دزرلښت دويبپاڼې سره دښاغلي سميع الدين افغاني ادبي مرکه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
(دريمه برخه)زرلښت ډاډکام- داسې ويل کيږي چې پښتانه ډيرمتعصب خلک دي دښځو ازادي بده ګڼي پښتنۍ شاعرانې ته مو تر کوم حده پورې دقلم د بيان ازادي ورکړيده ؟
سمیع الدین افغاني : دا چې وايي پښتانه ډير د تعصبه ډک خلک دي زه ستاسو ددې خبرې سره نه تنها چې همنظره نه يم بلکه پدې باور يم چې دا د هغه افغان دښمنه کړيو تبليغاتې دريز دي چې په شکل د اشکالو غواړي زموږ په هيواد کې د قومونو ، ورنو او ولسونو په مينځ کې د بې باوريو لړيو ته لمن ووهي٠

او که چيرې ددې پوښنې فلسفي اړخ ته زير شو نو دا يوه معلومه خبره ده چې هر څومره چې ديوې ټولنې اقتصادي حالت خراب وي ،خلک يې دولګې، بيکارۍ او بې وسۍ سره لاس او ګريبان وی په همغه اندازه د خلکو فرهنګ او پوهاوي د ستونزو او محدوديتونو سره يو ځای وي ، همدارنګه په کومو ټولنو کې چې د خلکو اقتصادې حالت ښه وې خلک کار ، صحت اودحد اقل انساني مزاياو څخه بهره مند وي، په همغه اندازه د خلکو پوهاوی او فرهنګ هم پرمختللي وي ٠
زما په اند که د خپل هيواد تاريخ ته نظر واچوو دتاريخ په اوږ د کې هر سياسي نظام چې شتون لرلې هغو صرف د خپلو مافيايې منافعو او د خپلو واکمنيو د بقا لپاره کار کړی او که کوم مترقې
اوعدالت پسنده حرکتونه يې مقابلې ته راوتلي هغه يې په ډيره بې رحمۍ سرکوب کړي او دوي په خپلوميلو او چړچوبوخت اوخپل ځان لپا ره يې ، قصرونه، ژوند، خونداو د دنيا نعمتونه برابر کړي دي٠
او که سره لدې هم د ولسونو په ګټه کوم قدرتونه واکمن شوې دي بيا نو د پردو په لمسه زموږ د با ديانته خلکو د پاکو انساني ، عاتفوی او مذهبي احساساتو نه په ګته پورته کولو سره د يو شمير خرڅ شوو افرادو په واسط د پردو په لمسون يا دمينځه تللي او يا هم د وطن څخه مهاجر کيدو ته اړ باستل شوی او يا هم د پردو په اشاره په دار زړول شوې دي ٠
په همدې او ډيرو نورو دلايلو د تار يخ په اوږدو کې د پردو او اجنبی لاس وهنو او مداخلو په نتيجه کې زموږ هيوادوال يي په تيره بيا په تيروڅو نژدې لسيزوکې د بدبختيو کندې ته ګذار کړي دي٠
پداسې يو د نا ملايم تاريخي مسير کې نه تنها پښتانه بالکه زموږ د هيواد ټول قومونه او مليتونه د پوهې او تعليم څخه بې بهرې پاته کړل شوی دی٠
په يوه ټولنه کې چې صرف په سلوکې پنځه سلنه وګړي يې د تعليم ، ليک او لوست څخه بهره مند وی دا طبعی خبره ده چې د خلکو پو هاوی پداسی سنتې او ورسته پاتې هيوادونونو کې نه تنها کوم مشخص قوم بلکه د هيواد ټولو قومونو او ولسونه ښځينه قشر دتحصل اوتعليم څخه بې بهرې پاته کړل شوی چی ددې خبرې ثبوت د هيواد په ګوټ ګوټ کې احساسيدلی شی ٠
تر هغه ځايه چې د ښځينه شاعرانو او ليکوالانو پورې تړاو لری بايد ووايم چې نن سبا د ډيرو خويندو د ليکنو او شعرونو سره اشنا يو ،زموږ ډيری ښځينه شاعرانو هم د خپلو خلکو او پرګنو د عنعناتو ،رسم او رواجونو د خپلې ټولنې اخلاقیاتو په نظر کې نيولو سره او همدارنګه په ټولنې کې د ناخوالو او بې عدالتيو دله مينځه وړلو او ډيرو نور برخو کې خپل تاريخي رسالت د خپلو خلکو او هيواد په مقابل کې احساس کړی چی پدې برخه کې د هغو لاسته راوړنې د قدر وړ بولو٠ دخپلوخلکوسره مينه ،دوطن سره مينه اوخپل راتلونکې ژوندته په مينه کتل دابه دهرانسان نار ینه وی که ښځه مسلم حق وي ٠
