سالم
خوست د مرکز کابل څخه په ليرې فاصله کې پروت یو سرحدي ولايت دی، چې د ګاونډي هېواد پاکستان سره نږدې ۱۸۴کیلومټره سرحد لري، خوست ولايت اوسېدونکو همېشه د خپل هېواد، خاورې، قانون او ولسمشر څخه د خپل سرپه قیمت ننګه او ملاتړ کړی دی، د انتخاباتو په دواړو دورو کې یې په پراخ ډول ونډه اخيستې،
لس او دولت تر منځ د واټن کمول او په ادارو کې د فساد کچه کمول يادولی شو، د تېر يو نیم کال په موده کې هغه دولتي مامورین چې په اداري فساد تورن ؤ، عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي، چې له جملې یې دخوست یو شمېر څارنوالان، د دولتي بانک مامورین او اوس د خوست ښاروالۍ لوړپوړي چارواکي یادولی شوه، سره له دې چې په نورو دولتي ادارو کې به اداري فساد موجود وي، مګر د خوست ښاروالۍ هغه اداره وه، چې اداري فساد پکې اوج ته رسېدلی وه، دخوست ښار په داخل کې خپل سري او بې نقشي لوړپوړيزې ودانۍ جوړېدل، د بې کیفیته پروژو پلي کول، د ښار پاکۍ ته نه پاملرنه، د تفاهم په نتی�
�ه کې د قراردادونو ورکول، د پيسوپه مقابل کې د غريب نمره (ځمکه) اخېستل او بډایه ته ورکول، د ښاروالۍ لايحې نه شتون، او د ښار بې نظمي ټول هغه څه وه، چې د خوست ښاریان، دوکانداران او تجاران ترې تنګ ته راغلي وه، موږ د هغو پروژو شاهديو چې په تېرو څو مياشتو کې پلي شوې وې، مګر بدبختانه چې اوس تخریب شوي او یا هم د تخریب په حال کې دي، د هغه لوړپوړيزو ودانيو د جوړېدو شاهد يو چې بې نقشې او د ښاري پلان خلاف جوړېږي، د همدغه ودانيو د جوړېدو له امله زموږ ښاريان د يو لړستونزو سره لاس او ګریوان دي.
دا چې خوست پخواء د لويې پکتيا يوه ولسوالي وه، همدا وجه ده، چې خوستميشتي د ځمکي د کمښت سره مخامخ دي، چې د ښار شاوخواء نمرې يې په ميليونونو افغانۍ قیمت لري، ځکه نو د خوست ښاروالۍ مسوولين د ځمکو په مافیا کې هم لاس لري، چې یو شمېر ښاریان د ښاروالۍ د مسولینو څخه په دغه برخه کې هم سرټکوي، چې د هغه چا ځمکه (نمره) چې پیسې او يا واسطه ونه لري د پيسو په مقابل کې بې له دې چې د ځمکې اصلي مالک خبر کړي په بل چا خرڅوي، او په مقابل کې یې ترې ډېرې پیسې اخلي، همداسې کیسه د لکڼو د ایوب خېلو سیمې اوسېدونکی اسلام الدین سره هم شوې چې تېر ماښام یې د خوست تلویزیون سره په مرکه
خپله کیسه داسې بیانوله: د ښاروالۍ کارکوونکو یې په ۱۲فامیلیو کې د پچې اچونې له لارې خپله کړي نمره اوس د بل چا نوم ته اړولي ده .
د اسلام الدین پلار معین الدین دخوست ټلوېزیون سره په خبرو کې وویل چې ۵۲۷نمبر نمره یې د شفافې پچې اچونې په پایله کې د نوموړي معیوب زوی ته وتلي وه .خو د موقعیت د ښه والي او د لوړ قېمت د درلودلو له امله د ښاروالۍ مسوولینو اوس د شاجهان نوم ته اړولي ده .
نوموړی زیاتوي ، د خپلې نمرې لپاره یې دوه ځلې پنځوس ، پنځوس زره افغانۍ د خوست دولتي بانک ته تحویل کړي،اوېزونه یې په لاس لري .مګر کال وروسته بانک ته د دریم قسط پیسو د تحویلولو پر وخت د یادې ستونزې سره مخ شوی دی .
