نه غواړو چی خپل خلگ ووژنو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
سلام خان
شاوخوا پنځوس ورځې کېږي، چې د ننګرهار ولایت د ګوشتې او لعل پورې او د کونر ولایت د شیګل، دانګام، ناړې او داسې نورو سرحدي ولسوالیو د پاکستان له لوري د درنو وسلو بریدونه کېږي ،د افغانستان د دفاع، کورنیو او بهرنیو چارو وزیران وایي،
ستونزه یې څو ځلې د پاکستان د ملکي او پوځي چارواکو غوږو ته رسولې خو هغوی ترې تراوسه هم له پیښې انکارکوي ،سره له دې چې پاکستان په په تېرو څو کلونو کې پر افغانستان څو ځله بريد کړى، خو دغه بريدونه په دې وروستيو کې زيات شوي او داسې ښکاري چې پاکستان دا کار د کوم ځانګړي هدف لپاره کوي ،چارواکي وايي، چې د پاکستان له لوري په بېلابېلو سيمو کې د افغانستان پرخاورې ٧٦١ توغندي لګېدلي دي، چې په دې بريدونو کې د ١٢ ښځو په ګډون ٤٢ ملکي کسان وژل شوي او ٥٠ تنه نور ژوبل شوي دي.
د افغانستان خلکو او ولسي جرګې د دې بریدونو پر وړاندې جدي غبرګون ښودلی او له حکومت څخه یې غوښتي، چې د پاکستان توغندیو ته دې په توغندیو ځواب ووایي. خو حکومت له سړې سینې کار اخلي ،دډيورنډدپولي له هغې بلي خواڅخه دافغانستان پرخاوره باندي دتوپچي دجوابي بريد دنه ترسره كېدوپه اړه جمهورريس حامدكرزي وويل چې نه غواړي خپل خلگ ووژني . نوموړي وويل چې دډيورنډكرښي دواړو خواوو ته يو وجود پروت دى اودى به هيڅكله هم خپلوامنيتي قواوو ته اجازه ورنكړي چې دباجوړ،وزيرستان اوحتى دپاكستان ولسي خلگ ووژني . (كه جوابي بريدكوو خپل خلگ مووژل كېږي ،موږنه غواړو چې دباجوړ،وزيرستان ،كورمي اوحتى دپاكستان ولسي خلگ ووژنو،پدې اړه په وضاحت خبري رواني دي اوپدې اړه ډيرجدي هم يو، ده وويل چې افغان دولت دغه موضوع ډيره جدي نيولې اوكوښښ كوي چې له عاقلانه لارو چاروڅخه په گټه اخيستنه ستونزي ته دپاى ټكى كښېږدي
دافغان ولسمشر حامد کرزي چې د سه شنبه په ورځ یی  په کابل کي د بریتانیا له صدراعظم ډیويډ کامیرون سره په یوه ګډه خبری وینا کوله وویل که چيري دي افغانستان ځواکونو ته په پاکستان د برید امر وکړي، نو پدی بریدونو کي به عام پاکستاني وګړي زیانمن شي ،هيڅ کله به د پاکستان په کلیو متقابل برید ونکړي،د پاکستان د خلکو او ماشومانو له خاطره به یی هم ونکړو،دا نه یواځی د ګاونډیتوب له خاطره نه کوو،بلکی دا یو ښه انسانیت هم نه بولو او دا کار به ونکړو
له بل لوری په هفې غونډه کې، چې د ولسي جرګې د لومړي نائب خالد احمد پښتون په مشرۍ دسه شنبه په ور ځ جوړه شوې وه، په سر کې د خلکو استازو د هیواد د روانو بیلا بیلو مسائلو لکه د حکومتي جګپوړو چارواکو په منځ کې د اداري فساد د شتون، د افغانستان پر خاورې د پاکستان د ښکاره تیري او بې دفاع ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې او زیان اړولو، د خوراکي توکو او تیلو د بیو د لوړوالي او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ټیټوالي په باب بحث وشو او په دې اړه وکیلانو خپل نظرونه او لیدلوري څرګند کړل. په غونډه کې وکیلانو د ولسي جرګې پریکړې له اساسي او د هیواد له نورو نافذو قوانینو سره سمې وبللې، پر عملي کیدو یې ټینګار وکړ،همداراز ددې جرګې غړو د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د نا امنیو د پراخیدو په اړه د اندیښنو د څرګندولو ترڅنګ، پر افغانستان د پاکستان د توپچي ځواکونو بریدونه د دغه هیواد د څارګرې ادارې یو بل تیری وباله، چې د ترهګرو او القاعدې د ملاتړ ترڅنګ د افغانستان په چارو کې خپلو ظالمانه لاسوهنو ته دوام ورکوي. وکیلانو د روانو مسائلو په اړه د ولسمشر پر کړنو نیوکه وکړه او د پاکستان د بریدونو پر وړاندې یې د اجرائیه قوې او امنیتي چارواکو چوپتیا د هغوی کمزوري وبلله. په پای کې وکیلانو ټینګار وکړ، چې دولت دې د هیواد له ملي ګټو او ځمکنۍ بشپړتیا څخه په کلکه دفاع وکړي او د هیواد بهرنی سیاست دې له ملي ګټو او د افغانستان د خلکو له وقار سره سم پر مخ بوځي.
