ع. شريف زاد
وه نه وه زمونږ په ډير ښايسته، مسلمان متد ين او له ميړانې ډک هيواد کې پاچايان، اميران،ډلې، د زور او زرو ستر خاوندان وه. هرکال جشنونه وه او د ازدى او خپلواکي ستر نندارتونونه به پرانيتل کيدل. هر کال کاليزې وې، هغه او دغه کش او پش ډير زيات شيان د ښار په شااوخوا کې په نظر کې راتلل، خو يو کار وه چې وژنې نه وي، سپکاوى نه وه
دي ولس ته د نړي د هيوادونو ستر پوځونه هم نه وه راغلي. هيواد هيڅ اباد نه وه، رشوت او خيانت وه ، واسطه او واسطه بازي ډيره وه بيا ډير ه ارامې او خپلواکې وه چې د نړۍد هيڅ ډول له مډرنې دموکراسي سره نه مقايسه کيده حتى تر دې پورې چې موسيقي ېې هم سنتى، فولکلوريک او محلي وه داسې ډول او ډ ينبک او ناڅاپي د شنو ستر ګو ګډا نه وه په کي چې دادب او کلتور تناب يي شکولى وي. په هر حال زمانه بدله شوې او که زمونږ فرهنګ په بله لاره روان دى؟ ړوند او کوڼ دواړه پر لارې په مرکه سره بوخت وه او ډير زيات افسوس يي درلود. ړانده وويل زه په زړه کې بيدار يم او هرڅه وينم خو د هيواد په اب�
�دي مې سترګې پټې کړي دي او نه غواړم چې هيواد مې د نورو هيوادونو په شان پياوړي شي ځکه چې زما هيڅ ګټه په کې نشته او ته پوهيږې چې د يتيم خير په ورانو پيو/ شيدو کې دى که څه هم د کابل يتيمانو ته پاکې اوبه پيدا کول شيدې دي!!!. کوڼ زه هم لکه ستا غوندې يم، زه اوته د يو کوټې ملګري يو نو جوال به ګډه سره نيسو. خو زه چې هر څه په غوږو واورم له کراسي نه مې بد راځي يا څه ورته واېې او .. هغه دمبوکراسي کې چې بيروکراسي څو برابره ده چې د نړيوالو نه هم ورکه ده .دا څه وايي ان تر دې پورې خو لکه ولس مشر د هر چا په ځواب ځان پوره او بشپړ نه خبروم او يواځې داسې ښيم چې په بشپړه پاليسي ا�
� ديپلوماسي مې سر ښه خلاصيږي او بس.
په در ناوى