دا ولی ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

منصور احمدزی
زه تعجب نه کوم او حیران هم نه یمه چه دا ولی اوکومه لوبه له افغانانو سره روانه ده لکه چه وایی  (که زه حال ونه وایم دا ګوډه پښه به می حال وایی )دا حالات دا نظام او دا دولت او دا دری ګونی قوا دا امریکا او دا نا تو  ټول پدی پوه دی او دا کول غواړی  ددی ملت  دا بد بختی له هغی ورځی نه پیل شوی

چه دبن دفیصلی نه وروسته سم دلا سه دیوه سا زش په بنیاد دکابل په چوکۍ دیوی خا صی وړوکی ډلی لخوا دبن دفیصلی    مخا لف  قبضه وشوه او هیچا  دا اواز پورته نکړی شو چه دا ولی  ؟;

  اوس به ولی داسی نه کیږی خا مخا به کیږی .
د پخوانیو نظامونو وخت وو  او دو زیرانو په ډله کی یو وزیر وه  دهغه په او صولو کی یو اصول داهم وو چه که چا به ورته در خواست ور کړ چه ما ته وظیفه را کړه او په ټول ملک کی داسی کس نه وو چه هغه به پدی نه پو هیده چه دپوهنی وزارت په اکثر مکتبو نو کی قرار دادیانو اجیرانو او بی تعلیمه معلمانو درس ورکاوه نور ده به په در خواستی کی ورته ولیکل .
که .....  وی مقرر دی شی اوکه ...... وی په منتظرینو کی دی ونیول شی  که بل یو وی کمبود نشته  .
خو نن ورځ کرزی صاحب خو د هغه ریکارډ مات کړی پدی نظام کی چه دکار دپاره درخواست ورکړی نور دخبرو په وخت کی د ی که په پښتو خبری وکړی بیا خو کار نشته او دیوی  وجی په خاطر به خامخا جواب   نا امید او بیرته کورته لیږی  یعنی که دجبهه شمال غړی وی مقرر دی شی  که فا ړسی وان وی منتظرینو کی دی ونیول شی  که پښتون وی کمبود نشته.
دا نظام زړه سوانده افغانا نو ته ضرورت نلری دیو محدود شمیر وطن دوستو نه پرته نور  ټغ او بګت  بیسوادان خورد ظابطان یی دروز ګذرانۍ  او شوکو  په خاطر سره یو ځای کړیدی چه دا په اټکل سره نه وایمه بلکه په سلهاوو مثالونه یی په ډاګه کولای شم .
دظاهر شاه زمانه وه او ظاهر شاه  دپل مالا  سیل ته ولاړ چه هلته ورسیده ډیر باران وشو  او له باران څخه وروسته  دپله  سرته ورغی کله چه دپله دپاسه ودریده نور ګوری چه  دخوړ په غاړه کی دبوټو اوشنشوبو  تر مابین یو شمیر  جو نګړی خاص  پوشک او دلرګیو پر سر  جنډی ښکاریدی  نور ظاهرشاه له غلام بچه څخه یی دا پو ښتنه وکړه چه دا کوم خلک دی  دا باد باران تیر شو داسیلاب  یو نسی دا ولی دلته  په خوړ کی اوسیږی  هغو  ته غلام بچه نږدی  ورغی  او یوه تن ته یی اواز وکړ چه دلته راشه  یو تن له هغو څخه چه  ببر سر  څیری  ګریوان  دوه رنګه جامی  یی  په  تن وی راغی  او ورته  یی  وویل  چه حکم کوه  ولی دی  اواز راته  وکړ غلام بچه ورته وویل چه تاسی کوم خلک  یاستۍ ؟  هغه ځواب ورکړ  ما در اینجا  چهار خانه اصیل جټ هستیم  دیګر همګی   ټغ او بګت است .
ځینی افغا نان نن ورځ دبل لاس لاندی  دغلام په شکل دډار شپی او ورځی تیروی  دا چه دپردیو دغلامی     مډ الونه  یی په غاړه کړی دی  دوی ته  چادری  ورکول او لیږل  پکار دی  .........
ددی نظام تشکیل خو مثال نلری زما په خیال ددی نظام له تشکیل څخه د حا جی سلام لوګری د موسیقی دستی تشکیل  ډیر ښه دی ځکه چه  په هغوی کی  ډیری  ښیګڼی  ځای لری هغه دا چه .

هغه ټول اصیل افغانان دی ٭

هغه دمشر تا بع دار دی ٭

هغه نظم لری ٭

هغوی هدف لری  ( دخلکو  خوشحالی )

هغوی کی سا رنګچی  ډولکچی  ربابچی  تمبور چی  طبله چی   ارمونیه چی   اکوردیون چی  طوله چی  هر یو معلوم ده اودا هریو دمشر تابع دار او دمشر دهدایت اود سترګو  غړولو سره ساز او اواز باسی .
هغوی کی  پردی ګما رلی  مجرم جنایتکار  غاصب   فاسد   مفسد او داسی نور نشته مزدوران ندی  اصالت لری .
خو دلته ........دا ټول شته او اصالت نشته .
لدی کابینی به کومه توقع ولری چه پلار او زوی په یوه کابینه کی په یوه وخت  وزیران وی نور څوک پدی هیواد کی نه وه  شاید تر شا به یی کومه هیله نغښتی وی  .
لدی نظام څخه به کومه  خوشحالی وغواړی چه مشاور رهنما دی  پردۍ  ګمارلۍ وی  نوله هغه نظام نه به د  خیر  توقع امکان ولری  خامخا به  وطن  فروشی کیږی امریکا به  اډی جوړوی ناتو به ........
ګاونډی به  وزلوبی چټکی کړی  دسیمی اونړی وال  زبرځواکونه به هم  ددی لوبی را دانګلو ته تیاری نیسی .
دهیواد رسنیو ته که سر ور دننه کړی هره ورځ به  دوینو بهیدل  او  دمیلونونو  ډالرو غلا څخه بله کومه روښانه راتلونکی  امیدواری وا نه وری .
لوی څارنوال صاحب ګوره چه اشتباه ونکړی هغه  قدیر فطرت  چه پرون یی دبانکی غلو لست ولسی جرګی ته بیانولو  نن څبله  دغلو سردار وخوت مګر هغه وړوکی سړی ندی  دبحران الدین ربانی صاحب چمچه دی دپو ښتنو لپاره یی هم در بللی نشی  یوه اشتباه دی کړی وه چه قاسمی پخوانی تښښتیدلی وزیر دی نیولی وه  څرنګه ژر دی بیرته خوشی کړو  صدیق چکړی دی هم ممنوع الخروج اعلان کړی وه  مګر دنر په شان در څخه ولاړ او نن ورځ په لندن کی چکری وهی بیا دی هم پو ښتنه وکړای شوه   د یولک څخه کمو ډالروغلونه  پوښتنی کوه که داسی نه وی نو ر دملیونونو غله خو ډیر اروپا او امریکی ته در څخه تښتیدلی دی کوم یو به یی   محکمی ته راولی  داچه به کور کی دی  څوک به یی محکمه کړی .
دا ولی څوک نشته چه ددی ځوریدلی کړیدلی  شهید پالونکی  ملت ستونزو ته دپای ټکۍ کیږدی  او دا غم ځپلی ولس یوه ورځ په ارا مه نفس وکاږی .
پای