زموږکلي اوبانډې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
دسمیع الدین  افغاني لیکلنه
(لسمه بر خه)
د لغمان په کلواوبانډو کې  د اخترونو  رواجونه :
د لغمان په کلوکې د اخترونو دودنــه  او رواجونه ډیر په زړه پورې دي، کلي وال داختر په ورځو کې تفریحې پروګر امونه  لري ، هلکانو ته  یې مور او پلار نوې جامې رانیسي چې د اختر په سهار هر څوک خپلې نوې جامې اغوندي او دکور د مشرانو سره د اختر د لمانځه لپاره  جومات  ته ځي
، کله چې داختر  لمونځ    وشو نو د اختر د مبارکۍ  لپاره  د خپلو خپلوانو او دوستانو کورنو   ته ځي ۰

په اخترونو کې دلغمان ولایت په مختلفوسیموکې لکه د مهتر لام بابازیارت ، د ولایت په مرکز ، دتیر ګړو  په پخواني  بازار ، داستانې کلی  چې دچاردهي په سیمه کې مـوقعت  لري، بي بي هاجره ، بي بي صيب،مندروړ ،قرغه یي ،الیشنګ اوالینګار په ولسوالیوکې په زړه پورې پروګرامونه  اومیلې جوړیږي۰
دکلوهلکان  دخپلو مشرانوسره میلې ته ځي ، رنګ شوې هګۍ  جنګوي   او دکور لپاره ماهي ،ځلوبۍ ،کجورې ، وچې  او تازه میوې  او نور خوندور خوراکي ټوکې  داختر مبارکۍ کور ته له ځانه سره  راوړي ۰
مسلمانان په كال كې دوه مذهبي اخترونه لري چې يويې كوچنى اختر دى چې د روژې د مباركې مياشتې له تيريدو څخه وروسته راځي او بل لوى اختر دى چې د كوچني اختر  څخه دوه مياشتې   او لس ورځې وروسته راځي ۰
په اسلامي هېوادونو كې دغه دواړه اخترونه په ځانګړيو مذهبي او دوديزو مراسمو سره نمانځي چې په يادشوو  هېوادونو كې د اخترونو مذهبى مراسم يو ډول او په دوديزو برخو كې له يو بل سره تو پير لري۰
خلك د اختر له لمانځه وروسته خپل كورونو ته ځي  په كور كې كشران مشرانو ته د اختر مباركي وركوي او بيا نږدې ګاونډ كورونو ته  ورځي او  له يوه  كور څخه بل كور ته ورځي او د اختر مباركي له يوې مخې  پيل كيږي۰
كه څوك د قرباني  كولو نيت لري نو كوچنی حيوان لكه وزه او يا پسه په كور كې قرباني كوي او كه څوك په لوى څاروي كې شريك وي لكه غوا،غويي،اوښ،مېښه ،نو بيا په لوى څاروي كې اوه تنه شريك كيږي۰
دشرعي اصولو له مخې د قربانۍ غوښه په درو برابرو برخو ويشي،يوه برخه يې ځان لپاره جلا كوي  او بله برخه دبيوزلو لپاره اودريمه برخه دخپلو خپلوانو لپاره جلا كوي چې بيوزلو اوخپلوانو  ته په تقسيم سره غوښه ورليږي۰
خو په ځينو سيمو كې بيا د قربانۍ غوښه په درو برخو نه ويشي. د خپلو او بيوزلو برخه د اختر په ورځو كې پخوي او هر څوك چې وركره ورځې هماغه غوښه ورته راوړي ۰  د اختر په ورځو كې هغه  خلك چې  له يو بل نه خپه وي   د لاسه كيږي او كينې له منځه وړي۰
ښځې او په ځانګړې توګه پېغلې نجونې د اختر په ورځو كې ډلې ډلې زيارتونو ته ځي چې له ډېرو ليرو ځايونو نه، مشهورو زيارتونو ته روانې وي او د ورځې ډېره برخه هلته تېروي۰
د اختر په شپو ورځو كې  دخواږو شيانو اخېستل زيات وي ، ډېرى سوداګر  كلچې، ميټايي، كيك او هګۍ راوړي او د روژې وروستۍ اوونۍ كې د همدې توكو د خرڅونې له امله بازارونه  له  ګڼې ګوڼې ډك شي
غواړم په دې برخه کې ســتاسو توجه  خپلې یوې  لنډې ادبي ټوټې ته چې سر لیک یې دی کوم اختر؟ راوګرزوم  :
کوم اختر؟
زموږ دکلي دتروږمۍ مــــاښام څخه څوشيبې دمخه دکلي يوتنكې لس کــــلن هلک خــــوشحـــاله بريښيده،دهلک دخوشالۍ علت يو هم دا وه چې هغه د سبا ورځي د اختر د راتګ څخه خبر شوي وه۰ هلک ته دهغه موراوپلارداخترلپاره نوي جامي،څپلي اوواســــکت رانيولــــي وه چې هغه په همــدي ماذيګرقضادسباورځې نوې جامې اودنــــږدي دوستـــانو داختر مبــاركــۍ تحـفې په خپل وجودكې تمثيلولې اوهمدا وجــــه وه چې هلــــک ته يـې خوشحاله بڼه ورکــــړې وه،په رښتيــــاسره کــــوم اختر چې ماشوم ته سبا راتلــــونكى وه، نه تنها هغه ته بلکې دکلي ټولــــواوسيدونکوته يې دخوشحالي زيــــرى ورکاوه.
هو،کوم اختر ؟  دکوراوکلي اختر،اوکه دمهاجرواختر،کوم چې دخپل کور،کلــــيواوبــــانډوڅخه لرې په پردي وطن كې لمانځي ؟ دايوڅــــرګنده خبره ده چې اختر هر چاتــــه هرچيرې او په هرځــــاې كې چې وي پوره اويانيمه خوله خندااوخوښي وربښي.

نواختر کوم اختر؟

دادځـــوانـــانـــودخـــوښیو اختر
د پیغـــلو نجـــنو دټــــــالیو اختر

دکـــــور او کــــــــلـــي اخــــــتـــر
چــــــي لــوړ دودونــــــــــــه لـــري

د ســــپـــوراو پــــــــــــــلي اخـــتر
ښـــه  رواجـــــــــونـــــــه  لـــــــري

دا د خــــوښیــــواټــــنــــونو اختر
دا دخوشحاله ســـرودونـــواختر

دی دبیـوزلوکونډو رڼــــډواختر
د یتیـــمــــانو او بــربــنــــډو اختر

د غریبـــانو او خــــانــــــانو اختر
د مسلمـــانودینــــــــدارانو اختر

وي مبارک دې په تمـاموخلکو
وي برکــت دې په تمامو خلکو

ښه افغاني دود او رسمــونه لري
خدایګوچې ښکلي رواجونه لري

--------------------
نو ربیا