بســــــــــــــــــــــــــــمل
درنو خویندو او وروڼو!
موږ او تاسو په دا تېرو دریو لسیزوکې رنګارنګ ناخوالې ولیدې خو په تېره بیا په دا وروستۍ لسیزه کې د داسې شرموونکو او ځوروونکو پېښو شاهدان یو، چې قلم یې په لیکلو له خولې قطره قطره وینې غورځوي .
کومې کرغېړنې چارې چې په تېره لسیزه کې تر سره شوې نه خوزماپه ننني مطلب کې ځایږي او نه غواړم د هغو په لیکلوسره تاسو ودردوم خو په لنډوکې دومره وېیلی شم، چې داوروستۍ توره لسیزه دانسانیت، عدالت، عقایدو او دیموکراسي دسپکاوي لسیزه وه .
زموږ په بډایه سیمه ددایمي تسلط په منظور نړۍ خوار امپریالیزم په سر کې یې خونړۍ امریکادیو غولوونکي تیاتر برابرولولپاره ددې لسیزې په سرد۲۰۰۱په لمړۍ نیمايي کې جنرال مشرف المان ته راولېږه په هغه وخت کې دالمان صدراعظم ګیرهارد شرودیر و دغو دوو ښاغلو د واشنګټن، لندن او فارس په سپارښتنه دطالبانو داسلامي عمارت د راپرزولو لپاره په امریکايي توره نقشه له ناچاري سلا وکړه .
دا داسې وخت و، چې طالبانودیو شمېر خود سریوله کبله نړیوال ذهنیت دخپل ځان په ضد راپارولی و د دې تر څنګ دبریداس اویونوکال دتېلوکمپنیو په ټس کې هم طالبان الوزولو ته برابر شوي وو.
داسامه بن لادین مسئله یو بل دروندبارو، چې طالبانو په سختوشرایطوکې کشاوه البته داهغه شپې اوورځې وې، چې لاخود۲۰۰۱ زکال سپتمبر نهمې (۱) اویوولسمې نېټې ته درۍ څلورمیاشتې پاتې وې مانادطالبانود راپرزولو نقشه دنیویارک له پېښې څخه لا دمخه پلان شوې وه .
خبره ډېره نه اوږدوم راځم اصلي مطلب ته هغه دا، چې دسوسیالیزم نړېدلو امریکا دې ته وهڅوله، چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دنیواک نقشې یوه په بله پسې عملي کړي نودنړیوالود ملاتړاو خواخوږي لپاره یې خپل جګ جګ برجونه پخپله وران خو په اسامه بن لادین یې ورتاوان او ورپسې یې د ملګرو ملتونوله سازمان څخه په پټوسترګو پرافغانستان دیرغل اوهلته د حاکم نظام د راپرزولو اجازه واخیسته چې دا تر اوسه بېلګه نه لري .
داسامه بن لادین دترلاسه کولو په پلمه یې زموږ په ګران افغانستان د۲۰۰۱ زکال اکتوبر په اوومه ۷ وحشیانه بمورۍ او راکټ ورۍ پیل کړې دطالبانو رژیم یې ونړاوه او په ځای یې دجنګي جنایتکارانوهغه تر ټولو بدترین او جاني ترین کسان زموږ په بېګناه ولس وتپل، چې باید لا دمخه دولس په رسۍ غرغره شوي وای .
دافغانستان له اشغال سره سم په ټوله امپریالستي نړۍ کې نغارې وغربېدې، چې افغانستان ته دیموکراسي؟؟ راغله د۲۰۰۱ زکال په ورستیوکې د بن د بدنام کنفرانس بند او بس وشو په دې کنفرانس کې الف زرما ټول یې زما بس هر څه یې ځکه جنګي جنایتکارانوته په واک کې ورکړل، چې دا جنایتکاران دافغانستان له هوساینې او پرمختګ سره لا په نطفه کې وران وو.
امریکا پورتنیو جنایتکارانو ته دواک تر څنګ دیو داسې پړي سر هم په لاس ورکړ چې د پړي دا بل سر د حامد کرزي له غاړې څخه تاو و.
که دتیمورلنګ (یونس غیرقانوني) خبرې مویادې وي، چې کرزي ته یې وېیل ماتورا اوردیم توچه کاره بودی؟
نو باور به مو راشي، چې دالعنتي ځنځیر کړۍ په کړۍ امریکا د خپلو ناولوموخو لپاره سره تړلی دی او ول ول یې دافغان د پاکې خاوري غلیمانو( شمالي جنایتکارې ټلوالې) په غاړه کې وراچولی دی .
عزیزانـــــــــــــــــــو!
لس کاله تېر شول خو دسل ګونو زره بې ګناه افغانانو له قرباني او بې کورېدو سره سره نه یوازې سوله رانه غله بلکې راتګ یې هم محال برېښي دا ولې؟
ښه مې په یاد دي، چې د۱۹۹۴ زکال په یو څو میاشتو کې طالبان دیو مذهبي خوځښت په نوم دومره ژر وسلوال اوبیایې دیو پوځي ځواک په څېر په لنډه موده کې له خپل غلیم څخه له نیمايي زیاتې مرچلې ونیوې .