زرلښت ډاډکام -تاسو دپښتو ادب څه ته وايئ څنګه تعريفوئ او يوپښتون شاعر،ليکوال ته څه په کار ده چې دادب په چوکاټ کې خپل دژبۍ د پاره څه خدمت وکړي او په کومو ادبي تورو کې٠
سمیع الدین افغاني : دادب په اړه څيړنيز ، اکادميک اوهر اړخيزه بحث به پدې ادبی
مرکې کې نا ممکنه وي ځکهچې د پښتو ادب او دهغه تاريخ په اړه ډيرو ادب پوهانو څيړنې او تحقيقات تر سره کړي او په سلهاوو مقالې ، کتابو نه ېې ليکلي اوهر اړخيزه لاسته راوړنې ېې لرلې دي ٠
ستاسې د دې پوښتنې ځو اب په لاندې څو کرښو کې په لنډ ډول څر ګند وم :
ادب : په لغت کې پوهې،زیرکۍ،اخلاقي تهذیب او فضلیت ته ویل کیږي او په اصطلاح کې ادب، هغه پوهه او ریاضت دی ،چې انسان ته فضلیت ور په برخه کوي او په خپلو کړو وړو کې یې له سهوې او ښویېدنې څخه ژغوري٠
ادب د ژوندداسې هنداره ده چې د ژوند سره تړلو انسانانو او انساني چاپېریال او په دغه چايېریال کې موجود معاشرتي ، سیاسي، اخلاق او مذهب او هر هر څه تر بحث لاندې راولي ٠
پښتو ادب په ټولنيزه توګه د ادب پوهانو له نظره په دوه برخو بيليږي چې يوه برخه يې شفاهې يا ګړنی او بله برخه يې تحریري يا ليکلی ادب څخه عبارت دی ٠
ګړنې يا شفاهی ادب يوه برخه يې د پښتو زړې سندرې دي چې شاعر يې نا معلوم دی ، او بله برخه يې اولسي سندرې دي چې شاعر ئې مالوم دی ٠
لنډۍ ، ټپه ،کاکړي ، غاړې ، لنډۍ ، سروکی ( سریزه )نارې ، فالونه ، چغيان ( اننکی )،يادهوي، سندرې ، سانذې (ساندی ) ، نکلونه ، متلونه ، د سيندو سندرې ، د ماشو مانو ادبيات لکه اکو بکو و، چار بيته ،کيسې ،چې د ذهن ازموينه په غرض ويل کيږی ٠ همدارنګه ځينې کيسې لکه انګک بنګک او ډیرې نورې د پښتو شفاهې ادب نمونې دي ٠
ليکلی ادب لکه قصيده ، خواب نامه ، الف نامه ، ساقي نامه ، رباعي ، مثنوي ، غزل ، مناجات ، حمد ، نعت او هايکو ګانې دي ٠
د پښتو ژبې لمړۍ لاسته راغلې قصیده د اسد غوري قصيده ده چې په ٤٥٠ هجرې کې ويل شوې ده ٠
ادب مانا د فرهنګ ، پوهې ،هنر ، معاشره ، په زړه پورې روشونه ، په خبرو کې رزم اوبزم اوپه اصطلاح کې ادب د پوهنې نوم دی چې پخوانيو دا پوهنه د لغت ، صرف ، نحوه ،معاني ، بيان ، بديع ، عروض ،قافيوی قوانين ، خط ، د لوستلو قوانين چې ځينې بيا املا او انشئا هم د ادب سره تړلې بولی ٠
ادب د ژوند په اړه د کُل مثال لري او د ژوند نورې لارې چارې یې جُزیات دي چې دغه کُل پرې تکمیل کېږي په علمي برخه کې ادب لکه یو ګڼه ونه او دژوند لارې چارې او علوم یې څانګې دي ٠
د پښتو د ادبي تاریخ لومړۍ دوره له دوهمې هجري پیړۍ څخه پیل او دلسمې هجري پیړۍ تر پایه ان تر یوولسمې پیړۍ تر لومړیو کلونو پورې دوام کوي، د دې دورې ادبي آثار،زیاتره متفرق آثار دي او د دې دورې منظم او بشپړ آثار ډیر وڅیړونکو تر اوسه نه دي تر لاسه کړي،یا تر اوسه نه دي یې موندلي او یا هم له منځه تللي دي٠
ستاسې د پوښتنې په دويمه بر خه کې بايد ووايم چې نه تنهاپښتانه شاعران بلکه هر شاعر ليکوال چې کومې مورنۍ ژبې پورې تړاو لري ياهم په کومې دريمې ژبې کې د شعر ويلو يا ليکوالۍ توان لری بايد د ولسونو د ادب د غنا لپار ه په مختلفو اجتماعی او سیاسی اونورو برخو کې داسې نوې لاسته راوړنې ابتکارات و لري چې د راتلونکو نسلونو لپاره د افتخار ره ډک او تل پاتې بریا وي وياړنې او سر لوړۍ د شاعر او ليکوال ياد ژوندی وساتی ٠
