دسمیع الدین افغاني لیکلنه
(یوولسمه برخه)
دلغمان د دترګړو دجامع جومات خطیب او د ازادی د لیارې
مبارز مولوي عبدالمجید
لمړی
خدای بښلی دکتور محمد سعید ( سعیدافغاني ) چې دلغمان د ولایت دترګړو دجامع جومات خطیب مولانا عبدالمجید مشر زوی دی ، په خپل کتاب ( زما ژوند) کې د هغه په هکله لیکي :
زما پلار مرحوم عبدالمجیدد لغمــــان ولایــــت دعمرزیو د قریې د خیراباد په کلي کې هستوګنه درلوده او دمولوي سید امیرځوی وه ، مــولوي سید امیر چې دخپل وخت کره عالم او د ښه ملي شهرت او اعتبار خاوندوه دلغمان په کله کوټ کې چې دعمرزیو دقریې څخه په جنوب کې تقریبا شپږ میله لرې موقعت لري اوسیده چــــې د خپلو شــــاګردانودرسي حلقه یې درلوده او د خپل عمر زیاتره مده یې هلته تیره کړې ده او پـــه هغه ځــــای کې علاوه د تدریس څخه د خلکود مشکلاتو او پربلمونو په حلولو کې د زیات ولسي قدرت او اعتبار خاونـد وه ۰ مولوي سید امیر هلته کله کوټ ته نژدې د علي خیلو پـه کلي کې چې دکـــوزې ډوپۍ په نامه یادیږي د یو مشهورعالم چې په صوفي صاحب مشهور وه دهغه د لورسره نکاح وکړه ، صوفي صاحب په منطقه کې دبا نفوذو اشــخاصو څخه وه چې په ډوپۍ کې یې د څلویښت جریبو په شا او خوا مځکه درلوده ۰
مرحوم مولانا سید امیر ډیر شاګردان روزلي دي چې د هغې جملې څخه د تګاب ملا صاحب فضل او مرحوم د هدې صاحب نجم الدین اخونزاده چې په ملا بزرګ مشهور وه د یادولو وړ دي۰
مولوي عبدالمجید صاحب بـــه قصه کوله هغه وخت چـــې زه شاګرد وم امیر عبدالرحمن خــان نجم الدین اخونزاده د هغه د مشهورو ماذونانو سره د تندور خانې پـــه سیمه کې بندي کړی وه ځکه چې هغه د ولسي اعتبار او شهرت څخه برخورداره وه، ملابزرګ چې دخپل وخت دیر متقي او مشهور عالم وه زه هغه وخت د هغه تپوس ته جیلخانې ته لاړم او خبر مې ورکړ چې زه د مولوي سید امیر ځوی یم او ستاسو لیدو ته راغلی یم ۰ همغه وه چې زه یې په ډیر شوق وغوښتلم او په زیاد اعزاز یې روغبړ را سره وکړ او شکر یې وویست چې د مـولانا سید امیر صاحب ځــــوی دومره شوی دی چې زما پوښتنې ته راځي او له ما سره یې ډیر لطف وکړ۰ زما یادیږي کله چې زه د خپل پلار سره په ورستیو وختو کې تګاب ته لاړم زما پلار د ملا بزرګ صاحب د مقبرې پوښتنه وکړه دهغه قبر یې پیدا کړ او د اخـلاص فاتحه یې پرې ولوستله ، د هغه په قبر یوه زړه ګنبده ولاړه وه ۰
وایي چې د مولانا سید امیر تر مړینې وروسته دهغه ځوی مولانا عبدالمجید ډیر وړوکی وه چې د خپل مورنی نیکه صوفي صاحب په کور کې پاته شوی وه ،څرنګه چې مور یې هم په وړکتوب کې مړه شوې وه نو دده تربیه دهغه دمورنۍ نیا په ذمه واخستله ،چې هغه یوه ډیره پرهیز ګاره ښځه وه اواولادیې نه درلود نودمولوي صاحب عبدالمجیدپه روزنه کې یې پوره پاملرنه او اهتمام کوه ۰
