خامنیی او احمدي نژاد.. د مهدي په انتظار (پاتې برخه )

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني
او زیاتوي : تاسې دا تصور کړئ چې هغه ګړۍ را رسیدلې ده ، چې موږ د امام سره مخامخه اړیکه پیدا کړو ، تصور وکړئ  هغه وخت به څه پیښ شي !، هغه چمتوالی او تیارۍ په خپل خیال کې انځور کړئ .. او شک نه شته چې تاسې به اوریدلی وي ، چې هغه مهال به حقیقت را څرګند شي ، ډیر کارونه به تحقق ومومي او انساني عقل به خپل کمال ته ورسیږي !!."

او له دې کبله ددغې پروسې د تحقق لپاره په سیاسي ، دیني ، فرهنګي او عسکري کچه یو هر اړخیزه پروګرام ایښودل شوی دی ،  د احمدي نژاد هر نړیوال خوځښت  همدې موخې لپاره تر سره کیږي ، آن تر دې چې د احمدي نژاد دیپلوماتیکه وینا کومه چې دې ئې خپروی هم د همدغه لیدلوری څخه سرچینه اخلي .
اوپه دې وروستیوکې د دولت په مختلفو ارګانونو کې دپاسدارانو پراخه نفوذ تر سترګوو کیږي ، د دې تر څنګ داسې نښې هم رابرسیره شوې دي ، چې د خامنيي او احمدي نژاد کوم چې د عامو خلکو د نظر د خپلولو لپاره ډیر زیار باسيي ، تر منځ په پټ اختلاف باندې دلالت کوي . په دې ورستیو کې  د مهدویت د نظریې د ترویج لپاره د احمدي نژاد زیار او کوښښونه ډیر شوي دي ، او لدې کبله ئې په خپلو ویناګانو کې د (مهدویت ) ، ( امام الزمان ) او ( امام مهدي ) اصطلاحګانې ډیرې کاروي ، او لدې ترویج څخه هدف تر خارج وړاندې داخل ته دا پیغام دی : کومه پروسه چې د ده حکومت د هغې د تحقق لپاره کار کوي ، هغه د امام په ظهور کې ګړندیوالی رامنځ ته کوي ، او پرته له شکه دا کار په خپل وار سره ډیرې پوښتنې او دلالتونه را ولاړوي ، چې په سر کې ئې  احمدي نژاد او د ده نورو بنسټپالو ملګرو ته د مرشد اعلی ( خامنيي ) د منزلت بې اعتباروالی پکې نغښتی دی ، ځکه چې اوس د حکومت او امام مهدي تر منځ د منځګړي اړتیا نه لیدل کیږي ، او د حکومت او امام مهدي تر منځ چې کوم د منځګړیتوب  رول  مرشد اعلی تر سره کاوه ، اوس حکومت او د احمدي نژاد بنسټپالو ملګرو ته کوم ارزښت نه لري ، کوم چې اوسمهال په طهران کې د حکومت ګڼ شمیر  پریکړې د همدوی له اړخه صادریږي ، او احمدي نژاد او د ده ټیم د دین د یوه لوی عالم ( آیه الله محمد تقی مصباح یزیدي ) له ځانکړی ملاتړ څخه برخمن دی ، کوم چې د امام مهدی سره د ارتباط په هکله ډیر سختدریځه نظریه لري ، او د جمهور رییس اطاعت لکه د امام مهدي اطاعت واجب ګڼي .
د احمدي نژاد څخه د آیه الله یزیدی ملاتړ د دې لامل شو تر څو ئې په هکله مخالف دریځونه راپیدا شي ، او په دې هکله علي اکبر محتشمی د کورنیو چارو پخواني وزیر او په سوریه کې پخواني سفیر چې د حزب الله له بنیانګذارانو څخه دی ، د یزدي او احمدي نژاد په ضد داسي وايي : "  د یزیدي ډله به همداسې لاس تر زنې کېنني ، او دا یوه ډیره خطرناکه او سختدریځه ډله ده ، چې د هیڅچا په هکله شفقت او زړه سوی نه لري ، نه د امام خمنیي په هکله او نه هم د خامنیی په هکله، دا ډله هغوی هم د خپلو اهدافو لپاره استعمالوي ، او کوم مهال چې خپلو اهدافو ته ورسیږي بیا دوی مرشد اعلی هم له منځه وړي . او محتشمي زیاتوي : زه متیقن یم چې مصباح یزیدي نه په خمیني باندې ایمان لري او نه هم په خامنيي باندې ، او هغه نه په جنګ کې حضور درلود او نه هم په نورو کشالو کې " .  دا راز څرګڼدونې د مهدویت د پروسې ستونزې ښکاره کوي کومه چې رییس احمدي نژاد او ملاتړي ئې له ځانه سره لري .
