د ثور د ۷ نیټې د پاڅون ماهیت او اهداف

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
دکتور رازمحمد پکتین
بوخوم المان
د ثور د ۷ نیټې پاڅون زموږ د ټولنې د تاریخي اړتیاوو سره سم اودهغې دعیني شرایطوله مخې دیوه ملی اودموکراتیک غورځنگ په توگه په داسی حال کی بریالیتوب ته ورسیده چي زموږ د خلکو د سیاسي شعورکچه ډېره ټیټه وه لیکن بیا هم دې پا څون ته د ملی او دموکراتیکو ځواکونو رغنده مبارزو او په خاصه توگه دسردارمحمدداودخان نظامي کودتا یولړ ذهني شرایط برابرکړه.
ددې پا څون له بریالیتوب سره دملی اودموکراتیکوځواکونودبري اوقدرت ته د رسیدوپه بڼه کی نوی تیزس وړاندی شو. ددې پاڅون ظاهری بڼې ته چی ځیر شو نو دا د نظامیانو له خواترسره شوي ده چی په عمومی توگه کودتاگاني دهغوی )نظامی�
�نو( له لارې سرته رسیږی. نوددې پاڅون ظاهری بڼه هم کودتائي ده. اماکه ئې ماهیت ته ځیرشونوداپاڅون له کودتا سره زیات توپیرونه لری اوهغه دا چی: لومړی کودتا دمحدودو جگپوړو نظامیانو له خوا په نیمه شپه کي سرته رسیږي حال داچي دا پاڅون دمرکزۍ قطعاتو او جزوتامونو د ټیټې کچې د افسرانو او سرتېرو له خوا چي حتی یوجنرال هم پکښي نه وو په رڼا ورځ دسهارپه ۹ بجو راووتل اودولت ته ئې د هغوی د عمل په مقابل کی خپل عکس العمل وښوداوجگړه ئې ورسره اعلان کړه. دکودتابله مشخصه داده چي کودتاچیان ددولت جگپوړي چاروا کی اونظامي افسران دشپې له خواپه خپلوکورونوکی نیسی اوفعالیت ئی �
�نثی کوي لیکن د دې پاڅون برخوالو د شپې یو وزیر او یو جنرال هم نه دی نیولی او د سردارمحمد داود خان په شمول ئې هغوی ته په رڼاورځ مراجعه وکړه چی ځانونه تسلیم کړي. لیکن سردار صاحب دخپلې سرزوري اوخودخواهي له کبله دخپل فامیل دغړوپه منځ کي سنگر ونیو او د پاڅون په برخوالوئې ډزی پیل کړې. څومره چي شواهدڅرگندوي حتی هغوی پخپله دخپل فامیل په هغوغړوباندي هم ډزي کړې دي چي عذرئې ورته کړی ووچي ځان تسلیم کړي. دپورتنیو دلایلو له مخې او د هغې ورځې له جریاناتو څخه چي دکابل ښاریان مطلق ډېرکی ئې عیني شاهدان و وداسی نتیجه اخستله کیږي چي دې پاڅون له کودتاسره هیڅ تړاونه د�
�لوداوداچی هغه ئی وروسته بیادثور سترانقلاب. پرتمین انقلابونوماوه دادهغه وخت درهبری پاک احساسات وو او د هغوی دپاکوارزوگانوښکارندویي ئې کوله چي غوښت ئې چي پاڅون دانقلاب مرحلي ته وده وکړي. خوله بده مرغه ددې پاڅون په مقابل کي داسي سترې داخلي اوخارجي توطیی اود سیسې پیل شوې چي ددې پاڅون ټول سپېڅلي ا هداف او ښېگڼې ئې له خاورو سره خاورې کړې چي ددې توطئو او دسیسو په هکله به بیا وروسته رڼا واچوله شي. گرانولوستو نکوته دڅرگنده وي چي زه نه لیکوال یم 2 او نه تاریخپوه لیکن هغه تاریخي پېښې چی دثور د ۷نیټې له پاڅون څخه وروسته زموږ په گران هیوادکي منځ ته راغلی د�
� هغه می پخپلو سترگو لیدلې دي نودیوه عینی شاهد په توگه زما دخپل درک په اساس به هڅه وکړم چی یواځی اویوا ځی حقیقت ولیکم اوبس. زه په دې باندي باور لرم چي ټول خلک او سیا ستوال په دې هکله په کامله توگه په جریان کي دی چي دثور پاڅون څه وخت، دچاله خوا اوڅرنگه بریالیتوب ته ورسیده. زه به دلته په هغو موضوعگانوباندي رڼاواچوم چي مختلفوسیاست والوڅرگندونې کړې دي قضا وت اوحکم ئې کړی دی چي دخپلو سیاسي گټوپه خاطر دپاڅون لاره دانحراف خوا ته و اړوي. سره له دې چې دا موضوع اوس نه د نړیوال سیاست په ډګر کې کوم اهمیت لري او نه هم د افغانستان پیښو ته کومه ګټه رسولای شي ځکه چې
اوس شوروي اتحاد ړنګ شوی دی او په نړیوال سیاسي چاپیریال کې د دوو زبرځواکونو ځای یوه زبرځواک نیولی دی لیکن دابه بي ګټې نه وي چې ځني حقایق راڅرگند شي او د هغو پټو توطیو ځیني برخې را وسپړلي شي اود تاریخ حافظې ته و سپارلي شي. دا.خ. د. گ. دا مسئله په کامله توگه درک کړې وه چي دنوروسیاسی فعالیتونو په څنگ کي په وسله وال پوځ کی هم کاروکړي ځکه چي په وسله والو ځواکونوکي دگوند ژور نفوذاوپه یوه ملي اودموکراتیکه مفکوره باندي دټیټي کچې دافسرا نو اوسرتېرو سمبالیدل اوپه گوندي سازمانونوکي دگوند له اوصولوسره سم دهغوی تنظیمول، په دی شرط چي گوندپه خلکوکي داوتوریتې ا�
�نفوذخاوندوي، کولای شي چې دخلکو دپراخو پرگنوپه گټه استبدادي حاکم رژیمونه رانسکورکړي. نوځکه په ۲۴۳۳ کال کی کله چي دسردار محمدداودخان په مشري نظامي کودتاوشوه نوټولوسیاسي کړیودافغانستان دخلک دموکرا تیک گوند په شمول په اوردو کي پراخ سیاسي کار پیل کړچی په نتیجه کی په ډېره لنډه موده کي په هیوادکي پراخ سراسري نظامي تشکیلات منځ ته راغله. دا. خ. د.گ. رهبري اوشخصأ تره کي باوردرلود چي که وسله وال ځواکونه په ملي اودموکراتیکه مفکوره دخلکو پراخو پرگنوته دخدمت په روحیه باندي وروزل شي نودابه په مجموع کي دکلاسیکو مبارزوداصولو په څنگ کي دموکراتیک غورځنگ لا گ
ړندی کړي.همدادلیل وو چی له نوموړې کودتاسره جوخت ئی تصمیم ونیوچي په وسله والوځواکونوکي سازماني کارپیل کړي اودمبارزې تیره څوکه ئې په وسله وال پوځ کی دوطنپالوافسرانواوسرتېروجذبولوته واړوله چي په ډېره لنډه موده کي دافسرانو او سر تېروپه منځ کي دا. خ. د. گ. اوتوریتې لوړه شوه اودجذب اوجلب کچه په ډېر گړندیتوب سره. زیاتېده چی په نتیجه کي گوند په ضربتی قطعاتوکي دپام وړ قدرت لاس ته راووړ. په وسله وال پوځ کي دگوند پیاوړي نفوذ ته په کتنې سره په ۲۴۳۳ کال کي دنظامي سازمان له خوا نورمحمدتره کي ته په رسمي توگه لیکلی رپوټ وړاندی شوی ووچی د ا. خ. د. گ. کولای شي چي په
ډېرو کمو تلفاتو سره له سردار محمد داود خان څخه سیاسی قدرت واخلی. خو تره کی دا رپوټ تائید نه کړ او هغوی 3 ته ئی داسی هدایت ورکړ چی موږ دقدرت نیولو په خاطر مبارزه نه کووبلکه خلکوته دخدمت لپاره کارکوواوذهني شرایط هم لاتراوسه برابرنه دي چي قدرت لاس ته راوړو، موږکولای شو یواځی د دموکرتیکو اصولو په اساس او د افغانستان د خلکو په ملاتړ باندي دقدرت واگي په لاس کي واخلو. که چېري امپر یا « : په عین حال کي ئې په خاصوشرایطوکي په لاندي ډول هدایت صادرکړی وو لیزم، ارتجاع او یا کومه بله ډله د داود رژیم ړنگ کړی. نو د افغانستان دخلک دموکراتیک گوند بایدسیاسي قدرت لاس
ته راوړی اویا که د داود رژیم دگونددضعیفولو اویا دهغه له منځه وړلو لپاره په تېري لاس پوري کړي اویادگوند رهبري بندي کړي نوگوند بایدپه متقابل عمل لاس پوري کړي د افغانستان ( ». اوځانته نجات ورکړي، دداود رژیم ړنگ کړي او سیا سي قدرت لاس ته راوړي کالنۍ ۲۴۳۱ کال ۴۴ مخ( دلته د گرانو لوستونکو پاملرنه دې ټکي ته رااړوم چي نورمحمد تره کی یوملي، فرهنگي او سیاسي شخصیت او په پښتو ادبیاتو کی د ریالیزم د سبک بنسټ ایښودونکی، د ټینگې سیاسي تقوا، ژورې سیاسي پوهې اودویښو زلمیانوله وخته داوږدې مبارزې دتجربې خاوندوو چي دگوند په پیاوړتیاکي په پراخ لاس لرلوسره لکه څرن
گه ئی چی دهیواددنوروزیارایستو نکو طبقواوقشرونوپه تنظیم کي ډېر اغېزناک رول لوبولی دی نودځوانووطنپالوافسرانوپه جذبولواوجلبولوکی ئی هم ژوره اغېزه درلودله.کله چی دداود درژیم پولیسود ۲۴۳۷ کال دثور دمیاشتې په ۳ پر ۶ نیټه نورمحمدتره کي اودمرکزی کمیټې ځني غړی بی له جرمي شوا ته هدو څخه دشپې په نیمه شپه کي لاسونوته ولچک ورواچول اوځېل ته ئې بوتلل نود تره کي ځېل ته اچول داپخپله دگوند نظامي سازمان ته دتره کي دپخواني هدایت سره سم دداود له رژیم سره دجگړې بولۍ )قومانده( او سگنال ووچی دثور دمیاشتې په ۷نیټه دسهار په ۹بجو په رڼا ورځ په مرکز کي دډېرکیو قطعاتو
او جزوتامونو گوندی بولندویانو د انقلاب بولۍ ورکړه چی د ماښام تر ۷ بجو پوري په ۲۱ گړیو کي په ډېره مېړانه اوزړورتیا سره د داود رژیم رانسکور کړ او قدرت دافغا نستان نظامي انقلا بي شوراپه خپل لاس کی واخست. امنیت په ډېره لنډه موده کی تامین شواونظامي انقلابي شوراقدرت دنور محمد تره کی په مشري دافغانستان ددموکراتیک جمهوریت انقلابي شوراته وسپاره.د ۲۴۳۷ کال دثور دمیاشتې په ۲۲ نېټه چي دمې دمیاشتې له لومړۍ نېټې سره برابره وه د افغانستان ددموکرا تیک جمهوریت نوې رهبري وټاکله شوه چي د خلکو دپراخو پرگنوله خوا ئې ټینگ ملاتړ وشو اوپه گرمواحساساتواو خوشالیوسر�

ئي دمې دلومړۍ نیټې اونوې دولتي رهبري هرکلی وکړ. دلته غواړم ددرنو لوستونکو پاملرنه یوې موضوع ته راواړوم اوهغه داچي اکثره وخت ځني سیاستوال داسي څرگندونې کوي چي سردارصاحب یو وطنپال رهبرووکاشکي هغه له منځه نه وای تللی اوننۍ غمیزه دثور له کودتاڅخه پیل شوه. زه هم وایم چي هو داود خان وطنپال سړی وولیکن ددې په څنگ کي یو خودخواه جاه طلب او مستبد سړی هم وو. آیا دابه دسالم عقل خاوند قبول کړي چي دیوه گوند درهبري غړي دی چي 4 دافغاني اواسلامي دودونو سره سم دگوند درهبري دیوه بل غړي دتکفین اوتدفین په مراسمو کي برخه واخلي اوله دولت څخه دخپل ملگري دقاتلینو دنیول�
� غوښتنه وکړي،ځېل ته واچوي؟ خو داودخان داونه زغملای شوای چي ولي دا گوند په دې ستر ځواک سره موجود دی. هغه ووچي په گوند باندې یرغل وکړ اوغوښت ئې چي داگوند له منځه یوسي. د دې یرغل په مقابل کي د گوند نظامي سازمان دگوند دنجات په خاطر د ثور په ۷ نېټه دسهار په ۹ بجو په رڼاورځ جگړې ته راووتل سردار صاحب پخپله دپاڅون برخه وال دې اقدام ته تحریک کړه.خو هغه دجگړې مورچل دخپل فامیل د غړو په منځ کي وټاکه اوله هغه ځایه ئې د پاڅون په برخه والو ډزې پیل کړې ترڅو ئې ځان اوخپل فامیل په دې اور کي وسوځاوه هغه خپل برخلیک پخپله ټاکلی دی. ټول شواهدداپه ډاگه کوي چي داودخان پخپل�
� ماجراجوئي کړې ده. په دې اړوند چي وایي ننۍ غمیز ه دثور له پاڅون څخه پیل شوه دا هم یوه ذهنیگرانه موضعگیري ده. ځکه دا غمیزه دداودخان په وخت کي دهغه په مقابل کي دمذهبي تنظیمونو له کودتاگانو څخه پیل شوې ده چي همغه مذهبي تنظیمونه دي چي اوس هم لا ادامه ورکوي.اوس به دامسئله وڅېړو چي آیا دا پاڅون یوه غمیزه وه اوکه د خلکو د پراخو پرگنو دارمانونو ښکارندویي ئې کوله؟ که دنوي حکومت کړنلارې ته په ځیر سره کتنه وکړونود هغې په لومړنیو مادو کي دهیواد دزیارکښو خلکو دژوند دکچې هراړخیز لوړوالی منجمله دځمکو دموکراتیک اصلاحات، دملي مسئلې دموکراتیک حل، اوپه سیاسي اق�
�صادي ټولنیز او مدني برخو کي دښځې اونار ینه ترمنځ دمساوي حقوقو تامینول درج شوي دي چي د لومړي کال په لومړیو میاشتوکي یي دهغوی په عملي کولوپیل ۷ او ۱ ( گڼه فرمانونه ددې واقعیت څرگند مثالونه دي. دې فرمانونوهر ، وکړ چي دانقلابي شورا ) ۶ چاته دقانون حیثیت درلود او هیچا نه شو کولای له هغوی څخه سرغړونه وکړي. بډې اواختلاس خو دچا په فکر کي هم نه گرزېده. ځکه ولس ته واک ورکړشوی وواوهغوی سیمه ایزې کمیټې لرلې چي په دې ئې خپل کنټرول لگولی وو. په دې هکله نورمحمد تره کي د افغاني قزاقانو له استا زو سره په مشران ستر رول لري خودولس رول له هغوی څخه مهم او څرگند دی، ځکه «
: یوه غونډه کي ویل همدغه زموږ ولس ووچي یوسلودېرش کلن سلطنت یي پای ته ورساوه اوقدرت یی په لاس کي ونیو.
والیان کټ مټ زموږ په شان چي په مرکز کي یو، دولس په خدمت کي دي اوکه دلوږې هم مړه شي د افغانستان کالنۍ ۲۴۳۱ کال ۱۴ مخ (. همدا سبب ( ». اختلاس اوبډو اخستلو ته به زړه ښه نه کړي ووچي له نوی حکومت سره په ډېره لنډه موده کي دخلکو دپراخو پرگنو اوډېرکیوروڼ آندو خپل پراخ ملاتړ اعلان کړ،ځکه چي نوي حکومت پخپلو انقلابي دندو کي ډېر سپېڅلي اهداف چي دخلکو دډېرو پخوانیو ارمانونو ښکار ندو یي ئې کوله اود هېواد ملي گټې په کښې نغښتې وې، دځان لپاره وټاکل.
همدا سبب وو چي دکلیو په کچه دانقلاب ددفاع کمیټې جوړي شوې چي په وسله واله توگه ئې دپاڅون دلاسته راوړنو څخه دفاع کوله، لیکن نړیوالې ارتجاع او امپریا لیزم او دهیواد په دننه کي دهغوی پلویانو دپاڅون له بریالیتوب سره سم چي خپلي طبقاتي گټي یي له لاسه ورکړې وې نوپه لومړیو په افغانستان کي دکمو نست «: شېبوکي چي خبر شوه ددې پاځون پرضدئې ناوړه تبلیغات پیل کړه چي گوند په مشري کودتا شوې ده، کودتادشورویانو په مرسته شوې ده، په کودتا کي شوروي پیلوټانو نړیوالې اودسیمې ارتجاع، په .». برخه اخستې ده اونورنوافغانستان د شوروي اتحادیوه سپوږمکۍده هېواد کي دملي او دمو
کراتیکو ځواکونو دښمنانو او د نړیوال نوې استعمار فتنه اچوونکو مبلغانو زهرجنې ویناوې وکړې اودې شیطاني ډولوځوا کونوله ټولوخرابکارانه بېلابېلو وسایلو څخه کارواخیست، د راډیوگانو او مطبوعاتو له لارې ئي په یولړ ناوړو درواغجنو شیطاني تبلیغاتو او جعلیاتو او د حقایقو په بدلولولاس پوري کړ چي دافغانستان دخلکوعمومي ذهنیتونه ددې پاڅون په هکله گډوډ کړي اوله ناکامي سره یي مخامخ کړي خو له دې تبلیغاتو او فشارونو سره سره نوي حکومت په بریالۍ توگه په سیاسی ا قتصادي اوټولنیزو برخو کي ستر بریالیتوبونه لاس ته راوړه. د ۶ گڼې فرمان په اساس دسود او گروي لمنه په کا�
�له توگه ټوله شوه او ۲۲ ملیونه خواریکښ بزگران دسود خوړونکو له ظلم اوستم څخه خلاص شول. د ۷ گڼې فرمان په اساس دښځواو نارینه ووترمنځ په سیاسي اقتصادي، ټولنیزو اومدني برخو کي مساوي حقوق تامین اوولور له منځه ولاړ. په دې ترتیب سره ځوانانو او پېغلو ته دازمینه برابره شوه چي ددوۍ له اقتصادي وضعي سره سم خپل دژوند ملگری پخپله خوښه وټاکي اودانقلابي شوراداتمې گڼې فرمان په اساس دځمکو دمو کراتیک اصلاحات په ډېربریالیتوب سره سرته ورسیدل. دې کاردبزگرانو په واسطه اودهغو په فعال گډون سره صورت ونیو. دځمکو دوېش له پیل څخه ددوه نیمو میاشتو په جریان کي نژدې ۹۱ زرو لږ
ځمکو او بې ځمکو بزگرانووړیا ځمکه لاسته راوړه او دثور دپاڅون ترلومړۍ کالیزې پوري )یعني د ۲۴۳۱ کال دثور تر ۷ نیټې پوري( دا پروسه په کامله توگه پای ته پای ته ورسیده اوددوولکو څخه زیاتي بیوزلي بزگرې کورنۍ دځمکوخاوندانې شوې ددې فرما نونو تطبیق دهغه وخت په وراسته فیوډالي نظام باندې اساسی رېز مرېز کوونکی گوزار وو. یوبل ستر دښمن چي دټولنې په زړه پورې ودې ته ئې زیان رسولی ووهغه بیسوادي اونا خواني وه چي دنوي حکومت له خوا ئې پر ضد باندې جهاداعلان شو او په ټول هیواد کي د کلیو په کچه په زرگونودلیک لوست کورسونه پرانستل شول اوپه سلگونو زره خلک دلیک اولوست له �
�عمت څخه برخمن شول. په ۲۲ میاشتوکي د ۲۱۱۱ په حدودکي نوي ښوونځي جوړاو پرانستل شول، برسیره پردې هرچاته داامکانات برابر شول چي پخپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي. لنډه دا چي ددې پاڅو ن له بریالیتوب سره دخلکودپراخو پرگنو دامید گلونه وغوړېدل ظلم اوستم، تفوق طلبی اوتحقیرله منځه ولاړاودبډو اواختلاس خوچانوم نه شواخستلای دکارگرانو دژوند دښه کېدو په خاطرددولت دمامورینو په څېر کوپون، ماکولات، بیمه، رخصتي اونورامتیازات ورته حواله شوو، دکاردپیدا کولو لپاره سترې ساختماني پروژې پیل شوې،دخلکو لپاره وړیا درملنه په چټکي سره پراخېده اود افغانستان دملي فرهنگ دب
ډای کولو اودهیواددټولوژبودودي لپاره رادیوئې اوتلویزیونی خپرونې پیل شوې اودهر ملیت دکلتوردراژوندي کولو اوغوړېدو لپاره په پراخه کچه کار کیده. له پورتنیو فکتونواو اجرأتو څخه داسي نتیجه اخستله کیږي چي ددې پاڅون له بریا لیتوب سره دخلکود پراخو پرگنو داسي هیلې راژوندۍ شوې چي ددوي لرغوني ارمانونه به سرته ورسیږي او په گران هیواد افغانستان کي به یوه هوسا او بسیا ټولنه جوړه شي. خوله بده مرغه دد ې اهدافو دسرته رسولو په لار کی دومره ستونزې راپیدا شوې چي نه یواځي دسرته رسولو زمینه ئې
نه شوه برابره بلکه پرضد ئې په نړیواله کچه داسي څرگندې توطئې اودسیسې پیل شوې چي دپاڅون اهداف ئې له خاورو سره خاوري کړل. په دې هکله چی دثور د ۷نیټې پاڅون ولي دانقلاب پړاو ته وده ونه کړه نودابه په راتلونکو څېړنو کی درنولوستونکوته په مفصله توگه معلوماتونه او تشریحات وړاندي شي.
...............
د ثور د ۷ نیټې پاڅون ولی خپل هدف ته ونه رسیده؟
کله چي دثورد ۷ نیټې پاڅون بریالیتوب ته ورسیده نو نړیوالې ارتجاع په لومړیو شېبوکي چي خبر شوه په افغانستان کي دکمو نست گوند په مشرۍکودتا « : ددې پاځون پرضدئې شیطاني تبلیغات پیل کړه چي شوې ده، کودتادشورویانو په مرسته شوې ده، په کودتاکي شوروي پیلوټانو برخه اخستې ده نړ یوالې اودسیمې ارتجاع دنړۍ دملي ازادي ». اونورنوافغانستان دشوروي اتحادیوه سپوږمکۍ ده بخښونکو غورځنگونو دشمنانو، په هېواد کي دملي او دموکراتیکو ځواکونو دشمنانواودنړیوال نوې استعمارفتنه اچوونکومبلغانو زهرجنې ویناوې وکړې اودې شیطاني ډولو ځواکونوله ټولوخرابکارانه بېلابېلووسایلو�
�خه کاروا خست، د راډ یوگانو اومطبوعاتوله لار ې ئي په یولړناوړودرواغجنوشیطاني تبلیغا تواو جعلیاتواودحقایقوپه بدلولولاس پوري کړ چي دافغانستان دخلکوعمومي ذهنیتونه ددې پاڅون په هکله گډوډکړي. همدغو ارتجاعي ځواکونواوپه اصطلاح دبشر دحقوقومدا فعینو په هغه وخت کي په بې شرمانه توگه درواغجن تبلیغات کول چي دپاڅون برخه وال دبشر حقوق نه مراعات کوي اوداسلام دمقدس دین پرضد باندې عمل کوي. نورمحمد تره کي ددې د ثور د اومې انقلابي پاڅون دافغانستان دخلکو « : ناوړه تبلیغاتوپه هکله داسي څرگندوني کړي دي دیوه دمو کراتیک اوملي انقلاب رښتینی پیل دی نه کودتا، دغه ا
نقلابي لوی پاڅون په څرگند ډول په رڼاورځ دافغانستان دخلکودخپلواکې ارادې پربنسټ دکوم بهرني هېواددلاس وهنې څخه پرته د هېوادپالو او سرتېرو افسرانو په سرښندنې ترسره شوی او د افغانستان دخلکو د ملیونونو پرگنوله خوالوی ملاتړ ورسره ملگری دی بل داچي په افغانستان کي هیڅکله دکمو نست گوند تر نامه لاندې کوم گوند نه وواونشته. بیا پسې زیاتوي: افغاني انقلابیون په ټول احترام سره داسلام دمقدس دین او روحانیونو، د بشر د حقوقو د اصولو او د خپلو ملي دودونو او دستورونو په وړاندې برخورد کړی اوکوي یي. داچي افغانستان دیوه بل هېواد په سپوږ مکۍ باندې بدل شوی دی بایدووا
یم چي دبل هېواد د سپوږمکۍ اصطلاح دبین المللي ارتجاع له زرادخانې څخه راوتې ده. افغانستان اوس دهچاتراثرلاندي نه دی بلکه یواځي دثور داومي نیټې دبریا لي انقلاب تراثرلاندي دی چې افغانستان دناپیلوهېوادوازادقضاوت او مثبتې اوفعالې بیطرفي له سیاست سره یوځای سوله غوښتونکی اوبشپړ خپلواک سیاست تعقیبوي اوله نورو هېوادوسره دخپلې دوستي اواړېکوملاک دثورداوومې نیټې دانقلاب په وړاندې چي دټول افغا نستان دولس پوره اوبشپړ ملاتړ ورسره دی، د دغو هیواد و دچال چلند له دافغانستان کالنۍ ۲۴۳۱ کال ۳۷ ۷۳ مخونه(. ددې خبرو دحقا نیت ( ». مخې ټینگ کړي اوټینگوي یې دروښانه
کولو لپاره د درنولوستونکوپاملرنه له داخلي اوخارجي ژورنالستانو سره د نورمحمدتره کي ۲۴۳۷ نېټه دایر شوی وو. -۳- دهغه مطبوعاتي کنفرانس عمده سوالونواو ځوابونوته رااړوم جي په ۲۶ می توانم به شما داستان « : نورمحمدتره کي وروسته له ښه راغلاست او مننې څخه وویل مختصرانقلاب راشرح دهم این انقلاب به اساس دستور و تحت رهبري ح.د.خ.ا انجام یافت. این باراول است که بدنیا اعلام میکنم که حادثه اخیر کودتایی توسط یکعده عساکر ورهبران اردو نبودبلکه حزب رفقای خودرا درساحه نظامي تربیه کرد. ماکوشید یم تاآنها خودرادرجهت حزب روی این دلیل بسیج نمایند که روزی بتوانند بامای�
�جا مردم افغانستان راازچنگ بیرحمي واختناق ازرژیم اشرافی نجات بخشنداززمان تاسیس حزب که سیزده سال میگذردیعنی از روز اول جنوری ۲۴۶۳ باینطرف ماهمکاران ورفقای خودرا دراردو بتدریج تربیه کردیم شعورسیاسی دادیم، راهنمایی کردیم وما این حقیقت را اظهار کرده ایم که درهرموقع توان آنرا داشتیم که به اشراف ضربه وارد سازیم حتی سه سال قبل، مگر ما مد تی کوشیدیم تابااشراف درنیفتیم وهمیشه ازایشان خواستیم تابه ما درحکومت بحیث یک جبهه سهمی بدهند. داود دربیانیه خطاب بمردم که ماازآن پشتیبانی کردیم اعلام کرد که برای اجرای امور کشورجبهه تشکیل خواهد داد و ما تقاضا
داشتیم تا ازمادر حکومت دعوت نماید ومارا بحیث یک حزب، حق شر کت به دولت بدهد مگر او همیشه این تقاضا راردمیکرد ومادر موقفی نبود یم که بتوانیم عملأ اقدام بکنیم بالاخره بصورت وقیح وبیرحمانه مارا درزندان انداخت حزب مجبورشدتادست به اقداماتی زده وعلیه اوقیام نماید، قبل ازاینکه مارابزندان بیندازند، احساس
میکردیم که درآینده خیلی قریب داوداقداماتی علیه ما خواهد کرد لذا ما برفقاو همکاران خوددراردوهو شداردادیم که درصورتیکه مارا بزندان می اندازند معنی این امر آنست که حزب رانابود میسازندوآنهابایددست بکار شوندومن حقیقتأنسبت به فراست آنها وعمل متین ایشان دراین امر مرهون هستم. رفقای اردودرروشنایی روزبه بمبارد مان مرکز اشرافیت آغازکردند. او تسلیم نمیشد به اولتماتومهای مکرررفقای ماکه خودوی ووزرا به قوای ماتسلیم شوند وقعی نگذاشت اوبررفقای ماگلوله باری میکرد تا آنکه همکا ران ما مجبورشدندبه فیر متقابل دست بزنندکه دراثر آن اووبعضی از اعضای فامیلش ا
زبین رفتند تا بالاخره انقلاب پیروز گردید. من حالا اماده ام بسوالات موردنظرشما جواب ارایه نمایم.
سوال نماینده تلویزیون فرانسه: جناب رئیس ! آیا خودوحکومت خود کمونیست، سوسیالست،
ویاریفورمیست ) اصلاح طلب ( تلقی میکنید؟
جواب: حکومت ما یک حکومت دموکراتیک است که به مصالح طبقات ستمدیده مردم افغانستان
منهمک میباشد یعنی طبقه کار گر طبقه دهقان وطبقه متوسط خورده بورژوازی.
سوال: آیا با اتحادشوروی روابط مخصوصی خواهیدداشت؟
جواب روابط ما با همه کشورها بشمول اتحادشوروی وهمه همسایگان ماوسایر ممالک نظر به
پشتیباني شان ازحکومت ما وکمک شان درساحه های سیاسی واقتصادی خواهد بود سوال نماینده
فرنکفورترروندشاوالمان غربی: آیاحکومت شماترتیبات امنیتی دوجانبه ویا چندجانبه رادرمنطقه
پیشبینی میکندویاردمینماید؟
جواب: چنانچه قبلأ اظهار داشتم ماسیاست عدم انسلاک کشورخویشراحفظ میکنیم وهرگز درکدام پکت نظامي سهیم نخواهیم شد. مااینکاررانمیکنیم وحتی خواهان آنیم که سایر ملل و کشورها از شمول در چنین پکتها احتراز ورزند و آرزومندی ما صلح درکشورما و جهان است.
سوال نماینده مانچسترگارډین: موقف دین اسلام درکشورشماچه سان خواهدبود، آیا منا سک اسلامی رابجامی آورید وآیا ازرهبران مذهبی خود انتظار مخالفت رادارید؟
جواب: ماطوریکه دراعلامیه رادیویی خویش تذکردادیم ماحقیقتأ به اساسات دین مقدس اسلام احترام داریم. ماکسی راازاجرای مراسم مذهبی منع نمیکنیم. علیه ماپروپاگندی بزرگی براه افتاده. ملت ما یک ملت مسلمان است ومادرخدمت این ملت هستیم ومادرنظر نداریم درامور مذهبي مداخله کنیم.
سوال نماینده بي بي سي: آیا تاسیس یک رژیم ماتریالست ویامارکسست درکشوری مانند افغانستان با قوانین اسلا می تصادم نخواهند کرد؟ آیااصلاحات اراضی شماواقدامات اجتماعی شمابااساسات اسلام تصادم میکند یاخیر؟
جواب: اساسات اسلام متقاضی آن است که اصلاحات درجهت منفعت مردم صورت بگیرد
واصلاحات ارضی مخالف اساسات اسلام نیست.
سوال: ولی یک رژیم مارکسست ویاماتریالست باهمچو مخالفت دارد؟
جواب: آنچه ما درنظرداریم ودرپروگرام ماکه سیزده سال قبل طرح گردیده وهنوزآنرا تعقیب
میکنیم مارکسیزم ولینینیزم مطرح نیست ولی بااینهم یک پروگرام خیلی مترقی، ملی ودموکراتیک است.
سوال: گفتیددرین پروگرام مارکسیزم مطرح نیست؟
جواب: دراین پروگرام چیری ازمارکسیزم ولینینیزم نه گنجانیده ایم
سوال: آیا حزب تانرایک حزب مارکسیستی یاغیرمارکسیستی تلقی میکنید؟
جواب: حزب ماحزب کارگران، دهقانان، روشنفکران، پیشه وران وبورژوازی کوچک و متوسط
میباشد واسم رسمی آن حزب دموکراتیک خلق افغانستان است.
سوال: راجع به توجیه حزب تان چه گفتید؟
جواب: حزب ماحزب دموکراتیک خلق افغانستان است مگر پروپاگندهای کشور شما آنرا بحیث یک حزب کمونست معرفی میکند.
سوال: آ یا یک حزب کمونست نیست؟
جواب: نه خیر،ما درافغانستان بنام حزب کمونست نداریم نام ما ح د خ افغانستان است.
سوال: ولی مادموکراتیک خلق رابحیث یک حزب مارکسیستی تلقی میکنیم.
جواب: دوستان ماباآنچه میگویم گوش فرادهند. مامیگویم که نام حزب ما ح. د. خ. ا. است.
سوال: بلی دو روز قبل رادیوی شما توضیحی به نشر سپرد که درآن مطبوعات ارتجاعی امپریالستی به باد انتقاد گرفته شد اگر ما حکومت شمارایک حکومت مارکسیستی معرفی کنیم به
نظرشماآیاماامپریالست ومرتجع هستیم؟
جواب: نه خیر حتی اگر مارابنام دموکراتیک خلق افغانستان هم یاد کنید شما بازهم امپریا لست
هستید.امپریالیزم یک اصطلاح علمی است کسی معنی انرا تغییرداده نمیتواند انکه شماخوب هستید یابد باین امر که ما را بنام مارکسیست و یا بنام دموکراتیک خلق یادکنید متعلق نیست ما از همه دوستان خود وازمردمان جهان انتظارداریم که مارا بنام حزب دموکراتیک خلق افغانستان یادکنند باپروگرام له پورتنیو سوالونو څخه دا سي ». خودما، پروگرام ما درهرجای نشرشده وهمه ازان مستشعرند څرگندیږي چي داخلي اونړیوالې ارتجاع په یوه اتفاق ټینگ تصمیم نیولی وو چي په هرقیمت سره چي کیږي دنوی دولت اوتوریتې راټیټه کړي اودپرمختگونومخه ئې ونیسي، په درواغوغیر واقعي تورونه ئې لگو�
�. او د نورمحمد تره کي ځوابونو دا په ډاگه کړه چي دهغه حکومت یو ملي او مستقل حکومت وو چي داسلام مبین دین اساساتوته په کامله توگه احترام لاره، دبشر حقوقوته دملگروملتونو له کنوا نسیون سره سم پوره درناوی کاوه اوپه کامله توگه ئې دهغوی مراعات کاوه. دایومنل شوی حقیقت دی چي دیوې پدیدې په خاصه توگه تاریخي پېښو په وده اوبریالیتوب کي داخلي او خارجي فکتورونه )عاملونه( موئثررول لوبوي. خارجي فکتورونه یوې پېښې ته سر عت ورکوي اویائې سوکه کوي لیکن داخلي فکتورونه دیوې پېښې په ودې او بریالیتوب کي قاطع رول لوبوي همداسبب وو چي پورتنیو تبلیغاتو اوجعلیاتو دپاځون دپ
رمختگ په لارکي خنډونه جوړ نه کړای شول بلکه هغه مذهبي تنظیمونه ئې چي دذوالفقار علي بهوټو په وخت کي په داودخان باندي دفشار دالې په توگه استفاده کیدله تصلیح اوتنظیم کړل جنگیا لان ئې وروزل وپه خال خال سیمو کي ئې تخریبي فعالیتونه پیل کړه اودکلیو له منځه به ئې په دولتي تاسیساتوباندي ډزي کولې چي دولت تحریک کړي چي په متقابل عمل لاس پوري کړي خودا تخریبي فعالیتونه هم ددې پاڅون دپلانونودمخنیوي په لارکي اغېزمن واقع نه ۷ او ۱ گڼه فرمانونه په بریالیتوب توگه تطبیق کېدل یعنی لکه پخوا مو چي ، شول اودانقلا بي شورا ۶ ددې لیکني په لومړۍ برخه کي ذکر کړه چي د ۶ گڼې �
�رمان په اساس دسود سلم او گروي لمنه په کا مله توگه ټوله شوه او ۲۲ ملیونه خواریکښ بزگران دسود خوړونکو له ظلم اوستم څخه خلاص شول.