زرلښت ډاډکام :-که يو شاعرغيردپښتونه په نوروژبو شاعري وکړي ايا داد شاعر دعلمي سويي اوچتوالی او دهغی هنر څخه نمايندګي کوي يا دخپل پښتو ژبۍ سره د خيانت څخه ؟
سمیع الدین افغاني : واېې که څوک په يوه ژبه پوهيږي هغه يو کس دی او که په دوه ژبو پو هيږي دوه کسه او هر څومره چې په ډيرو ژبو حاکميت ولري د هغه د پو هي اوعلمي سويې داوچتوالی څخه نمايندګي کوي٠
زما په اند ژبه د افهام او تفهيم وسيله ده ، هر څوک حق لری چې خپلې مورنۍ ژبې ته کار وکړي او که څوک په بلې ژبې حاکميت ولري او په هغه ژبه شاعری او ليکوالي کولای شي دا د هغه د پوهې او لياقت ښکا رندوی دی ٠
موږ ددنيا ډيری ليکولان او شاعران پيژنو چې په پښتو ، دري ، عربي او ډيرو نورو ژبو کې يې ليکوا لي او شاعري کړی او د ادب په برخه کې يې ډيرې لاسته راوړنې لرلي دي چې د هغو دا ادبي اوعلمي فعاليتونه په نورو ژبوکې دقدر وړ ارزښت لري ٠
خپلې ژبی ته دخيانت واژه به پداسی علمې او ادبی فعاليتونو کې يوه بې مفهومه خبره وي ٠
زرلښت ډاډ کام- دجنګ او سولې تر منيځ فرق څه ده ستاسو په ا ند په نړۍ کې کوم رقم خلک سوله غواړي او کوم رقم خلک جنګ ته لمنه وهي؟
سمیع الدین افغاني : سوله ، تفاهم ، ورور ګلوۍ دا هغه د خدای لوی نعمت دی چې لوی خدای يې په خپلو هغو بندګانو پيرزوکوي کوم چې دالاهي اوامرو نه په اطاعت سره یوبل ته دهمدردي ، همکاري او اخوت احساس پر بنا د بشريت د خير او فلاح لپار ه په ايمانداري سره د اخلاص، همغږۍ او ورور ګلوۍ لاسونه ورکوي ٠
په هغه ولسونو کی چې سوله وي هلته د ترقي ، تعليم تربيت او د امنيت زمينه برابريږی اوهر وګړي د يوي مړي حلالې روزي د پيدا کولو امکانات لرلی شي او د انساني ژوند د برابريدو لپار د لارو چارو پوره امکانات مينځ ته را تلای شي ٠
جنګ دبشريت مادي او معنوي هستي تباه کوی او په ټولنو کې د انسان وژنې ، وحشت اوببريت فضا مينخ ته راوړي د خلکو ،ولسونو او قومونو تر مينځ نفاق مرګ ،ژوبه او بدبختۍ راولي٠
په ډيره خواشنۍ سره بايد ووايو چې په تير و څو لسيزو کې د پردو او مداخله ګرو کړيوو او هيوادونو د لاس و هنو په نتيجه کې زموږ هيوادوا ل دمرګ او ژوبلی، نفاق او بدبختیو سره مخ اوجبري مهاجرتونو ته اړ باستل شول٠
دا يوڅرګنده خبر ده چې په نړي کې انسانان د سولې ، اجتماعې عدالت ، همکاري او د هراړخيزه انساني روشونو طرفدار دي ، مګر يو شمير واکمن قدرتونه دخپل حاکميت او ،ګټو د بقا لپاره يواځنی لار جنګ بولې او د خپلو ناروا ګټو د خوندی ساتلوپه مقصد دنورو ولسونو او هيوادونو روا حقوق تر پښو لاندې کوي او په همدې ډول خپلې ګټې د جنګ په دوام کې وينی چې نن سبا دغه دجنګ سياست والو د نيا د تباهی او نابودی سره مواجه کړې ده ٠
نن په نړۍ کې داسې جنګي ټانکونه ، طيارې ، هستوي تباه کونکې سلاح ګانې شتون لری چې کولاي شي څو ځله ځمکه د نابودۍ سره مواجه کړي ٠
زرلښت ډاډکام- ځينۍ خلک داسې فکر کوي چې پښتانه تروريستان دي څه فکر کوئ چې پښتانه شاعران په خپلو شعرونو کې توره اوډال څخه ولې ډير يادونه کوي دوې خلک جنګ ته هڅوي که سولې ته؟