ښايي د مهدویت احیا کومه چې په دې وروستیو کلونو کې تازه شوې ده ، د اقتصادي فساد ،ټولنیز تباهۍ او فرهنګي انحدار په ضد خوزښت وي ، سره لدې چې ځنې له هغو خلکو څخه چې د مهدویت له غورځنګ سره اوس په ایران کې ارتباط لري ، د سیاست له چارو څخه ډډه کوي ، کوم چې حجتیان نومیږي ، خو ډیره برخه ئې  انقلابي مهدویان دي ، هغه چې د احمدي نژاد سره تړاو لري .
د مهدویت په دواړو ډولونو کې د دین خلک ډیر لږ رول لري . د بیلګې په توګه : د حجتیانو د ډلې لویه برخه تر انقلاب وړاندې او وروسته له انقلابه  د دین خلک نه وو . او د مهدویت په هغه ډله کې چې احمدي نژاد ئې رهبري کوي یوازې دا یوه استثنا مصباح یزیدي دی ، چې د قم په حوزه کې په فقهي کچه د ډیر احترام څخه برخمن دی ، سره لدې چې په سیاسي سطحه ګوښه شوی دی .  د دین ډیر مشهورعالمان د مهدویت اړوند د ژور شک دریځ خپلوي ، ځکه چې مهدویان په دې باور دي ، چې اسلام د بحران په حالت کې ژوند کوي ، او داسلام تقلیدي موسسې د اسلام له لارې ( سراط المستقیم ) څخه بې لارې شوې ، او د خپلو مکلفیتونو د ترسره کولو څخه عاجزې پاتې شوې دي . مهدویان په دې اعتقاد دی ، چې یوازې همدوی  صحیح او ریښتنی اسلام تمثیلوي ، په داسې حال کې چې د دین عالمان د اسلام شکلي او تقلیدي اړخ انځوروي ، او همدا راز د(نږدې آخر الزمان ) دعوتګر په دې باور دي ، چې موجود اسلام  د انحدار او انحطاط له  لوری  پرته بل څه نه دی .
د مهدویت او نویو سیاسي غورځنګونو تر منځ د بنسټیز توپیر څخه په دې توګه تعبیر کړای شوو : لومړی ، د حجتیت د غورځنګ غړی راتلونکی ته دهیلې په اساس ګوري ، په داسې حال کې چې نوی انقلابی مهدویان بیا وايي: چې تیره زمانه ( یوتوبیا ) ده ، او د شیعیزم د سنن د احیا لپاره زیار باسي ؛ . دوهم : حجتیان  د ټولنې په نوښت اوپرمختګ باندې ایمان لري ، (بلکې ځینې خو ئې د ( داروین ) او ( سبنسر ) څخه متاثر دي  . په داسې حال کې چې نوي او انقلابي مهدویان په انقلاب باندې ټینګار کوي ، نه هم په پرمختګ باندې . دریم : د حجتیت غورځنګ اکثریت غړی د متوسطې او متعلمې طبقې څخه دي ، او دوی د نوی مهدویت په څیر خامخا  ټولنیز تندروان نه دي . په پای کې د حجتیت ایدیالوژي جبري ایدیالوژي ده ، کومه چې ایمان لري ، چې امام مهدي به په آخره زمانه کې را ظاهر شي ، په داسې حال کې چې نوي مهدویان په دې باور دي ، چې دمعینو اعمالو تر سره کول ئې ظهور ګړندی کوي .
