سلام خان
د مفتي رحماني په نوم د طالبانو په استازيتوب يوه کس بي بي سي ته ويلي چي ملامحمدعمر له خپلو پلويانو غواړي، چي په افغانستان کي د بيارغوني چارو ته هيڅ ډول خنډ جوړ نکړي ،د بي بي سي د پښتو څانګي راپور وايي چي مفتي رحماني خپل ځان د ملامحمدعمر وياند معرفي کړى دئ او وايي مشر ملاصاحب له طالبانو غوښتنه کړې،
تر دې دمخه ملامحمدعمر په يوه پيغام کي له طالبانو غوښتي وو، چي پر ښوونځيو باندي حملې ودروي
که مفتي رحماني رښتيا هم د طالبانو د مشر په استازيتوب ږغېږي، نو دا به نه يوازي په افغانستان کي د سولي او پرمختګ پر لور غټ ګام وي، بلکي پر طالبانو به د عام ولس نيوکي ودروي او د ملاتړ سبب به يې هم وګرځي
د مفتي رحماني د خبرو په باب تر اوسه د طالبانو دوو نورو وياندانو قاري يوسف احمدي او ذبيح الله مجاهد څه نه دي ويلي
د مفتي رحماني په نامۀ کس ادعا کوي چې ملا محمد عمر نه يوازې د سړک جوړونکو او د هغوى د شرکتونو خونديتوب غواړي بلکې د نورو لويو بيا رغاونکو پروژو پر ضد هم د بريدونو مخالفت کوي ،دا له هغه دریځ سره ښکاره توپیر لرې چی نورو طالب ویاندانو په دی ورستیو کی څرګند کړی دې ، که څه هم مفتی رحمان دوسله والو طالبانو له مشهورو ویاندانو ځخه تر اوسه نه ګڼل کیږې ولی دنوموړی له لوری دطلبانو دمشر دغه پیام په افغانستان کی دسولی او بیا جوړونی لپاره ګټور زیری او پیغام دی
د ځینو کره رسنیود راپور له مخې داسي ښکاري چې په افغانستان کې د سولې د هلوځلو جریان درا څرګندېدو په حال کی دی، د سولې د عالي شورا رييس پرون وویل له درو وسله والو مخالفو ډلو سره یې تماسونه نیولي او د امریکا دفاع وزیر اټکل کوي چې د روان میلادي کال ترپایه به له طالبانو سره خبرې وشي ،د اسوشینتید پریس خبري اژانس پراساس له نورو نښو هم داسي ښکاري چې وسله وال مخالفان د سولې خبرو ته رامخکې کېږي
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي مارک ګراسمن له درو وسله والو مخالفو ډلو سره مستقیم او غیر مستقیم تماسونه نیولي، خو له دې سره سره لوېدیځ چارواکي وايي چې لا مالومه نه ده چې د امریکا او د افغانستان د سولې د عالي شورا هلې ځلې به له یوبل سره څرنګه همغږې شي ،ملګري ملتونه به د روانې میاشتې په وروستیو کې په دې پرېکړه وکړي چې ایا د یوشمېر طالبانو نومونه د بندیزونو له لیسته وباسي ،دا اقدام کېدای شي منځګړو ته فرصت په لاس ورکړي چې بهر ته سفر وکړي او د سولې په پروسه کې لا فعاله ونډه واخلي .
د طالبانود واکمني په موده کې د کانونو مرستیال وزیر سید رحمان حقاني چې اوس د سولې د عالي شورا غړی دی، د طالبانو د وخت د لوړو زده کړو مرستیال وزیر حبیب الله فوزي چې یو وخت په سعودي عربستان کې د طالبانو سفیر و،د طالبانو په رژیم کې مرستیال وزیر فقیر محمد خان او د طالبانو د امربالمعروف د ادارې مشر سرانداز قلم الدین هغه کسان دي چې د بندیزونو له لیست څخه یې د نومونو د ایستلو غوښتنه شوې ده ،یوه لوېدیځ مقام اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې د ملا عمر د پخواني شخصي سیکرتر طیب اغا او امریکایانو ترمنځ په وروستیو ابتدايي خبرو کې له طالبانو سره د یوازیني اسیر امریکايي عسکر د برخلیک یادونه هم وشوه،تراوسه لا پوره څرګنده نه ده چې طیب اغا لا هم د طالبانو له مشر ملاعمر سره ارتباط لري او ایا د هغه په استازیتوب خبرې کوي او کنه ،د امریکا دفاع وزیر رابرټ ګېټس پرون په کابل کې له ولسمشر کرزي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، که د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه او افغان قواوې له طالبانو څخه نیولې سیمې وساتلی شي، او حتي امنیتي ساحه وغځولی شي نو د کال تر پایه به له طالبانو سره د سولې د بریالیو خبرو فرصت او موقعیت برابر شي
خو ګېټس په عین حال کې وویل چې ډېر څه له دې سره تړلي چې د اسامه بن لادن مرګ یوه نوي پیل ته لاره پرانیزي او کنه .پای سلام خان.