معین الدین وویل ۵۲۷نمبر نمره ( ځمکه ) د عمومي سړک سره جوخته پرته ده ، چې تر ۱۰۰لکو افغانیو پورې ارزښت لري .کېدای شي ، د ښاروالۍ له خوا په همدې خاطر د دوی په حق تېری شوی وي
معین الدین او معیوب زوی اسلام الدین یې له دولت څخه غوښتنه کوله، چې د ښاروالۍ د رهبرۍ او د نورو کارکوونکو د کړنو سمه څارنه وکړي ، ترڅو په ناحقه توګه دخلکو د ځورولو مخه ونیول شي .
ګرانو لوستونکو! دا یوازې معین الدین آکا نه دی چې د ښاروالۍ د مسوولينو د ناوړه کړنو څخه سرټکوي داسې نور ډېر غریب او بیچاره مظلوم ولس هم شته چې د یادې ستونزې سره لاس او ګریوان دي.
داچې دوه ورځې وړاندې د خوست ولايت مشرتابه لخواء دخوست ښاروال د خپلې دندې څخه د ناوړې ګټې اخېستنې په تور عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي شو، په همدې وجه د هغه لاريون په ترڅ کې چې د خوست والي د هغه مبارزې او عمل څخه په کلکه ننګه او ملاتړ اعلان شو، چې د اداري فساد پرضد یې شروع کړی، د همدغه لاريون یو تن ګډونوال قومي مشر جاجي تور وايي: (موږ د والي صاحب د دغه نیک اقدام ستاینه کوه، او غوښتنه ترې کوه، چې خپله مبارزه دې نوره هم ګړندۍ کړي او د نورو اړونده رياستونو څخه دې هم په جدي توګه نظارت وکړي ترڅو هغه ناوړه دود (اداري فساد) چې په ادارو کې شتون لري له منځه و
لاړ شي).
د یاد لاريون یو بل تن ګډونوال واحد وویل ( که څه هم زه د والي صاحب د دغه اقدام ملاتړی یم، مګر د نورو ولایاتو د مشرانو او د مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوم، چې د دغه ناوړه عمل په مقابل کې دې جدي او کوټلي ګامونه واخلي تر څو مو هېواد ته د ورپيښ ناورين مخه نيولي وي، او هېوادوال مو خوشحاله شوي وي، چې دولت یې هر هغه څه کولو ته چمتو دی چې دوی یې غوښتنه کوي.)
دا چې په ننني لاريون کې دخوست ښاريانو برخه لرله ټولو په یو اواز د ښاروال په خلاف شعارونه ورکول د هر يو ګډونوال په خوله کې همداء خبره وه چې زموږ ښار د ښاروال په شتون کې له بحران سره مخ شوی وه، او ټولو په يو آواز په ښار کې د ټولو ناخوالو او بدبختيو جرړه شخصاً ښاروال په ګوته کولو.
دا چې اداري فساد هغه ناوړه عمل دی چې د نړيوالې ټولنې له مرکزي دولت څخه په وار وار غوښتي چې بايد یاد عمل ته دې د پای ټکی کېږدي، که نه خپلې ټولې همکارۍ به په افغانستان ودروي، دا چې زموږ مرکزي حکومت د اداري فساد سره د مبارزې لپاره ځيني ګامونه اخيستي، او مثبتې پايلې یې هم درلودلې دي، زه د ټولو لوړپوړو او باصلاحیته چارواکو څخه غوښتنه کوم، چې د اداري فساد په له منځه وړلو کې دې جدي وسي، تر څو مو هېواد د اقتصادي بحران څخه ساتلی وي.
زه هم د يو خوستي په صفت له والي صاحب څخه مننه کوم او د یاد اقدام قدردانی یې کوم، چې د اداري فساد سره په مبارزه کې يې خپل قدمونه ګړندي کړي، او خپله هغه وعده پوره کوي چې له خوستمیشتو سره يې کړې وه.
سالم