عبدالباری ؛عارض؛
تاسو ته بهتره معلومه ده چه پښتا نه تراوسه هم د قبیلوی اوقومی جوړښتونوله کبله کله کله دعمیقو اختلافاتو قربانی کیږی اوګاهی لاهم پرقومی اختلافاتو د مرګ اومیر ښکا رکیږی . دا مسله دڅو پیړیو را پدی خوا جریا ن لری
او حتی په ځنی موا قعو کی یی ملی وحد ت او افغانی حاکمیت خسا ره مند ګړی دی چه ښه مثال یی په هندو ستان کی دافغانی حکمرانانو په دورکی دپښتنو دقومی اختلافا تو له کبله دپښتنی واکمنی خا تمه په هند کی او دځینو پښتنی قومونو له خوا د نورو پښتنی قومونو پرضد دهمایون شاه بابروهندوستا ن ته دعوت کول اودواکمنی ورسپارل وه ( کتا ب سلسله سلا طین افغا نی درهندوستا ن)
خو د اخری پیړی په درشل کی زمامدارانو په تدریجی شکل تلا ش وکړ څو په افغانستا ن کی ملی روحیه نسبت و قومی روحیی ته پیا وړی کړی اود دی کار دعملی کید و لپاره یی د مختلفو ولایا تو ځوانا ن د تحصیل لپاره وخارجی هیوادونو ته ولیږل اوهم یی په داخل کی دخپل هیواد داقتصا دی توان سره سم تعلیم او تربیی ته بطی انکشا ف ورکړ حتی داخرین شا ه په دوران کی د منورینو له طرفه احزاب او روزنامی او جمیعتونه را منځ ته سول –
انتخا با ت د پا رلما ن لپاره شروع سول د ملت نما ینده ګان په شورا کی سره را ټول سول او په دی ترتیب د دموکراسی تهداب کښیښول سو( د د موکراسی لسیزه ) ترڅو قومی روحیه تضعیف او ملی روحیه تقویت سی ترهغه چه دموکراسی اوتمد ن ته لاره پرا نیستل شی . ودی پروسی ته ډیرډیر کلونه اوزما نه مختلفو زما مدا را نو کاروکړ خو په تا سف با ید ووا یم چه محترم کرزی په خپل دورکی یو ځل بیا د بیګا نه منا فعو دتا مین لپاره قومی جوړښتونو او دهغوی نا انډ وله تقویت ته پکه ووهل . اوحتی خپل ورور احمد ولی یی دامریکا څخه را وغوښتی او په قندها رغوندی اسیب پذیره ولایت کی یی دقومی جوړښتونو ا
وخپل قوم ( پوپل زا یی ) د برتری لپاره کا روکړی .
هغه مرحوم هم ټول دولتی امتیا زا ت ؛ د نا ټو قراردا دونه او نورهرڅه وخپل قوم ته اختصا ص کړل او په دی تر تیب نور اقوام لکه محمدزی؛ اڅګزی ؛ بارکزی ؛ نورزی ؛ الکوزی ؛ سدوزی ؛ او غلزایی مجبور کړل سول چه دخپلو قومونودحقوقو د دفا ع لپاره سره یوځا ی سی او یوځل بیا قند هار دقو مونو داختلافا تووکندی ته واچول سو هغه چه یو پیړی زما مدا رانو دهغه دمخنیوی لپاره زیار ایستلی و. د مثا ل په تو ګه :
تا سو واورید ل چه کرزی اود کا بینی غړی د احمد ولی کرزی د جنازی په مراسمو کی اشتراک وکړ اوهلته حا مد کرزی په بیا ن کی وویل چه شا ولی کرزی دده کشرورور د پوپلزو دقوم په مشری د احمد ولی کرزی پرځای وټا کل سو
دجنا ب ریس جمهور دی وینا نور قومونه متوجه کړل ترڅو دوی هم مشران ونوموی او قومی اختلافات یو وار بیا دافغان لمنه وسوځی په همدی شا ن دده په دور کی جنرا ل دوستم وهڅول شو چه لا ترکمنی اواوزبکی قومونه برازنده سی اودیو بیل ګروپ په څیردځا نی منا فعو پرمبنا عمل وکړی په همدی شکل محقق او خلیلی دهزاره دلګی واکی سا مبا ل کړی او ربانی او فهیم هذا لقیا س .
نو ځکه ملی روحیه کا ملا تضعیف او حتی دورکیدو له ګواښ سره مخ ده او دنوی جګړو ؛ سازما ند هیو او ژبنی رقا بتونو دروازه پرا نیستل سول ؛ د شخصی منا فعو دسا تلو رسا لت را منځ ته سو.
هیره دی نه وی چه دخلګو ویشلو ته پر قومونو او ملیتونو امریکا یا نو هم ډیر کار وکړی او کوی یی ؛
هغو کسا نو چه د قومونو اوملیتو نو پرسرونو یی تجا رت شروع کړی و ډیری پیسی او امتیا زا ت د امریکا یا نو څخه تر لا سه کړل دا کسا ن ګاهی دغربی منا بعو په حوا له جنګی جنا یتکا را ن معرفی کیږی اوګاهی هم دهغوی ډا لرونه ترلا سه کوی او نورهم جنا یا تو ته تشویق کیږی . دولتی قا چا قبرانو د امریکا او انګلیس ترچتر لاندی په ټنو نو هرویین او تریا ک صادر کړل او کوی یی. د انتخا با تو اود موکراسی نوم یی په ډیرو تقلبکاری وشرما وه. او پا رلما ن یی دهغه هنداری په څیر وځلاوه چه عکس سرچپه ښکاره کوی
امید واری سته چه د مرحوم احمد ولی په رحلت سره به دقومی اختلا فا تو او اداری فسا د کمبله په کند ها رکی ټوله سی او دیو نسبی تعا د ل او عدا لت لمربه را وخیژی .
عبدالباری ؛عارض