افغانستان ته ا مریکا دلوی درستیزوروستنی سفراو څرګندونی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
رحمت الله روان
مایک مولن د تیری جمعې په ورځ افغانستان ته په یوه نا ځاپی سفر رسیدلی او د شنبې په ورځ یې په جنوب کې له خپلو قومندانانو اوسرتیرو سره وکتل. د یکشنبې په سهار کندهار ته لاړ او هلته یې د امریکایي ځواکونو نظامی قرارګاه له نژدی وکتله ،
دا ښایي افغانستان ته د مایک مولن وروستی سفر وي نوموړی په سپتمبر کې له دندې ګوښه کیږي او ځای یې جنرال دمپسي نیسي ،د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې مشر مایک مولن چې د خدمت موده یې په نژدې راتلوونکې کې پای ته رسیږي افغانستان ته سفر کړی او د خپلو ځواکونو سره د لیدنو کتنو په ترڅ کې یې ویلي چې پاکستان لا هم د ترهګرو ځاله ده ،مولن پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د ترهګرو پر وړاندې باید جدي مبارزه وکړي. هغه همدا شان د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون، او د طالبانو په اړه یو لړ څرګندونې هم کړې دي ،د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیر مایک مولن افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې پاکستان ته یو بل خبرداری ورکړ چې اسلام اباد باید د ملیشه وسله والو د جړلو د ویستلو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي ،په پاکستان کې اوس هم زیات شمیر ترهګر اوسیږي. د القاعده شبکې مشرتابه هلته دی. دا سازمان اوس هم دسیسې کوي چې څومره ممکن وي امریکایان ووژني. هلته نورې ترهګرې ډلې هم شته، لکه لشړر طیبه، د حقاني شبکه او څرګنده ده هغوی چې په کویټه کې اوسیږي او دلته راځي چې د افغانستان حکومت وپرزوي ،د امریکا حکومت پر پاکستان زور اچوي چې د حقاني ډله او نور هغه ترهګر وځپي چې له پاکستان څخه پر افغانستان بریدونه کوي. خو د امریکا او پاکستان اړیکې په خاصه توګه وروسته له هغې لانجمنې شوې چې د می په میاشت کې امریکایي خاصو ځواکونو د پاکستان دننه په عملیاتو کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وواژه د امریکا لوی درستیز مایک مولن همداشان د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ په اړه وویل ،مونږ تر اوسه کومې موافقې ته نه یو رسیدلي. زما له نظره دا د تعجب وړ نه ده. کله چې مونږ د زیات شمیر هیوداونو سره تړونونه لاس لیک کوو دا تل همداسې وي او وخت نیسي او جدي خبرو ته اړتیا وي. دا پوره وضاحت ته اړتیا لري چې دواړو خواوی کومې موضوعګانې غواړي. په دې هکله کار روان دی.
نوموړي د روژې په مبارکه میاشت کې د عملیاتو په هکله او دا چې ایا د طالبانو مشران به د تیرو څو اونیو وژونکو بریدونو وروسته له پولې اخوا بیرته پاکستان ته واوړي او په روژه کې به جګړه ودروي او که نه، وویل ،"د روژې میاشتې ته په درناوي، ددې وړاندوینه مشکله ده چې څه به پیښ شي.د امریکې لوی درستیز وویل چې تمه لري د روژې مبارکي میاشتي په را رسیدو به چې د مسلمانانو یوه سپیڅلي میاشت ده وسله وال طالبان له جګړې او بغاوت څخه لاس واخلي او کرار کښینې ،نوموړي وویل چې د امریکا استخباراتو ته داسي راپورونه رسیدلي چې وسله وال طالبان به په روژه کې د آرامښت لپاره پاکستان ته ولاړ سي او د افغان او بهرنیو ځواکونو پر وړاندي به د جګړې شدت  کم سي ،که څه هم طالبان د سږ کال له پیل راهیسي د بدر په نامه خپل  تهاجمي عملیات جاري ساتلي خو اوس هم داسي نه ښکاري چې ګوندي هغوي دي خپل بریدونه بند کړي ځکه د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا وسله والو یاغیانو په هلمند کې د پولیسو یوه مرکز  ته څیرمه له بمونو ډک موټر والوزاوه او لس پولیس سرتیري یې ووژل ،د امریکې لوي درستیز د هغې  پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان د انتقال پروسي ته نوي خنډونه نه متوجه کوي وویل چې دښمن هڅه کوي د افغان دولت وړتیا له ګواښ سره مخامخ کړي خو په ټوله کې بهرنی ځواکونه په هر راز حالاتو کې د افغان ځواکونو تر شا ولاړ دي او هغوي د خپلو نړیوالو متحدینو په همکارۍ حساب کولای سي ،مایک مولن زیاته کړه چې مونږ به منتظر پاتي سو چې ایا په ریښتیا طالبان د روژې په میاشت کې له وسله وال بغاوت څخه لاس اخلي که څنګه ؟
