ديني خور لنډه کيسه :::::::::: رفيع الله روشن

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رفيع الله روشن
زړه، نازړه مې دچټ له ليارې اواز پرې وکړ،ترڅوچې ځواب يې راکاوه نوزړه مې يخه لړزه کوله چې اوس به څرنګه ځواب راکوي،اياځواب به راکړي اوکنه،له ځان سره مې کرل، رېبل، اوددې په اړه مې بېلابېل نظرونه تبادله کول، ځواب نژدې څلور دقيقې وځنډېد،له ځان سره مې وويل داخو ډېره مغروره ښکاري،ولې دانجونې داسې کوي،ايا دوى ته ځانونه څه ښکاري؟

هېڅ خبرې نه کوي،مخکې له دې چې خبرې راسره وکړي نو خوامې ترې بده شوه،په زړه کې مې ورته کينه پيداشو ويل مې دابه ښه وي چې نور پرې اواز ونکړم،چې له هغې خوا په  په ډېره مؤدبانه لهجه ځواب راکړ شو:
وعليکم سلام څنګه ياست صحت مو څنګه دى،که اشتباه مې نه وي کړې تاسوساحل ياست؟
په عادي انداز مې ځواب ورکړ :
هوپخپله يم،دصحت پوښتنه مې ترې وکړه،اطمنان يې راکړ،چې رکه روغه ده،زمااودفاميل پوښتنه يې هم وکړه ،راته يې وويل چې نټ په څپودې  کيسې او شعرونه   لولم ،په دې ورځ مې ورسره ډېرې خبرې وکړې،ماخپل کار پرې ايښى وو،يواځې مې له دې سره خبرې کولې ويل مې، صبر چې داڅومره حوصله لري،خو باور وکړئ چې تر اخره يې ماپه ژبه کې سختوالى ونه ليده او په ښکلې ادبي ژبه يې راته ځوابونه راکول له دې ورځې وروسته به مې ورسره هره ورځ خبرې کولې خوډېرې خبرې به موپه ادبي کارونو وې، مابه له هغې اوهغې به له ماسره په ډېروموضوعګانو مشورې کولې تردې چې کله به زه ناروغ شوم ،نوهغې ته به مې ويل چې زه ناروغ يم، ډېره به خفه کېدله،هغه ډاکټره هم وه،له مانه به يې زمادستونزې پوښتنه وکړه اوبيابه يې راته مشوره راکوله چې، هغه درمل واخلم نوهماغه شان به مې کول،اودخداى پاک په فضل سره به رک روغ شوم.
هغې ته زه خور اوهغه راته ورور وايي،کله چې به زه سهار کې خپل دفتر ته ولاړم ،کمپيوټربه مې روښانه کړ، او انلاين به شوم،نولومړى اوازبه دې رابآندې کاوه، که څه هم چې هغې به ځان تل له خلکوپټ ساته،خوبيابه يې هم پر ما اواز کاوه اوسهار په خير به يې راته ويل ،څوځله همداسې تکرار شوه چې لمړى اواز به هغې رابآندې کاوه،يوه ورځ مې ورته وويل چې ګوره ته به په زړه کې له مانه ګيله منه يې، چې ولې زه ستا احوال نه اخلم،داپه دې خاطر چې ته تل ماته افلاين ښکارې،نوځکه زه نشم کولاى چې غږ درباندې وکړم،خودې په زړه کې داګيله نه لرله اوپه خندايې راغبرګه کړه: هېڅ پروانکوي،ددې لپاره ځان انوزېبل کوم(پټ ساتم) چې ځينې خلک مزاحمت کوي،خوماته يې وويل له دې نه ورورسته کله چې ته انلاين کېږي اوزه دکمپيوټرمخې ته ناسته يم نويوځل به ستاپخاطر انلاين کېږم اوبېرته ځان پټوم،ماهم ورسره ومنله ،ما هغه وخت چې دامې نه پېژندله اوخبرې مې نه وې شوې ورسره ،کله کله به مې دانټرنېټ په څپوددې اشعار،ادبي ليکنې،لنډې کيسې او نور مطالب لوستل، هغه کله کله ډېرپه زړه پورې داستانونه ليکي،هغه له درد اوفرياد څخه ډک داستانونه چې زموږبې وزله هېوادوال په رښتياهم دداسې ناوړه پېښو،رواجونو،اوعنعنو ښکار شوي دي،نوهغه داپخپل داستان کې په داسې خوږواوخوندورو ټکيوسره رانغاړي چې په رښتياهم