متن : د شنی کړ کی مینان

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ذبیح لله شریفی
وای یو کلی وه د کلی کی دوه عاشوقان ول  
مین حالک د کلی د ملک ځوی وه
دا حالک د پلار یو ځوی وه


په خپل پلار او مور باندی یی ډیر ګران وه
ډیر په ناز او نخرو یی لوی کړی وه
حالک کله چی را لوی شو
په ښه بدو چی پو شو حالک مین شو
د دوی ویجره کی لنګری هم اوسی ده
د دی لنګری نوم وه ګلاجان اکا
او دا حالک خپل راض نیاز
یا هر مصلحت یی له ګلا جان اکا سره وه
حالک چی په کومه نجیلی مین وه
دا نجیلی یی د توربورانو لور وه
د نجیلی د کور سراچی کړ کی شین رنګ وه
نجیلی به چی کله د جارو یا د کوټی د پاکولو
په بحانه راغله کړ کی ته
حلک به هم هر وخت د مریضی په بحانه
د جومات په تروچه کی کمین نیولی وه
یا به ناست وه له ګلاجان اکا او نورو ملګرو سره
همغه وه چی د نجیلی او حالک مینه سره زیاته شوه
او په ورورو دا اوازه په تیتیدو شوه
د دوۍ مینه نوره هم سره زیاته شو یو بل سره
او حالک هر څه د خپل کور یا د ویجری کارونه
هیر کړ د خپل مینتوب په سیلاب کی ډوب شو
او نجیلی به هم هر وخت وخت نا وخته
ډیره د کړ کی مخته راتله
او هر وخت به یی دعا ګانی کولی
چی خدای ته مونږه سره یوځای کړی 
دواړو ته سبر نه ور ته
یوه ورځ حالک ډیر بی سبره شو
ګلا جان اکا ته یی وویل
یوه اسانه لار راوښیه چی زه څه وکړم
اوس خو هڅی هم ټول خلک لږ یا زیات خبر شو
ګلا جان اکا یو دم بی له کوم فکر یا سوج نه
حالک ته کړه چی والکه دغه لاره اسانه هم ده
ته داسی کار وکړه  چی توپک را واخله
او د ماذدیګر له لمانځه نه ورسته ډزی وکړه
او وبوایو چی چی  تا د شنی کړ کی
نجلی باندی ډزی وکړی بس خبره خلاسه ده
خیر که مور او پلار د هم درته په غوسه شول
خو یو سو ورځی کور ته مه راځه بل چیرته لاړ شه
کله چی خبره غلی شوه بیا به بیرته په قراره راشی
نوری خبری به د کلی سپینږ یری سره حل کړی
او توکل د په خدای کړه توپک راواخله ډزی وکړه
حالک هم کوم فکر سوج ونه کړ
وړاندی او ورسته یی ونه کتل
سم د لاسه یی توپک را واخیسته
د ماذدیګر له لمانځه نه یی ورسته ډزی وکړی
په ټول کلی کی یو عجیب شان ته
شور ماشور جوړ شو چیغی ما چیغی شوی
غوغا ګډه شوه چی اله د پلانکی ملک ځوی
د شنی کړ کی د کور په نجیلی ډزی وکړی
هم هغه وه چی حالک یو د څه مودی لپاره
له کلی وتښتی ده لاړه ځان یی ورک کړ
او غمونه جنجالونه یی مور او پلار ته پریښودل
خو کله چی خبره لږ څړه شوه
نورو ملکانو او د کلی مشرانو جر ګه جوړه کړه
په جرګه کی پیسله وشوه
چی د ملک ځوی به دومره
یو شمیر زیات ولور او نغده جرمانه ورکړی
بیا کوی شی چی دا نجیلی کورته ولاړه کړی
د حالک پلار څی څه یی درلو ده
هغی یی د کلی د مشرانو په ډوډی کی
او نه نواتو په دودو دوستور کی مسرف کړ
ولی چی د شنی کړ کی کور خلک یی توربوران ول
هغوی هم دغه سی وخت له خدایه غوښ ته
نو ځکه یی دومره غټه جریمه په کیښو ده
چی اتا د حالک پلار خپل پټی یی هم ګرو کړ
د توربورانو جرمانی ته بس نوو
هم هغه وو چی حالک تسمیم ونیاوه
چی باید کلی پریږ دي
مزدوری په سی بل وطن ته لاړ شی
خو بلاخیره حالک لاړ په سفر باندی
ورک شو لاړ مسافر شو
کله نه چی د لاړ یو ډیر زنډ بعد
ولی چی د مور او پلار یو ځوی وه
د مور او پلار یی د ده د جودایی
زور ونه زغملی شو خپل ځوی په سی یی
زاره وچوده لاړ مړشو زاره ترقی شول
هر څه یی ورک شو
بعد له ډیرو کلونو نه بعد حالک بیرته راغی کلی ته
ګوری چی هر څه بدل شوی دي
مور او پلار یی هم نه شته مړه شوی دي
د ګلا جان اکا هم اخیری سلږی دي
ډیر سپینږیری شوی ده
او د شنی کړ کی رنګ هم بدل شوی ده
اوس سی بل رنګ ده
توربورانو یی هم کډه کړی
له کلی نه خدای خبر چیرته به وسیدل
هیڅوک یی په پته نه پوهیدل
چی د شنی کړ کی نجیلی به په څه حال کی وی
چی مړه به وی که زوندی به وی هی څوک نه پوهیدل
حالک هم بعد له دینه لاړ د الی ملنګ شو
په اخیر کی یی ګلا جان اکا ته دا سی وویلی
وای څه نجیلی ښایسته وه
څه شنه کړکی ښایسته وه
ګلا جان اکا  زه دواړو مین کړم
ګنا نه زما وه نه د نجیلی وه
مونږه خپل قصمت له  نزره کړو
ځکه خوار او ځار دربدر شو )))
داوه د شنی کړ کی د مینانو کیسه
*******
ویناوال او لیکوال
ذبیح لله شریفی
المیره هالیڼډ