سلام خان
د جون دمیاشتی په اوولسمه نېټه، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په خپله غونډه کې د وسله والو طالبانو او القاعده شبکې د بېلولو لپاره دوه بېلابېل قراردادونه منظور کړل او په دې غونډه کې دواړه قراردادونه د رايو په اکثريت منظور شوي دي.د راپور له مخې د دغو قراردادونو موخه دا ښودل شوې
په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفير سوزان رائيس هم وايي، چې د طالبانو او القاعده شبکې بېلېدل او د دوى تر منځ توپير کولاى شي، چې په افغانستان کې د سولې له بهير سره ډېره مرسته او همکاري وکړي، همدارنګه ښاغلي رائيس دغه ګام، چې امنيت شورا اخېستى،ستايلى او نوموړي باور ښودلاى، چې د افغانستان جنګ بغير د سياسي لارې نه، بله لار نه لري او نه به هم دغه جنګ د زور له لارې حل شي.
همدارنګه په راپور کې دا هم راغلي،چې تر دې وړاندې د افغان طالبانو ١٠٨ تنه او د القاعده شبکې پر ٢٥١ کسانو يو شمېر بنديزونه لګېدلي وو او اوس به طالبانو ته په بېله او القاعده شبکې ته به په بېله سترګه کتل کېږي. دې سره په څنګ کې لکه څه ډول، چې څو کاله وړاندې د افغانستان دولت د ملګرو ملتونو د امنيت شورا نه غوښتنه کړې وه، چې د طالب مشرانو نومونه دې له تور لېست څخه وباسي او د افغان دولت په هغه خبره باندې هم اوس دادى، د شلو تنو مشرانو له تور لېست څخه د وتلو پر سرخبره ښه ګرمه روانه ده او که دا کار هم د نړيوالو له خوا ژر تر ژره تر سره شي، نو لېرې نه ده، چې په افغانستان کې دې امن رانه شي او جنګ دې خپله کرغېړنه او بدرنګه لمن ټوله نه کړي
ولسمشر کرزي په کابل کی دځوانانو په يوه غونډه کې وويل، چې له طالبانو سره خبرې روانې دي. ده وويل چې بهرنيو ځواکونو او په سر کې يې امريکې له طالبانو سره د لس کلنې جګړې د پای لپاره مخامخ خبرې پيل کړې دي.دا لومړی ځل دی چې د امريکې او طالبانو تر منځ په رسمي توګه د خبرو پخلی کيږي،خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد يو ځل بيا له امريکايانوسره خبرې رد کړې او ويې وويل چې دوی دا ډول خبرې نه دي کړي ،د يادونې وړ ده چې تېره مياشت د جرمني (دېر شپيګل) مجلې دا خبره رسوا کړه، چې امريکې او طالبانو د جرمني په منځګړتوب د دوی په خاوره کې خبرې کړي، البته تر دې وړاندې امريکايي نيويارکر مجلې هم په فبروري کې د امريکې او طالبانو تر منځ د خبرو راپور ورکړی و.
د امريکې د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند(ميګان ماتوسن) د فرانسې له خبري آژانس سره په مرکه کې دا خبره ومنله چې امريکې له طالبانو سره خبرې کړې دي. ماتوسن وويل، چې امريکې د افغانستان د جګړې له بېلا بېلو غاړو سره اړيکي نيولي او خبرې يې ورسره کړي ،دغه امريکايي چارواکي تر هغې وروسته له طالبانو سره د اړيکو خبرو ومنله، چې پرون ولسمشر کرزي د ځوانانو په يوه غونډه کې د امريکې او طالبانو تر منځ خبرې په رسمي توګه افشا کړې، سره له دې چې د یپلوماتان د امریکا او طالبانو تماسونه په ډېره ابتدايي مرحله کې بولي، خو د کرزي څرګندونې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د افغانستان د لانجې د سیاسي حل لور ته د توجه د زیاتېدا ښودنه کوي،د سولې له خبرو سره د طالبانو د مشر ملاعمر ملاتړ د هرراز اوربند یا د قدرت د وېش (واکوېش) لپاره حیاتي ګڼل کېږي.
