تمه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ضياالرحمن حبيب سپين غر
غوټۍ يې وروستۍ ورنداروه او په ده ډېره ګرانه وه دا ځکه چې په غوټۍ سمسور هم ډېر ګران وو.
هغه لا واده شوې نه وه خو له ده يې ستر متر نه کاوه او هر وخت چې به دى له پوهنتون نه کورته راغى نو نېغ به په هماغه شېبه کې دغوټۍ کره تلو .کله به چې دى په پوهنتون کې وو نو له هاغې ځايه به يې له غوټۍ سره په تليفون خبرې کولې او خپل دردونوته به يې په کې درمل لټول .سمسور به دغوټۍ ډېر درناوى کاوه
خو غوټۍ به ورته دومره په ښه نظر نه کتل او هغه دچا خبره له ده سره يې  دشونډو دسرګړه بړه کوله .
بل لور ته سمسور ډېر ساده او دسپېڅلي ذوق څښتن وو .ښه مې يادشي چې يوه ورځ يې له وصال سره په دې تر ډېره بحث وکړ چې مينتوب يانې څه ؟
ده مينتوب ،مينه او عشق هسې بې ځايه کلمې او تر سره کوونکي يې وزګار ګڼل خو ده به دا يوه خبره په زغرده کوله :(چې په دې نړۍ کې  دمينې وړ يوازې او يوازې يو الله او دهغه رسول دى ).
په هر صورت دسمسور څومياشتې کېدې چې دژوند په پټي يې دمينې اوبه راغلې وې.
او مينې دتازه سپرلي دا وږمه يې هغه  وخت څپانده شوه چې يې غوټۍ خپل مشر ورور ته وکړه .
ده له دمخه غوټۍ دوې لږ ډېر پېژانده خو تګ راتګ يې ورسره نه وو .کله  چې دخپلوۍ اړيکې شوې نو په ده پسرلي راغى هغه داسې چې دده خو له دې دمخه هم دغوټۍ کشره خور حسينه خوښه وه خو هغه وخت يې څه نه شو کولاى.
دى به چې په پوهنتون کې وو نو له غوټۍ سره به يې کله کله په تليفون خبرې کولې خو ترډېره يې داجرات نه شو کولاى چې دخپل زړه غوټه خپلې ورندار ته پرانيزې.خو دډېرمجبوريت څخه وروسته يې يوه ورځ ناببره غوټۍ ته په تليفون کې وويل:
ورندارې ته پوه يې چې زه زړه نه لرم ؟
هغې لکه چې ځان په سادوو وهلى وو ، ورته يې  وويل :
دا ته څه وايي؟
ده ورته وويل :
زه  سمه خبره درته کوم موږ له تاسې سره لا دخپلوۍ اړيکه نه وه تړلې چې زما نه ستاسې په کور کې زړه پاتې شوى وو .
دلته وو چې غوټۍ يې په موخه پوهه شوه نويې ورته  يې وويل:
ښه نو دا راته ووايه چې دلته درنه چېرته او دچا زړه ته دې زړه لوېدلى دى.
سمسور ورته په زغرده وويل :
زما زړه ستا کشرې خور غلاکړى !!!
غوټۍ يو څه قهر ونيوله خو دا چې يې دخپلوۍ اړيکه وه نو يې سمسور ته وويل:
دا خو څه دومره ستره ستونزه نه ده هر څه به وشي خو لومړى بايد تاسې يو زوى لوى کړٍئ او بيا دبل تابيا ونيسئ!!!
غوټۍ خو ورته نورې هغه دښځو خبره ستوغې خبرې وکړې خو سمسور ساده ګل اشنا پرې نه پوهېده او په دې يې ډېر باور وکړه .
همداسې  اړيکې سره نورې هم پياوړې شوې  خو دې کار سمسور ته سخت زيان واړو او هغه دا چې داخبرې حسينې ته رسېدلې وې او کله به چې سمسور هغوئ کره لاړ نو حسينه به ترې په هاغا او دا غه ځان واهه .
سمسور ته دې کار خوند نه ورکاوه خو څه يې کړي واى ،حسينې خو له ده نه کرکه کوله او نه يې غوښته چې له سمسور سره په تليفون خبرې وکړي .
سمسور حېران وو چې څه وکړي !!!
يو خوا به ورته غوټۍ حېرانونکي او عجيبه خبرې کولې او بلخوا دحسينې کرکې بېخي بل ډول کړى وو.ړه به له ډېر صبر نه کار اخيست خوخپل دغه صبر ورته هم بې پايلې ښکارېده .ځکه يو خوا به ورته غوټۍ ويل :
چې حسينه له تا سره ډېره مينه لري خو بلخوا به چې کله دحسينې له غبرګون سره مخ شو نو سخت په ناهلى شو .
بلخوا به غوټۍ په سمسور له کارتونو لېږلو پرته نور داسې بيګارونه کول چې دى يې هغه دچا خبره دپولۍ ټک ته کينولى وو ځکه دى په بل ولايت کې په زده کړو هم بوخت وو چې ددوې له سيمي لرې وو نو ځکه به يې هرچا لا ته کتل چې له ښاره به يې ورته څه راوړي وي ؟؟؟
سمسور په حسينې دزړه له تله مين وو او اوس خو يې په شعر ليکو هم پېل کړى وو او کابو يوه ټولګه يې چمتو کړې وه .
يو وخت داسې شو چې دغوټۍ واده تيار شو ،واده وشو او څو اونۍ وروسته يې مور دسمسور دوې کره راغله نو په خبرو خبرو کې ورته سمسور په ټوکه کې وويل:
تندار له خېره حسينې پسې به هم جرګې مرکې راځي .
هغې ورته وويل :
زويه !حسينه خو مې لا په وروني کې خپل وراره ته ورکړي ،هغوۍ خو اوس له موږنه لرې په ايران کې ژوند کوي ،څه وخت مخکې يې راته ويلي وو چې دلته روزګار ښـه  نه دى او څو مياشتې وروسته وطن ته درځو؟؟؟
تندار يې لاخبرې کولې چې غوټۍ په دروازه زېړ مخ راننوته .
په دې وخت کې سمسور په ځان پوه نه شو او په غوټۍ يې ورمنډه کړه ،لږ وروسته يو درز شو چې مې وکتل لاندې دوه کسان په خاوروککړ پراته وو او له خولو يې وينې روانې وې.