څه مده نه وه تیره شوې چې د مولوی صاحب مورنی نیکه صوفي صاحب هم وفات شو او صوفي صاحب بل نارینه اولاد نه درلود او تربوران یې دیر ظالمان وه د هغه د کور مالونه یې چور اومځکه یې ترې ونیوله ۰
مولوی صاحب عبدالمجید به ویل ۰ زموږ په کورنۍ کې زموږ د پوښتنې څوک نه وه او زموږ دپلار دتره ځوی محترم محمد شریف خان هم د خپل پلار فتح محمدخان څخه وړوکـــی پاته شوی وه نو همدا دلیل وه چې د تربورانو د ناروا په مقابل کې موږ بې وسې وو ۰
څه مده ورسته زما مورنۍ نیاپه ما باندې تعلیم شروع کړ ،دهیریدو نه ده چې د لغمان د صبر اباد مولوي سیدعالم د ډوپۍ کلي ته زموږ پوښتنې ته راغلی وه په ما یې ډیره مهرباني وکـــړه او د نصیحت په طرز یې راته وویل ۰ پلار دې مشهورعالـم وه ۰ ته ضرور باید دپلار ځای ونیسې ، ځه چیرته دکوم عالم سره دیره شه او صرف او نحوه او نور کتابونه ولوله کوشش وکړه چې وخت درنه عبث تیرنه شي ترڅو ښه عالم درنه جوړ شي۰
هغه ویل چې د مولوی صاحب سید عالم نصیحت په ما زیاد تاثیر واچوه او دده دلارښونې سره سم مې په زدکړې پیل وکړ په یو ځای او بل ځای کې مې پـــه لږه مده کې صرف نحوه او بیا نور کتابونه ولوستل او بیا مې دمنطق اوحکمت دکتابونو په لوستلوشروع وکړه او د وخت د مشهوروعالمانو څخه مې زدکړه وکړه چې پوره په دې کتابونو کې لایق شوم چې زیادتره شاګردان به ماته دتدریس لپاره راتلل ۰ ما پدې تحصیل اکتفا ونکړه او د تحصیل او زدکړې په مقصد په ښیوه ، د لغمای په چهارباغ ، قرغیو او مزینه کې دیره شوم او وروسته لدې څخه دتحصیل په مقصدپیښور ته لاړم ،هلته په پیښور ارغشتواو اشنغرکې مې دمعنوي ، لوی منطق ، حکمت ، تفسیر ، احادیث ، فقه اصول ،میراث ،ریاضي ،تجوید او نور دوخت مشهورعلوم دښو پیاوړو استادانوڅخه ولوستل ۰
وایی چې پـــه هغه وخت کې چـــا چې به مروج علـــوم ولـــوستل د وخت د مشهورو علماو بـــه ورته تصدیق ورکاوه چې د استادی وړ دی نو هغه ته به بیامـــولوي صاحب ویـل کیده او د مولویتوب پګړی به دده په سر باندې مشهورو علماو په ول تړله ، چې مولوی عبدالمجیدهلته دا افتخار تر لاسه کړی وه ۰
د مولوي صاحب عبدالمجید د سفر ملګري په دې باور وه چې هغه په ملګرتوب کې دپوره اخلاص خاوند وه ، د ه له ملګرو او ملګرو لدې سره پوره وفا کوله ۰ زما مرحــوم پلار مــــولانا محمد سعید سعید افغاني لیکې چـــې زما نه يادیږي چـــې زما دمـــرحـــوم پلار مـولوي عبدالمجید څخه دې چا شکایت کړی وي ،ده به خپل ملګري ډیر په احترام یادول او په غیاب کې به یې ستاینه کوله همدا وجه وه چې دده ملګروزما سره زماپه