په ایران کې بل ډول مهدویت علماني مهدویت دی ، کوم چې د یوه داسې اتل په لټه کې دی چې د ایران ستونزې په عجایبي ډول حل کړي ،  د مهدویت د اتلوالی په انګیزه کې د ژغورنکی انتظار که هغه ولي وي که عام انسان یوه بنسټیز عنصر ګرځیدلی ، ژغورنکي ته د مهدویت دا راز انتظار د سیاسي  او ټولنیزکشاله د هواریدو په هکله د سیاسي بې پروایۍ لامل کیږي . د مهدویت دعوتګران د ایران په داخل کې او د ایران څخه بهر د فرهنګ ، معرفت او عقل پر ځای د اسلامي په تشریفاتي بڼه باندې ټینګار کوي ، او لدې کبله دتقلیدي لیارو څخه په اسلام ځان نه پوهوي ، څرنګه چې د اسلام فلسفه او د اسلام شریعت پرې روان دي ، اوتر فقهي مجردو احکامو له دیني افسانو سره ډیر سرو کار لري ، اود خیال د لارښونې لپاره دیني رواجونه او دودونه استعمالوي ، او همدا راز د امام مهدي د نږدی ظهور د تاید لپاره  ئې اسعمالوي .  د ایران په ټولنیز خیال کې د فداکارۍ او ایثار ارزښتونه د اسلام څخه وړاندې د اتلانو له خیالي انځور سره ارتباط لري ، چې د شیعګانو په امامانو کې مجسمیږي  ، او د مهدویت  داعیان  د خپلو غرضونو د حاصلولو په موخه دغه  خیالي ټولنیز  انځور د خلکو د راپارولو لپاره استعمالوي ، لدې کبله د( آخر الزمان ) کیسه دعامو خلکو لپاره جذابه ده ،  او په ټولنه کې  په آسانه توګه خپریدای شي .  
عادتا مهدویان د دین هغه خلک وي ، چې ډیر لږ دیني معلومات لري ، او یا هغه عادی خلک وي ، چې د اسلامي فقهې څخه ډیر لږ معلومات لري . او د مهدویانو لویه برخه په دې اعتقاد دي ، چې کوم مهال امام مهدي ظهور وکړي ، نو داسلام دا تقلیدی تاویل او تفسیر به باطل کړی او د اسلام  نوی تاویل او تفسیربه وکړي . له همدې ځایه مهدویان  په پرلپسې توګه د دیني متنونو د داسې نویو تفسیرونو او تاویلونو په لټه کې وي ، چې د دوی له معتقداتو څخه ملاتړ وکړي . او لدې ځایه د دین عالمان د مهدویت پر ضد دریځ خپلوی ، او په خپلو راسخو دینیي ارزښتونو باندې ټینګار کوي ، او تقلیدي فقها هڅه نه کوي ، چې د مهدویت اړوند احادیث په خپله زمانه باندې تطبیق کړي ، ځکه چې دوی تر جذري بدلون  ځان د ګواښونو په مخنیوی ډیر پړ بولي . نو موږ د یوې نوې او زړې پروسې په وړاندې یوو ، چې زیار باسي تر څو دیني لیدلوری د سیاسي  او عسکري پروسې سره یو ځای کړي ، دا لومړی ځل نه دی چې کوم دیني حرکت یا ایدیالوژي او عقایدي حرکت دیني پروسه د سیاسي پروسې سره دیو ځای کیدو هڅه ونه کړي ، خو هغه څه چې موږ ئې نن په ایران کې وینوو ، هغه دا دي ، چې یو لوی هیواد چې د لوی عسکري او اقتصادي توان څخه برخمن دی ، خپلې سیاسي پروسې ته  داسې دیني ابعاد ورکړي ، چې په اسلامي  عقیده کې عموما او په شیعه مذهب کې خصوصا ( مهدویت ) ئې مهم عنصر ګڼل کیږي ، نو آیا دا پروسه به کامیابه شي ؟ او که به موږ وروسته له یوې زمانې څخه د یوه نوی شکست سره مخ وو ، چې  د علمي واقعتونو سره د دیني او سیاسي لیدلوری د نه توافق له کبله به رامنځ ته شوی وي .
پای
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني