سلام خان
دافغانستان ولسمشر حامد کرزي د سه شنبه په ورځ يوې خبري غونډې په ترڅ کې د وروستيو پېښو، لکه په هلمند کې د ملکي وګړو وژل کېدل او د تخار پر بريد ژوره خواشيني څرګنده کړه،ايساف ځواکونو درې ورځې وړاندې د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د سلام بازار په سيمه کې د استوګنې په دوو کورونو هوايي بريد وکړ،
نوموړي دیوی پښتنې په جواب کی، چې ايساف ځواکونو د شپې له خوا پر خپلو عملياتو ټينګار کړى، وويل: "که چېرې بهرني ځواکونه د افغانانو پر کورونو خپلو عملياتو ته دوام ورکړي، بيا د هغوى حضور، چې له تروريزم سره د مبارزې لپاره افغانستان ته راغلي، د افغانانو ضد او پر ښکېلاک ګرو ځواکونو بدلېږي، په هماغه صورت کې تاريخ شاهد دى، چې افغانان له ښکېلاک ګرو سره څه معامله کوي."
کرزي د دغه رنګ بريدونو دوام د افغانستان د خلکو د غوښتنو خلاف وباله او هيله يې څرګنده کړه، چې بهرني ځواکونه دې د هغوى غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي .نوموړي زياته کړه: "بهرني ځواکونه په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم حضور لري، نه د افغانستان له خلکو سره د جګړې لپاره او د دغه هېواد د خلکو زغم هم له همدې امله دى."
کرزي په ډاګه کړه، چې د افغانستان خلکو ته له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د بهرنيو ځواکونو له حضور نه زيات تلفات اوښتي دي، خو هغه ټينګار وکړ، چې د هغوى حضور په دې معنا نه دى، چې د افغانستان د خلکو تلفات دې دوام ولري ،هغه زياته کړه: "موږ د تېرو لسو کلونو په موده کې ناټو ته دا مسئله وړاندې کړه، چې له ترهګرۍ سره جګړه د افغانستان په کليو کې نه ده، خو له بده مرغه هغوى زموږ خبرو ته غوږ کېنښود"
ولسمشر زياته کړه، څو- څو ځلې يې بهرنيو ځواکونو ته ويلي، چې يوه ورځ به د افغانستان حکومت د خلکو پر کورونو د بهرنيانو د بريدونو د مخنيوي لپاره يو اړخيز اقدام ته مجبور شي .د هغه په وينا، که لس کاله مخکې د افغانستان د دولت مشورې عملي شوې واى، نو نن به په افغانستان کې د ناټو برياليتوب زيات او ملکي تلفات به کم وو،کرزي د تخار بريد يوه زړه بوږنوونکې پېښه او د افغانستان په ريښتينو او خدمتګارو کسانو د بريدونو لړۍ وبلله،د غبرګولي په ٧مه د تخار د ولايت پر مقام بريد په شمال کې د ٣٠٣ پامير زون قوماندان جنرال محمد داوود داوود او د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال شاه جهان نوري د والي له سکرتر او يوه ساتونکي سره ووژل شول ،په دې پېښه کې د تخار د والي عبدالجبار تقوا، په شمال کې د ايساف المانى قوماندان جنرال مارکس نيپ او درې الماني سرتېري ټپيان او دوه نور الماني سرتېري ووژل شول ،همدارنګه کرزي د کندهار امنيه قوماندان جنرال خان محمد مجاهد، د کندوز امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن سيدخېلي او د يوه قومي مشر ملک زرين وژل کېدو ته، چې په کونړ کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې ووژل شو، اشاره وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې د افغانستان د خلکو په يووالي او په هېواد کې د سولې په ټينګښت سره به دغه رنګ بريدونو ته د پاى ټکى کېښود شي.
ولسمشر د سولې او د دولت له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو د پروګرام په اړه وويل: "له کوم چا سره، چې ترهګر او د افغانستان د خلکو د ښمنان دي، سوله نه کوو او له هغوى سره به جګړه کوو او کومو افغانانو چې له مجبوريت او د کورونو د بمباريو له امله يې د دولت پر خلاف وسله اخيستې ده، پر هغوى غږ کوو، چې خپلې خاورې ته راشي ،هغه د سولې له پروسې وروسته د بريدونو د توندېدو په اړه د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل: "داسې کسان شته، چې له سولې وېريږي او دا په خپله په دې معنا ده، چې موږ بايد د سولې او خبرو اترو په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړو.نوموړي له هغو طالبانو سره د خبرو اترو په اړه، چې د ځانمرګو بريدونو مسووليت پر غاړه اخلي وويل: "کوم اعلانونه چې د طالب په نامه کېږي، يو شمېر دغه خوځښتونه بې له شکه چې د طالب له خوا کېږي، خو داسې نور کارونه هم کېږي، چې هغوى خبر نه دي، افسوس په دغه ځاى کې دى، طالبان څوک نه لري، چې اعلان وکړي ، چې موږ نه يو ،کرزي په هېواد کې د امنيتي حالت په اړه د خلکو د اندېښنې په برخه کې وويل، چې ترهګري او القاعده د افغانستان د خلکو د ښمنان دي، خو هغه څرګنده کړه، چې په افغانستان کې جګړې يو مبهم شکل نيولى دى .د کرزي په وينا، په هېواد کې داسې لاسونه شته، چې د تفرقې د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي، څو د دوست او دښمن فرق ونه شي ،
د هغه په وينا، له همدې امله بايد افغانستان او ګاونډي هېوادونه په خپلو کې خبرې ولری،هغه زياته کړه، چې افغانستان بايد په هر ډول شرايطو کې له خپلو ګاونډيو سره دوست وي، ځکه چې د افغانستان سوله او امنيت يواځې د دوستۍ له لارې رامنځته کېداى شي
نوموړي هيله څرګنده کړه، څو د افغانستان ګاونډيان هم دغه اړتيا درک کړي،کرزي وويل: "هر څه چې ګاونډيو کړي دي، خلک پوهېږي، ولې مجبور يو، چې دوستي وکړو، له دوستۍ پرته بله لاره نه لرو ،نوموړي په دولتي ادارو کې د اداري فساد موجوديت د افغانستان له حکومت سره د موازي جوړښتونو د موجوديت له امله وباله او ويې ويل، تر څو دغه موازي جوړښتونه او د بهرنيانو اقدامات له منځه ولاړ نه شي، د ادارې د اصلاح لپاره اقدام ستونزمن کار دى،هغه وويل: موږ يوه کوچنۍ وياله يو او د بهرنيانو يو ستر سيند پر موږ روان دى، موږ که هر څو دغه وياله پاکه کړو او سيند مردارى راوړي، ورو ورو خرابېږي ، د ولسمشر په وينا، داسى شرايط رامنځته شوي دي، چې د فساد پر وړاندې مبارزه يې د افغانستان د حکومت له توان څخه ويستلې ده، ځکه چې د دغه فساد ريښې له هېواد څخه بهر دي ،هغه د بهرنيو ځواکونو له خوا افغان ځواکونو ته د مسووليت د لېږد لړۍ ځکه مهمه وبلله، چې موازي جوړښتونه له منځه وړل کېږي ،کرزي يوځل بيا وويل، چې له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيکو همکاريو پر سند د بحث لپاره به دوديزه لويه جرګه جوړه شي ،ولسمشر د دې جرګې د څرنګوالي په اړه وويل د افغانستان ملت په دوديز ډول سپين ږيري، مشران، ديني عالمان، روحانيون، استادان، روشنفکران، ښځې او نارينه دې راټول او نظر دې ورکړي، خپلې اندېښنې دې څرګندې کړي، خپلې غوښتنې او خپل شرايط دې څرګند کړي، ودې ګوري، چې د افغانستان دولت يو صحيح سند ليکلى او که نه
هغه څرګنده کړه، چې په دې جرګه کې له ملي توافق څخه وروسته، ياد سند به د تصويب په موخه ملي شورا ته لېږدول کېږي،ولسمشر ولسي جرګې ته د کانديد وزيرانو د معرفي کولو له ځنډېدو څخه بښنه وغوښته او ويې ويل، چې دا ځنډ د امنيتي ستونزواو پېښو له امله رامنځته شوې ده ،
هغه وويل، چې ډېر ژر به کانديد وزيران ولسي جرګې ته معرفي کړی،دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ولسي جرګې په دې اړه نيوکه درلوده او د سرپرست وزيرانو له کار څخه يې اندېښنې څرګندې کړې دي
حامد کرزي په ١٣٨٨کال کې له دويم ځل ولسمشر کېدو وروسته، ٢٦کانديد وزيران يې د باور د رايو د ترلاسه کولو په موخه ولسي جرګې ته معرفى کړل، خو د هغوى له ډلې ٧ يې د باور رايه ترلاسه نه کړاى شوه
دغه اوه تنه د سرپرستو وزيرانو په توګه کار کوي ،د اوبو اوبرېښنا، ښاري پراختيا، مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ، عامې روغتيا، ترانسپورت او هوايي چلند او د لوړو زده کړو وزارت د هغو وزارتونو له ډلې څخه دي،چې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.پاي سلام خان