د ۷ گڼې فرمان په اساس دښځواو نارینه ووترمنځ په سیاسي اقتصادي، ټولنیزواو مدني برخو کي
مساوي حقوق تامین اوولور له منځه ولاړ. په دې ترتیب سره ځوانانو او پېغلو ته دازمینه برابره شوه چي ددوۍ له اقتصادي وضعي سره سم خپل دژوند ملگری پخپله خوښه وټاکي اودانقلابي شوراداتمې گڼې فرمان په اساس دځمکو دموکراتیک اصلاحات په بریا لیتوب سره سرته ورسیدل. دې کاردبزگرانو په واسطه او د هغوی په فعال گډون سره صورت ونیو. دځمکو د وېش له پیل څخه ددوه نیمو میاشتو په جریان کي نژدې ۹۱ زرو لږځمکو او بې ځمکو بزگرانووړیا ځمکه لاسته راوړه او دثور دپاڅون تر لومړۍ کالیزې پوري )یعني د ۲۴۳۱ کال د ثور تر ۷ نیټې پوري( داپروسه په کامله توگه پا ی ته ورسیده او د دوو لکو څخه �
�یاتي بیوزلي بزگرې کورنۍ د ځمکو خاوندانې شوې ددې فرما نونو تطبیق دهغه وخت په وراسته فیوډالي نظام باندې اساسی رېز مرېز کوونکی گوزار وو.
یوبل ستر دښمن چي دټولنې په زړه پورې ودې ته ئې زیان رسولی ووهغه بیسوادي اونا خواني وه چي دنوي حکومت له خوا ئې پر ضد باندې جهاداعلان شو او په ټول هیواد کي د کلیو په کچه په رگونو د لیک لوست کور سونه پرانستل شول اوپه سلگونو زره خلک دلیک اولوست له نعمت څخه برخمن شول. په ۲۲ میاشتوکي د ۲۱۱۱ په حدودکي نوي ښوونځي جوړاو پرانستل شول، برسیره پردې هرچاته دا امکانات برابر شول چي پخپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي. لنډه دا چي ددې پاڅو ن له بري سره دخلکودپراخو پرگنو دامید گلونه وغوړېدل ظلم اوستم، تفوق طلبی او تحقیرله منځه ولاړاو دبډو اواختلاس خوچانوم نه شواخستلای دکا�
�گرانو دژوند دښه کېدو په خاطرددولت دمامو رینو په څېر کوپون، ماکولات، بیمه، رخصتي اونورامتیازات ورته حواله شوو، دکاردپیدا کولو لپاره سترې ساختماني پروژې پیل شوې،دخلکو لپاره وړیا درملنه په چټکي سره پرا خېده اود افغانستان دملي فرهنگ دبډای کولو اودهیواددټولوژبودودي لپاره رادیوئې او تلویزیونی خپرونې پیل شوې اودهر ملیت دکلتوردراژوندي کولو اوغوړېدو لپاره په پراخه کچه کار کیده. دلته غواړم ددرنو لوستونکو پاملرنه یوې بلې نقطې ته راواړوم او هغه دا جي د ثور د ۷ نیټې پاڅون نه یواځی د نړیوالې، سیمې او کورنۍ ارتجاع په وجود کي څرگند مخالفان درلودل بلکه
یو لړ پټ مخالفان ئې هم درلودل. د مثال په توگه شورویانو دا درک کړې وه چي نورمحمد تره کی دسیمې یوتجر به لرونکی سیاسي، فرهنگي، ملي او مستقل شخصیت دی چي دهغه په وجودکي ممکن دوۍ خپلوموخو ته ونه رسیږي او مشورو ته به ئې غوږونه نیسي په همدې اساس ئې تصمیم ونیو چي نورمحمد تره کی له قدرت څخه لري کړي اوپرځای ئې دخپلې خوشې سړي دقدرت په گدۍ کښېنوي ددې لپاره د شوروي اتحاد په اړوندوارگانو نوکي داسي پلان جوړیږي چي د گوند په داخل کي مخالفتونه راوپاروي لومړی مخالفت دپاڅون په دوهمه ورځ په مرکزي کمیټه کي د کارمل او امین تر منځ په تشکیلاتي مسایلو را پورته شو چي په دې �
�بارزه کي امین بریالی راوووت خو دا مخالفت دومره اغېزمن ونه خوت وروسته بیا شورویانو د تره کي او امین تر منځ په غیر مرئی توګه د مخالفت سپرغۍ تیتي کړې او دواړو خواو یو دبل پر ضد ناوړه تبلیغات پیل کړل او د مخالفت داسې لمبې یې تر منځ بلې شوې چې دواړه پکې ایرې ایرې شول او هغه نه ماتیدونکی ځواک چې د دوی په یووالي کې پیا وړ ی وو، کمزور ی شو او له پلان سره سم ئې لومړی د امین په واسطه تره کی له قد رت څخه و غورځاوه ورپسې ئې امین په اسانه توګه دوی پخپله له منځه یووړ. په نتیجه کي دثور د ۷ نیټې دپاڅون دلومړۍ ورځې رهبري په کامله توگه له منځه ولاړه او د ۲۴۳۷ کال د مرغو
مي په ۶ نیټه د کا رمل تر رهبري لاند ي نوې رهبري دشوروي ټانکونو او الوتکو په واسطه له تاشکند څخه کابل ته را دیسانت پیل شوچي اهدافو ئې ۲۱۱ » نوی او تکاملي پړاوونومول شو « شوه اودثور دانقلاب دوهم پړاو چي درجې د ثور د ۷ نیټې له پاڅون سره فرق درلودل. په دې ترتیب سره د شورویانو یرغل ته لاره هواره شوه اوپه عصري او مډرنو وسلو سمبال د ۲۳۱ زرو په حدود کي شوروي عسکرو په افغانستان باندي نظامي یرغل وکړ چي په نتیجه کي د ثور د ۷ نیټې پاڅون په کامله توگه له ناکامي سره مخامخ شو اوټولې پاکې او رغنده موخي ئې ترخاورو لاندي خاورې شوې.دشوروي اتحادیرغل به په راتلونکي کي پ
ه مفصله توگه وڅېړل شي.
............
د ثور د ۷ نیټې پاڅون او په افغانستان باندې د شوروي اتحاد یرغل
د ثور د ۷ نیټې سیاسی بدلون سره له دې چي دیوه تحمیل شوي نظامي پاڅون له لارې سر ته رسېدلی دی لیکن بیاهم دایو ملي حرکت ووچي باید دموکراتیک بدلونونه ئی منځ ته راو ستلي وای ځکه چي دهیوادله گوټ گوټ څخه دټیټې کچې افسرانو اوسرتېرو په وجودکي د پراخو پرگنو نمایندگانو چي دهیوادپه ټولو وروڼوملیتونوپوري ئې اړه درلودله، برخه اخستې وه او دگران هیوادپه تاریخ کي ئې په سیا سي،اقتصادي اوټولنیزو برخوکي له ټولو ستونزو اوجگړوسره سره داسي بدلون منځ ته راوو ست چي تېر فیوډالی او نیمه فیوډالی اړیکي ئې له منځه یووړه اوهڅه وشوه چی ددې پېړۍ د پرمختگونوپه پام کی نیولو سره
نوی سیا سی، اقتصادي اوټولنیزنظام دهیواددپراخو پرگنو په گډون اودهغوی له گټوسره سم رامنځ ته کړي. ددې پاڅون له بریالیتوب سره سم غربي خبري اواطلاعاتي رسنیو تور ولگاوه چي په افغا نستان کي دکمونست گوند په مشرۍ کودتا شوې ده،کودتا دشورویانو په مرسته شوې او شو روي پیلوټانو برخه په کي اخستي ده. ددې موضوعگانوپه هکله نور محمدتره کي دثورداوومې انقلابي «: ۲۴۳۷ کال دثور دمیاشتي په ۲۶ نیټه په خپل مطبوعاتي کنفرانس کي ویلي دي پا څون دافغانستان دخلکو دیوه دمو کراتیک اوملي انقلاب رښتینی پیل دی نه کودتا، دغه انقلابي لوی پاڅون په څرگند ډول په رڼاورځ دافغانستان �
�خلکو د خپلواکې ارادې پربنسټ دکوم بهرني هېواددلاس وهنې څخه پرته دهیوادپالو اوسرتېروافسرا نو په سرښندنې ترسره شوی اودافغانستان دخلکودملیونونو پر گنوله خوالوی ملاتړ ورسره ملگری دی. بل داچي په افغانستان کي هیڅکله دکمو نست گوند تر نامه لاندې کوم گوند نه وواو نشته. )دافغانستان کالنۍ ۲۴۳۱ کال ۳۷-۷۳ مخونه( برسیره پردې هغوی کله چې د ثور انقلاب بریالیتوب ته ورسیده نو مسکو او واشینګټن « : پخپلوڅرگندونوکي په ډاگه کړه د ثور په « : او په بل ځای کې یې ویلي چې ،») ګوتي په غاښ ورته ونیولې)یعنی هک پک شول دا څر ګندوني ددې ښکارندوی دي ». انقلاب باندې نه یوکپیک او ن�
� هم یو سنټ مصرف شوی دی چې د ثور د ۷ نیټې پاڅون د اخ د ګ نظامي سازمان په مستقلانه توګه سر ته رسو لی دی چې شورویان حتی خبر هم نه وو. ددې خبرې د ثبوت لپاره د ګرانو لو ستونکو پاملرنه لاندي ټکي ته را اړوم او هغه دا چي د ګوند نظامی سازمان ته دا هدایت ورکړ شوی وو چي د نظامي عملیاتوپه هکله شوروي مشاورین خبر نه شي چې هغوی ممکن سردار محمد داودخان ته خبر ورکړي.. په دې هکله په نړیواله کچه یوشمیر با خبره او د اعتبار وړ سیا ستوال هم په دې باندي باور لري چې د ثور د ۷ نیټې په پاڅون کې شورویانو لاس نه درلود. سلیک هر یسن لیکي چې د هغه وخت د امریکاد خارجه ما شوا هد ی د ر مور�
� همدستی شوروی در کودتا « : چارو وزیر سایرس ونس څرګندوي چې پشت پرده افغا نستان، ۴۷ مخ(. او همدا راز په کابل کې د شوروي اتحاد د سفار ت دک. ګ. ( » نداریم ک. ګ. ب. در اغاز از نقشه کودتای امین بی « : ب. مسئول، الکساندر ماروزوف، له خولې لیکي چې اطلاع بود و بعدا دریافت که امین بشدت تلاش کرده است تا قضیه به اطلاع روسها نرسد. شاید امین پشت پرده افغانستان، ۴۱ مخ(. برسیره پردې ددې خبرې ( .» میترسید که ما ممکن است مداخله کنیم بل ثبوت د ک گ ب د هغه وخت د بین المللی استخباراتو د څانګی دیوه با خبره جنرال کالوګین وینا د ثور د انقلاب په هکله موږ د بی بی سی د اطلاعاتو له خوا خب�
� شوو او په کریملین « : ده چې وائي کي رهبر ان د یوه شوک په حالت کي وو او یوه ئې هم دا کار نه غوښت ځکه موږ د افغانستان له حکومت سره ډیرې ښې اړیکي درلودې او په افغا نستان کی د تره کی له راتګ څخه پخواکي ګي بي همدا رنګه د شوروي ». د اطلاعاتو ډیرې ښې سرچینې درلودلې او د وزیرانو به کچه ئې اجنټان لرل اتحاد د هغه وخت د بهرنیو چارود وزارت لومړی مرستیال گ. کرنینکو څرګندوي چې نورمحمد ترهی د انقلاب په هکله موږ نه غوښتل چې: له تاسي سره مشوره وکړو ځکه «: کي ده ته وویل چی .» که تاسي مخالفت کړی وای نو بیا موږ مجبور وو چې ستاسي د مشورې خلاف مو عمل کړی وای ددې دواړو کسانو څر�
�ندونې په مستند فلم )انقلاب سردردی( کې چې د مسکو له تلویزیون څخه خپورشوی، ذکر شوی دی. د نور محمد تره کي د لومړیو ورځو له مطبوعاتي کنفرانسو نو څخه مسکوته دا څرګنده شوه چي هغه یو مستقل سیاسي شخصیت دی او ژور ملي احساسات لري او د هغوی مشورو ته ممکن هیڅ غوږ ونه نیسي دلته ددرنولو ستونکو پاملرنه یوې نقطې ته رااړوم اوهغه داچي نه بایددامین ماجرا جویانه سیاست اود کارمل په تمام معنی اعیار تسلیم طلبانه سیاست دنورمحمد تره کي له ملي دموکراتیک وطنپالونکي سیاست سره گډ شي. هغه ووجي دشوروي اتحاد اړوندو ارگانونو تصمیم ونیو چي نورمحمد تره کی له قدرت څخه لري کړي او �
�رځای ئې ددوۍ دخوشي سړی دقدرت په گدۍ کښېنوي. دهغي سناریو له مخې چي ددې کار لپاره ټاکل شوې وه هغه د ګوند دننه مخالفتونه راوپارول وو او د ثور د میاشتې په ۱ نیټه د ا. خ. د. ګ. په مرکزی کمیټه کې د کارمل او امین ترمنځ په تشکیلاتي مسایلو باندی مخالفت راپورته شو. څرنګه چی د ثور د ۷ نیټی پاڅون د ګوند د هغه نظامي سازمان له خوا بریالیتوب ته رسیدلی وو چي امین یي مسئو لیت په غاړه درلود نو د ګوند په مرکزي کمیټه او انقلابي شورا کې د هغه نظر او موضعګیري ته زیاته پا ملرنه کیدله او زیات ملاتړ یې درلود چې په دې ترتیب سره امین په دې تشکیلاتي مبارزه کې بریالی راووت. همدا سب
ب شو چې د ۲۹۷۱ کال د مې د میاشتې په لومړۍ نیټه کارمل خپلو پلویانو ته هدایت ورکړ چې:په دې ترتیب سره امین ته کا في اسناد او شواهد په لاس .» تخریب کنید، تخریب کنید و تخریب کنید «ورځي او نور محمد تره کي ته قناعت ورکوي چې د پرچم د ډلې یو شمیر کسان د کارمل په شمول په بهرنیو هیوادونو کې د سفیرانو په توګه وگما ري او کارمل په پراګ کې د سفیر په توګه ګمارل کیږي او د خپلې دندې داشغال لپاره د مسکو له لارې پراګ ته ځي. په مسکو کې د لېنین په موزلې )آرامګاه( باندي د ګلانو ګیډۍ ږدي او د شوروي اتحاد له ځینو مسئولینو سره یو لړ لیدنې او کتنې کوي چې په دې لیدنو او کتنو کې داسې
طرحه را منځ ته کیږي چې څه باید وشي چې کارمل د لومړي شخص په توګه د نور محمد تره کي په ځای د ځواک په ګدۍ کښېني. کارمل په دی هکله ترڅو چې تره کې ژوندې وي زه دا امکان نه لرم چې د لومړي شخص په توګه « : ټینګار کوي چې هغه وو چې په ک. ګ ب. کې د نور محمد تره کي د راپرزولو لپاره داسې پلان .» کار وکړم جوړیږي چې د خلکیانو تر منځ په خاصه توګه د تره کي او امین تر منځ مخالفت واچول شي تر څو هغه نه ماتیدونکی ځواک چې د دوی په یووالي کې پیاوړی وو، کمزوری کړي. له پلان سره سم به لومړی د امین په واسطه نور محمد تره کی له قدرت څخه غورځوي او ورپسې به امین په اسانه توګه دوی پخپله له من�
�ه وړي. له پورتنۍ سناریو سره سم د شورویانو په مرسته د تره کي او امین تر منځ په غیر مرئی توګه د مخالفت سپرغۍ راوالوتې او د ګوند دننه یې یو دبل پر ضد ناوړه تبلیغات پیل کړل او د مخالفت داسې لمبې یې تر منځ بلې شوې چې دواړه پکې ایرې ایرې شول. په داسې حال کې چې دا تضادونه خپل وروستي پړاو ته رسیدلي وو، نور محمد تره کی له هاوانا څخه دراتګ په وخت کې په مسکو کې تم شو او د شوروي اتحاد دعالي شورا د رئیسه هیئت له صدر برېژنیف سره دوه په دوه وکتل. په دې کتنه کې برېژنیف تره کي ته وائې چي امین غواړي ستا پر ضد توطیه وکړي. ښه به دا وي چې تاسي تصمیم ونیسئ او هغه لری کړۍ او پر
ځای یې کارمل وګمارئ. د یوه عینې شاهد د سترګو لیدلی حال دی چې تره کې ورته وایې چې امین د ګوند د مرکزی کمیټې او سیاسی بیورو غړې دی، د نوموړي په هکله به زموږ د ګوند مرکزي کمیټه تصمیم نیسي. د تره کي له موضعګیرۍ څخه داسې انتباه اخیستل کیږي چې برېژینف ته یې دا وښووله چې دا زموږ د ګوند داخلي مسئله ده او موږ یې پخپله حل کوو. په عین حال کې امین ته د مشاورینو له لارې خبر ورکوي چې نور محمد تره کی غواړي ستا پر ځای کارمل وگماري د دی لپاره چې امین باوري شي نو د کریملین په دهلیزونو کې په ځینو افغانانو باندې کارمل هم ویني چي هغوی بیا امین ته خبر ورکړي. د شورویانو په مر
سته د دوی تر منځ تضادونو ته په پراخه توګه لمن ووهله شوه، تر دی بریده دی تضادونو وده وکړه چې نه پخلا کیدونکې بڼه ئي غوره کړه. په نتیجه کې امین نور محمد تره کی د ټولو بشري نورمونو خلاف په ډیره بی رحمانه توګه وواژه او په داسې حال کې یې د قدرت واګې په لاس کې وا خیستې چې له یوې خوا د نور محمد تره کي له معنوي اوتوریتې، چې په ګونداو خلکو کې یې لرله، بې برخې شو او له بلې خوا د ثور د ۷ نیټې د پاڅون وتلي افسران چې په وسله وال پوځ کې یې ښه ملاتړ درلود، په مخالفت کې ورسره ودریدل. په نتیجه کې په ګوندي لیکو او وسله وال پوځ کې چې د دی پا څون د ساتونکودملا تیر یې جوړاوه،
دامین په وړاندې ډیر سخت نفرت راوپاریده او نوموړی تر سخت فشار لاندې وو او ځان یې تجرید شوې احساساوه او په هیچا حتی افغاني اشپزانو یې هم اعتماد نه درلود. شورویانو دا وضعه درک کړې وه چې نور نو د امین د راپرزو لو وخت رارسیدلی دی او هغه ته یې پیشنهاد وکړ چې شوروي اتحاد حاضر دی چې د ثور د انقلاب د ساتلو لپاره ستاسي مرستې ته نظامي ځواکونه درواستوي. محمداقبال وزیري لیکي: )امین دشورویانوله دې پېشنهاد سره موافقه کوي اوپه لومړي سر کي ځني غواړي چي یو کنډک شوروي سرتیري ددوی دامنیت لپاره افغانستان ته راواستوي. شورویا نودمسلمان کنډک په نامه یو کنډک اودهغه په څ
نگ کي دکي گي بي دکوماندویانودزینت په نامه قطعه دهمدې کنډک تر نامه لاندې هم کابل ته استوي اوپه کابل کي په شوروي سفارت کي ئې ځای پرځای کوي. برسیره پردې کي گي بي په کابل کي خپل نماینده ته هدایت ورکوي چي امین ته خبر ورکړي چي کي گي بي اطلاع اخستې ده چي دپاکستان وسله وال پوځ غواړي په نورستان باندي حمله وکړي اوورپسې به ددغه پلان له مخې مجاهدین هلته خپل موقتي حکومت اعلان کړي نوددې کار دمخنیوي لپاره باید افغان حکومت اومه اواتمه فرقې ننگر هار اودنهرین فرقه بدخشان ته واستوي او په نورستان کي تصفیوي عملیات وکړي. شوروي اتحاد چمتو دی چي ددې تشي دډکولولپاره چي
دکابل څخه دپوځونودلېږلو په نتیجه کي منځ ته راځي، په موقتي ډول دشوروي ځواکونو دری کنډکه کابل اوبغلان ته واستوي. امین له دې سره موافقه کړې وه.
داموضوع امین د ۲۴۳۱ کال دجدې په ۳ نېټه دسیاسي بیورو غړو ته وویل اوزیاته ئې کړه چي په افغانستان کي دسوسیالیزم جوړېدل تضمین شول. )د ثورپاڅون،دکي گي بي دسیسې اوشوروي یرغل ۲۳۲-۲۳۴ مخونه(. په ۲۴۳۱ کال کي په مسکو کي دسفیر په توگه زماددندې دپای ته رسېدوڅخه نوردثور « : وروسته مادجدې په ۳ نیټه د مازدگر په ۴ بجوله امین سره ملاقات درلود هغه ماته وویل خو .». انقلاب تضمین دی همدا اوس می قطعاتو ته امر وکړ چي شوروي دوستانوته ځای ورکړي شورویانو ددې دریوکنډکونوپرځای دری فرقې دځمکې او هوا له لارې دخواجه رواش اوبگرام هوائې ډگرونو اونهرین ته استوي. او د ۲۳۱ زرو پاتي �
�طعات اوجزوتامونه ئې دحیرتان اوتورغونډۍ له لاري پلي کړه چي دمزارشریف، هرات، شنډنډ او کندهار هوائې ډگرونو اودهیواد په نورو ستراتېژیکو ځایونو کي ځای پر ځای کړل. په دې ترتیب سره دشوریا نو له پخواني پلان سره سم د ۲۹۷۹ کال د دسمبر په ۳۷ نیټه مسلمان کنډک اودکي کي بي دزینت قطعې دامین په ماڼۍ یرغل وکړ چي په نتیجه کي ئې د امین حکومت نسکو ر او کارمل یې د قدرت په ګدۍ کښیناوه چي په دې ترتیب پیل شو. په افغانستان باندې د » نوی او تکاملي پړاوونومول شو « سره دثور دانقلاب دوهم پړاوچي شوروي اتحاد نظامي یرغل په هکله راز راز نظریې موجودی دي چې هر څوک یې د خپلو ملي او �
�یاسي ګټو په رڼا کې څرګندوي. ځني سیاست پوهان باور لري چې د شورویانو هدف دا وو چې د هند سمندر او ګرمو اوبو ته ځان ورسوي چې دا یو مسلط نظر وو او دی. ځني بیا باور لري چې د شورویانو یرغل د هغه هیواد د ستراتیژیکو ګټو یوه برخه وه چې په ایران کې یې د امریکا د ممکنه مداخلې له ویرې دا کار وکړ. یو شمیر یې بیا په دی باندې ټینګار کوي چې دا د تزاري روسیې او انګلستان تر منځ د ۲۹ پیړۍ د سیالیو زوړ پلان وو. ځني یې بیا په دی آند دي چې هدف یې د یوه داسې حکومت منځ ته راوړل وو چې د هغوی تر کنترول لاندې وي. که د پخواني شوروي اتحاد د سمندري ځواکونو پر مخ تللي تخنیک ته پاملرنه وش�
� نو دابه په ډاګه شي چې ددی تخنیک په مرسته شوروي اتحاد عملاْ د هند په سمندر کې لا پخوا خپل موجودیت تثبیت کړی وو او دی یرغل ته یې دومره ضرورت نه درلود. برسیره پر دی شوروی اتحاد له ایران سره ډیره اوږده ګډه پوله درلوده چې بیا هم په ایران باندې د امریکا د ممکنه یرغل ویره د دی بنسټ نه شي کیدای چې په افغا نستان دي یرغل وکړي. او د ۲۹ پیړۍ د سیا لیوبڼه بدله شوی وه او ځای یې د دوو سیستمونو )دووزبرځواکونو( تر منځ سړې جګړی ته پریښودلی وو. په حقیقت کې شورویانو د افغانستان د جیو- پولیتیک مو قعیت له کبله نظامي یرغل وکړ ترڅو داسې حکومت منځ ته راشي چې د دوی تر کنترول لا
ندې وي چې پورتني ټول شواهد د همدې نظریې ښکارندوی دي.
دا د خواشینۍ ځای دی چې نه د افغانستان رهبرانو دا درک کولای شو چې د پردیو د برچې په زور په افغانانو باندې حکومت کول امکان نه لري او نه شوروي رهبرانو دا درک کولای شو چې په افغانستان کې به هغه خال خال مخالفتونه د دوی په شتون کې د غربي نړۍ او د سیمې د ځینو هیوادونو په ملګرتیا په پراخ وسلوال مقاومت بدل شي، او دوی ته به په ډیره لوړه بیه تمام شي.
شوروي رهبران دومره مغروره وو چې د افغانانو په هکله یې حتی د مارکسیزم د بنسټ ایښودونکو نظریو ته هم پاملرنه نه کوله. فریدریک انګلس پخپله یوه مقاله کې چې د نولسمې پیړۍ په وروستۍ افغانان ډیر زړور، پیاوړې او په آزادۍ مین خلک دي. جګړه د دوی « : لسیزه کې خپره شوې ده لیکي لپاره د کرهنې له یو نواخته دندو څخه د لوبې او هوساینې حیثیت لري او له دولتي قدرت سره ژوره کینه او له شخصي ازادۍ سره ژوره مینه د افغانانو د ستر ملت دجوړېدو په لارکي ستر خنډ گرزېدلی دی اوس باید د افغانستان سیاسی ټولني او شخصیتونه زموږدهیواد زړور اوپیاوړي په آزادي مین خلک درک کړي او د هیواد �
�و خلکو ګټو ته د لومړیتوب حق ورکړي او په دی باندې باور ولري چې د تاریخ په اوږدو کې بهرنیو هیوادونو د خپلوملي ګټو لپاره زموږ د ګران هیواد او خلکو ګټې تر پښو لاندې کړي دي او یو هیواد هم د خدای په جات مرستې نه دي کړي او نه یې کوي او تل د خپلو ملي، سیاسي او اقتصادي ګټو پر بنا موضعګیري او عمل کوي. د مثال په توګه کله چې د ثور د ۷ نیټې پاڅون بریالیتوب ته رسیږي، د دی پاڅون مخالفینو او غربي هیوادونو سم د لاسه تور ولګاوه چې په دی کې د مسکو لاس دی او په عملیاتو کې شوروي پیلوټانو برخه اخیستې ده. حال دا چې د پورتنیو فکتورونو او پیښو له تحلیل څخه دا څرگند یږي چې دا د ا
فغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د نظامي سازمان یو مستقل پاڅون وو چې شورویانو نه یواځې دا چې لاس یې په کې نه درلود بلکه ورباندې خبر هم نه وو. برسیره پردې شورویانو نه یواځې دا چې د ثور د ۷ نیټې په پاڅون کې یې مرسته نه ده کړې بلکه د خپلو سیا سي اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره یې ددی پاڅون په ماتې کې ټاکلی رول لوبولی دی.
د پورتنیو یادو شویو پیښو له څیړنې څخه دا نتیجې اخلو چي د ثور د ۷ نیټې پاڅون یو مستقل حرکت وو چې هیڅ بهرني هیواد مرسته نه ده ورسره کړې، نورمحمد تره کی یومستقل سیاسي شخصیت ووچي ژور ملي احساسات یي دویښو زلمیا نو په غورځنګ کې د غړیتوب څخه را په دی خوا په ځان کې روزلی وواو د ثو ر د ۷ نیټې پاڅون عمدتا د شورویانو د توطیو له کبله له ماتې سره مخامخ شو. اودهغه ټول سپېڅلي اهداف له خاورو سره خاوري شول. په پای کې غواړم دا په ډاګه کړم چې دڅرگندو شواهدو اوتېرو تاریخي پیښودتجربو په اساس په اوسنیو خاصو شرایطو کې د ټولو ملي – ترقي سازمانونو، ملي منورینو او ټولوهیواد
وا لو ملي او اسلامي وجیبه ده چې د نړیوالې ټولنې د امکاناتو څخه په ګټې اخیستلو سره، په هیواد کې د سولې او امنیت او د بیا رغاونې په خاطر د ملي یووالي په فضا کې یوه او بل ته د افغاني ورور ګلوي لاسونه سره ورکړي او خپله ټوله پوهه او استعداد په کار واچوي څویوآزاد آباد اودمو کراتیک افغانستان د نړۍ د پرمختللیو هیوادونو په څنګ کې ودروي او زموږ ځور یدلي خلک د اوسنیو علمی - تخنیکي پرمخ تللو اساساتو په رڼا کې آرام او هوسا ژوند وکړي.
..........
۷ او ۸ گڼه فرمانونه ، د ۷۵۳۷ کال د انقلابي شورا ۶
کله چي دثورد ۷ نیټې پاڅون دافغانستان دزیارکښوخلکو دارادې په اساس داستثمارگرو طبقوحاکمیت ته دپای ټکی کېښود.نونوي حکومت دخلکو دهوسایي اونېکمرغي په خاطر په خاصه توگه د ملاکانو او سودخورو له درانه بار څخه د زیارکښو بزگرانو د خلاصون په خاطر اوپه هېوادکي د فیوډالي او ۷ ، نیمه فیوډالي اړیکوله منځه وړلوپه خاطر دافغانستان ددموکرا تیک جمهوریت د انقلابي شورا ) ۶او ۱( گڼه فرمانونه صادرکړل چي په هېواد کي ئې په ور وسته پاتي فیوډالي نظام باندې اساسي گوزار واردکړ.له بده مرغه پوره یوکال او ۷ میاشتي وروسته دشوروي اتحاد د توطئو او یرغل په نتیجه کي دولتي رهبري �
�نگه شوه او دثوردانقلاب نوی پړاوپیل شو چي نوې رهبري نه یواځي داچي ددې فرمانونوتطبیق ته ژمنه پاتي نه شوه بلکه پر ضد ئې هراړخیز گامونه پورته کړه اودثورد ۷نیټې دپاڅون یوله عمده اهدافوچي پر فیودالي وراسته نظام باندي رېز مرېز کوونکی گوزار وو، له ناکامي سره مخامخ شو.دلته غواړم دښه وضاحت لپاره دا هر یوفرمان تر جلاجلا څېړنې لاندې ونیسم:
لومړې، ۶ گڼه فرمان:
دا فرمان چې دافغانستان دزیارکښو بزگرانو دگټوددفاع په خاطر صادر شو، د اسلام د مقدس دین په رڼا او د هغه له اساساتو سره سم ترتیب شوی دی. په دې فرمان کي سود، سلم اوگروي دخدای تعالی )ج( د امر سره سم منع شوي دي خدای تعالی )ج( فرما یي )یایهاالذین امنوااتقواله وذرومابقی من الربا ان کنتم موء منین ) البقر ۳۷۱ (( ای مومنانوله خدایه ووېریږۍ اوستاسی چي کوم سود په خلکو پاتي دی ورپرېیږدۍکه مو په رښتیاسره ایمان راوړی وي په بل ځای کي فرمایي )یایهاالذین امنو لا تأ کلوالربااضعافأ مضعفته وتقواله لعلکم تفلحون ) آل عمران ۲۴۱ (( ای مومنانوکه مو په رښتیا سره ایمان راوړی وي �
�ور نوسود مه خور ۍ او د خدای )ج( لپاره عبادت وکړۍ چي نجات ومومۍ. سود داسي ستر اقتصادي ناولی عمل دی چي په نړۍ کي ئې دظلم شیطاني بازارونه گرم ساتلي او دخلکو د پراخو پرگنوپه خاصه توگه دبېوزلو بزگرانو ژوند ئې له ستونزوسره مخامخ کړی وو ددې فرمان دتطبیق دندې دسیمې داداري ارگانونو په غاړه وې چي دهمدې هدف لپاره د ولایت له مقام څخه نیولې تر ولسوالیو اوحتی دکلیو په کچه دبزگرانو دستونزو دحل کمیټې جوړې شوې وې. دا فرمان دزیارکښوبزگرانوپه خاطرپخپله دهغوی له خوا تطبیق کیده بر سېره پردې وخت هم په لاندې ډول په نظر کي نیول شوی وو: که چاله ۳کالو څخه زیات دځمکې حاصل�
�ت اخستي وي نو سودخوړونکي دپیسو له تادیي څخه پرته باید دځمکې سند اوځمکه بېرته دځمکې خاوند ته تسلیم کړې وای اوکه چا ۳کاله له ځمکې څخه استفاده کړې وه نود ځمکې اصلي خاوندبایددخپلې ځمکې او دگروي دسند دبېرته تسلیمېدوپه بدل کي یواځي په سلوکي شل روپۍ یوکال وروسته دیوه کال په جریان کي ورکړې وای اوکه ئې ۴ کاله له ځمکې څخه استفاده کړي وه نویواځي په سلوکي ۴۱ وروسته له یوه کاله د دوو کلونو په جریان کي اوکه دری کاله ئې استفاده کړي وه بیاپه سلوکي ۶۱ یوکال وروسته ددریوکالوپه جریان کي اوکه ئې ۴ کاله استفاده کړې وه په سلو کي ۱۱ وروسته له یوه کاله د څلورو کالونو �
�ه جریان کي اوکه په ۲۴۳۷ کال کي ئې استفاده کړې وه په دې صورت کي باید په سلوکي ۹۱وروسته له یوه کاله د ۳ کالو په جریان کي تادیه شوې وای. په دې ترتیب سره له یوې خوا دځمکې دڅښتن حقوق اعاده کېدل اوله بلې خوادسودخوړونکي حقوق هم نه تلف کېدل دهغه وخت احصایه ښئي چي ددې فرمان له صادرېدوسره نژدې ۲۲ میلیونه افغانان دسود خوړونکو له ظلم څخه خلاص شول.
دوهم، ۷ گڼه فرمان:
زموږگران هېوادوال په دې باندي ښه خبردي چي په هېوادکي ځني دودونه موجوددي چي نه داسلام دمقدس دین له اساساتو سره سمون خوري اونه هم دبشر دحقوقو له اصولوسره. له همدې کبله دثوردپاڅون په لومړیومیاشتوکي انقلابي شورا تصمیم ونیو چي دې ناوړه دودونوته دپای ټکی کیږدي دهمدې هدف لپاره ئې ۷ گڼه فرمان تصویب کړ. دافر مان دنارینه او ښځې ترمنځ دمدني حقوقودتساوي تامین، دپلار واکي دغیر عاد لانه فیوډا لي اړیکودله منځه وړلواودنارینه اوښځې ترمنځ دفامیلي نېکواړېکو دلا ټینگښت په خاطر ترتیب شوی وو. ددې فرمان په اساس چا نه شو کولای چي خپله لوردنغدو پیسواویا جنس په بدل �
�ي واده کړي، زوم دنغدو پېسو اویا دجنس په تادیه کولومجبور کړي، د ښځې مهرد شرعي اصولو په رڼا کي د لسو درهمو په حدود کي چي له ۴۱۱ افغانیوڅخه تجاوزو نه کړي وټاکل شو. په دې فرمان کي نکاح داسلامي شریعت له اصولو سره سم چي ایجاب او قبول دی، دجانبینو په کامل رضایت سره تسجیل شوې وو. چا نه شو کولای بل څوک په زور واده ته مجبورکړي اویادخپلوي اوقبیلوي اړېکو په اساس دکونډې ښځې دازادانه واده مخنیوی وکړي اویایي په جبر سره نکاح ته مجبوره کړي په هغه وخت کي دپاڅون دمخالفینو له خوا ددې فرمان پرضد سخت ناوړه تبلیغات پیل شول چي دخلکو لوڼه او خویندې په زور واده کوي اودې ت�
� ورته نورتهمتونه او درووغ په نوي حکومت باندي ولگول شول.
