اِنآلّلهِ وَاِنآ اِلَیْهِ رَآجِعُونْ
زه هم په خپل نوبت د هیواد د نومیالې سیاسی شخصیت، د حق او عدالت د لارې پیاوړی مبارز،دافغانستان دخلق دموکراتیک (وطن ګوند) دمرکزی کمیټي غړي او د اطلاعاتو او کلتور د وزارت دپخوانی وزیر محترم عبدالمجید سربلند د نا ځا پی مړینې له امله د ارواښاد کورنی ته، دوستانو ته تسلیت وړاندې کوم
او اروښاد ته د جنتونو هیله کوم .زه دخدای بخښلی سربلند صاحب سره دکار کولو ددوران ډیری ښه خا طری لرم سربلند صاحب پرخپل وطن او خلګو مین شخصیت وو او پرخلګو هم ډیر ګران وو، له همدی امله دقندهار ،هلمند ،زابل او روزګان ټولو خلګو وده ته داحترام له وجه همیشه دمعلم صاحب په نامه خطاب کاوو ،رښتیاهم یو معلم او رهنما وو،په ۱۳۶۰ هجری شمسی کال کی نوموړې دقندهار دولایت دتنظیمه رئیس په توګه وظیف تر سره کوله په هغه وخت کی دقندهار دشهر داخلی وضعیت ډیر نارامه وو یوه ور ځ دقندهار په دوهمه ناحیه کی یوه تروریست دکوم کور له بامه پرکوم چا باندی دتفنګچی به واسطه فیر کړی وو او ځای پر ځای شهید شوی وو، تروریست په تیشته بریالی شوی وو دتروریست په لټه له هره طرفه ډزی او تلاشی روانی وی دټول شهر امنیتی وضع ګډه وډه وو،په دغه وخت کی زه او د قندهار دامنیه قومندانی دامنیت امر سربلند صاحب وولایت ته دخپل کار دفتر ته ور وغوښتلو زمونږ دراپور تر اوریدو وروسته یی راته امر وکړی چی دیوه تروریست پخاطر مو ټول ښار نارامه کړی دې عاجل خپل ټول قطعات دشهره ټول کړې او راته یی وویل چی دا دتروریست دپیدا کیدو لاره او طریقه نه ده .دښار خلګ له ځانه مه خفه کوی او وی ویل که دغه خلګ ستاسی ځخه ولاړل بیابه تاسی زما په شمول هم په دی ښار او ولایت کی ځوک پری نږدې،دنوموړی مړینه یوه لویه ضایع بولم او او ځښتن تعاالله ځخه ونوموړی ته فردوس جنت غوښتنه کوم.پای رحمت اله روان.