بســــــــــــــــــــــــــمل
درنو لوستونکو!
راځئ چې لمړی خپلواکي تعریف کړو:
خپلواکي عام اوخاص تعریفونه لري چې تاسوهم ورسره اشنا یاست په فردي لحاظ خپلواکي هغه لوی نعمت ګڼلای شو چې انسان دهغه په لرلوسره جسمي او رواني هوساینه احساسوي تبه یې برابره او دخوښي احساس کوي .
له ټولنیز اړخه خپلواکي بیا دومره لوی نعمت دی چې دیوهیواد په دننه کې د ټولنیز ژوند د سمون، اقتصاد، سیاست ، امنیت ، پرمختګ، حاکمیت ، ملي حاکمیت، فرهنګي، اداري ، فني او مسلکي چارو واګې د هغه هیواد دوګړو په لاس ورکوي .
دا چې د کرزي امنیتي سلاکار سپنتا افغانستان یو خپلواک هیواد بولي لوی حقیقت نه لري زه د پورتنیو اړینو څانګو په اړوند له ده او د ده له بوټپاکانو څخه دتېرولسو کلونوپه اړوند یوازې دا لاندې لس پوښتنې کوم :
۱ــ دحامدکرزي تر مشري؟؟ لاندې دکابل حکومت په دا لس کلنه دوره کې دهیواد د سمون او سرلوړي لپاره هیڅ هم ونه کړای شول آیا په وس یې نه و که خپلواک نه و؟
۲ــ په اقتصادي برخه کې ولې حکومت مهمې تولیدي موسسې اوپروژې رامینځ ته نه کړې څوولس مشغول او خوښ وساتي دایې هم په وس نه و اوکه د خپلواک نه و؟
۳ــ تاسو له سیاست اوسیاسي خپلواکي له کوم څه چې بې برخې یاست څه مفهوم اخلئ ؟
۴ ــ دامنیت په برخه کې مو کومه توره وکړه آیا دافغان وګړوسر، مال او ناموس خوندي دی؟
۵ ــ دملیاردونو ډالروله لګولوسره سره دپرمختګ څرک ونه لګېدبیا هم تاسې ښاغلي خپلواک نه یاست او که نااهل او نالایق یاست؟
۶ ــ دحاکمیت په برخه کې راته ووایاست چې ستاسو دا تش په نامه حکومت دهیواد په څومره برخه حاکم دی ؟
۷ــ دافغانستان په ملي حاکمیت څه لوبې روانې دي وینئ یې نه او که سترګې نه لرئ؟
۸ــ ستاسو نامشروع اداره په فرهنګي برخه کې کومې لاس ته راوړنې لري آیا دبیان د آزادي او د بې شمېرو تلویزویني، غږیزواو چاپي رسنیو په پلمه افغان کولتور او ارزښتونه ستاسو له لاسه دمرګ سلګۍ نه وهي ؟
۹ــ په اداري لحاظ ولې او د چا په دستورځینې ولسوالۍ په نامشروع ډول ولایت ته ارتقأ کوي په عین حال کې دشمال نازولي جنګي جنایتکاران دقومي اوژبنيز تعصب له مخې دولتي چوکۍ په غیرعادلانه او ظالمانه ډول یوه په بله پسې غصبوي ژوندۍ بېلګه یې د جنګي جنایتکار بسم الله محمدي لخوا دکورنیو چارو په وزارت کې ادلون بدلون درښیم؟
۱۰ــ دفن اومسلک په برخه کې موڅه وکړل کولای یې نه شئ،څوک مونه پرېږدي اوکه په چورمصروف یاست ؟
د پورتنیولسوپوښتنیوځوابونه له تاسوسره نشته خوزه به یې درنولوستونکو ته په دالاندې دوو ځوابونو کې خلاصه کړم :
لمړی دخپلواکي دلوی نعمت نشتوالی .
دوهم دکرزي دبې کفایته، ګوډاګۍ او پوډري ادارې هر اړخېزې کمزورۍ .
کله چې داګوډاګۍ اداره له دې لوی نعمت څخه بې برخې ده نوپه حقوقي اواخلاقي لحاظ دهیواددملي ګټو او سرنوشت په اړوند له بهرنیانوسره دهیڅ ډول تړون صلاحیت نه لرئ .
کرزی یو سمبولیک شی دی مشر هم نه شم ورته لیکلای که مشر وای جان کیري به دخونړي عطأ په ځای یوازې له ده سره لیدلي و.
په حقیقت کې ستاسو ټولوچارې دامریکا له سفارت څخه تنظیمیږي که دامریکاسفیر وغواړي په یو تیلیفون سپنتا له دندې ګوښه کولای شي .
کله چې افغان چارواکي ؟؟ د پردیوپه ملاحظه اوحکم نصبیږي ، پخپله ځمکه او اسمان واک ونه لري همداراز ټول افغان وګړي داشغالګرو لخوابرمته وي ښکاره خبره ده چې دخپلواکي له لوی نعمت څخه افغانستان بې برخې دی باید داهم زیاته کړم چې دکرزي تپل شوې اداره نه تنهاخپلواکه نه ده بلکې په سلو کې ۹۸ له نا اهلو، نا لایقو،جنګي جنایتکارانو ،قاچاقبرو، مجرمینو اوغیر مسلکي کسانو څخه ډکه ده .
په داسې بده ورځ کې چې دیوې غلامې اومزدورې ادارې منفورچارواکي خپل ځان او هیواد په دروغو اوسپین سترګي سره خپلواک بولي .
درنو هیوادوالو!
دپورتني متن له مخې وېیلای شوچې له بده مرغه افغانستان یواشغال شوی اومستعمره هیواددی دافغانستان له اشغال سره سم اشغالګر دا لاندې دوه مهمې جبهې په مخ بیایي :
لمړۍ جبهه :
دحکومت په حیث دشمالي جنایتکارې اونا اهلې ټلوالې حاکمول او په لوی لاس اداري فساد، د شخصي او دولتي ملکیتونوغصبولو،دولسي وګړوکړولو او تل پاتې ناسور لپاره دمظلوم او بې ګناه پښتون قام ځورولو او وژلو ته ددې جاني ټلوالې هڅول ترڅو جګړه اوږده او دوی دستراتیژیکو همکار یو په پلمه دتل لپاره په افغانستان خېټه واچوي .
دوهمه جبهه :
دوسلوال مقاومت په مینځ کې دطالب په نوم دهغومرموزوکسانو ځای په ځای کول او تمویلول کوم ، چې په پښتون مېشتو سیموکې د ښوونځیوسوځولو، د پښتون قومي مشرانو او مخورو وژلو، د عامه شتمنۍ تباه کولو او په نهایت کې ټول افغان ولس ته د روحي ستونځو دایجادولو لپاره اشغالګرو را مینځ ته کړل .
پورتنۍ غبرګې جبهې زموږ د ولس، تاریخ، ملي ګټو او هیواد په بربادولوکې پوره همغږي لري که داسې نه وي نو دا ځانمرګو خو تراوسه د شمالي ټلوالې یو چرګه لاهم وا نه الوزوله .
دخپلواکي د نشتواي په اړوند ستاسو دلا پوره قناعت لپاره څو ژوندۍ بېلګې په لاندې ډول سره را اخلم :
لکه پاس چې اشاره ورته وشوه داجرایه،قضأیه اومقننې قوانصبول داشغالګرو په اختیارکې دي حامد کرزی پخپله دیوتوت صلاحیت هم نه لري دولسي جرګې په خطرناکه ډرامه کې چې لا اوس هم روانه ده کرزي خپله بې وسي وښوده مانا کرزی خپلواک نه دی په زور یې کښېنولی خو په عین وخت کې تر ټولو لوی ګناهکار ځکه دی چې له خپل ولس څخه هر څه پټوي دبهرني اوکورني دښمن په هر پلان کې شریک دی خو ځان نا ګاره اچوي .
که د اقتصاد اوبیا رغاونې اړخ ته یوځل بیا سم ځیر شوهلته بیااشغالګرود ولایتي بیا رغونې په نوم ځانګړې موسسې فعالې کړې چې پخپل سر لوبې کوي یعني دافغان چارواکو؟؟ په کیسه کې هیڅ نه دي .
