سلام خان
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي په دي وروستيو وختو کې دامريکا له سي ان ان ټلويزيون سره په مرکه کې څرګنده کړه چې دافغانستان خلک دسولې غوښتونکې دي او هيله لري چې ماشومان يې له هر راز انديښنې پرته ښوونځي ته لاړي او وکولاى شي دنورو هيوادونو دخلکو په شان په سوله اوامنيت کې ژوند وکړي .
ولسمشرکرزي د افغانستان د سولي پر بهير د پاکستان اغيزو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، چي په دغه بهير کي ځيني عوامل داسي هم سته چي د افغانستان د کنترول څخه بهر دي ،هغه وويل چي د افغانستان د سولي په بهير کي د پاکستان همکاري، د دغي پروسې د کاميابۍ اصلي دليل کيدای سي ،پاکستان د افغانستان د سولي په بهير کي ډير مهم رول لري. د افغانستان د سولي په پروسه کي داسي عوامل هم سته چي د افغانستان تر کنترول وتلي دي، او که دغه عوامل همکاري و نه کړي، نو طالبان نه سي کولای چي د يو واحد ګروپ په توګه د سولي د بهير سره يو ځای سي ،حامد کرزي دغه راز دا خبره چي افغانستان دي پر څو برخو وويشل سي رد کړه. هغه وويل چي د سولي په بهير کي به داسي هيڅ کومه پريکړه و نه سي، چي د افغانستان د تقسيميدولامل سي.
همدارازله څه باندې دوو اوونیو راهیسي د افغانستان د بېلابېلو مقاماتو له بیا بیا شکایتونو او اعتراضونو وروسته د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم د یکشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره په جار وویل چې د پاکستان له لوري د افغانستان پر سرحدي سیمو د درنو وسلو ګولۍ ویشتل کېږي چې په نتیجه کې یې یوشمېر بېګناه ملکي خلک په تېره بیا ماشومان او ښځې وژل شوي دي ، «باید دا ډول حملې نور ودرول شي ،له تېرو درېيو اونيو راهيسې د پاکستانيو ځواکونو له خوا د افغانستان پر خاوره د څه دپاسه ٥٠٠ د توپ مرميو د توغولو له امله، ٤١ تنه وژل شوي او ٤٥ نور تپيان دي ،دافغانستان ولسمشر حامد کرزي ددوشنبی ماسپښین د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د پاکستان له لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني سره په کتنه کې د افغانستان پرسرحدي سیمو د پاکستاني ځواکونو د راکټي حملو د بندېدا غوښتنه وکړه ،حامد کرزي د افغانستان د ننګرهار او کونړ په سرحدي سیمو د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو پر دوام اندېښنه ښکاره کړه او له جنرال کیاني څخه یې وغوښتل چې د افغانستان لور ته د راکټونو ویشتل فوراً بند کړي ،ولسمشر کرزي وویل، نن سبا د افغانستان او پاکستان خلک تر بل هر وخت سولې او ثبات ته زیاته اړتیا لري او باید دواړه هیوادونه د دې ارمان د پوره کولو لپاره چټک او مضبوط ګامونه واخلي او په هره ممکنه وسیله د جګړو مخه ونیسي چې د دواړو هیوادونو د ورانېدا او بدمرغۍ سبب کېږي پای سلام خان.