زموږکلي اوبانډې (ديارلسمه برخه)

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
دسمیع الدین  افغاني لیکلنه
د لغمان لرغونی تاریخ او جغرافیوي موقعیت
لمړی
د لغمان لرغوني تاریخ اوجغرافیوي مــــوقعیت پــه اړه څيړونکواوتاريخ پـــوهانــو ډیرې څيړنې او ليکنې کړي چې پدې برخه کې دهيواددمعاصر ه څيړونکو او ليکوالا نوښاغلي شهسوار سنګروال صیب اود ښاغلي پوهنيار ظفر اهتمام د معتبره تاريخي ليکنواوهمدا رنګه  د انترنيتي  پانو څخه په زړه پورې او کره مطالب راټـــول شوي
چې ددې  مطالبو يادونه پدې برخه کې لا زم او ضروری ګنل  کیږي٠هيله ده چې ددې مطالبوپه راټــــولولوسره مــــودلغمان تاريخ  اودهغه د جغرافيوي  مـوقعت   په اړه  درنو لـوستونکو ته دپام   وړ معلومات برابرګړي وي ٠



( لمپاكا-لمغان )  لغمان
جغرافیوی موقعیت :
لغمان د افغانستان   د ختیځ    ولایتـــونو  څخه  دی چې شمال ته یې بدخشان ، سهیل لور تـه یې ننګرهار او کــــــابل ، ختیځ   لور ته یې کونړونه او لویدیز پلو ته یې د کاپیسا او کابل ولایتونه پراته دي  ،د کیشت او کاشمونډ غره لویدیځ ته دلغمان  ولایت دجنوب  له  خوارانیولی  دی  هر څومره چې  د لغمان ولایت د جنوب له خوا د شمال په لور پر مخ لاړ شي  د ځمکې جـــګوالی یې زیاتیږي ۰
لغمان د ځینې روایاتو له مخې دکابل څخه تر پیښوره  ټوله سیمه رانیوله  دا ځای  د هغه پخوانۍ لیارې پـــــه سرپروت  او یو مهم  دمه  ځای  دی چې له سروبي  څخه  د باد پیچ  یا باد پښ غاښي  را پدې خوا په  زیړاني  دښته کې راتیر  شوی او د الیشنګ  او الینګار د رودونو د  مخامخ کیدو  په نقطه  کې کوم ځای  چې  د نــــیسا یا لرغونی ښار پروت  وه  رارسیږي  او له دې  ځایه  ادینه پــور  یا دینپور ، نګاراهار  او بله  څانګه  یې د ګمبیري  په  دښته کې کنړونوته ورغځیدلې ده ۰

دلغمان پراخــتیا  ۷۲۱۰ کیلومتره مربــــع ده او د نفوسو شمیره یې ۳۱۰۶۵۱ کسانوته رسیږي او
په یو کیلو متر مربع مځکه کې یې ۴۳ کسه  وګړي ژوند کوي ۰
دلغمان ولایت څلور ولسوالۍ لري چې د قـــرغیو ، الینګار  ، الیشنګ او ننګراج ولسوالیوڅخه عبارت دی همدارنګه دوه علاقه دارۍ لري چې دولت شاه او منډول  نومیږي۰دلغمان ولایت ټول کلي ۶۴۰ دي ۰

د لغمان لرغونی تاریخ :
لغمان یو مهال دالینایانو د مربوطاتو څخه وه او همدا شان د بودایي مدنیت ددې سیمې مرکزیت بلل کـــیده او د اشوکایا دهندي یوریانو د کورنۍ پاچا د دورې ډبرلیکونــه او همدارنګه د درنټې ترڅنګ د یو شمیر بودایي اثار ودرلودونکي دي هغه چې دڅیړونکواو پوهانو د پوره پاملرنې وړ دي ٠
لغمان  د افغانستان د نورو  ولايتونو په  څېر يومهم  ولايت دى  چې اوږد تاريخ  لري. د پخوانيو او زړو متونو  له  مخې  د لغمان لرغونى نوم "لمپاكا" دى او د ګندهارا له هغو مهمو ښارونو څخه دى چې دټكسلا نه (تكزيلا) را واخله تر پېښوره او بيا تركاپيسااوباميانو پورې به پرې تګ اوراتګ  كېده ٠
هغه مهم ښارچې په دغه لـــويه  لاره اباد وو"نيكايه" يا "مينسه" په نوم  ياديده. لرغونپوهــــانو د څیړنې له مخې ددغه ښاربنسټ  هغه مهال دسكندر له خوا كېښودل شو چې نوموړى دافغانستان
د شمالي سيمو د نيولو نه  وروسته  دوهم  ځـل د هندوكش جنوب  د پنجشير د سيندپه اوږدوكې لـــــه كـــاپيسا نه د نجراو او تګاو له لارې "لمپاكا" يعنې لغمان ته راورسيد ٠

