څلورمه برخه
محمدحسن حقياردا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
٢_ دسيال او دښمن هېوادونو محاصره کول:
دسړې جګړې په ترڅ کې دپنټاګون د پوځي اډو بستټيزه موخه دشوروي اتحاد او دچين د ولسي جمهوريت محاصره کول وو ،دپوځي اډو دغه دنده د چين په اړه لا تراوسه دوام لري ، دغه رول او دنده په سويلي کوريا،جاپان ،فلپين ،اسټراليا،پاکستان،ددېګوګار سيا په ټاپوdiego Garcia اوپه منځنۍ اسياکې دشوروي
٣_ دهوايي اوسمندري جګړه ييزو بېړيو ملاتړ اودهغوغښتلتيا:
دغه دندې په تېره د جاپان په اوکېناوا Okinawa اوتوکيوته څېرمه په يوکوسوکاyokosuka کې جوړې شوې اډې تر سره کوي، سربېره پر دې په فلېپين ،تايلنډ،سنګاپور او نورو ډېرو هېوادونو کې هم دا ډول اډې دهمدې موخې لپاره جوړې شوې،چې د متحد وايالاتو نو دسمندري پوځ دبېړيو،دجګړه ييزو الوتکيو لېږدوونکې،په ټومي وسلو سمبال او بتلونه ،اوداسې نورو پوځي بېړيو ملاتړ وکړي.
٤_ دمتحدو ايالاتونو دپوځي ځواک د پرسونل روزنه او تمرين:
دپوځيانو پر روزنې او تمرين سربېره له دغو اډو اخېستل کېږي ،داډول اډې د جاپان په اوکېناواokinawaفلېپين، سويلي کوريا،اسپانيې،ايټاليا،هندوراسhondurfas ،المان ختيزه اروپا او کوېټ کې دي،ښايي په عراق کې هم دهمدې موخې لپاره پوځي اډې جوړې شوې وي.
٥_ دپوځي څارګريولپاره دشونتياوو برابرول:
ددغو پوځي اډو دندې ،قومانده،کنټرول،داړيکو ټينګول،په څارګرۍ چاروکې او اټومي
جګړه کې دمهمو دندو دترسره کول او همدارنګه له فضايي څارګرۍ څخه ګټه اخيستل او دجګړې لارښوونه ده ،چې ښې بېلګې يې دافغانستان او عراق جګړې دي، دغه دندې د متحدو ايالتونو اډې په اوکېناواokinawa ،قطر او اسټرالياکې تر سره کوي.
٦_ دحکومتونوکنټرول:
متحده ايالتونه د خپلو پوځي اډول له لارې د پوځي اډو منونکي (کوربه)هېواد ونه کنټرولوي، دتر کنټرول لاندې حکومتونو په لېست کې تر ټولو دمخه جاپان،کوريا،المان،سعودي عربستان،عراق او افغانستان شامل دي.
دجوزف د څرګندولو له مخې دغو اهدافو ته په کتو سره افغانستان يوه دهغو سيمو څخه ګڼل کېږي چې امريکايانو ته دخپلو جيوستراتېژيکو،جيواکناميکواو همداراز د ترلاسه شوې برترۍ د ساتنې په موخه دډېر اهميت لرونکې ده.
دديک چيني مخکې ذکر شوې څرګندونو څخه داسې پايله تر لاسه کېږي ، چې متحدو ايالتونو دسړي جګړې په پړاوکې پوځي اډې د شوروي ، اتحاد اغېز د مخنيوي په موخه
جوړې کړې وي، خو اوسمهال واشنګټن هغه دخپلو جيو ستراتيژيکو ،جيو اکانوميکو موخو او همدارنګه د تر لاسه شوې برترۍ د ساتنې لپاره جوړوي ، نو ځکه پر هر هېواد له پوځي يرغل څخه وروسته ،پنټاګون،سمدلاسه هلته د پوځي اډو جوړولو په لټه کې شي، ښې بېلګې يې د نورو ترڅنګ د عراق او افغانستان دولتونه دي.
خوپوښتنه داده چې دافغانستان ملي ګټې دامريکا په دغه تصميم کې څومره مطرح دي، .... خو که ګاونډيانو ته ګواښ وي نو بيا دې ايران دوسلو کتارونه بند کړي اوپاکستان دې هم له جېکب اباد څخه دامريکايانو هډه وشړي ځکه چې پاکستان خو ځانته اتومي ځواک وايي داچاره خوبه يې له واکه پوره وي اما که پاکستان دسند ايالت په جيکب اباد کې دامريکا هډه دپاکستان له ګټوسره متضاده نه بولي نو په افغانستان کې هم ورته تعامل دى اوبايد ګاونډيان يې په اړه مخالفت ونه کړي.))
برخليک اوه نيزه ،يکشنبه دغويي اتلسمه ١٣٩٠ هـ ل کال
دنظامي هډولپاره دافغانستان ټاکل
له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته چې نړۍ يوه قطبي او شوروي اتحاد ديواځيني لوى نړيوال ځواک په توګه سرراپورته او دنړۍ ډېرهېوادونه يې له ستوني تېر کړل نو امريکاددې لپاره چې ددې ډايناسور پرمختګ يې درولى او دا ښامار يې مهارکړى وي ددې موخې لپاره بېلابېل تدابير وسنجول چې پدې ترځ کې يې دنړۍ په بېلابېلو برخوکې نظامي هډې هم جوړې کړې اودناټو تړون يې هم رامنځته کړ.