خو د ولسي جرګې غړې ارين يون بيا د يادو وكيلانو دغوښتنو پرخلاف وويل، كه چيرې جمهور رئيس په ملي خيات تورنيږي نو دهغه مرستيالان دې هم تورن كړاى شي، او د جمهور رئيس مرستيالان دې له پاكستان څخه خپل هېواد وژغوري ،بلخوا بيا د ارين يون له خبرو وروسته د ولسي جرګې بل غړي عبدالودود پيمان د يون په ګډون يو شمير نور وكيلان د جمهور رئيس د لاسپوڅو په نامه ياد كړل، او د جمهور رئيس د لومړي مرستيال مارشال فهيم په ملاتړ يې څرګندونې وكړې ،په همدې حال كې د ولسي جرګې غړې نسيمې نيازۍ نيوكه وكړه، او ويې ويل، چې دوى نه  په ټاكنو كې درغلۍ كړي او نه يې نور جرمونه كړي، او ولې وكيلان د مارشال فهيم د نوم په يادولو سره غبرګون ښي ،بل پلو د ولسي جرګې غړي عبدالرحيم ايوبي تور پورې كړ، چې په ولسي جرګه كې د ايران او پاكستان پلوي وكيلان غواړي هېواد د بحران لور ته بوځي، او دا هغه كسان دي، چې جمهور رئيس د دوى جرمي دوسيې له منځه وړې وې او اوس يې مخالفت كوي
د پاکستان د حملو په اړه د ولسي جرګې بحث وروسته له هغې په شخړه واوښت چې یوشمېر وکیلانو انتقاد وکړ، چې په هره مساله کې یوازې د ولسمشر کرزي نوم یادیږي ،ځینو وکیلانو وویل، چې د افغانستان ساتنه د هرچاروکي دنده ده او یوازې په ولسمشر نه باید انتقاد وشي، بلکې په دې برخه کې دې د ځینو نورو چارواکو نومونه هم واخیستل شي ،نننۍ فزیکي شخړه د ولسي جرګې د غړې ارین یون د خبرو په غبرګون کې را ولاړه شوه، چې یوشمېر نورو وکیلانو یې هم ملاتړ وکړ ،میرمن یون په افغان چارواکو د ولسي جرګې دغړیو انتقادونه یواړخیزه وبلل او زیاته یې کړه، چې د ولسمشر لومړی او دویم مرستیال هم د افغانستان د ساتنې دنده لري او باید پرې انتقاد وشي ،د افغانستان ساتنه له ولسمشر نه نیولې تریوه عادي کسه پورې د ټولو دنده ده. یوازې د ولسمشر کرزي نه بلکې د دواړو مرستیالانو دنده یې هم ده ،نو مارشال صاحب دې مخ ته شي موږ به ټول ورپسې شو او له دویم مرستیال څخه مې غوښتنه دا ده، چې لکه څرنګه یې چې به بهسودو کې خیمه وهلې وه، په کونړ کې دې هم خیمه ووهي ،په ولسي جرګه ګې فزیکي شخړه څه نوې خبره نه ده بلکې له دې وړاندې هم په وار واروکیلانو یو پربل وارونه کړي او د ولسي جرګې غونډې یې ګډې وډې کړي دي
همداراز حزب اسلامي د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان پر خاوره د پاکستان بريدونه په کلکه غندلي دي. حزب اسلامي  د پاکستان له خوا دغه بريدونه د ګاونډيتوب د اصولو خلاف او دښمنانه عمل بللى او له پاکستانيوچارواکو يې د بندېدو غوښتنه کړې ده. خبرپاڼه زياتوي: ((که چېرې پاکستانيان د امريکايانو او يانورو ايسافيانو سره کوم حساب کتاب لري، هغه دې په افغانستان کی نه،بلکې په نورو ځايو کې له هغوی سره محاسبه  کړي او زموږ ملت ته دې له دې نه زيات د زيان رسولو څخه ډډه وکړي.)) د سرچينې په وينا، د دې پرځاى چې ګاونډي هېوادونه د تاريخ په حساسو شېبو کې له افغانانو سره مرسته وکړي، د خپلومغرضانه ګټو دترلاسه کولو لپاره د افغان ولس پر شتو باندې د ولکې کولو لپاره هېڅ موقع له لاسه نه ورکوي. سرچينې، افغان حکومت تورن کړى، چې تردې مهاله يې د يادو بريدونو پر وړاندې کلک غبرګون نه دى ښودلى.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان حکومت بايد د يادو بريدونو په اړه خپل دريځ څرګند کړي، د خپل ولس د دفاع لپاره رامخته شي او يا پر خپلو ناکاميو اقرار وکړي. دغه راز په ياده خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان اوسنى نظام او د نظام بهرني ملاتړي دې پر افغان ولس له واکمنۍ لاس واخلي، ترڅو افغان ولس د داسې يوه مشر په ټاکلو بريالي شي، چې دهغوی له حقونو د دفاع وړتيا او جرئت ولري ،د حزب اسلامی په خبرپاڼه کې له ملګرو ملتونو او د اسلامي هېوادونو له سازمان څخه غوښتنه شوې، چې له پاکستان څخه د دې بريدونو په اړه جدي پوښتنه وکړي او فشار پرې راوړي، چې دا بريدونه بند کړي ،پای سلام خان.