ولسمشرکرزی د انتخاباتو د خپلواک کمیسون پرېکړه تایید کړه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سلام خان

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي دوه ور ځي وړاندی د انتخاباتو د خپلواک کمیسون پرېکړه تایید کړه چې پراساس یې د اوسنۍ ولسي جرګې نهه غړي سلب اعتماد شوي او پر ځای یې له معترضو کاندیدانو نهه تنه نور د ولسي جرګې بریالي غړي اعلان کړي دي ،د اختصاصي او استیناف محکمو له پرېکړو

سره سم د اوسنۍ ولسي جرګې ۶۲ غړي په درغلۍ محکوم شوي وو او باید د محکمې له پرېکړې سره سم له جرګې ایستل شوي او پر ځای یې نور کسان جرګې ته لاړ شي

سره له دې چې د افغانستان جمهوري ریاست او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې انتخاباتي شخړه پای ته رسیدلی ګڼي، خو په جرګه کې له قانون څخه ملاتړه ډله، دا پریکړه غیرقانوني ګڼي او وایي، چې په هیڅ ډول به یې منلو ته غاړه کښېنږدي ،د ولسي جرګې د شنبې د ورځي عمومي غونډه د قانون څخه د ملاتړې ډلې، اصلاح غوښتونکو او اداري هیات ترمنځ د تودو بحثونو او سپکو اوسپورو شاهده وه، حتی ځینې لاسونه، ځینو ګریوانونوته هم ورسیدل ،دا شوراو زوږ او یوبل ته سپکې سپورې او یو بل پسې پورته هغه مهال پیل شول چې د اصلاح غوښتونکو د ډلې غړی مولوی شاهزاده شاهد، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون وروستۍ پریکړه د انتخاباتي کړکیچ د ختمیدو غوره لاره وبلله. داصلاح غوښتونکو په استازیتوب د مولوی شاهد خبره دا وه چی د اصلاح غوښتونکو ډله د انتخاباتو د کمیسیون وروستۍ پریکړه د بحران د ختمیدو یوازینۍ لار ګڼي او موږ یې ملاتړ کوو.

په ولسي جرګه کې د هرات يوې استازى د دې جرګې پر غړي شهزاده شاهد وروسته له هغه ښځينه څادر واچاوه، چې د اصلاح غوښتونکو د ايتلاف په استازيتوب يې د ټاکنو د کمېسيون له پرېکړې ملاتړ اعلان کړ.

ځانګړې محکمې د ولسي جرګې د تېر کال ټاکنو ٦٢ معترض کانديدان بريالي اعلان کړل او که يې پرېکړه پلې شوې وى، نو هغو ٦٢ تنو به د جرګې غړيتوب له لاسه ورکړى وو، چې د ټاکنو کمېسيون بريالي اعلان کړي و

خو د ځانګړې محکمې تر پرېکړې وروسته، ولسمشر د استيناف محکمې له قرار سره سم موضوع د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته راجع کړه او کمېسيون نهه معترض کانديدان بريالي وبلل او د جرګې د نهو تنو واک يې سلب کړ ،مخکې ولسي جرګې د ځانګړې محکمې او د کمېسيون پرېکړې ناسمې او ناقانونه بللې وې او ويل يې، چې د جرګې ټول غړي بايد په دې برخه کې په يوه خوله وي ،خو په ولسي جرګه کې د کونړ استازي مولوي شهزاده شاهد، چې نن يې د جرګې په عمومي غونډه کې د اصلاح غوښتونکو د ايتلاف په استازيتوب خبرې کولې، د ټاکنو د کمېسيون له وروستۍ پرېکړې ملاتړ اعلان کړ ،سيمن بارکزۍ چې نوم يې د هغو نهو تنو په نوملړ کې شامل دى، چې د کمېسيون د پرېکړې له مخې بايد له جرګې وايستل شي، د شاهد د خبرو په غبرګون کې پاڅېده او تور ښځينه څادر يې په عام مجلس کې د شهزاده پر سر دوه ځلې ور واچاوه ،

دې د څادر اچولو پر مهال شهزاده ته ويل:" وشرمېږه، وشرمېږه، ملي خاينه ،د بارکزۍ د دې عمل په پلويتوب، په ولسي جرګه کې له قانون نه د ملاتړ ايتلاف غړو د مېزونو په ډبولو لاس پورې کړ،دوى وروسته له خپلو ځايونو پورته شول او هڅه يې کوله، چې پر مولوي شهزاده شاهد باندې ګوزارونه وکړي؛ خو نورو وکيلانو يې مخه ډب کړه ،له قانون نه د ملاتړ ايتلاف له خوا محمد نعيم حميدزي لالي او د اصلاح غوښتونکو د ډلې له خوا عبيدالله بارکزي هم يو بل ته د سپکو سپورو ويلو ترڅنګ د يو بل د ډبولو هڅې وکړې؛ خو نورو وکيلانو يې مخه ونيوه .

د غونډو په تالار کې ټول وکيلان له خپلو څوکيو پاڅېدلې وو او له يو بل سره يې ناندرۍ وهلې ،د غزني استازې هما سلطاني او د بدخشان استازي عبدالولي نيازي هم يو بل ته د لاسونو په ښورولو د وهلو ګواښونه کول.

چېغې ډېرې وې، ټولې خبرې نه اورېدل کېدې؛ خو  د سلطاني اواز دومره تر غوږ  شو، چې نيازي ته يې ويل: "يو ځل بېرون ته راووځه، زه به درسره ګورم ،

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي د شخړې د پاى ته رسېدو په موخه دوه ځلې د غونډې پاى اعلان کړ

د رييس په دغه اعلان سره، اصلاح غوښتونکي د غونډې له تالار څخه ووتل؛ خو له قانون نه د ملاتړ ايتلاف غړو په اداري پلاوي فشار راوړ، چې غونډې ته دوام ورکړي ،له غونډې بهر د کنفرانسونو په تالار کې د اصلاح غوښتونکو ايتلاف غړو، د يوې خبري ناستې په ترڅ کې د سيمن بارکزۍ ياد شوى حرکت په کلکه وغنده

دوى د نورو معلوماتو له ورکولو پرته ويل ، چې بارکزۍ دغه کار په جرګه کې د يو شمېر هغو کسانو په اشاره کړى دى، چې غواړي جرګه په خپل انحصار کې وساتي.

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي د جرګې په نننۍ غونډه کې رامنځته شوې شخړه په کلکه وغندله او اعلان يې  وکړ، چې جرګه به تر راتلونکې شنبې د اختر په مناسب تعطيل وي

داسي ښکاري چې د افغانستان حکومت او په مجموع کې دولت له کامل بحران  سره مخامخ شوی، وروستیو معاملو او لانجو د قضا او ولسي جرګې اعتبار ته سخت زیان اړولی او حکومت هم په نړیواله ټولنه کې له خپلو متحدانو څخه لېري شوی او هم د خپلو ادارو له لوري له مخالفت سره مخامخ دی پاي سلام خان