دافغانانو دسپيڅلي جهاد له برکته دروسانو زور ورو ورو ذوب کېده اونړۍ دوه قطبي کېدله خو دافغان مجاهدينو له برکته او ددوى په مېړانه دشوروي له سقوط وروسته نړۍ بېرته يوقطبي شوه خو داځل دمتوفى شوروي پرځاى دهغه اصلي سيال امريکا دلوى ځواک په توګه سرراپورته کړ .
دشوروي له ماتې وروسته امريکا په نړۍ کې خپلې خورې ورې هډې راټولې نکړې،بلکې موخې يې ورته بدلې او لايې هم زياتې کړې .
د څو لاملونو ترڅنګ دمنځنۍ اسيا طبعي سرچينې ترنورومهم لامل شو چې امريکا دې دې سيمې ته ډېرپام راواړوي
دا هم شونې ده چې دامريکا يوه موخه داوي چې دلته دسيمې اقتصادي هيوادونه ووېروي او دهغوى پام داقتصادي پرمختګ پرځاى نظامي هڅو ته کړي اوپدې توګه يې په اقتصادي برخه کې دګړندي پرمختګ مخه ونيسي
دا هم شونې ده چې امريکا ددې هډو له لارې غواړي چې په سيمه کې وسلوال کړکېچ جوړ او خپلو وسلو ته بازار ومومي .
په اصلاح انلاين کې د فضل الرحمن مظهري مقاله
دمتحده ايالاتو هوښيار سياست پوه او ددې حکومت مهم امنيتي مشاور برژينسکي وايي چې هرڅوک په ٢١مه پېړۍ کې پر منځنۍ اسيا حکومت وکړي نوبويه چې پر ټوله نړۍ حکومت کوي ، له همدې پلوه پر ټوله نړۍ د حکومت لپاره دچين ، ايران، هند، روس پاکستان او امريکا ترمنځ پټه سيالي روانه ده
دميلياردونو بېلرو نفتودرلودونکې دا سيمه وچې راايساره کړې او له سمندرسره پوله نلري .
دمنځنۍ اسيا په وچه محاط هېوادونه هڅه کوي چې خپلې زېرمې بهرنۍ نړۍ ته صادرې کړې خو اوس دنفتو د لېږد لپاره له پايپ لاين پرته بله اسانه لار نلري دپايپ لاين له لارې دنفتولېږدخو هند ،چين او پاکستان ته اسانه او ارزانه دى خو دامريکا لپاره سخت او آن ناشونى دى .
چين هڅه کوي چې دازېرمې خپلې کړي داکار چين ته اسانه دى ځکه چې چين ددې سيمې له هېوادونوسره سيمه ييز ګاونډيتوپ او آن له تاجکستان سره ګډه پوله هم لري .او که چين دې موخې ته ورسېږي نو له شک پرته لکه برژينسکي يې چې وايي دنړۍ لوى اقتصادي ځواک او پاچا به شي .
همدااوس هم امريکا خپل داړتيا وړډېرتوکي له چين څخه پېري.
جاپان تراوسه دنړۍ ستر اقتصادي ځواک بلل کېده خو همدا سږکال يې پخپل وروستي مالي کال کې اعلان وکړ چې داځاى ترې چين ونيوه ،چين نه يواځې اقتصادي ځواک دى ،بلکې دنړۍ له سترو نظامي ځواکونو څخه هم بلل کېږي چين سږکال خپله نظامي بوديجه دولس سلنه ډېره اعلان کړله
. . خو امريکا نه غواړي چې دچين او هند خوب رښتيا شي هغه هڅه کوي چې دازېرمې خپلې کړي او ددې کار لپاره هغه اړدى چې افغانستان وکاروي او له دې ځايه خپلو موخو ته ښه کارکولى شي .
امريکا به د افغانستان او منځنۍ اسيا طبعي زېرمې چې زرګونه تريليونه ډالره بيه لري پخپله ګټه وکاروي او ددې زېرمو دانتقال لپاره له افغانستان لنډه او آسانه لاره بله نشته ده
په ١٣٥٧هـ لمريز کال دکمونستانو دکودتاه له امله افغانستان دمرکزي ،ثابت،ملي ،ځواکمن او ټولمنلي نظام او حکومت څخه بې برخې شو، له روسانو او دهغوى له ګوډاګيانو سره او وروسته کورنيو جګړو ،دافغانستان او افغانانو مادي او معنوي ارزښتونه تباه او ولوټل په هېواد کې مطلقه انار شي ،کوڅه واکي اوسکتاريزم حاکم شو،ددې حالت دبدلون او افغانانو ته د نويوهيلو دالقاح په نوم راغلى دطالبانو اسلامي حکومت او ددوى بې سرحده او پوله نه منونکي مسلمان او مجاهد مېلمانه دمتحده ايالاتو لپاره سيمې ته دراتللو ښه پلمه او جنګ ځپلى او دفقر له کرښې هم دټيټ ژوند لرونکيو افغانانو هېواد ددوى د اوږدو موخو اوپټو استراتيژيو دتطبيق لپاره غوره ،آسانه اوارزانه انتخاب وو.
داتشه دعوه نده ،بلکې دامريکا يي کار پوهانو په شمول ډېر نړيوال څارونکي اوس باوري دي چې دسپټمبر ديوولسمې بريدونه مصنوعي او سي اى اې او اف بي آى د يهودي لا بيانو او استراتېژستانو ترڅارنې لاندې جوړ کړي وو اصلي موخه سيمې ته دمتحده ايالاتو دپښو راغځول وواو دلته جهادي روحيه ځپل وو چې لومړى هدف ترسره شو او امريکا خپل اشغال ته متمدن رنګ ورکړ او دمشروعيت لپاره يې د ملګروملتونو دتوافق مارک هم پرې وواهه.