ادبي او سياسي حجري غونډه وکړه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
جرمني :  د روان کال د جولاي د میاشتي په ۷ نېټه ادبي او سياسي حجري په المان کې خپله نوبنتي غونډه وکړه .
پدغه ترڅ کې د غونډي ګډون والو د پښتو ژبي او کولتور د ساتنې ، پالنې او پرمختیا په اړوند نظرونه شریک کړل او ددغه ارزنده  هلو ځلو د لا عملي کولو په لارو چارو ئې رڼا واچول شوه .

د ادبي او سیاسي حجري ملګرو وپتیله چې راتلونکي ناسته به د پښتنو د نومیالي او منلي مشر د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ښاغلي محمدا افضل خان  « خان لالا »   په وياړ به د روان کال د سیتمبر په میاشت کې غونډه جوړوي .
ادبي او سیاسي حجره چې د ټولو  پښتنو ګډه حجره ده،  چې په جرمني کې ئې  د څه مودي راپدیخوا د خپلو خلکو چوپړ ته اوږه ورکړي، خپل پښتانه  لیکوالان ، ادیبان  او  مشران  ئې  په خپل وخت سره پاللي ، ستايلي او خپلو هیوادوالو ته ورپيژندلي  .
خپل  اولس او ژبي ته   ادبي او سیاسي حجري د نورو چوپړ او لا بریا وو په هیله .

په درناوي
صالح خان

زمونږ دحجري ایمیل :
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.