ژوندکې دهغه په خاطر ښه رویه درلوده ،ده به د خپلو ملګرو څخه خوږې قصې کولې او دخپل سفر ملګري به یې ډیریادول اوپـــه دې جمله کې دمولوي محمد ابراهیم کامه وال ، مولوي الهام الدین چــې د لغمان په کــــڅ کې دکجور ملا په نامه یې شهرت درلــود ، دچهارباغ مولـــوي عبیدالله ، مـــولوي محمد عالــم ، او قـــاضي عبدالقدوس د لغمان د چهارباغ څخه ډیرې ښې خاطرې حکایت کولې ، همدارنګه مولــوي عبیدالله او مــــولوي محمد عالم صاحب چې په اول کې دهغه د سفر شاګردان وه چې په نتیجه کې ډیر ښه عالمان شول ۰
دې ویل دکجورو ملا صاحب په سفرکې دجمعې په شپوکې دیرښه او خواږه اشعار او نعتونه ویل او هغه وخت د هغه یو مشهور ورور وه چې هغه ښه متصوف او مشهور واعظ عالم وه ،هغه په وعظ کې ژړل په مخ او ګیره به یې اوښکې روانې وې ، دې قصه کوله یو وار داسې پیښه شوه چې د کجورو ملا صاحب دغه ورور په وعظ کې ډیر وژړل خوکله چــــې د وعظ څــــخه خلاص شــــو نـــو په يو خاص مجلس کې ورته وویل: وروره دا څومره زیــــات ژاړې ، ژړل ښه کار ندی سترګوته دې تاوان رسو ي او که نــه زه هم کولی شم چې خپل مړ پلار یاخپله مړه مور را یاده کړم او له تا څخه ډ یر وژاړم ۰
مولو ي عبدالمجید په ټولو مروجو علومـــوکې تدریس کاوه خوپه منطق او حکمت کې یې ډیر شهرت درلودخو دعمر په اخر کې ددې د تصوف جذبه زیاته شوه نویې د تفسیر،حدیث ، فقه ، او تصوف علومو مطالعه زیاته کوله همداوجه وه چې تګاب مشهور متصوف اخونزاده صاحب څخه یې د قادرې طــــریقه وکړه ، ددې طریقې په ټولو اذکارو او اورادو کې د مازونۍ مرتبې ته رسیدلی وه او د زیاتو مریدانو او مخلصانو خاوند وه٠
څرنګه چې د ښه تقوا او علم خاوند وه نو خلکودی مجبورکړ چې د لغمان ولایت د تیرګړو مشهور او جامع مسجد د خطابت وظیفه هم په غاړه واخلی ، پدې مسجد کې دی ډیر عمر دجمعې په ورځو کې موثرې خطابې ایرادې کړی دی چې دده شهرت د شاګردانو او مرید انو له لیارې نه تنها په لغمان او ننګرهار کې بلکه په ټول افغانستان کې زیات شو،هغه ډیر ښه اواز او د ژبې فصاحت درلود او د ښه اخلاص اوګذارې خاوند وه ۰ نو همدا وجه وه چې هره ورځ له هرې خوا نه ورباندې د روحي او معنوي اســتفادې په منظور هجوم وه او دده په دیره کې به لنګر چلیده چې تراوسه پورې په لغمان کې زیات خلک دده د وعذ،معقولې اونمونې روایتونه کوي۰
مولوی عبدالمجید دامیر عبدالرحمن د پادشاهي د وختونو قصې کولې چې په دې هکله یې داسې ویل : امیرعبدالرحمن په خلکو باندې زیات رغبت اچولی وه اویواځې دنوم څخه یې خلک بیریدل حتی هغه وخت چې هغه مړشوخلکو د ډارې ډیروخت دده د مرګ روایت قدرې هم نشو کولای ۰
--------------------
نو ربیا