دریم، اتمه گڼه فرمان:
داسنادو اوکرنیزو څېړنوله مخې په افغانستان کي د ۲۳ میلیونو هکتا رو په شا اوخو اکي دکښت وړځمکې موجودې دي چي له هغې جملې څخه په سلوکي ۳۱ کرلي کیږي او باقي په سلوکي ۳۱ ئې شاړې ځمکي دي. ۳۱۱۱۱۱۱ هکتاره ځمکه په دودیزه توگه او ۴۱۱۱۱۱ هکتاره ځمکه
دهایدروتخنیکي مجهزو سیستمونوپه واسطه خړوبه کېدله. دیوه میلیون هکتار په حدودکي للمي ځمکي وي چي یواځي دبارانونو په اوبو باندې خړوبه کېدلي په پکتیا، لوی ننگرهار، بادغیس اوهرات کي ددوومیلیونو هکتارو په حدودکي ځنگلونه موجوددي چي په بادغیس اوهرات کي په ټولیزه توگه دپستې ځنگلونه دي. په هېواد کي په ټولیزه توگه په سلو کي ۱۳ خلگ په کلیو کي اوسیږي اوکرنیزاقتصاد لري نودهغوی برخ لیک دخان اوسود خوړونکي له لوري ټاکل کیده ددې لپاره چي دهېوادزیارکښ بزگران ددې زورواکانو له ظلم اوستم څخه خلاص شوي وای نودا ۶ او ۱ گڼه فرمانونه دانقلابي شورا له خوا تصویب شول.او�
� غواړم د ۱ گڼې فرمان په هکله په لنډه توگه رڼا واچوم. دا فرمان په ټولیزه توگه دځمکو ددموکراتیکو اصلاحاتودسرته رسولو، په هېوادکي دفیوډالي اونیمه فیوډالي ټولنیزاواقتصادي نظام دله منځه وړلو، دخلکو لپاره دکافي خوړو دچمتوکولو د کرنیزو تولیداتو د لوړولو، د هېواد د کرنیزو صادراتو او پرمختلونکو صنایعو د اومو موادو د چمتو کولوپه خاطرطرح اوتصویب شو. په دې فرمان کي دعدالت دپلي کولو په خاطرځمکه په دریو کتگوریواو ۷ درجو باندې وېشله شوې وه چي دځمکي خاوندانو ته ئې یواځي ۴۱ جریبه لومړۍ درجه ځمکه پرېشودله کېده اونوره مازادځمکه بې ځمکواولږځمکو بزگرانو او ک
وچیانو ته وېشله کېده چي دا په وراسته فیوډالي نظام باندې اساسی گوزارگڼل کېده اوس به راشواودا فرمانونه به تر څېړنې لاندي ونیسوچي دمختلفواشخاصو، افرادو اوډلگیو له خواڅه ډول ارزیابي کېدل. په دې هکله یوشمېر عناصروچي دهغوی گټې تر مستقیم تهدید لاندي وې نو دا فرمانونه ئې په ډېر شدت سره ردول اوویل به یې چي دافرمانونه دتطبیق وړ نه دي ځکه چي دا ځمکي خلکوته خدای ورکړي دي اودا دهغوی مسلم حق دی ددې کتگوري خلکو له نظره دافرمانونه دافغانستان دخلکوله دوداودستورسره په ټکر کي دي تبلیغات به ئې کول چي دخلکولوڼې اوخویندې په زور واده کوي او په ډېرو وروسته پاتي سی�
�و کي خو ئې اسلامي ضد بڼه هم ورکوله ترڅو دخلکو له پاکو اسلامي احساساتو څخه ناوړه استفاده وکړي یوشمېر نور بیا چي دفرمانونو په حقانیت باندي هم پوهېدل اودهغوی ضرورت ئې هم احسا ساوه خوپه سیاسي لحاظ له دولت څخه ناراضه وواوددولت سیاسي تگلاره ئې نه خو شېدله اویا ئې په سلیقوي لحاظ ځني افراد نه خوشېدل نوڅرگند مخالفت ئې نه کاوه اما ویل به ئې چي دا فرمانونه بي وخته دي اوپه عجله تصمیم نیول شوی دی که دمسئلې ماهیت ته ځیر شو نودا هم دهغو شیطاني درواغجنو تبلیغاتو اوجعلیاتویوه برخه ده چي دارتجاعي ټولنولخوا په لاره اچول شوي وو. راځۍ یوځل خپل افغاني اواسلامي وجد
ان ته سرټیټ کړو اوقضاوت وکړو چي آیا دسودمنع کول چي په ۶ گڼه فرمان اودښځو اونارینه دمساوي حقوقوتامینول چي دبشر دحقوقو له اساسي موادو څخه شمیرل کیږي اوپه ۷ گڼه فرمان کي تسجیل شوي وو، هم وخت غواړي ؟ فکر کوم نېک کار هر وخت چي څوک کولای شي باید وئې کړي چي هم خلک گټه ځني واخلي اوهم ئې دخدای تعالی رضایت حاصل کړی وي اود
گڼې فرمان په هکله باید ووایم چي هغه هم بي وخته نه وو بلکه نوي حکومت بایدځني مقدماتي
چمتووالی ئې درلودای یعني ځني تخنیکي ستونزي ئې لا مخکي حل کړي وای لکه د اوبو لگولو دسیستمونو چمتو کول، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې برابرول، دبزگري کوپراتیفونو له لاري دکرهنې میکانیزې کول او دبانک له لاري بزگرانو ته قرضه ورکول.ددې فرمانونو پر ضد باندي هیچا هم څرگند مخالفت چي دفرمان نوم واخلي، نه شو کولای ځکه دفرمان له نوم اخستلو سره به د خلکو له مخالفت سره مخامخ کیدل دا عمل پخپله ددې ښکارندوی دی چي نوموړي فرمانونه داسلام دمقدس دین د اساساتوپه رڼا کي ترتیب شوي وو او دافغانستان دخلکو دپراخو پرگنودارمانونوسره په کامله توگه مطابقت درلود.
دلته غواړم ددرنو لوستونکو پاملرنه دې ټکي ته راواړوم چي دې فرمانونودهیواددټولو خلکو لپاره دقانون حیثیت درلود اوددولت له رئیس څخه نیولې ترعادي وگړو پوري ددې قوانینو په تطبیق باندي مکلف وواوهیچا هم نه شوکولای چي له هغو څخه سرغړونه وکړي. همدا د قوانینو د تطبیق کنټرول وو چي د اداري فساد او ناوړه استفادې مخه نیولې شوې وه او ټول اجراات د ضوابطو په اساس باندي کیدل نه د روابطو په اساس.
.............
د ثور د ۷ نیټې پاڅون او اسلام
دا چي د ثور د ۷ نیټې پاڅون دخلکو د پراخو پرگنو د هراړخیزو گټو څخه د دفاع او ساتلو په خاطرسرته رسېدلی وو نونوي دولت دهیواد په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کي داسي رغنده پلانونه طرح کړه چي په تطبیق سره به ئې یوه هوسا او بسیا ټولنه جوړه شوې وای دمثال په توگه دیوه کال په جریان کي د ۶ گڼې فرمان په اساس دسود لمن په کامله توگه سره ټوله شوه چي په نتیجه کي ۲۲ میلیونه بیوزلي بزگران دسود خوړونکو له ظلم څخه خلاص شول، دځمکو دموکراتیک اصلاحات وشول چي ددوو لکو څخه زیاتي بیوزلي بزگرې کورنۍ دځمکو خا وند اني شوې، دښځواونارینه تر منځ په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او
مدني برخو کي مسا وي حقوق تامین شول، دبیسوادي پرضد باندي جهاداعلان شواودکلیو په کچه په زرگونود لیک لوست کورسونه پرانستل شول اوپه سلگونو زره خلک دلیک اولوست له نعمت څخه برخمن شول په ۲۲ میاشتوکي د ۲۱۱۱ په حدودکي نوي ښوونځي جوړ او پرانستل شول، برسیره پردې هرچاته دا امکانات برابر شول چي پخپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي. لنډه دا چي ددې پاڅو ن له بریالیتوب سره دخلکودپراخو پرگنو دامید گلونه وغوړېدل ظلم اوستم، تفوق طلبی اوتحقیر له منځه ولاړاودبډو اواختلاس خوچانوم نه شواخستلای دکارگرانو دژوند دښه کېدو په حاطر ددولت دمامورینو په څېر کوپون، ماکولات، بیمه
، رخصتي اونورامتیازات ورته حواله او دکاردپیدا کولو لپاره سترې ساختماني پروژې پیل شوې، دخلکو لپاره وړیا درملنه په چټکي سره پراخېده اود افغانستان دملي فرهنگ دبډای کولو اودهیواددټولوژبو دودي لپاره رادیو ئې اوتلویزیونی خپرونې پیل شوې اودهر ملیت دکلتوردراژوندي کولو اوغوړېدو لپاره په پراخه کچه کار کیده. راځۍ یوه شېبه په دې باندي فکر وکړو چي آیا پورته ذکرشوې دندې له اسلام سره ضدیت لري؟زه په دې باندي په کامله توگه باور لرم چي هر څوک چي یوڅه دسالم عقل اوفکر خاوند وي نوو به وایي چي نه داټولې دندې دا سلامي اساساتو سره په کامله توگه مطابقت کوي.
برسېره پر دې چي دولت نه یواځي دا چي دپورتنیودندو داجرکولو مکلفیت په غاړه درلود بلکه دا
مکلفیت ئې هم درلودچي داسلام دمقدس دین له اساساتو څخه هم حمایت وکړي ځکه چي دافغانستان خلکو مطلق ډېرکی رښتیني مسلمانان دي اودهغوي دعقایدواومذهب احترام باید وشي اودولت ئې ساتنه وکړي. په دې موده کي مي کله چي انترنېت ته لاسرسی پیدا کړنو زیاتي لیکني مي ولوستلې خوهیچا هم په دې هکله حقایق ونه لیکل بلکه دا دوه پدیدې یعني دثور پاڅون اواسلام ئې یودبل پرضدښودلي دي. له همد ې کبله ما تصمیم ونیو چي په دې هکله حقایق راوسپړم .
ددرنولوستونکو:
پاملرنه یوې موضوع ته رااړوم اوهغه داچي یو حقیقي اسلام دی چي پیروئې )مسلمان( باید برسېره پر دې چي داسلام پنځه بناوي په جدي توگه پرځای کړي بلکه په اسلامي فضائلو لکه رښتینولي عدل او انصاف، میانه روي، زړورتیا، امانت داري پاک لمني، احسان، تواضع، سخاوت اوداسي نورونېکوصفاتو هم ځان مجهز کړي. بل سیاسي اسلام دی چي ځني سیاسي ډلي ټپلي داسلام په نامه خپلو سیاسي موخوته ځان رسوي چي په اسلام کي دا جواز نه لري. هغه څه چي په اسلام کي جواز نه لري هغه درواغ ویل، غداري اوټگي، چو غلگر ي، خیانت، غلا، سود، ظلم، بغض اوکینه، تور پوري کول، غیبت اوبد ویل، دوه مخیتوب، بدگما
ني، پوچه وینا، غولول اوداسي نوردي چي په ډېرو مواردو کي زیاتي ډلې خپلي سیاسي موخې له همدې لارو لاس ته راوړي. دمثال په توگه کله چي دثور د ۷ نیټې پاڅون بریالیتوب ته ورسیده نوفورأ ئې په درواغو تورونه ولگول چې په پاڅون کي شورویانوبرخه اخستې ده، پاڅون د شورویانو په مشوره شوی دی او اسلام په خطر کي دی.