د لغمان  ولايت  د ختيزو سيمو په  لاره كــــې د يونانــي سكندر  لپاره  د پام   وړ  وو.   نو ځكه  يې  د "مندوړ" او  چارباغ   تر مـينځ  كرغيو ته نږدې د "نيكا" په نوم ښار ودان كړ. يوناني سكندر د بري په  موخه خپل پوځ په دوه  برخو ووېشــــه  چې يوه برخه يې لــه  لغمانه دده په مشرۍ د كنړ له لارې د سوات پــــه لور او دلښكرو  دويمه بــــرخه يې د جنرال "پرويكاس" او"هغستيون"   په مشر تابه  د كابل  او لغمان  سيند د جنوب اړخ  لورته  تر خيبردرې پورې پر مخ  لاړ  چې پــه  پاى  كې  د سكندر ټول  ځواكونه په "اندس" يعنې دسيند رود په برخه كې يو ځاى شول. ٠

دلغمان دلرغونتوب يوه بله مهمه بېلګه دا ده چې د لغمان د پلازمېنې نه ښايي د درې ميلو په واټن لويديز لور كرغيو ته نږدې د "شله ټك" د غره په لمنه كې هغه كښل شوي ډبر ليكونه چې په 1348 لېږديز لمريز كال تر سترګو شول ددغو ډبرليكونو له "ارامي" ليكدود نه دا ډاګيزه كيږي چې د " اشوكا " د مهال په واكمنۍ كې ښايي كښل شوي وي نو ځكه خو دغه ليكدود دهغه مهال يو ټاكلى زمان په ګوته كوي٠
دغه دوه ډبر ليكونه چې د يوه ډبر ليك په څلورمه كرښه كې د (لمكان جټي    Lemkan Jiti)
نوم ګورو له دې څخه دې پاېلې ته رسيږو چې لمكان (وروسته لمغان) داوسني لغمان لرغونى نوم دى. كه څه هم له دې نه دمخه د لمپاكا په نوم يادېده٠


اشوكا (د بندو سارا زوى او د چندراګوپتا لمسى) د موريا د كورنۍ دريم واكمن وو چې له هندوستان نه راواخله تر ارغنداب پورې ځمكې يې لاندې كړې وې. د اشوكا ډبرليكونه هغه
مشهور شول چې لرغونپوه پوهاند (Marestunمارګستن) وخت د لويديزې نړۍ كارپوهانو ته
وروپېژندل. چې وروسته بيا په دې برخه كې (Perclaned"پركلند) (او  (Altham التهم
٠ هم  په څېړنو او ژباړنو لاس پورې كړ

په 1949 زيږدي كال د پوهاند "هنيګ" په زيار او نوښت د اشوكا په "ارامي" ډبرليك چې په لغمان كې تر لاسه شوى وو په دې اړه يوه اوږده او هر اړخيزه مقاله وليكله شوه چې د لرغونپوهانو له پاره ډېره د پام وړ وګرزېد٠

څرنګه چې اشوكا يو روحاني شخصيت وو تل به يې د ټولنې اخلاقي اړخ ته پاملرنه كوله نوځكه به يې دا ډول ډبرليكونه كښل او په داسې يو ځاى كې به يې دا كار كاوو چې د هرليدونكي پام به ورته را ګرزېده٠ له لغمان نه سر بېره دا ډول ليكنې او انځورونه په كندهار، ننګرهار (درونټه) او ټكسلا كې هم چې ورته بڼه لري كښل شوي دي٠

مشهور څېړونكي او تاريخپوه " بيلو"* وايي په هغه مهال به هندوانو ګندهارا ته د "شمال جنت" وايه خو د بده مرغه چې د چنګېز د تاړاكونو له بابته هغه ډبرين ښارونه چې د اوسني مهال د خټينو خښتو په ځاى ډبرينې خښتې پكې كارول شوې وې (او هم هغه انځورونه او تصويرونه چې پكې ايستل شوي وو او ځانګړى ارزښت يې درلود) له مينځه لاړل ٠
د ګندهارا اوسيدونكو هندوانو ته چې يو مشهور ټاټوبى يې لغمان وو كه له يوې خوا دغه سيمه د طبعي ښكلا له بابته په زړه پورې وه خو له بلې خوا ورته د مذهبي دودونو له كبله هم د پام وړ وه٠
د بېلګې په توګه په لغمان كې د كندنو له مخې كوم اثار چې د بوديزم او برهمنيزم د مذهبونو په اړه تر لاسه شوي د ډېر ارزښت وړ وو نو ځكه يې د دې دوه لاملونو له پلوه ګندهارا د " شمال جنت " وګانه٠

دمخه مويادونه  وكړه چې لغمان په يوه  لويه لار پروت ولايت  دى او په لرغونې زمانه كــــــې هم  له سكندر نه  را واخله  بیا تر ګوډ تېموره پورې  تيري كوونكــي دغې سېمې ته  راغلي دي. ٠ د تېمور په اړه ويل  كيږي چې  د پنجشير له  لارې  د لغمان اليـــشنګ ته راغلى و او غوښته يې چې د لغمان نورســــتان (بلورستان) تــــه ځان ورسوي خو نورستان ته په لاره كې يې لس زره سر تيري له مينځه لاړل نو بيا يې د نورستان دسيند په غاړه د اليشنګ په ناجل كې يوه كــــلا ودانه كړه چې اوس هم د تېمور كلا په نوم ياديږي  ٠