دملي حاکمیت په اړوندیوځل بیاتاسوته یوازې دوه بېلګې رااخلم خو لمړی باید تاثف پرې وکړو:
لمړی دا چې دحامدکرزي دالوتکې افغان پیلوټ ته اشغالګر امرکوي چې الوتکه دې ژر ټیټه کړه مانا دا چې
ولسمشر؟؟ پخپله خاوره کې دالوت صلاحیت نه لري .
دوهم دیوافغان قهرمان پیلوټ احمدګل تره خېل دتېرې میاشتې کیسه ده چې پخپل هیلي کوپترکې یې افغان زخمیان کابل ته را نقلول خو اشغالګرو پخپل پلرني هوائي ډګرکې د کښېنستلو اجازه نه ورکوله احمد ګل پخپلو سترګو افغان زخمیان په داسې حال کې لیدل چې دژوند وروستۍ سلګې یې وهلې خو بیا هم اشغالګرو څو څووارې پخپله پلرنۍ ځمکه د راښکته کېدو اجازه نه ورکوله اخیر احمدګل د خپل افغاني همت له مخې پخپل سر د خپل بابا په ټاټوبي ناسته کوي او دخپل پاک ایمان او وجدان په امر نابللي او شرمېدلي اشغالګر په رڼا ورځ دکلاشنکوف په وسیله غلبېلوي خپل ژوند هم بایلي خو تاریخ ګټي .
دملي اتل احمد ګل پیلوټ روح دې ښاد وي.
اوس به راشودسپنتابلند پروازي ته چې په اشغالګرو شرطونه ږدي :
وا وا دا نو واقعأ دخندا ځای دی وايي پک چا په ورا کې نه پرېښود ده ویل چې اس مې دخان په تبیله وتړئ وا وا سپنتا بیا هم وا وا .
اوس نو ته لمړی دا راته ووایه چې دا ستاسو ګوډاګۍ ادارې ته هم چا د شریک په سترګه کتلي دي چې ته اوس شرطونه پرې ږدې؟
آیا دکابل دګوډاګۍ ادارې تر څنګ اشغالګرو موازې حکومتونه نه دي جوړ کړي که یې نه وي جوړ کړي نو بیا کرزی ولې نارې وهي او که یې جوړ وي نو بیا ستاسو حکومت دڅه لپاره دی ؟
دا ځل به په مرکزیت اویو ځل بیا د هیواد په اداره وغږېږو که افغانستان واقعأ خپلواک وای نو دولتي چارواکو به یې دملي وقارله مخې ملي پالیسي لرله او دمرکزي ادارې دمشرله اوامروسره به برابرله بهرنیانوسره برخورد صورت نیو خو دا دی څو ورځې مخکې مو پخپلو سترګو دامریکا لوړ پوړی استازی جان کیري ولید چې بې له ویزااوبې دکرزي له لیدلو او مشورې مخامخ د شمال بدنام جنګسالارعطأ ته ورغی او خپلې نا ولې غوښتنې یې ورسره شریکې کړې .
دښاغلي سپنتا بلند پروازي ته دومره اشاره کوم چې باید له هرڅه لمړی لږ وشرمیږي چې د یو خورا مهم ستراتیژیک تړون دمنلو صلاحیت دیو داسې نا مشروع ارګان په واک کې ګڼي چې په۹۵٪ سلوکې پنځه نوي یې دپردیو په پیسو رامینځ ته شوي دي سپنتا صاحب مهرباني کړې او دامریکا دستراتیژیک تړون صلاحیت یې ټول دایران جاسوسانودافغان ولسي جرګې مختورواستازوته ورکړی دی عنعنوي لویه جرګه یې هم شرمولې او دومره یې وېلي چې دا لویه جرګه به یوازې سلا ورکوي مانا دمنلو واک نه لري اوس نو راشئ که تودېږئ .
دخپلې لیکنې په اخېرو کې دومره ذکر کوم چې په شخصي لحاظ نه کرزي ظلم را سره کړی نه دشمال ټلوالې نه امریکا او نه کوم بل چا خو دخپل وجداني مسؤلیت له مخې دا په ځان پور ګڼم چې دخپل ولس او خپل پلرني هیواد ګران افغانستان دښمنان بربنډ کړم .
حق دې بریالی او ګران افغانستان دې آزاد وي