سمیع الدین افغاني : زما په اند که څوک داسې فکر کوي چې په يو قوم کې تمام خلک ښه او يا بد دي داسې يو نظر صرف دبا غرضه ، او افغان دښمنه افرادو تبليغاتي نظر دی چې پدې ډول غواړي د قومونو او ولسونو تر مينځ د بې باوريو لړيو ته لمن ووهي اوپدې ډول زموږ په هيواد کې دنفاق اوشقاق زمينه برابره کړي ٠
په هر قوم ، ولس او ټولنه کې ښه يا بد خلک شتون لري ، موږ بايد د انسانانو نيت ته وګورو نه د هغو ژبه مليت او قوم ته ٠ دا چې د تروريزم تعريف څه دي او څوک د تروريزم حاميان دي او څوک غواړي د تروريستي اعمالو په سرته رسولو سره نړۍ د بې سباتي سره مخ کړې دايو لوي بحث اوسپيناوي ته اړتیا لری خوپه نړۍکې نه تنهاپښتانه بلکه دتماموقومونوولسونو او هيوادونو
دنده ده چې ددې انسانی دښمنه پدیدی په مقابل کې خپلې مشترکې سر ښندنې په مخ بوځي او پرينږدي چې د بې ګناه انسانانو ژوند ، هستی او بقا د نابودۍ سره مخامخ شي ٠
ستاسو د پوښتنې د دويمې برخې په ځواب کې بايد ووايم چې هره مشخصه تاريخې پيړي عصر او زمان ځانله خپل ځانګړي خوصوصیات ،ارزښتونه او وياړنې لري ، په نړۍ کې کله چې ساينس او تکنالوژي دومره پرمختيا نه درلوده جنګی او تحنيکې وسايل او وسايط دومره انکشاف نه وه کړی په هغه عصر او زمان کې د هيوادونو دفاعی طاقت د انسانانو مټ ، بازو ،شهامت ، توره او ډال تشکيلو ه چې زموږ په ګران هيواد کې پښتنوهم د نورو ورنو او قامونوسره يو ځاې د خپل مټ ، تورې او ډال په زور پردی تجاوزګرو هيوادونو قوتونه په شا تمبولې چې په هغه عصر او زمان کې زموږ ګر ان هیوا د افغانستان يوه لويه امپراتوري وه چې زموږ دباتورو هیوا دوالو د توری او ډال په زور او شهامت اداره کيدله چې د افغان اصيل بچيان پدغه تل پاتوکارنامو وياړ ي او يادونه يي کوي ٠
زرلښت ډاډکام - ښځينه احساسات په ليکوالي او شاعري کې څه ته وايي؟
سمیع الدین افغاني : په شعر او شاعري کې ښځينه احساساتو په اړه به د ښځينه شاعرانو او ليکوالو نظر يا احساس يو حقيقي او واقعي تصوير او ځواب وي ، ښه به داوي چې دداسې پوښتنو ريښتينی ځواب له هغه ښځينه ليکوالو او شاعرانو څخه چې نن سبا د ادب په ميدان کې ښې ځليدلې دي تر لاسه کړی ٠ تر هغه ځايه چې زما په يو شمير شعرونو کې دا احساسات منعکس شوي لکه لاندې څو بيلګې :
نورشیان یې ډیردي داپایزیب یې څومره ښکلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی
مورې پیسې راکه چې پایزیب مې ډیرخوښیږي
رنګ رنګ سیخکونه په اوربـــل مې هوسیږي
عطر شام پاریــــس مې په دمـاغ ډیر ښه لګیږي
نقدی پیسې نه وي ماما پور پــه ځان منلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی
اخـــــلم دنداسه چـــــې دنداسه مې ډیر خوښیږي
سرې شونډې چې ګرځم نو اشنا مې خوشحالیږي
تورې تورې سترګـــــې پــــه کجلو ښه ښکاریږي
سرو زرو چارګل ماما پـه برجب کې ساتلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی
دا هغه د سترګو ليدلی حال دی چې په کليوالي ژوند کې ترسترګو شوی دی اویا :
مـــــازیګر دی زیړی لــــمر دی
خـــــوږ اشنـــــا می مرور دی
شینکی خــــال په تنـدي ږدمه
خپـل اشنــــا خوشحـــــــالومه
دا په ټولنو کې د هغه ښځينه شاعرانو د شفاهې او ليکنيز ادب انګيزې او تاثیر ات دي چې کله کله ېې نارينه شاعران هم د شعر په قالب کې ځای ورکوي ٠
--------------