زموږ(افغانانو) لپاره وياړ دادى چې خپله خاوره په خپل لاس وساتو
سلام خان .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په هغو مراسمو کې په برياليتوب سره چې افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دلومړي پړاو دپاى ته رسيدو په مناسبت پرځاى شوي وو وويل چې دلومړي پړاو په بشپړيدو سره زموږ دملي ژوندانه لپاره يو دير مهم او سترګام واخستل شو .
په دغو مراسموکې چې دجمهوري رياست دلومړي مرستيال دملي شورا ددواړو مجلسونو درييسانو ، دکابينې دځينو غړو او دهيواد دامنيتي ځواکونو دجګپوړو افسرانو په ګډون دجمهوري رياست په ارګ کې پرځاى شوي وو جمهور رييس دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دلومړي پړاو دپاى ته رسيدو په خاطر دمبارکي د څرګندولو په ترڅ کې وويل دايو داسې ګام دى چې دافغانستان ملت له دريو لسيزو راپديخوا ورته سترګي په لاره و چې هغه ورځ راورسيږي چې دهيواد امنيتي ځواکونه اوزموږ ځوانان په خپلو پياوړو مټو سره د ځمکني بشپړتيا ، ملي واکمني ، دخلکو دفاع او ساتنه په خپل لاس کې ولري پرون افغان ځواکونو ته دمسووليتونو دليږدونې دلومړي پړاو دپاى ته رسيدو شاهدان وو په دويم پړاو کې له ناتو ځواکونو څخه دامنيتي مسووليتونو اخستل هم ترلاس لاندې نيول کيږي او دافغانستان دځوانانو په قوي لاس اودهيواد دجګپوړو امنيتي منسوبينو په پروګرام جوړولو ، لارښوونې اومشري سره پرمخ بيول کيږي او تر دريو نورو کلونو پوري دغه پروګرام بشپړيږي او دافغانستان ملت به په هغه سترجشن کې برخه واخلي چې افغانستان په بشپړ ډول د خپلو بچيانو په لاس ساتل کيږي . جمهور رييس دافغانستان پنځه زره کلن تاريخ او ددغې خاوري دخلکو ميړانې ته او دې ته په اشارې سره چې څرنګه يې په ناوړو حالاتوکې هيواد ساتلي دي وويل نن هم دغه خاوره له موږ څخه غواړي چې په خپل لاس يې وساتو ، نړيواله ټولنه ، ناتو او هغه هيوادونه چې دلته راغلي دي او له موږ سره مرسته کوي مرستې يې دتل لپاره نه دي او بايد نه وي او نه هم موږ غواړو که څه هم له هغوى څخه مننه کوو خو دا زموږ لپاره دخوشحالي سبب نه دى زموږ لپاره وياړ دادى چې خپله خاوره په خپل لاس وساتو . موږ له تروريزم او دافغانستان له نورو دښمنانو سره مجادله دسرله زيان پرته او دخپلو خلکو په ملاتړ کولاي شو او توان يې هم لرو. هم دهيواد ملي اردو او هم پوليس او دهيواد امنيت په بشپړ ډول ځواکمن شوى دى . ظرفيت لري زده کړه يې کړې ده اوکه له هغوى سره غيرت هم يو ځاى شي چې موږ يې لرو ، ډير ځواکمن ځواک کيږي . موږ په همدى حال کې چې دهيواد دملي واکمني اوخلکو دساتنې لپاره دليږدونې بهير په جديت اوکلکو ګامونوسره ترسره کوو دهيواد دامنيتي ځواکونودراتلونکي لپاره هم تدبيرونه نيسو چې دغه قدرت تر کومي اندازې پوري او په کومو ارزښتونو سره سمبال وي اودهغوى روزنه ، دژوندانه د چارو دسمبالول او دژوندانه اسانتياوي څوک برابرې کړي آيا دتل لپاره يې بهرنيان وکړي ، نه خير ، ايا افغانستان له خپلوزيرمو څخه ګټه اخستي شي ، هو ! افغانستان يو بډاي هيواد دى او تر ځمکې لاندې ستري زيرمي او دځمکې پرسر ستر او استعداد لرونکي انسانان لري او دغه راز