احمدولي کرزی ددې خاورې لومړنی او ووروستنی شهید نه دی
سلام خاند افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزي په ګډون ديو لړ مراسمو په ترڅ کې د کندهار د ولایتي شورا د رئیس ارواښاد احمدولي کرزي جنازه نن سهار د کندهار په کرز کې د دوي په خپله پلرنۍ اد یره کې خاورو ته وسپارل شوه. د ارواښاد احمدولي کرزي د جنازې لمونځ د زرګونو تنو په ګډون په کندهار ښار کې ادا شو
دجنازې دلمانځه له ادا کولو وروسته د ده مړی په داسې حال کې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په دری رنګه بیرغ پوښل شوی ؤ، د کندهار او دهېواد دبیلابیلو ولایتونو د زرګونو اوسیدونکو او دولتي چارواکو په ملتیا چې دهغه پر مړینه په ژوره توګه اغېزمن او غمجن وو، د خاورو سپارلو لپاره ددوي پلرنۍ ادیرې ته چې د کندهار ښار ته څيرمه پرته ده، ملتیا وشوه. د جنا زي د ښخولو په مراسمو کې د کابینې او ملي شورا ځینو غړو، د ځینو ولایتونو والیانو، دیني عالمانو، ځوانانو، قومي مشرانو، د وسله وال پوځ افسرانو او جنرالانو، دکندهار د مرکز او ولسوالیو او دافغانستان دبیلابیلو ولایتونو په زرګونو تنو اوسیدونکو ګډون کړی ؤ. په قبر کې داحمدولي کرزي دجنازى د اېښودلو پرمهال دده خواخوږو اوښکې تویولې او د وروستي ځل لپاره یې له خپل زړور او وفادار دوست سره مخه ښه وکړه. احمدولي کرزي ۴۹ كاله مخكي په کندهار کې نړۍ ته سترګې وغړولې او خپلې زده کړې یې د کابل ښار په حبیبیه لېسه او د کابل پوهنتون په اقتصاد پوهنځي کې ترسره کړى ، دى په لوړو زده کړو بوخت ؤ چې سرو لـښكرو پر افغانستان يرغل وكړ او هغه مجبور شو چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای پاکستان ته هجرت وکړي. وروسته احمدولي کرزی امریکا ته لاړ او له څه مودې استوګنې وروسته بېرته راستون او د پاکستان د کوېټې په ښار کې استوګن شو. او له ځنډ پرته یې د خپل پلار ارواښاد عبدالاحد خان کرزي او ورور حامد کرزي سره یو ځای د افغانستان د آزادۍ او په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره په هلو ځلو لاس پورې کړ. په افغانستان کې د نوي نظام له راتلو وروسته د هغه محبوبیت له مخې چې د کندهار د خلکو په منځ کې یې درلود د ولایتي شورا د رئیس په توګه وټاکل شو او د شهادت تر وخته پورې د کندهار او د افغانستان دخلکو لپاره د خدمت په ډګر کې په نه ستړې کېدونکو هلو ځلو بوخت ؤ. د جنازى دښخولو له مراسمو وروسته، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس په هغې لویه غونډه کې چې عالمانو، مشرانو او د کندهار ولایت مخورو پکې ګډون کړی ؤ، د فاتحې د اخیستلو په موخه ګډون وکړ. ددغې سترې غونډې برخه والو په داسې حال کې چې دخپل یو صادق دوست او دکندهار دخلکو دستر خدمتګار په له لاسه ورکولو باندې په ژوره توګه خواشیني و، دشهید احمدولي کرزي دروح دآرامتیا لپاره یې دکلام الله مجید دڅو آيتونو په تلاوت سره هغه ته دعا وکړه او دلوی خدای له درباره یې دغه شهید ته دفردوس جنت او دهېواد جمهور ریس حامدکرزي او دهغه کورنی ته دجمیل صبر هیله وکړه. حامدکرزي په دې ستره غونډه کې دوینا پرمهال وویل: احمدولي کرزی ددې خاورې لومړنی او ووروستنی شهید نه دی له ده وړاندې دافغانستان نور بچیان هم شهیدان شوي دي. جمهورریس د جنرال داوودخان، جنرال شاه جهان نوريجنرال عبدالرحمن سیدخیلي، جنرال خان محمد خان مجاهد، دکندز د پخواني والي انجنیر محمدعمر، حاجي عبدالقدیر، دملت شهید حاجي عبدالحق، ملي اتل احمدشاه مسعود، حاجي ملک زرین، دپکتیا پخوانی والي استاد عبدالحکیم تڼیوال او دخپل پلار عبدالاحد خان کرزي ، دملي شورا دځینو غړو او دیو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو نومونه یاد کړل، اووې ویل: دشهادت دغه کاروان چې لا روان دی په ترڅ کې یې ددې خاورې ګڼ شمېر بچیانو خپل ژوند په هېواد کې دسولې دټینګښت او دافغانانو دسوکالی په لاره کې له لاسه ورکړ او لابه یې ورکړي ترڅو ددې خاورې بچیانو ته امن راولي. حامدکرزي په دې غونډه کې یو ځل بیا پرطالبانو غږ وکړ چې له ورور وژني لاس واخلي، خپل هېواد آباد او خپلو خلکو ته دسوکاله ژوند له لارې خوښي ورپه برخه کړي. ده وویل: دامیړانه نه ده چې دیوې کورنی دمشر په وژلو سره دهغه ماشومان یتیمان شي، بلکې میړانه داده چې دیو انسان ژوند وژغورو او خپل ولس ته خوښي ورپه برخه کړو. جمهورریس یوځل بیا ټینګار وکړ چې دافغانستان دخلکو په استازیتوب به دسولې او امن لپاره دده هڅې دوام ومومي او دا کار دافغانانو یووالي او ګډ حرکت ته اړتیا لري، دافغانستان دپیاوړتیا او امن لپاره دا زمونږ لاره ده، دابه تعقیبوو او نه به یې پریږدو. په دې غونډه کې دکندهار او دافغانستان د نوروبیلابیلو ولایتونو دمشرانو، دیني عالمانو او مخورو دوړاندیز او پریکړې له مخې دشهید احمدولي کرزي پرځای دهغه ورور شاولي خان کرزی وټاکل شو چې د سلاکار وزیر او د ننګرهار د والي ګل آغا شیرزي په لاس ورته دمشرتوب پګړۍ ورپه سر شوه.
دامريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک او باما دچهار شنبی په مازيګر دافغانستان داسلا مي جمهوريت له جمهور رئيس حامد کرزي سره په تيلفوني اړيکه کې دکندهار د ولايتي شورا درئيس احمد ولي کرزي د وژل کيدو له ا مله دځان اود امريکا دخلکو دخپګان اوډاډ ګيرنې مراتب څرګند کړل ده د ا مريکا د خلکو په استا زيتو ب حامد کرزي اود احمد ولي کرزي د کورنۍ غړو اود افغا نستان خلکو ته خواخوږۍ اوډاډ ګيرنه څرګنده کړه .پای سلام خان