اندولس او پرتګال باندې د اتو پيړيو پوري بادشاهي وکړه نن هم په اسپين هيواد کې مسجد قرطبه شتون لري چې تفسير قرطبي په همدغه ځاي کې ليکل شويدى .
په غرطانه کې د اسلامي طرز بي ساري قلعه چې د ( الحمرا ) په نوم ياديږې د مسلمانانو د دور ياد تازه کوي چې نن هم پکې ترپيړيو پيړيو وروسته د طارق بن زياد د دور نښې نښانى ترسترګوکيږې ، او په قرطبه جومات کې د سرو زرو په ابو ټول قرانکريم ليکل شويدى اود نړۍ د ګوډ ګوډ څخه ورته خلک د ليدو لپاره راځې په ډيره خواشينۍبايد وويل شې اوسمهال پدغه جومات کې مسلمانانو ته د مونځ کولو اجازه نه ورکول کيږې