زموږ هيواد دنړۍ په مهمه سوق الجيشي سيمه کې پروت دى ددغه شان کارونوترسره کول شرط لري او هغه دادي چې په تدبير اوزړورتيا سره اقدام وکړو او خپلې منابع داسې عياري کړو چې عايد يې دافغانستان ملت او دافغانستان دامنيتي ځواکونو دبشپړولو ، روزنې او سمبالولو لپاره ورسيږي او داسې يې نه پريږدو چې اوبه په کوزه کې وي اوموږ تږي وګرځو . جمهور رييس يوځل بيا ټينګار وکړ چې دهيواد امنيتي ځواکونه بايدپه مطلق ډول دافغانستان دخلکو په خدمت کې واوسي او ډله ئيز تنظيمي اوقومي تړاو ونه لري . جمهور رييس وويل دهيواد په اردو کې ملي مشارکت په ډيره ښه توګه يې دافغانستان په اوسنيو شرايطو کې عملي دى ، دبدخشان او فارياب ځوانان په کندهار کې شهيدانيږي ، دپکتيا ځوانان په بغلان کې په شهادت رسيږي ، دپکتيکا بچيان په مزارشريف، باميانو اوجلال اباد کې اوجلال ابادي په هرات کې شهيدانيږي ، دافغانستان په هره سيمه کې چې تللي يم دهيواد له هرګوټ ګوټ څخه امنيتي ځواکونه په نورو سيموکې په خدمت کې دي .، بايد ددغې روحيې درناوي وشي او پياوړي شي ، اردو ، پوليس او امنيت بايد دافغانستان دخلکو په خدمت کې واوسي . ددغو شرايطو په ترسره کولو سره افغانستان په سيمه کې يو ځواکمن او په خپلو پښو ولاړ هيواد وي زموږ ملي اقتدار زموږ له ملي يو والي ، ملي منابعو ، ملي استعداد او دځوانانو په روزنې ترسره کيږي چې په دې لاره کې پرمخ ځو . جمهور رييس يوځل بيا له مخالفينو څخه وغوښتل چې له جګړې او دخپل هيواد له ويجاړولو څخه لاس واخلي او هغوى ته يې په خطاب کې وويل په ښکاره دمخالفينو شعار دادى چې دلته بهرني ځواکونه راغلي دي او هغوي ددوي په وړاندي جنګيږي ، هغوي ددغه هيواد دازادي او خپلواکي لپاره دافغانستان دجمهور رييس او دولت په غږ پوهيږي اوښه پوهيږي چې دغه حکومت اودغه هيواد خپلواک او ازاده دى خو بل څه ته احتياج لري ، موږ له هغو اړتياو او ضرورتونو سره سره چې لرو يې دنړۍ هيڅ هيوادبه په هغوشرايطو سره دازادي وړتيا چې موږ يې لرو ، ونه لري خو که هغو سترو ستونزو سره سره چې لرو يې او له هغې اړتيا سره چې لرو يې او هغه کورنيو ته چې هيواد ته متوجه دي خپله خپلواکي په ټوله مانا به سرلوړي او رپانده بيرغ سره ساتلې ده او مخالفين په دى ښه پوهيږي او په هغو کتنو کې چې راځي په دى اقرار کوي نو دهغوى دى دبهرنيانو دشتون په پلمه په خپل هيواد بريد ونه کړي افغانانو ته دا امنيتي مسووليتونو دليږدونې بهير پيل شوي دي او په هيڅ صورت داسي دليل نشته چې طالبان اويا زموږ نور هيوادوال دناتو او بهرنيو ځواکونو دشتون په پلمه په خپل هيواد اوخلکو بريد وکړي که چيري خپل دى کارته يې دوام ورکړ په دى مانا دى چې له امريکائيانو او ناتو سره لاس لري او دهغوى دشتون ددوام لپاره دلته کار کوي په ښه توګه دى واوري که چيري زموږ په هيواد يې خپلو بريدونو او زموږ دخلکو وژنو ته يې دوام ورکړ او پري يې نښودل چې دغه هيواد ارام شي نو هغو ي اسلام او هيواد ته کارنه کوي بلکي هغو بهرنيانو ته چې نن دلته دي کارکوي چې دهغوي د شتون لپاره زمينه برابروي موږ غواړو چې بهرنيان زموږ له هيواد څخه لاړ شي او د هغو مرستو له امله چې کړي يې دي