شيطاني تورواوريځو آسمان بيا نيولی
ګلونه لېږدي سولګومې آرمان بيانيولی
کښتۍ داوښکو هر ګرېوان کې توفاني ده
شهيده وطنـواله ويـرونـو جهان بيا نيولی
عبدالسلام اندړ
دخدای بښلي الحاج شهيد محمد هاشم وطنوال مرګ نن بيا زموږ په غولي دغم او وير ټغر وغوړاوو . شهيد وطنوال دصداقت،محبت،صميميت، رښتينو لي او ورولي يو مثال وو. دشهيد وطنوال په شونډو به تل مسکا خوره وه ، خوږې او له ميني ډکې خبرې به یې کولې، مجلس يې خوږ وو او په مجلس يې مړښت نه وو .
شهيد وطنوال دژوند له ټولو ستونزو سره په ورينه ټــنډه ډغرې وهلې .په هر ډول حالاتو کې يې د ژوند تر پايه پوري دخپل محروم او غر يب ولس مرستي ته وردانګلي او دګران وطن په چوپړ کې وو.
شهيد وطنوال دترور، اختناق او عام ولس وژني په وخت کې دوطن پرېښودلوته اړ او مهاجرشو، د هجرت ددوران هره ګړۍ اوهره ورځ ورباندي لکه کال تېرېده .
دوطن او وطنوالو په غم کې بې قرار،لا لهاند اوپه فکرونوکې لکه شمعه په پټه خوله سوځېدو . کله چې په ګران وطن کې شرايط څه ناڅه مساعد شول نوشهيد وطنوال بې له ځنډه دګران وطن او وطنوالو چوپړ ته په خورا صداقت وردانګل .
الحاج شهيد وطنوال چې په صداقت،اهليت ،لياقت ،علميت ،محبت اوپاکنفسي باندي له په خوا لاپه خلکو کې مشهور او ګران وو نو يې ولسي جرګې ته دخپل استازي په توګه وټاکل .
شهيدالحاج محمد هاشم وطنوال په پوره ايمانداري ،امانت داري اوصداقت سره دملي يوالي اوملي ګټو دساتلو، دخپل ولس، وطن او وطنوالوپه خدمت کې ،دحق او عدلت دپلي کېدو په سپيڅلې لار کې ځان قربان کړ .
خداوندمتعال (جله جلاله) دې فردوس جنت په نصيب کړي . دشهيد محترمي کورنۍ ته د الله تعالی (جله جلاله) له دربارڅخه صبر جميل غواړم. اصالتاً دځان له خوا او وکالتاً دخپلې کورنۍ دټولو غړو لخوا په دې درانه غم کې ځانونه شريک بولو.
انالله وانا اليه راجعون
موږ وړو په ورځوشپو جنازې
د ويرونه غمو غموجنازې
موږ وړو د لويو ښو سړو جنازې
زموږ دزلميا نو په کټو جنازې
ديارانو درنې درنې جنازې
موږ پورته کړي خپلو وږو جنازې
سپېڅلو اوښکو موسپارلي
نوي زړې په هديرو جنازې
دا څنګه عزرايّل په ټوپک سپور راځي
مخامخ پربله نه ځي
زموږ په جونګړو زموږ په کور راځي
دې عزرايّل زماديارانو کور ليدلی دی
له قصابانو قاتلانو تېښتي
دې عزرايّل دغريبانو کور ليدلی دی
له تورو له توپو سره راځي
يوازي يې دلته دمعلمانو کور ليدلی دی
عبدالسلام اندړ