ته به وا سړك د دوى د پلار دى .

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د ښاخۍ مجلې خبره ( راسه چي له بلي دي خبر كړم ) واى چي اسان يې نهالول چنګوښو هم پښې پورته كړې:
نژدې دى چي په اساسي قانون كي يوه نوې ماده ورزياته سي . ( ټول ملګي او دولتي وګړي مكلف دي چي د سفر پر مهال د جاريجي ځواكونو د كاروان په ليدلو خپل موټر اړخ ته ودروى ) دې ته حيرانيږى مه اوس يې هم رسمي بڼه غوره كړې هرڅوك دې كار ته د فرضو په سترګه ګوري
او تل يې په ايمان داري عملي كوي ولي يې عملي كوي ؟ ځكه سرغړوونكي ته يې د مرګ دسزا وركولو وېره سته .
په غوصه نسى چي څه پخوانۍ او مړې بلاوي را ويښوې
پخواني خلك يوه خبره كوي وايي (پردې نه ژاړم چي انا مي مړه سوه ژاړم پر دې چي مرګ را روږد سو )
دا خبره هغه وخت هم سوې وه خو ټولو د اوبو د شورهاري په څېر واوريده او هيره يې كړه . ځكه نو نن په لښكرګاه كي ګلوبل والا سړكونه خپل شخصي ملكيت بولي . ښايي دا ښتونزه په نورو سيمو كي هم وي خو زه ورباندي نه يم خبري
عجيبه عادت يې زده كړى خپله ورو ورو روان وي خو شاته روان موټر ته هيڅ اجازه نه وركوي چي مخ ته په خپل كار پسي ولاړ سي .
په اوږدو لارو او سفرونو كي دا شى لږ عادي سوى وايي يوه ورځ ده يو ډول به تيره سي خو په ښار كي دا شى ډيري ستونزي را ولاړوي
د ډيرو نورو بيلګو په څير تيره ورځ دوه ځلي دا پېښه تكرار سوه يو ځل د يو ملګري سره په موتر كي دفتر ته تلم چي ډير ناوخته او په بيړه كي وو په دې ترڅ كي د ګلوبل درې موټره تر موږ تير سوه زما ملګري چي به هر اړخ ته د مخته تګ هڅه وكړه ګلوبليانو به هغه خوا ورته ونيول تر پايه ونه توانيدو چي مخته سو .
مازيګر بيا چي كله د كور پر خوا پر موټر سايكل روان وم له يوې فرعي كوڅې عومي جادې ته په داسي حال كي ور دا خل سوه چي ګلوبليان هم روان وو خداى خبر چي كوم خوړين خاريجي به يې ليږداوه . د دوى دوه موټره تر ما دمخه او يو شاته وو .
شاتنۍ موټر تر ما مخ كي سو په دې ترڅ كي د هنداري ها خوا يو بد مخي انسان لاسونه ښوورول او په ډيره جدي لهجه لكه پلار چي مې ور وژلى وي راته د شاته كيدو اشارې كولې .
دلته مي د ځآنه و پوښتل ايا دا د دوى حق دى؟
نه ولي يې حق دى سړك خو عامه دى هر څوك وربآندي بېله قيد او شرط څخه ازاد تګ راتګ كولاى سي .
ولسمشر خواركي چغي او بغاري كړې چي شخصي امنيتي كمپنۍ له ګټي زيان ډير رسوي خو ټولو ورپوري وخندل
اوس خو يې لا سر دى هغه د كندهاريانو خبره دا ليكنه يې نخښه كه مو ارما ن ونه كړ
ترڅو هر چا خپل حد نه وي پيژندلى دا بابا ايزم به هم داسي روان وي