اوتورونه هم لومړی دغربي نړۍ دغیر اسلامي عناصروله خوا دخپلوناروا سیاسي موخو لپاره لگول ۲۴۳۷ نیټې مطبوعاتي کنفرانس چي ددې لیکنې په دوهمه ٫ ۳ شوي وواود نورمحمد تره کي د ٫۲۶ برخه کي په لنډه توگه خپورشو، ددې حقایقوځر گند اوانکار نه منونکی ثبوت دی. تره کي په دې هکله موږ د مسلمانانوبچیان یو زموږولس مسلمان دی اوداسلام د « : په واروار داسي څرگندوني کړي دي سپېڅلي دین اساساتوته په درنده سترگه گورو هیڅوک به داادعاونشی کړای چي موږ د اسلام له دین سره مخالفت کوو. موږکه چېري اصلاحات مینځته راوړو هغه داسلام مخالف نه دي داسلام په سپېڅلي دین کي په ډاگه سره دورور�
� برابري اوټولنیز عدالت حکم شوی دی هغه څوک چي داسلام د افغانستان کالنۍ ۲۴۶ مخ(. په ( » . مخالف دی داصلاحاتو مخالف دي دعدالت اوبرابري مخالف دي هیواد کي یو ملي او دموکراتیک نظام جوړشو. دځمکو دموکراتیک اصلاحات په بریالۍ توگه پای ته ورسیدل سود خوړل له اسلامي اسا ساتو سره سم منع شو، دپېغلو اوکونډو په زور ودول اوپه هغوی باندې ولور اخستل منع شول دبیسوادي اوناخواني پرضد باندي جهاد اعلان شوچي په همدې ترتیب ۲۴۳۷ نیټه تره کی په یوه غونډه کي ٫ ۴ ٫ سره په لسگونونورې سترې دندې سر ته ورسیدلې. په زموږ ددې وطنپالونکو اوملي دندو داجرا کولو په مقابل کي ئې زموږ دښمنا
ن ولمسول، « : وایي پیسې ئې ورکړې، پرموږئې بې اساسه تورونه ولگول اوپه توطئواوزهر جنوتبلیغا توئې لاس پوري کړ. موږداسلام د سپېڅلي دین اساساتوته په کلکه احترام کوواو داسلام دین مو په ټولنیزو چارو کي په پام کي نیولی اوهغه سپېڅلی بولو. موږدوطنپالو روحا نیونو، ملا یانو زیات قدر کوو او دافغا نستان دنوې ټولنې دجوړولوپه لار کي دهغوی زیاتي همکاري او ملاتړ ته سترگي په لاره یوکه هغوی په دافغانستان کالنۍ ۲۴۴ مخ(. دهیواد (» . دې لار کي له موږ سره همکاري وکړي دهغوی هرکلی کوومرتجعینو په کلونوکلونودخلکوحقوق تر پښو لاندي کړي اونورئې نشو کولای دې کارته دوام ورکړ�
� هغوی نور داسي پلمه نلري بي له د ې چي د پخوا په شان دامپریالیزم « : تره کی په دې هکله وایي دزړو دسیسوڅخه کارواخلي اوهغه څوک چي په رښتیا سره دخلکوله پاره خدمت کوي، داسلام ضد وبولي اوداسلام دسپېڅلي دین څخه په ناوړه استفادې سره بیا هم دولس دخدمتگارانوپه ضد مبارزه وکړي. نوی دولت نه یواځي دا چي دملیتونو، دین اومذ هب خلاف مبارزه نه کوي بلکه هغه ته په درنه سترگه گوري اوخپل ټول فعالیتونه یي داسلام ددین داساساتو له مخې سرته رسو لي دي.
دافغانستان دموکراتیک جمهریت داهیله لري چي دهیوادټول ملیتونه ښه او ابرو مند ژوندولري
پورتنی اثر ۲۳۱ مخ(. (» . اودخپلوټولورواجونو عنعنو، مذهب اودین څخه په آزاد ډول پیروي وکړي دایوڅرگند حقیقت دی چي انگرېزانوتل د اسلام په جامه کي دافغانستان خلک تېر ایستلي دي او د اما ن اله خان پرضد ئې ددین او مذهب تر نامه لاندې په سلگونو توطئې وکړې ځینو ملایانو، پیرانو اوحضرتانودانگرېرانو په لمسون دامان اله خان پرضد تبلیغات پیل کړل چي امان اله خان ئې په مسکو کي بدل کړی دی اودکفر تورئې ورباندي ولگاوه په پکتیاکي د گوډ ملاپه نامه اوکابل کي دسقاو زوی دخادم دین رسول اله په نامه او په کابل کي ځني روحاني کورنیو داسلام په نامه خلک راوپارول اویاغي شول. هغه
وو چي امان اله خان دورور وژني دمخنیوي په خاطر دکندهار له لارې دهیواد پرېښودوته اړشو. له دې سره سم انگرېزانو محمد نادرخان ته چي ددوۍ سړی وو، وظیفه ورکړه چي دبرتانوي هند له لارې افغانستان ته ولاړ شي. کله چي امان اله خان له هیواد څخه ووت نوفورأ محمد نادرخان له خپلودوووروڼو شاه محمودخان اوشاه ولي خان سره دپکتیا له لارې هیوادته راداخل شو ل اودامان اله خان تر نامه لاندې ئې دپکتیا دمختلفو قومونوستر قومي لښکر جوړ کړاوپر کابل باندې ئې ۲۴۳۷ نیټه -۶- یرغل وکړ اوپه ډېره لنډه موده کي دکابل ښار تر خپلې ولکې لاند ې راووست. په موږ دگوند له تاسیس څخه وروسته رازر
از تهمتونه « : نورمحمد تره کي گوندي منشیانو ته وویل چي او په زرگونوتورونه په موږ باندې ولگول شول. آیادا گناه ده چي خلک له لېوه صفته انسان څخه سړی ژغوري؟ موږ تل داسلام دسپېڅلي دین اساساتوته احترام کړی دی اوتاسي ددې شاهد یاست چي په .» . موږهیڅکله داسي کارنه دی کړی چي خدای دنه کړي دین ته په کښې سپکاوی شوی وي دلوی اختر ورځ دادقرباني « : ۲۴۳۷ نیټه دلوی اختردورځې په مناسبت په تلویزیوني وینا کي وایي قرباني وفدا کاري یوه ستره ورځ ده. داورځ دمسلمانانو لپاره دقرباني ورځ ده باید دخلکو دخوشالي به خاطر قرباني ورکړو. اوس دموږ دهیواد زیار کش مسلمانان کولای شي پ�
� کامله آزادي اوارامي سره خپل مذهبي مراسم اوټولنیزې چارې سرته ورسوي موږهغومحترمو ملایانو اوروحانیونوته دقدر په سترگه گورو چي په خپلو دیني اوروحاني مسائلو مشغول دي اونه غواړي چي ددین ترپردې لاندې دخلکو دگټوپه ضد عمل وکړي اوپه دې هڅه کي نه دي چي دین دسیاست اله وگرزوي. مذهبي تنظیمونه، داخلي او دسیمې ارتجاع دنړیوالي ارتجاع دپیسو په مقابل کي ددې فعالیتونو پرضد تحریک کوي - پورتنی اثر ۳۲۴ مخ( په ۳ ( ». اودافغانستان دپرمختگ مخه نیسي اوغواړي دتاریخ حکم باطل کړي زموږ پاڅون ددغه شان هیوادو په خلکو تاثیر کوي اودغه اغېزه هغوی دې « : ۲۴۳۷ نېټه وایي -ته هڅوي �
�ي پخپلو هیوادونو کي هم داډول مشعلونه بل کړي نوځکه دافغانستان دخلکو کورني اوبهرني دښمنان هرچېرته په موږ باندې تهمتونه لگوي. سره له دې چي زموږ په فرمانونوباندي اعتراض نشي کولای اوحتی نوم ئې هم نشي اخستلای چي نوم ئې واخلي نوخلک بد رد ورته وایي.
دوی ته یواځي دتهمت اودسیسې لاره پاتي ده چي دین، جوماتونه اوملایان په خطر کي دي. حال دا چي دابیخي درواغ ده موږ دین ته احترام لرو اوهغه ملایان چي دموږ پر ضد نه وي هغوی ته احترام لرو اوهغه روحانیون چي ددولت پرضد نه وي محترم ئې گڼو هغوی په افغانستان کي ځاي او هر زموږمخالفین دبهرنیو « : ۲۴۳۱ نیټه وایي -۲- پورتنی اثر ۴۱۴ مخ( په ۲ ». ډول مصئونیت لري ځواکونو په لمسونه دموږ دهیواد دپرمخ تگ په لار کي خنډونه اچوي اودپخوا په شان ئې داسلام دمبین دین پرده پخپلو مخونو را غوړولې ده. دوی تل دخپلو منحوسوگټولپاره هلي ځلي کوي او غواړي دهیوادگټي ترخپلو شخصي گټو جارکړي،
دوی ددې جرئت اومیړانه نه لري چي له موږ سره مخامخ کیني خبرې وکړي یواځي په پوچو زهرجنو تبلیغاتو زموږ دگران هیواد دخلکو اذهان ۴۱۳ مخونه(. ما دتره کي دویناوو ځني برخي دلته ذکر کړې چي - پورتنی اثر ۴۱۴ ( ». خرابوي دهغوله مخې سړی کولای شي دیوې موضوع په هکله دهغه وخت ددولت دسیاست په هکله قضاوت وکړي دتره کي له پورتنیو ویناگانو څخه دا په څرگنده توگه معلومیږي چي هغه داسلام دمقدس دین اساساتواوددین حقیقي علماوو ته ژور احترام درلوداوداسلام دمقدس دین ساتنه ئې کوله. دا ځکه چي دهغه د ژوند لیک څخه دا په ډاگه کیږي چي هغه نه یواځي داچي یورښتینی ملي سیا سي شخصیت وو بل
که دیوه فرهنگي شخصیت په توگه چي دپښتو ژبې په ادبیاتو کي دریالیزم دښوونځي بنسټ ایښودونکی وو چي تل ئې وینا اوعمل یوله بل سره مطابقت کاوه یعني هر څه به ئې چي ویل هغه به ئې په عمل کي تطبیق کول. دمثال په توگه په اسلام کي سود خوړل حرام دی او خدای تعالی )ج(دالبقر په ۳۷۱ اوآل عمران په ۲۴۱ آیتونوکي په څرگنده توگه امر کړی دی چي سود مه خورۍ.
نود الهي له همدې امرسره ئې سود د ۶ گڼې فرمان په صادرېدو سره منع کړ اوهیچا ددې جرئت نه شو کولای چي سود وخوري او داسلامي احکامو په رڼاکي په زوراوجبر دپېغلو اوکونډو واده کول اودولور اخستل ئې د ۷ گڼې فرمان په صادرېدوسره منع کړه. بډې اواختلاس منع کول، ا داري فساد ته دپای ټکی ایښودل، داسلام دمقدس دین له اساساتو سره سم دوروڼو ملیتونوترمنځ دوروري برابري اوټولنیز عدالت تامینول اودې ته ورته په لسگونونورې وطنپالونکي دندي دي چي دنورمحمد تره کي تر لارښوونې لاندې د دولت داجراآتوآئینه څرگندوي اودشورویانو دیرغل له پړاو سره هیڅ تړاو نه لري لکه پخوا چي ذکر شو
د ثور د ۷ نیټې دپاڅون له بریالیتوب سره دملی او دموکراتیکو ځواکونو دبري اوقدرت ته درسیدوپه بڼه کی نوی تیزس وړاندی شو نونړیوال، دسیمې اوکورنۍ ارتجاعي ځواکونه ټول په دې وېره کي شوه چي دغه پاځون به ددغه شان هیوادو په خلکو تاثیر وکړي اودغه اغېزه هغوی دې ته هڅوي چي پخپلو هیوادونو کي هم داډول عمل و کړي. نن موږ دټونس دخلکو خودجوشه پاڅون گوروچي دورته هیوادونو په سیاسي وضعه څومره ژور اغېز اچولی دی. په همدې ترتیب سره دثورد ۷ نیټې پاڅون هم دورته هیوادونو په سیاسي وضعه او دهغوی په برخلیک باندي ډېراغېزمن تمامیده نوځکه دافغانستان دخلکو کورنیو اوبهرنیو دښمن
انو هرچېرته په نوي حکومت یځایه اوناوړه تهمتو نه و لگول اوغوښت ئې داسلام مبین دین دسیاست اله وگرزوي. دلته ددرنولوستونکو پاملرنه یوځل بیا دلوی اختر په مناسبت دنورمحمد تره کي دوینا لاندي ټکو ته رااړوم.
اوس دموږ دهیواد زیار کښ مسلمانان کولای شي په کامله آزادي اوارامي سره خپل مذهبي مراسم « اوټولنیزې چارې سرته ورسوي موږ هغو محترمو ملایانو اوروحانیونوته دقدر په سترگه گورو چي په خپلو دیني اوروحاني مسائلو مشغول دي اونه غواړي چي ددین ترپردې لاندې دخلکو دگټوپه ضد عمل دافغانستان کالنۍ ۳۶۳ مخ(. که ( ». وکړي اوپه دې هڅه کي نه دي چي دین دسیاست اله وگرزوي دمسئلې ماهیت ته په دقیقه توگه ځیر شو نودابه راته څرگنده شي چي دنړۍ ارتجاعي ځواکونو داسلام قدس دین په سیاسی اسلام باندي واړاوه اوله هغه څخه ئې ناوړه گټه واخستله. له پورتنیو څرگند ونو خه داسي نتیجه اخستله �
�یږي چي دثورد ۷ نیټې پاڅون دافغانستان دخلکو دپراخو پرگنو د لرغونوارمانونو انعکاس وواو داسلام له مقدس دین سره نه یواځي دا چي مخالفت نه لاره بلکه په کامله توگه ې دهغه احترام اوساتنه کوله.
پای
یادونه: د وروستي سرلیک لاندې لیکنه د ثور د ۷ نیټې د پاڅون په هغه پړاو پورې اړه لري چې د تره کي تر
لارښوونه لاندې ئې جریان درلود