محمد نقیب تره خیل
که موږ په طبېعت او په انساني پنځونوکې خورا ډېر فکر وکړو داسې څه به په کې ونه مومو چې برید او پای ونه لري،په پیسو ونه پېرل شي،زور ته سلامي ونه کړي، پاړوګر اور ژبي یې بې سده نکړي،دقیصر سپاهی ته یې زبون نه وي وهل شواي، نابغه اوکشاف یې له پنځونی عاجز نه وي، نودا ستر قوت مینه باله شی.
د زمان رستم په زور سره د چاپه زړه کې نه مینه زېږه وای،نه یې ننوېستي او نه یې ترې اېستي شی.د مینې کور روح دی ، نه نفس .مینه د ذالجلال په لورېنه زموږ روح ته راځی او د انسان په دننه کې هغه سپېڅلی سترعظم دی چې د تېر مهال او راتلو نکي مهال له توکو سره زموږ څرنګوالی نښلوي.
مینه آرمان او هدف دی،د زمان-مکان او شرایطو لاسپوڅۍ او مره یۍ کېږي نه.هغه د ایمان له چینې اوچته شوی او عمر یې ابدي دي.
يووالی،ورورولي،برابري نیاوو،وفا اوښکلا دمینې د خواږه بدن ټوټې دي.مینه دفزیکې ،فکري او مالي توپیر په وجه د مینانو ترمنځ برتري،عاطفه او صله رحمي نه مني. پدې چې لدې نه د بادارۍ اوغلامۍ بوي ترې ځي،لیدونکو ته چې صله رحم کونکي څومره قدرتمند او شتمن برېښي هاغه بل لوري هومره بې وسه او نېستمن په نظر ورځي. مین پر مینې له مال نه تېر وی،د اړتیا په وخت کې وینه پرې نظرانه کوي.
مین که په مینه باوري هم وي خو چې په عمل کې اخلاص ونه ښیې هغه بیا مین نه بلکې د نفس بنده، دهوس ځاله او دمکاریو ځولۍ ده. چې د دنیایي عشرت د نصیب کولو لپاره دا سپيڅلي نعمت کله د نفس په حکم د ځان سپر او کله د مارکیټ متاع کړي،سل وژني ځان پرې ژوندی ساتي،وطن پلوري کور پرې پېري مرئیتوب منې منصب پرې ګټي په خوله د ریښتینې خپلواکۍ د بقا ناری وهي، خو په لاس زندۍ وراچوي.
له هېواد سره د مینې تر عنوان لاندي د ځان،اولاد،کورنۍ هوسا ینه او بډایونه ملې خیانت ، جنایت او ستره عظیمه ګناه ده.پدې چې دمینې مانا او اصالت د نفس په څېر د خپلوانو او اشنایانو تر پولو لنډ اوتنګ ندي بلکې د خالق د ټولومخلو قاتو او په خاص ډول دهغه جغرافیوي موقېعت په لمن کې چې زېږېدلې،ستر،روزل شوي او همغه ټاټوبي او ملت چې نړۍ ته ور پېژ ندلې،هاغه ټول په دربر کې نېسی.
ښايي چې پر افغانستان مینان ښاغلي به د مینې په سپېڅلتیا او مانا نه پوهېږي اوکه د دوکمار زرګر په څېر چې عادي فلز د سرو زرو په رنګ نغاړي او په خلکو یې د زرو په نوم د باور او وفا سره یو ځای په بې روحه کاغذي لوټونو پلوري. سیاسي مینانو په کاذب هنر او متحدالمال شعار سره خپله ذاتي بوالهوسي د وطني مينې په رنګ سنګاره کړی. چې لامله یی مینه (افغانستا) لوڅ سر، څېرې ګرېوان،ماته خوله،لویدلي غاښونه، جړ اوربل،یبله پښې او په مرګونې حالت یی اخته کړې. د غله او قاچاقبر د هندو او مسلمان،د ګبر او ترسا مینځه یې ګرځولې. د مینې جعلکاران د پره دیو په لومه او شومه پر لوټل شوي مینې داسې وردانګي او خپړې پرې لګوي. لکه ورور چې د میراث په خاطر لومړی د کونډې ورېندار په بړستن په زور ورننوځې بیا یې نکاح کوې نغده او وجه چې ترګوتو کړي.بیا نو اوتومات مین توب په مینځه توب واوړي.پرافغانستان زړه بایلونکي له هېواد سره ورته کړنه کوی.
محمد نقیب تره خیل بلجیم ۲۲-۸-۲۰۱۱