مننه کوو . زموږ هغه هيواد وال چې په دې نامه جنګيږي که چيري غواړي چې بهرنيان له دغه هيواد څخه ووځي نو رادى شي او همکاري دى وکړي او پريږدي چې سوله ټينګه شي تر څو دهيواد بچيان ښوونځيو ته لاړ شي اوکه چيري برعکس بريد اوجګړه يې وکړه په حقيقت کې هغوي بهرنيانوته کار کوي او دهغو په پيسو او وسلو تمويليږي او دهيواد پرخلاف بهرنيانو ته زمينه برابروي چې په دغه هيواد کې پاتې شي او دلته اډه جوړه کړي . جمهور رييس دهيواد ملکي مامورينواو پوځي مامورينو ته خطاب وکړ او وي ويل چې موږ څه ډول حکومت ، امنيت او هيواد غواړو داسې پوليس ، حکومت او امنيت اوملکي مامورين غواړو چې ددوي په شتون کې دبي وزلي ، بي واسطي او مکسين کور دامن احساس وکړي نه داچې دويرې احساس وکړي داسې ظلم اوس دافغانستان په خلکو امکان لري . دافغانستان خلکو موږ ته دخدمت کولو دنده راکړې ده او موږ دهغوي نوکران يو تر څو خپل هيواد داساسي قانون او دهيواد دنورو نافذو قوانينو په چوکات کې وساتو او نيکمرغي او ترقي ته رهبري کړو او ملت دهغه حکومت تر سيوري لاندې چې ټاکلي يې دى ژوند وکړي ، حالات له تيرو لسو کلونو په پرتله ښه شوى دى خو اوس دخلکو په ژوند دتيري امکانات او له حقوقو څخه يې سرغړونه شته زموږ دنده داده چې نه په خپله په خلکو ظلم وکړو اونه هم نور دى کارته پريږدو ، دافغانستان دملت غږ تاسو ته رسوم چې دافغانستان دملت ستره نيکمرغي به داوي چې لږ تر لږه دشپې له خوا دخپل حکومت له خوا ارام خوب ولري دافغانستان دخلکو دکور امنيت زموږ نيکمرغي او پت دى نو ددوي خونديتوب زموږ لپاره مهم دى . جمهور رييس روان کال دافغانستان دخلکو لپاره مهم کال وباله او وي ويل دملي شورا ستونزه حل کيږي او د انديښنې ځاى نشته او په هيواد کې ددموکراسي دبشپړتيا دبهير يوه برخه ده ددرې ګونو قواو تقابل هم دانديښنې وړ نه دى ، دغه راز په همدي ورځو کې له امريکا سره دستراتيژيک تړون په باب دخبرو په حال کې يو او زموږ شرايط هغوى ته څرګندوي او هغه دادى چې په هيواد کې دبهرنيو ځواکونو خپل سري بنده شي .بهرني ځواکونه په افغانستان کې قانوني شي ، دشپې له خوا لټونې ونه شي ، جيل ونه لري ، او داقتصاد اوملي واکمني او نورو شرايطو په باب ، هغوي هم شرايط لري او تراوسه پوري موافقي ته نه يو رسيدلي خو ډاډمن واوسي يواځې هغه وخت دغه موافقه ترسره کيږي چې زموږ شرايط ومنل شي . جمهور رييس ټينګاروکړ چې دافغانستان حکومت په اگاهانه ډول پرمخ ځي او دسيمې په حالاتو او په متقابلو ګټو خبر دې له امريکا نيولى دنړۍ تر بل ګوټ پوري ټول يې او په افغانستان کې دهغوي عملونه ، ګټې او غوښتنې او په مقابل کې دافغانستان ګتې چې زموږ له خوا تمثيليږي . په پام کې لرو ، دنړى په همدى بحران کې افغانستان کوښښ کوي چې دغه نازک ظريف او کرستالي جام له دغه توپاني هوا څخه دمقصد پړاو ته ورسوي . نو دافغانستان ددولت چارواکو ! له انديښنې پرته خپلې دندي ترسره کړي امنيت وساتي ، معلومات په ښه ډول راټول کړي ، قانون رعايت او عملي کړي او موږ دلته په بشپړې پوهي سره دافغانستان ګتې په پام کې ونيسو او دهغه اصل په پابندي سره دراتلونکي په لور پرمخ لاړ شو .پای سلام خان .