د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویاند لطف الله مشعل تېره میاشت ویلي وو چې د دوی له مالوماتو سره سم ملا عمر په کوټه کې له خپل استوګنځي څخه بل لور ته بېول شوی دی اویاهم ممکن وٍژل شوی وې ،په داسې حال کې چې طالبان دا راپورونه ردکړل چې ګواکې مشر يې ملا محمد عمر په پاکستان کې وژل شوی پاکستانی ليکوال احمد رشيد وايي د امريکا په ګډون ډېری دې ته لېواله دي چې دی ژوندی وساتل شي، ځکه چې له طالبانو سره د پټو خبرو د برياليتوب لپاره به د ده ملاتړ ډېر مهم وي،د پاکستان استخباراتي ادارې (ای اېس ای) په لاس د ده وژنې په اړه يوازې ګونګوسی دومره بس و چې د رسنيو او هم د د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ پراخه وېره او هم ناڅرګندتيا رامنځته کړي،د رسنيو له لوري د دغه راپور په خپرېدو، طالبان په دې کې ډېر ګړندي وو چې دغه ګونګسی رد کړي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا يوه بې بنسټه ادعا وبلله او ويې ويل مشر يې په افغانستان کې دننه په يوه خوندي ځای کې دی،هو، د استخباراتي کړيو په حواله داسې ادعاوې اورېدل شوې، موږ يې په کلکه ردوو او هېڅ حقيقت نه لري. دا يوه بې بنسټه ادعا ده. د دښمن له خوا د تشويش زياتولو په خاطر خپره شوې دی"
دغه ګونګسي ځکه خپاره شوي چې ملا عمر ډېرې ورځې نه د ی لیدل شوی او نه يم هم په اړه څه اورېدل شوي دي. د افغان طالبانو ډېرو مشرانو په اړه ویل کېږي چې دوه کاله وړاندې په کوټه کې له خپل اصلي ځايه د پاکستان جنوب لور حيدر اباد او کراچۍ ته لېږدېدلي چې هلته به د امريکا د بي پيلوټه الوتکو له توغنديو خوندی وي،طالب مشرتابه دغه ګام وروسته له هغه اخيستی چې جنرال ډېوېډ پېټرېيس په ۲۰۰۹ کال کې ګواښ وکړ چې که د ملا عمر ځای ځايګي ور معلوم شو نو ځواکونه به يې ان په کوټه کې هم موخې په نښه کړي ،خو له هغه راهيسې چارې بدلې شوې دي. امريکا اوس له طالبانو سره د سولې په پټو خبرو کې ښکېله ده، او د لږترلږه يوه مرکچې نوم د امريکايي ورځپاڼو له لوري اخيستل شوی، چې طيب اغا دی. دی د ملا عمر نژدې باوري کس او يو وخت يې شخصي سکرتر او وياند هم و،د پاکستان (ای اېس ای) له څو کلونو راهيسې د دغو خبرو لپاره هلې ځلې کولې، او اوس دا چې امريکا په خبرو کې ښکېله ده (امريکايي منځګړيو په وروستيو مياشتو کې لږ تر لږه دری ځله له طالبانو سره کتلي دي)، نو دواړه سي ای اې او ای اېس ای دې ته تلوسي دي چې ملا عمر ژوندی وساتل شي،د سولې هر ډول تړون ته په رسېد کې به د ملا عمر د لاس برکت ته اړتيا وي، چې له مخې به يې لا نور توندلاري طالب قوماندان دې اړ کړی شي چې د داسې تړون مادې ومني او له القاعدې او نورو ردوونکيو اړخونو سره يو ځای کېدو ته مخه نه کړي ،پر دې سربېره د نورو افغان ډلو مشرانو، لکه جلال الدين حقاني (چې په پاکستان کې د مېشتې اورپکې شبکې مشري کوي)، زوی يې سراج الدين حقاني او د پخوانيو مجاهدينو مشر ګلبدين حکمتار تر مشرۍ لاندې ډلې، ټولو ملا عمر ته د وفادارۍ ژمنه کړې ده ،په دې ډول ملا عمر د طالبانو ترمنځ د یووالي يوازينی عامل دی، او له وخت مخکې مرګ به يې په چټکۍ طالبان سره ووېشي،کله چې د افغانستان واګې له طالبانو سره وې، ملا عمر ډېر کم له کندهاره وتلی و. څو کلونه کېږي چې ملا عمر د خپلو ملاتړيو له لوري نه دی ليدل شوی ،يوازې د کوټې شورا ډېرو کمو مهمو مشرانو په اړه – چې د طالبانو د مهمو پرېکړو څښتنان بلل کېږي ـ ويل کېږي ګنې ملا عمر ته لاسرسی لري،دا څرګنده نه ده چې دی اوس هم د طالبانو د ورځنيو عملياتو د څار چارې په لاس کې لري که څنګه؟ خو دا ځکه د شک وړ خبره ده، چې ده ته له اړتيا سره بيا هم دی په پرله پسې ډول پټ دی
تر څو تېرو کلونو پورې د ده په اړه داسې ويل کېدل چې ګنې پر موټرسايکل يې افغانستان ته سفر او له خپلو قوماندانانو سره يې ليده کاته کول او د دوی اړتياوې يې څېړلې، خو دا ډول کار نور نه کېږي ،اوس موسمي قوماندانان له افغانستان نه کوټې يا کراچۍ ته راځي چې ځانونه په پيسو، وسلو او خوړو سمبال کړي او بېرته نوي جلب شوي کسان وروسره بوځي، خو دوی ډېر کم له ملا عمر سره د ليدو کتو توان لري