په ۱۹۹۶زکال کې یې پلازمینه کابل اوورپسې یې په خورالنډه موده کې خپل بیرغ داموسیندپه غاړه ورپاوه منظور دادی، څومره ژرله طالبانو څخه یو داسې غښتلی پوځ جوړ شو، چې هم یې ربانیان ترکولابه پورې وځغلول اوهم یې هلته په ایران سړه تبه راوسته خوداعجیبه ده ، چې دنړۍ هغه ښکروروښکرورو په داپوره یوه لسیزه کې دافغانستان دساتنې او ملي حاکمیت لپاره دیو غښتلي پوځ غم ونه خوړ ؟
یا په بل عبارت ولې داد نړۍ ښکرورو د یو رښتیني ملي اردو اوملي پولیسو د رامینځ ته کېدو په ځای هغه تښتېدلې او ډارنې قومي ملېشې په تخرګ کې ساتلې دي ؟
ځواب روښان دی، اشغالګر زموږ په پاکه خاوره او زموږ په بډایه سیمه د دایمي تسلط خوبونه ویني .
امریکا لمړی داسامه په پلمه دملګرو ملتونوله سازمان څخه په پټو سترګو پرافغانستان دیرغل جواز تر لاسه کړ دا ځل یې په خورابې شرمي اوسپین سترګي دستراتیژیک تړون په پلمه دتل لپاره دافغانستان اشغال ته زړه ښه کړی دی .
پرون ورځ مې چې دا ظالمانه تړون ولوست تاسو باور وکړئ چې تر سهاره خوب نه راته اوس نو دحامد کرزي امنیتي سلا کار سپنتا او بوټپاکانو ته یې یوځل بیا وایم، چې :
۱ ــ یوه میاشت مخکې تاسودکوم حقوقي موقف له مخې نغاره وغربوله، چې افغانستان یو خپلواک هیواددی کولای شي له هر چا سره یې چې خوښه وي تړونونه لاسلیک کړي ؟
۲ ــ اوس نومهرباني وکړئ ددې کرغېړن هغه ستاسو په اصطلاح ستراتیژیک تړون له دانهو مادو څخه کومه یوه ماده د افغانستان په ګټه ده؟
۳ ــ امریکادنړۍ په نوروبرخوکې هم پخپله سپین سترګي او دسیسه سازي سره دستراتیژیکو تړونو په نوم خپل غوږونه هلته ور رسولي خوداراته ووایاست، چې په کوم بل هیوادیې هم داسې یوطرفه شرطونه منلي لکه په دا تاسو یې چې مني ؟
۴ ــ آیاتاسوښاغلو د دې سوچ هم کله کړی دی، چې امریکابه دسیمئیز فشاراویا دسیمي له پوره لوټ او تالان څخه وروسته خپلې پښې سپکې او افغانستان به خونخوارو ګاونډیانو ته دیو بېوزره مرغي په څېر پرېږدي؟
۵ ــ د حامد کرزي تر مشري لاندې ستاسو ناولې ادارې نه یوازې دهیواد په سطحه دیادولو وړ څه ونه شو کړای بلکې دډېروعادي مسئلولکه دحاجي بهاوالدین کلاپه زندان کې دتخار د بېګناهوپښتنوکډوالو او دکوچیانو او هزاره ګانو دمسئلې د حل جوګه هم نه شوه نو بیا په کوم زور او صلاحیت کرزی وايي چې :
(خوب سرش شرطها ماندیم، خوب دست وپایش بسته کردیم، منافع ملي را در نظر ګرفتیم)
۶ ــ اوس نو یو ځل بیا په رڼو سترګود خپلو بادارانو دستراتیژیک تړون دغه نهه سره مادې ښې په غور سره له نظره تېرې او ملي ګټې پکې وګورئ زه نه پوهېږم دا ملي ګټې تاسو څه ته وایاست؟
۷ ــ ټوله نړۍ ستاسوددرۍ ګونوارګانو په ننداره ده، ولس ستاسوله لاسه تر دوسپوږمو رارسېدلی په هر ولایت کې هرغل دخپل سرباچا دی،نه دچا مال په امن دی او نه ناموس نو په داسې حال کې داتاسې څه کاره یاست چې دیو تاریخي هیواد اوبا شهامته ولس په سرنوشت لوبې کوئ ؟
۸ ــ له بده مرغه باید ووایم، چې افغانســـتان قطعأ خپلواک هیوادنه دی ځکه، چې په سیاسي، اقتصادي او آن فرهنګي لحاظ د پردیو تر محاصرې لاندې دی د دې تر څنګ دکرزي د تش په نامه حکومت سره نور موازي حکومتونه هم جوړ شوي دي چې وخت په وخت پخپله حامدکرزي ورڅخه شکایت کړی دی آیاپه داسې برګ غوبل کې به دا نور موازي حکومتونه ددې منحوث ستراتیژیک تړون په منلو کې سؤاستفادې ونه کړي ؟
(۱) پاس په لیکنه کې د سپتمبر نهمه ذکر شوې ده په دې ورځ یې د روسانو لوی ګوډاګی (مسعود) والوزاوه لکه په پخوانیولیکنوکې مې چې هم دې نېټې ته اشاره کړې یوځل بیا یادوم، چې د۲۰۰۱ زکال سپتمبر نهمه او یوولسمه یوه له بلې سره نه شلېدونکې اومنطقي اړیکه لري، چې راتلونکی تاریخ به یې لانوره هم روښانه کړي .
یوه دوستانه هیـــــــــــــله :
قدرمنو افغان ویبپاڼو چلوونکو!
زه بار بار ستاسو ټولوقدرمنو له همکاریوڅخه ممنون یم دا ځل له تاسو څخه هیله کوم، چې دا لاندې لینک زما له لیکنې سره خپورکړئ څوزموږ قدرمن هیوادوال ددې کرغېړن تړون په وړاندې زماغږیزغبرګون هم واوري :
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/15924
له حوصلې څخه مو مننه کوم