نهمه برخه
محمدحسن حقيار
بسم الله الرحمن الرحيم
درې نيم ساعته ولاړه
کله چې دشرکت مخې ته راورسېدو نوحاجيان راټول شوي وو، لمونځ مې يواځې اداکړ مسؤولينوحاجيانوته ټکسي موټر نيول او هوايي ډگر ته يې لېږل کله چې هوايي ډګر ته ورسېدو نو ټکسي موټر يې هوايي ډګر ته دننه نه پرېښود ،ترې ښکته شو يو٣٠٣موټر راغى هوايي ډګر ته يې دننه کړو ،هلته دحاجيانولپاره خېمې درول شوې وې
له (٣٠٠)تنو ډېر حاجيان چې لسګونه ښځې هم پکې وې،دننه په هوايي ډګر کې منتظر ولاړوو،دلته نه دناستې ځاى وو نه ددمې، نه تشناب ،نه کانتين،حاجيان په احرام کې هم وو ، کښېناستلى هم نشول له احرام سره هم نابلده و ،د دمې او ناستې ځاى اوڅوکۍ هم نه وې ، حاجيان په ولاړه ستړي شول ،چيغې پورته شوې، خو دهوايي ډګر اړوندو مسؤولينوويل چې ټول حاجيان همدلته انتظار وي،تاسوهم بله چاره نلرئ.
هواهم يخه وه ،آن چا څادر هم نه درلود چې ځان لاندې يې هوار کړى واى ،هلته يوه الوتکه چې بهرنى الوت يې درلود اوسپرلۍ يې هم پکې ناسته وه،نه چالانېده، بلې الوتکې پسې يې کېبل کړه ،خواري يې پرې وکړه، اخوادېخوا يې بوتله خو چالان نه شوه ،زموږحاجيان وارخطاشول چې زموږ الوتکه دوى ته ورنکړي.يازموږ الوتکه هم خرابه نشي،بالاخره څه کم لس بجې له کابل څخه دکام ايرالوتکه راغله،موږ ټول کتار ولاړوو خوشحاله شو،الوتکه ښکته شوه، ودرېده،شل دقيقې وروسته موږ ته اجازه وشوه،د ټکټ يوه پاڼه يې اخستې او بولډينګ کارټونه يې راکړي وو،لومړى ښځې ور وختلې، بيا نارينه ما ښي خواته د الوتکې په منځنۍ برخه کې شيشې ته ځاى ونيوه