ګوډ تېمور ځكه په ډېرې چټكۍ هغه مهال خپل ځواكونه تر شا كړل چې سرتيرو يې په هغو غرونو اوګړنګونو كې جګړه ونشوه كولاى او هره ګړۍ له مينځه تلل نو غوره يې  وګڼله چې له دغه سيمې  نه پښې سپكې كړي. نوموړي د كټور په دره كې هم يو ډبر ليـــك كښلى دى چې دده د تيري نښه يې ګڼلاى شو ٠
دارنګه د لغمان په اليشنګ دره كې د امير حبيب اله   خان په  مهال يو ډبرليك چې د تاريخ  نه دمخه  پېر پورې  اړه  لري ترسترګوشوی دی چی پخپله  امیر هم  هغې كتيبې  د ليدلو له  پاره ورغلى وو چې عكس  يې بيا د مارچ 25 نېــټه  (1917 م ) چــــې د وري  لــــه   پنځمې  (1296 ش) سره برابره   وه  د سراج  الاخبار په  خپرونه كې خپورشو ٠

كومې انځور شوې كرښې چې په دغه ډبر ليك كې ګورو ښايي چې  5000 كاله  دمخه د پخوانۍ ډبرې  پېړيو پورې  اړه  ولـري څيړونكي  په دې  اند دي  چې دغه كښل شــوې او انـځور شوې كرښې له هغو كرښو سره  ورته  دي چې دسمنګانوپه شپاړس (16) كيلو متري كې تر سترګو شوي٠
د تېرې خبرې په  ټينګار نه يوازى دګوډ تېمور لښكرې نورستان  ته نه  دي  رسېدلي بلكې د سكندر پوځونه هم نورستان تـــه پـــه لاره كې په ګونډو شول داځكه چې دنــــورستــــان طبـــعي اوجغرافيوي جوړښت  داسې دى چې هېڅ بهرني پوځ نه دى ايل كړى٠

څېړونكو دا منلې چې د سكندر پوځونه بلورستان تـــه نـــه دي رسېدلي خـــو هغه وخت چې سكندر لغمان ته ورسېد لكه د مخه مو چې وويل كرغيو ته نږدې يې يو ښار ودان كړ او دغه ښار چې " نيكا Naica " نوميده هغه ښار ته نږدې وو چې د" نيسا Naisa " په نامه يادېده چې دغه ښارد شرابو د ښار په نوم مشهور شو او مذهبي ارزښت يې هم د پام وړ وو. وايي چې دغه ښار هغه ځاى ته نږدې وو چېرته چې د الينګار او اليشنګ دواړه سيندونه يوځاى كيږي٠

ځنې څېړونكي وايي چې د "نيسايا" ښار د كونړ په چغسراى كې ودان وو او هغه ځاى ته نږدې وو چې د اسمار او پېچ سيندونه سره يو ځاى شوي دي ولـــې ځنې لـــرغونپوهان وايي چې دغه ښار د ننګرهار په اډه نومي ځاى كې اباد وو. "موسيو فوشه" په دې اند دى چې د "نيسه" ښار په كوزني لغمان كې چېرته چې د الينګار او كابـــل سيندونه سره يو ځـــاى شـــوي دي ودان وو چـــې د ښار د ساتونكي نوم "ديو نيسه Diwnaisah " وو چې پـه تاريخ كې "ديـــونيزوس Diwnaisyus " هم راغلى دى. په لرغـــونو تاريخونـــو كې د الينګار او اليشنګ يـــادونه ډېـــره شـــوې ده اّن په ويدي سرودونو كې هم د هغو لسو اريايي ټبرونو د نومونو په لړ كې چې د راوي (پنجاب) د رود په غاړه سره نښتي وو يادونه كړې. دا ټبرونه الينا (الينګار او اليشنګ)، بهالانه (د بولان د درې خلك)، شيوا (دسيند غاړې خلك)،پورو (د ګندهارا شاوخوا خلك)، انوپكتيه (دپښتنو ټبر) او نور وو ٠
ولې ځنې دبلورستان خلك هم الينابولي. يونانيانوځنې ميتولوژيكي پېښې له يونان نه افغانستان ته راوړي دي لكه چې د پرومته زندان   يې د هندوكش په يوه سمڅه كې انځور كړى دى٠

ولې پخوا تر دې چې يونانيان خپلې استورې افغانستان ته راوړي زموږ په هېواد كې د  (Mahshwara مهشوارا) په نوم د نمانځنې (رب النوع) استوره وه چې د لوړو غرونو ساتونكى يې
باله. نو ويلاى شو چې "ديونيزوس" د شرابو يوناني رب النوع نه وو بلكې دا هماغه " مهشوارا" د غرونو ساتونكى دى چې د غرونو په سرونو يې انځورونه تر سترګو شوي دي٠
----------------
نور  بيا