دا يوازې سي ای اې او ای اېس ای نه دي چې په دې موضوع کې ګټه ګوري،جرمني هم د دې خبرې ډاډمنولو ته لېواله دی چې له مخې يې طالبان د بون راتلونکي کنفرانس کې ګډون وکړي. دغه غونډه به د بون لومړي کنفرانس پر لسمه کليزه جوړېږي، چې له مخې يې په ۲۰۰۱ کال د افغانستان لنډمهاله اداره جوړه شوه، خو ددی خبری ترسره کیدو لپاره باید ملا عمر دهوکی اشاره ور کړې ،
اوس دا چې اسامه بن لادن وژل شوی، داسې هيله ده ګنې ملا عمر به اوس په دې وتوانېږي چې خپل ځان د القاعدې د نړيوال جهاد له ايډيولوژۍ لرې کړي او تر ډېره د يو افغان وطنپال په توګه راڅرګند شي،ده له عرب اورپکيو سره شخصي اړيکي لرل، چې يو تنظيمي يا ګونديز تړاو نه و (او لکه څنګه چې نورو ډلو کړې، طالبانو بيا هېڅکله القاعدې ته د وفادارۍ لوړه نه ده کړې،
دا د - امريکا، ناټو، پاکستان او افغانستان - ټولو په ګټه ده، چې ملا عمر د اوس لپاره ژوندی وساتل شی ،ده ته د لوبې پای کې اړتيا ده، چې په افغانستان کې په داسې حال کې چې ناټو د خپلو ځواکونو ايستلو ته تياری نيسي، په چټکه رارسېدونکی دی ،افغان او لوېدیځ چارواکي هڅه کوي چې له طالب مشرانو سره د خبرو لپاره د پاکستان ملاتړ ترلاسه کړي خو داسي ښکاري چې پاکستان د نن او سبا د وعدو په ورکولو سره په دې هیله وخت تېروي چې نړیوال ځواکونه به له افغانستانه ووځي ،که څه هم کرزي په وروستیو کې د معمول خلاف پاکستان ته دوه ورځنی سفر وکړ او افغان چارواکي چې په دې سفر کې له کرزي سره ملګري وو وايي چې د پاکستان دریځ خورا بدل شوی او اوس په ښکاره وايي چې د افغانستان د شخړې په اوارولو کې مهم رول لري ،ویل کېږي چې له امریکايي چارواکو سره د جرمني په منځګړتوب خبرو ته طیب اغا هم پاکستان ورمعرفي کړی دی.طیب اغا په پاکستان کې اوسي او له هماغه ځای قطر او جرمني ته د پاکستان له هوايي ډګرونو تللی او بېرته ستون شوی دی ،د پاکستان د استخباراتو(آی ایس آی) پخوانی چارواکی ډګرمن سعد خان وايي چې د جرمني خبرې ابتدايي او مقدماتي وې خو طیب اغا د ملا عمر په خوښه په دې خبرو کې ګډون کړی وو،اوس هم امریکا او هم طالبان دواړه غواړی چی له یوه اوبل سره خبری وکړی.
ګېټس چې د روانې میاشتې په پای کې یې د دفاع وزیر په توګه ماموریت پای ته رسېږي، د دې مسلې پر اهمیت تاکید وکاوه چې باید مخکې تر دې چې له هغو کسانو سره خبرې پیل شي چې ادعا کوي د ملاعمر استازي دي، څرګنده شي چې څوک د طالبانو حقیقي استازیتوب کوي ،د امریکا دفاع وزیر دا څرګندونې د افغانستان د ولسمشر له هغو یوه ورځ وروسته وکړې چې ویې ویل د امریکا متحد ایالتونه او نور هیوادونه له طالبانو سره په خبرو بوخت دي او د افغانستان حکومت په دې خبرو کې برخه نه لري ،ځینی دیپلو ماتان او مقامات وایی چی دامریکا او طالبانو خبری په خورا لومړنیو پړاونو کی دې ،د امریکا دفاع وزیر په عین حال کې وویل چی زما خپل نظر دا دی چې د سولې حقیقي خبرې لږترلږه تر راتلونکي ژمي پوري ممکن نتیجه ونه لري.زه فکر کوم مخکې تر دې چې طالبان جدي خبرو ته حاضر شي باید ځانونه تر پوځي فشار لاندې احساس کړي او دې باور ته ورسېږي چې په جګړې یې نه شي شل کولی .
په کابل کې د جرمني سفیر رویدګرکوینګ وویلی دی چی د جرمني حکومت له میاشتو میاشتو راهیسي وايي چې موږ په افغانستان کې د سیاسي پروسې ملاتړ کوو، په دې پروسه کې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو د پخلاینې خبرې شاملې دي او د امریکا متحدو ایالتونو پکې کلیدي رول لوبولی دی.«موږ خوشاله یو چې دا بهیر اوس پیل شوی دی ،طالبانو تر دې دمخه تل ویلي چې تر هغو به هیڅ راز خبرې ونه کړي چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي ،پای سلام خان