ضياالرحمن حبيب سپين غر
مطالعه عموماً د دوو موخو لپاره تر سره كيږي،لومړى : مطالعه (لوستنه) د وخت د تېرېدو لپاره:
د ورځپاڼې،مجلې يا بل څه لوستل د وخت تېرېدو په خاطر يعنې د ساعت تېرۍ لپاره په دې ډول مطالعه كې څه په زړه پورې زده كړه نه تر لاسه كېږي،لكه د پورته يادونې په ترڅ كې په زړه پورې كيسو،ورځپاڼو او مجلو لوستنه.همدارنګه ځينې خلك چې له چاسره خبرې كوي او د نوموړي كس خبرې يې خوښې نه شي
دويم : مطالعه د زده كړې لپاره:
په دې ډول لوستنه كې يو څه ذهن ته د سپارلو لپاره تر سره كيږي،لكه د ازموينې لپاره.پورتنۍ ډول لوستنه كې بايد لاندې ټكي په پام كې ونيول شي.
ارام اوپاك چاپيريال :- لوستنه بايدپه داسې محيط كې وشي،چې هلته فضا آرامه وي او پاك چاپيريال وي او داسې چاپيريال نه وي،چې خواوشا چټلي وي يا شور وي او يا څه بله داسې ستونزه وي.
د ذهن اراموالى:- ذهن بايد ارام وي،كه چيرته يو څوك ستونزې ولري،خو د ستونزو سره سره درس وايي،نو دا ډول زده كړه به تر سره شي،خو ډېره انرژي به غواړي او ډېر وخت به ونيسي.
هواحالات :- دا طبيعي خبره ده چې كه چيرته هوا توده يا سړه شي،نو هر څوك يې په ترڅ كې يو غبرګون څرګندوي،نو اړينه خبره ده چې هر زده كوونكي د زده كړې پر مهال بايد د هوا په مقابل كې ځانګړي تدابير په نظر كې ونيسي،كه نه نو الله (ج)دې نه كړي په كومې ناروغۍ به اخته شي او بيا به ورڅخه ازموينه پاتې وي.
ډير خوراك:- د مطالعې پر مهال دا ټكى ډېر مهم دى،بايد په دغو وختونو كې په خوراك كې له زيات پام او غورڅخه كارواخيستل شي اودومره خواړه بايد و نه خوري چې ورباندې پنډ يا بوج شي او د زده كړې پر مهال مودخوب كومي ته يوسي.ځكه ډېره ډوډۍ ډېر خوب او نا راحتي رامنځته كوي.
وقفه كول:- د زده كړې په وخت كې په وقفه يي ډول درس ويل ډېر ګټور دي،يانې يوه پاڼه يا يو پاراګراف زده كول او تر منځ يې ځنډ يا دمه كول د ښې زده كړې په ترسره كولو كې مهمه ونډه لري. ځېنې زده كوونكي وي چې درس ته ونښلي او په پاى كې هيڅ يې په ذهن كې پاتې نه شي او ذهن يې ستړى ستومانه شي.وجه يې همدغه پرلپسې والى دى.
د بدن توازن :- لوستل او زده كړه په داسې حال كې بايد تر سره شي،چې زده كوونكى په نورمال حالت كې وي،يانې د زده كړې په وخت كې بې ځايه خوځېدنه(ځينې زده كوونكي د درس په وخت كې سر خوځوي)يا ټول ځان خوځول،چې دا هم بدن او دماغو ته زيان رسوي او دماغ نارامه كوي.
د ليك پاكوالى:- د زده كړې په وخت كې د ليك صفايي او پاكوالى مهم كار دى.كه چيرته خط جړ وي او يا بې سوره ليكل شوى وي،نو يوه د زده كړې ستونزه او بل د ليك چټلوالى شو،نو ستونزې دوه شي،بايد ليك صفا او پاك وي،تر څو په بدن بوج نه شي.
مهم نقطې:- مهمه ټكي بايد په نښه شي،دا كار په دوه طريقو سره تر سره كېږي.
لومړى : د يوې مهمې جملې لاندې كرښه ايستل(په پنسل سره)
دويم :يوه مهمه جمله په قوس يا لينديو كې نيول.
پورتني دواړه ټكي د هر چا په ذوق او علاقې پورې اړه لري.
د رڼا كموالى يا ډېروالى:- د مطالعې يا زده كړې په وخت كې رڼا هم مهمه ونډه لري،كه چيرته رڼا كمه وي،نو په سترګو بده اغېزه كوي او كه رڼا ډېره وي هم په سترګو بده اغيزه كوي،بايد په نور ماله رڼا كې مطالعه وشي.
واټن يا فاصله:- د مطالعې په وخت كې پر كتاب يا كتابچه ډېر ټيټېدل يا ترې لرې كېدل هم ستونزې راولاړوي،خو بيا هم دا كار په ذوق او د سترګو په نظر پورې اړه لري