يولوستونکى دې ته مجبوره کوي چې يوځل يې ولولي،هماغه وو چې دې ادبي اودپښتونوالې مينې يې ورسره ورور کړم اوهغه يې ماته يوه مشره خور وټاکله،له پېژندګلوۍ وروسته به ماهم ځيني شعرونه،مقالې،ادبي ټوټې اولنډې کيسې ورته استولې ،چې دې به ډېر تشويق کولم،هغې به زما دکيسوناوې په داسې يوه رنګين شال کې ونغاړله چې لکه دفانوس به يې شغلې کولې، زه به يې دومره وهڅولم چې ځان به رانه ورک شو،زمادغزل اوشعر تعريف به يې په داسې جادوګره ژبه راته وکړ چې هغه د داود تپان دغزل بيت به راپه يادشوچې ويلي يې دي:
ماته يې زما دغزل دومره صفت وکړ چې
ناڅاپي مې وويل چې اى وړې شاعره شې
هغه په خپل هېواد،پښتو اوپښتنو ډېره مئنه ده ،اوپه سولې پسې خومړه ده،هغه چې کله ديوه پښتون ورور يا خور نوى شعر وګوري چې دهېواداو هېوادوالوپخاطر ويل شوى وي نو له ډېرې خوښۍ يې ورته له سترګو اوښکې روانې شي اوتر خپل وس پورې هغه ليکوال ياشاعر تشويقوي.
يوه ورځ يې راته وويل چې افغانستان ته سفرکوي،اوپه ډېرنږدې وخت کې به انشاء الله چې داسفر تر سره شي،زه هم ډېر خوښ شوم، ورته مې وويل چې الله دې راوله،په زړه کې مې وويل چې زه دلته خوبه يې له نږدې وګورم،ورته مې وويل چې کله راغلې نوماته به حتماً خبر راکوې،هغې هم ښه راته وکړه،څوورځې وروسته افغانستان ته راغلله،له راتللوڅو ورځې وروسته يې راته فون وکړ،چې هغه په کابل کې ده،څوځله مې زړه وکړ چې يوه ورځ ورته مېلمستياوکړم خوهېڅ نه شوم بريالى کېداى،نه پوهېږم ولې وخت لکه ديرغه آس پشان ځغلنده وو،بله ورځ يې ناګهانه راته وويل چې سباته دماسپښين په درې بجوپرواز لري اوبېرته ځي!!! نووطن راباندې تور تنورشو،له ځآن سره ډېر خجالت شوم،دخبرو کولو چل رانه هېرشو په ډېره سختۍ مې ورته وويل دولې دومره ژر؟ويل يې چې نورې خبرې به بيا وکړوخواوس ماته دعاوکړه چې سفر لرم ،فون يې بند کړ، له ځآن سره ډېر پرېشانه شوم،هېڅ مې خپل ځآن ته ځواب نه شوورکولى،چې ولې مادومره لويه تېروتنه او لټي وکړه،ايا زما کار اوبار زما له خور څخه هم ډېر مهم و،بياداسې يوه خور چې لامې ليدلې هم نده،خومشره هم ده رانه،چې ماخپل ډېرکم وخت دهغې لپاره نه شو کړاى وقف،فکر مې يوڅه راسم کړ بېرته مې ورته فون وکړ خو ځواب يې راکړ کومه شمېره چې زه ورته غواړم فون وکړم اوس مهال بند دى،نوره مې هم پرېشاني زياته شوه،سبايوولس بجې مې ورت فون وکړ ،له سلام او روغبړ وروسته يې راته وويل چې اوس دخواجه رواش دهوايي ډګر په ترمينل کې يم او درې بجې په په خير پرواز کوو، اوستالپاره چې مې کومه تحفه راوړې هغه به زمامشر ورورتاته تسليم کړي،اوس دخداى پامان،مانورهېڅ ونه ويل،خو له ځآن سره مې وويل چې زه يوښه ورورنه شوم،ولې چې ما هغه له خپلې ديوساعت مادي ګټې سره برابره نکړه آيا هغه به ما په ټول عمر کې وبخښي،هغه به نور کله هم په يوه ورور اعتماد وکړي اوکله به هم يوچاته په ناپېژانده اوناليدلې فضاکې دورور ويلو ته زړه ښه کړي؟ما ديو خوانه دورور ولی احساس ونښود او دبلی خوانه خپل د يوې ديني خور په ليدو چې د کلونو مې ارمان و بريالی نه شولم   هېواد ته د هغې د بيا راتګ په هيله د هغې دلارې  څارونکی