نوید روز
عبدالباری جهانی، دروسې په فدراتیف کې د افغانانو د کاري مرکز او سراسري ټولنې په بلنه مسکو ته ورسېد
پرون بیګاه ، دشپې په یوولس نیمو بجو د افغانستان پیاوړی شاعر،لیکوال او د فرهنګی ډګر پېژندلی شخصیت ښاعلی عبدالباري جهانی د افغانانو دکاري مرکز او سراسري ټولنې په بلنه مسکو ته ورسېد
او دافغانانو دکاري مرکز او سراسري ټولنې د مشر ښاغلي غلام محمد جلال ، ددغه مرکز د رییس مرستیال او دهېواد تکړه طنز لیکونکی او د افغانستان د راډیو او تلویزیون پخواني ژورنالیست او لیکوال ښاغلی محمد عمر ننګیار،د کابل پو لیتخنیک پخوانی استاد او دافغانستان علمی شخصیت ډاکتر رحمن الدین سراجی، ،دهېواد پېژندل شوی شاعر ،لیکوال ژورنالیست او دروسیې په فدراتیف کې دنوید روز �
� ورځپاڼې مسوول مدیر ښاغلی فاروق فردا، دافغانانو د کاري مرکز د مشرتابه هیات او د شورا ګڼو غړو، ملي تاجرحاجې ګل احمد نغلو وال اوپه سیواتوپول هوټل کې لسکونو نوروتاجرانو اوافغانانو له خوا یې تود هرکلی وشو.
دنوېد روز ورځپاڼې خبریال لیکی :کله چې ښاغلي باري جهانی او دهغه ملګری هیات لکه محترم ډاکتر حکمت الله حکمت چې له ارويا څخه د ښاغلی جهانی ملګرتیایی کوله،په اوکراین کی د افغانانو دټولنې مشر ښاغلی انجینیر محمد عثمان اویو شمېر نور دوستان ورسره ودي ،دمسکو دښار د ((ونوکووا)) نړیوال هوایي ډګر ترمینل ته را ورسېد ل دیوه افغان ماشوم له خوا ورته د ګلو ګېډۍ ورکړل شوه چې جهاني ورباندې شفقت او مهربانۍ وکړه.وروسته ښاغلی غلام محمد جلال مېلمه ته هرکلي ووایه او بیا د استقبال له پاره راغلیو افغانانو به نوبت سره له هغه او ملګري هیات سره یې ستړي مشی وکړې.
د روغبړ له ځانګړو مراسمو وروسته د افغانانو دکاري مرکز او سراسري ټولنې رییس په یوه لنډه هرکلیز وینا کې وویل چې ښاغلی جهاني دافغانستان پيژندل شوی فرهنګی شخصیت دی چې د ده قدرداني او نمانځنه د ټولو افغانانو ملی او ایماني دنده ده.
هغه زیاته کړه چې په مسکو کې میشت افغانان له ډېره وخته ددې مینه وال او لېوال ول چې ښاغلی جهاني له نږدې وګوري او لکه اوکرایین او د دنیا نورو برخو کې مېشتو افغانانو غوندې،ده ته مخامخ د ارادت ګلونه وړاندې کړي ځکه خو د افغانانو کاري مرکز او سراسری ټولنه ویاړي چې نن دهیواد دغه له ویاړه ډک شخصیت او دافغانستان په شعر کې د ځانګړي سبک او محتوا خاوند شاغلی باری جهانی یې دمېلمستیا بلنه منلی او مسکو ته راغلی دی.یو ځل بیا ده او ملګري هیات ته یې د زړه له کومې ښه راغلاست وایم.
ده د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې دافغانانو کاري مرکز د شاغلي جهاني په ویاړ د یوی درندې او شاندارې غونډې دجوړېدو تابیا کړې ده چې په کې نور افغانان هم را بلل کېږي څو خپل شاعر ،لیکوال او فرهنګی سره دخپلو هیلو له مخې له نږدې څخه وګوري.
ښاغلی باري جهانی هم ددوې له بلنې نه په مننې سره زیاته یې کړه چې ما له ډېرې مودې غوښتل چې په روسیه کې د مېشتو افغانانو سره له نږدې وګورم او خوشحاله یم چې اوس دازمینه برابره شوه.ده همدارنګه هیله څرګنده کړه چې دا څو ورځي چې موږ سره یو ځای يود نویو خاطرو ښې ورځې شپې وي.
په هوايې ډګر کې د باري جهاني د هرکلي له پاره په ځانګړی شوي ځای کې ، ښاغلی ډاکتر رحمن الدین سراجی هم پخې خبرې وکړې.، ده په مسکو کې د افغانانو د کاري مرکز او سراسري ټولنې میلمه یعنی د ټولو افغانانو مېلمه ته د زړه له کومې ښه راغلاست ووایه او په لنډه توګه یې دباري جهانی د فرهنګي شخصیت او په سیواستوپول هوټل کې د افغانانو د تجارت او ژوند په اړه یې معلومات ورکړ.همدارنګه ښاغلی محمد عمر ننګیار هم د ستړي مشي په ضمن کې د افغانانو پرفرهنګي فعالیتونو رڼا واچوله او د ښاغلي باري جهانی راتګ یې مسکو ته دټولو افغانانو له پاره ښه زېری وباله.
په مسکو کې د افغانستان د منل شوي شاعر او لیکوال په اړه خبرونه به وخت په وخت درنو هېوادوالو ته ورسول شي.