په ورته وخت کې دافغانستان دعالمانو شورا هم تیره ورځ د یوې  وینا پاڼي په خپرولو له طالبانو غوښتي وو چې د روژې مبارکې میاشتی په مناسبت له وینې تویدنې لاس واخلي او د ټوپک شپیلۍ بنده کړي خو تر اوسه د طالبانو له اړخه نه دعالمانو شورا او نه هم د امریکې د لوی درستیز د څرګندونو په باب  کوم غبرګون ښودل سوی دی ،مولن پر داسي وخت افغانستان ته راغی او د خپلو نظامي قوماندانانو دحالاتو ځخه یې ځان خبر کړ چې یوازي دوه  اونۍ کیږي چې د افغانستان د یو شمیر سیمو امنیتي چارې په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته سپارل  سوي دي ،د امریکې دغه څلور ستوري جنرال د هغو وړاندوینو خلاف چې وایې ښآیې په افغانستان کې جګړه شدیده سي وویل چې دی په دې باوري نه دی ، اوویلی یی دی چی زه باوري نه یم چې په افغانستان کې به وضیعت خراب والی ومومي او جګړې به تر دې هم شدیده سي، ځکه د افغان ځواکونو وړتیا دورځي په تیریدو زیاتیږي او نړیوال سرتیري هم اوس په هغو سیمو کې سته چې په تیرو څو کلونو کې هلته مخالفین ځای پر ځای ول، دا زمونږ بریالي توب او لوړ مورال ښیې او د دښمن ناتواني
د امریکې لوی درستیز د خپل ولسمشر د هغه پلان د هرو مرو پلي کیدو څخه یادونه وکړه چې وایې له افغانستان څخه  به خپل سرتیري وباسي ،نوموړی ویلی دی چی دبارک اوباما دغه پلان په خپل ځای دی او هرو مره به عملی کیږې ،کوم چی له مخې به یی سږ کال ۱۰ زره او راتلونکی کال ۲۳ زره امریکایی سرتیري له افغانستان څخه وزي ، دا کار له افغانستان څخه تر ۲۰۱۴ کال پوری دامریکا یی سر تیرو دتدریجی وتلو دمهال ویش یوه برخه ده ،د امریکا لوی درستیز مایک مولن همداشان په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د اداري فساد او سمې حکومتدارۍ د نه شتون په هکله اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې امریکایي کوماندانانو ورته ویلي چې په افغانستان کې اداري فساد خورا جدي ستونزه ده ،هغه وویل چې د افغانانو ضعیفي حکومتوالۍ او په حکومتي دستګاه کې  پراخ ادارې فساد نړیوال ماموریت له  ګواښ سره مخ  کړې او ډیری افغانان یې مایوسه  کړي دي.
د امريکا د پوځ لوی درستيز مايک مولن، لکه څنګه چې د جمعې په ورځ افغانستان ته ناڅاپي سفر کړی و وروسته له هغه عراق ته په نااعلام شوي سفر رسيدلی دی.دا سفر په داسې مهال تر سره شوی، چې په عراق کې د امريکايي پاتې 47 زرو سرتيرود پاتې کيدو او بهر کيدو په هکله خبرې اترې روانې دي ،دیادونی وړ ده، چې امريکا اوس د اقتصادي کړکېچ سره مخه ده او د زياتې مودې د پاتې کيدو لپاره به مالي امکانات ونه لري. مولن په افغانستان کې ويلي وو: که په امریکا کې دپور ستونزه همداسې پسې وغځیږي دا به ډیر سرتیري بې
معاشه کړي او هغه سرتیري ،چې په افغانستان او عراق کې پر جګړه بوخت دي هم له دې ګواښ سره مخ دي
مولن  په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل : زه هیله لرم ، چې دې ستونزې ته وړ حل ومومو . نوموړي زیاته کړه ، چې سرتیرو دخپلو معاشونو پوښتنه راځېنې وکړه دوی په رښتیا هم خفه شول ، چې کله يې واوریدل ، چې کېدای شي معاشونه يې یو څه وځنډیږي . مولن زیاتوي : داګست تر نیمايي پورې خو دمعاشونو ورکړه خوندي او که ستونزه همداسې پر ځای پرته وي نو کېدای شي داګست له نیمايي وراخوا یو څه ستونزه رامنځته شي.پای