شاکر
هر چرته چي ولاړ شئ او د هر چا سره كښېنئ بس د دولتي ادارو د مسئولينو او مامورينو د بد چلند او خيانت څخه به ګيلې او شكايتونه واورئ داسي ښكاري لكه د هيواد ټول نااهلو ته يې پر ښه څوكيو دندي وركړي وي لږ او ډېر كسان به داسي وي چي د هيواد، خلکو او خاوري څه ناڅه احساس ورسره وي
په نوموړي معينيت کي مې ازموينه وړکړې وه او بريالى شوى وم د هغو ټولوکسانو اسنادلا څو مياشتې وړاندې رارسېدلي ول چي زما سره يې يو ځاى ازموينه ورکړې وه او بريالي شوي ول ، پسله ډېرو پوښتنوګروېږنو خبر شوم چي ښاغلى معين صاحب د هغو خلکو اسناد له ځان سره قيد کړي دي کوم چي په عکس کي يې څېره ملاته ورته نه ده .
يوه ورځ په ډېر لوي زړه ور روان سوم او د ستونزي په حلولو كي مې هيڅ ستونزه مخې ته نه ليدل خو كله چي ورسره مخ سوم نو د اټكل پر خلاف پوه سوم چي دلته هم د نورو دولتي ادارو په څېر نااهله او داسلاميت، انسانيت او اخلاقو د اصولو څخه ليري خلك پر مهمو دندو ګمارل شوي دي او د خپلې څوكۍ او د ددې كړېدلي ملت د مجبورۍ څخه په ګټي اخستنې پر خلكو راج چلوي او د خلكو په احساساتو لوبې كوي .
د هغو دوو ورځو په اوږدو كي چي ما هلته تېري كړې او د ډېرو هڅو او هلوځلو سره سره و نه توانېدم چي د ښاغلي معين صاحب سره وګورم او خپل سند تر لاسه کړم د كوم څه سره چي مخ سوم او يا مي وليدل د بېلګي په ډول يې يو څو درته ليكم او قضاوت تاسو ته پرېږدم :
• تر هغه چي ښاغلى معين صاحب به پر لس بجې دفتر ته تشرف راووړ خلكو به ورته په انتظار د مبايل ټليفون په ګېمونو ځانونه ستړي کړه .
• تر څو چي به ښاغلى نه وو راغلى مراجعينو به د ناستې څه چي د ولاړې ځاى هم نه در لود ځكه چي دهغه سكرټر او نورو ګاردانو به ددې وېرې هيڅوک هم ناستې ته نه پرېښودل چي ښاغلى راسي او بياراته سپكې سپوري وايي چي ولي مو خلك دلته ياهلته پرې ايښي دي .
• دا چي ددې معينيت ټول مراجعين د ديني زده كړو شاګردان ، ښونكي او يا هغه څوك دي چي فارغ سوي وي او د اسنادو د تر لاسه كولو او يا ازموينې وركولو له پاره راځي چي دا خلك ډېر د قدر وړ دي خو د مامورينو برخورد د مراجعينو سره هيڅ د زغملو نه وو.
• څه وخت چي به ښاغلى راورسېد نو په يو دم به يې په نه خبره اسمان مځكې ته راكښته كړ او پر پيادوو او څوكيدارانو به يې قيامت جوړ كړ چي بيابه هغوى په منډو شول او زور به يې تر مراجعينو ويوست .
• د ښاغلي څوكيدارانو به ډېرى مراجعين په دروازه كې ځوابول او هر ممكن كار به يې ورته ناممكن ښوده ، كه څه هم هغوى خوران به دليري پرتو ولاياتو څخه راغلي ول .
• يو ځل داسي پېښه شوه چي دوه نفره چي دنورو په څېر يې ورځ په ولاړي او په ګرځېدو راګرځېدو تېره كړې وه او اوس 11:45 بجې وې د هغوى په وينا چي د يوپوهنتون زده كونكي دي او پوره دولس بجې يې درس پيليږي د ښاغلي د شعبې دروازې ته نږدې ولاړ ول چي يو دم ښاغلى راووت اوسكرتر او نورو مامورينو ته يې په جګ اواز او تونده لهجه داسې وفرمايل : تاسي انسانان نه ياستئ او هيڅ په خبره نه پوهېږئ ، څو ځله مې درته ويلي چي نږدې څوك مه راپرېږدئ او بېروبار مه جوړوئ .... او بيايې دروازه په ډېر زور بنده كړه ، دغه وخت ټول مامورين د مېزونو ترشا پټ ول او بيايې مراجعينو ته وويل چي ښاغلى اوس په قهر دى تاسي اوس ولاړ شئ ، او همداسي ټول مايوسه ددفتر څخه راووتل .
دا يو څو بېلګي وې چي تاسو ته مې وړاندي كړې هيله ده چي درته د همدې معينيت د كارونو اندازه معلومه شوې وي .
ددې پوښتنو وروسته چي دغه ډول ناهله او رواني ناروغان څوك په داس مهمو دندو ګماري ؟ د هغوى د داډول كړنو څخه ولي مسئولين نه خبريږي ؟او كه خبر وي نو ولي يې مخه نه نيسي او يايي له دندي نه ليري كوي؟ سړى دې پايلي ته رسېږي چي هغه څوک چي داسي خلک يې مقرر کړي دي هغوى خپله هغه څوك دي چي نه پر ملت زړسوى لري او نه هم د آخيرت فکر ورسره دى او چي څه يې خوښه وي هغه کوي .
د هغې ورځې په هيله چي پاکي او د خلکو ستونځوته ځواب ورکونکي ادارې او سپېځلي مشران ولرو.
شاکر