دحرمينو هنداره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
پنځلسمه برخه
محمدحسن حقيار
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
بسم الله الرحمن الرحيم
شهزاده ملنګ
موټروان دتفويج  الحجاج په نوم يوې پراخې ساحې ته موټر تاو کړ،داځاى تم ځاى   ته په ورته  نقشه جوړ شوى د موټرو    اوحجاجو د هر کلي ځاى دى . حاجيان چې کله مکې معظمې ته راورسېږي
نو لومړى يې دلته راولي، دلته يو بوتل د زمزم اوبه ،يو جوس،بسکېټ ،کېک ،کلچې او کاغذي دستمال په يوه کاغذي قوتۍ کې بند وي او وجبة الحجاج  پر ليکلي وي،هر حاجي ته يوه قوتۍ يا يوه وجبه، (خوراک) ورکوي، هر موټر بايد پنځلس دقيقې دلته ودرېږي ، حاجيان په خپلو څوکيو ناست دمه جوړه کړي،که غواړي خپله وجبه و خوري بيا موټر ر وانېږي موږ وږي او دې شيانو ښه خوند وکړ.
موټر روان  او په يوښکلي ښارګوټي وربرابر شو زما او نورو دوستانو د اټکل له مخې ددې کالونۍ سور به يونيم کيلو متر او اوږدوالى به يې دوه نيم کيلو متره و، ټولې ودانۍ دوه پوړه په يوه نقشه يوه ډيزاين او  يوډول وې په منځ کې پراخ پراخ پاخه سړکونه و. ډرېور وويل چې دا د اسامه بن لادن ښارګوټى(کالونۍ)    او داساحه اوکورونه دهغه شخصي ملکيت دى  چې عرب مجاهدينوته  يې جوړ کړيدي.
دمکې معظمې د ښار په زړه او دومره ګران بيه سيمه کې چې ښايي د بيې دلوړوالي سارى به يې په نړۍ کې نه وي دومره ستر ملکيت او دومره کورونو درلودل داسامه دشتمنۍ  نښه ده او داڅرګندوي چې هغه کوم ګدا ندى اوکه وغواړي دښه ژوند  ټولې اسانتياوې ورته برابرې دي  ، ددومره شتمنۍ ددرلودوسره سره  بياهم دتورې بوړې په غروکې داسامه ژوند ددې ښه څرګندوى دى چې  داسلام مينه له شهزاده څخه ملنګ جوړوي، په سعودي کې داسامه دکورنۍ ددرناوي ، عزت او حيثيت په اړه به يې پخپل ځاى کې  بحث وکړو خو اوس همدومره وايو چې ددوى کورنۍد سعود کورنۍ ته ډېره نږدې او ډېره محترمه ده  او پلاريې دسعودي حکومت  وزير وو په داسې حال کې چې سعودکورنۍ حکومت خپل ميراث  ګڼي او ډېر کم  له خپلې کورنۍ پرته بل چاته وزارت ورکوي .  
استاد داهم وويل چې سعودي اوس ددې ښار پاتې کار بند کړى دى.
(ددې کرښو دليکلو په وخت کې امريکايانو  داسامه رح دشهادت ډرامه  وړاندې  کړې نه وه )
دمکې په ښار کې تاو راتاو کېدو ،بالاخره موټر دسړک پرغاړه ودرېد،ډرېور لا دمخه چاته ټېليفون کړى وو،درې تنه موټر ته راوختل ،تور تور وو،په ورين تندي يې سلام وکړ،هر تن ته يې دلته هم  هماغسې يوه يوه قوتۍ خوراکي توکي ورکړل ، ،دلته يې هر حاجي ته يوپلاستيکي  لاس بند ورکړ په لاس بند  دخدمت د مطوف نمبر٨٧  اودجنوبي اسيا مکتب په کمپيوتري غټ ليک اود دوى دفترادرس،دايميل  اوتېليفون نمبر کوچنى ليکل شوي وو  ترکشک لاندې يې د هر شرکت او هېواد نوم په قلم ليکلي وو.
موږ په پيل کې نه پوهېدو وروسته پوه شو چې موږ د جنوبي اسيا د ادارې اوپدې اداره کې بيا د ٨٧څانګې اړوند يو.
دلته ډرېور زموږ ټول پاسپورتونه دې خلکو ته ورکړل،هغوى هم حاضري اخستل پيل کړل هغوى به نو م اخست اوله حاجي يې غوښتل چې دپلار نوم يې واخلي له حاضرۍ وروسته يې ټول پاسپوتونه له ځانه سره ايسار  او د الوتکې ټکټونه يې ترې راکړل.
له دې ځايه روان شو،دحرم ليدلو ته بې تابه وم، ډرېوته مې وويل استاده کعبه لېرې ده اوکه نږدې  ،ويې ويل  : له شيشي  ښي خواته وګوره يو لوړ برج درته ښکاري ؟ ماچې وکتل رښتيا هم ډېر لوړ برج اوپه سرکې يې ساعت (ګړۍ) ښکارېده ماويل هو نږدې ده . هغه  وويل کعبه ترهمدې برج لاندې ده.
دابرج ډېرنږدې وو،يوځل مې زړه وو چې استاد ته ووايم ودرېږه همدلته کوزېږم،اوله کوزېدو وروسته په منډه ځان بيت الله ته رسوم او خپله د ټول عمر تنده خړوبه کړم، خوزړه نازړه وم اخر مې د ټوکې په انداز ورته وويل خوهغه ونه منله ويل يې چې  هلته له مانه ستاسو ټولوشتون   اوزه له هغوى تسليمي غواړم.
پاو کم يوولس بجې وې چې د خپل استوګنځي (عمارې)مخې ته ورسېدو دجنوبي آسيا له مکتب څخه د عمارې لارښوونکي او مزدوران راسره ختلي وو،سامان له موټرڅخه همدوى راښکته او د عمارې تر دروازې يې ورساوه په عماره کې دهر چاخونه  (اطاق) اوتخت معلوم وو.
موږ په څلور ودانيو (عمارو) ووېشل شوما او مولوي احمدي ته د لومړۍ عمارې په لومړي پوړ کې لومړى درې کسيزه خونه راکول شوې وه.
بيکونه مو خونې ته ننوېستل د هرحاجي نوم دهغه دتخت څنګ ته پردېوال ټومبل شوى و