دسمیع الدین افغاني لیکلنه
( اتمه برخه)
لغمانۍ اوګره اود هغې ډولونه :
لغمانۍ اوګرې ،د پخولو ترتيب او د هغه دډولونو په اړه ښاغلي نجم الدين سعيدي په زړه پورې مطالب راټول کړي چې د سعیدي صیب لیکنې ته بې له تصرفه په دې برخه کې ځای ورکړ شوی دی ،هيله مندیم چې ددرنولوستونکو د پاملرنې وړوګرځي۰
دپخولو ترتیب :
اوګره او د هغه د پخولو ترتیب ډیر ساده او اسان دی هغه داسې چې غټې وریجې دګرمو اوبو سره پاکې پریمنځي کله چې وریجې بریمنځل شوې په ایشیدلو اوبو کې یې تر هغه ویشوي چې نرمې شي چې دغه نرمې شوې غټې وریجې داوګرې په نامه یادوي چې په لاندې مختلفو ډولونو ترې ګټه اخیستل کیږي ۰
لمړی- اوګره دکرتو سره :
کله چې اوګره پخه شي هغه په نا شکن یا عادي غوري کــې را باسي او د غوري په مینځ کې ښکلی څرخنی ورته جوړوي او پدې څرخني کې سولول شوي کرت چې مخکې یې په کرتمال کې
سولولي وي ځایو ي او بیا زیړ غوړي ، واز ده یاعادي غوړي په ارکاره کې ښه سره کوي او په څرخني کې دسولول شوو کروتوله پاسه اچوي ،ورسته بیاپه غوري کې د اوګرې له پاسه سابه، شلغم ، پخه شوې وچه غوښه د لوبیا سره په ښکلي نظم ځا یوي او د دسترخوان په سر یې ګدي چې د تعامل سره سم هرغوري د دوو څخه تر درې کسانو لپاره او که د کورنیو اویا دمیلمنو شمیر ډیر وي په همغه اندازه د غوریو شمیر هم ورزیاتوي ۰
کله کله په اخر کې د اوګرې څرخنی ورانوي او کرت او اوګره ګډوی چې هغه ګډه شوې کرت او اوګره بیاځانله خونداوطعم لري ۰
دوم- اوګره دکنډ یا دغوا د عادي شیدو سره :
کنډ :هغه شـیــدې دي چـې غوا یې نوی خوسکی زیږو لی وي، پدې ډول اوګره کې په څرخني کې کنډ یا شیدې ځایو ي اوکله کله سره شوي غـوړي هم دپاسه پرې اچوي ۰
دریم -اوګره د مستو یا شړمبو سر :
داهم دهمغې اوګرې یوه بله نمونه ده چې په څرخني کې یې مستې ځایو ي۰
دشړومبو سره اوګره په شړومبه کې ګډوي او د نوش پیاز یا عادي پیاز سره تری استفاده کوي ۰
شړومبې اواوګره د لغمان په چارباغ کې ډیررواج لر ي ، ددې سیمې خلک د شپې له خوا اوګره پخوي او د شړومبو سره یې ښه ګډوي ورسته د دې ګډې شوې اوګرې سر ور پټوي او د بیالې تر غاړې یې د اوبوپه سرګدي او دسهارله خوا ټـــوله کورنۍ په دسترخوان سر راټولیږي اویوځای ترې استفاده کوي ۰
څلورم - اوګره د لاونډ سره :
لاونډ یا (کړو )یو مخصوص تعم دی چې د شړومبو څخه یې جوړوي هغه داسې چې د مستو شړمبه په یوظرف کې اچوي او یو اندازه اوړه ورسره ګډوي تر څو اوړه په شړومبه کې ښه حل شي اوپه نغري یې ګدي تر څو ښه وایشول شي پس له هغه په ارکاره کې څه میده شوي پیاز په غوړیو کې سره کوي او په ایشل شوي شړمبه کې چې اوړه په کې حل شوې ورزیاتوي او د څمڅۍ سره یې نور هم خلتوي چې پـــس له یو معین حرارت څخه خوندورلاونډیا (کړو)ترې جوړیږي چې دالاونډ د اوګرې په څرخني کې ځایو ي اوکله کله دسـره شوي غوړي هم دپاسه پرې اچوي او په خوند او مزې سره ترې استفاده کوي ۰
پنځم -شوله :
شوله دغټو وریجوڅخه جوړیــږي ، هغه داسې چې اول په غوړیو کې څه پیاز سره کوي او ورسته څه اوبه یا د پخې شوې غوښې ښوروا پکې ور زیاتوي کله چې داښوروا وخوټیدله پریمځل شوې غټې وریجې پکې اچوي چی پس له معین حرارت څخه ورته دم ورکوي او پس له هغه وازده په ارکـــارۍ کـــې سره کوي او د شولې د پاسه یی اضافه کوي چی خوندوره شوله تری جوړیږي ۰
د اوګرې یو بل قسم سبوناکه ده چې په شوله کې سابه ورګډوي او د سبوناکې به نامه خوندوره شوله تری جوړیږي چې د هغه دپاسه هم د وازدې یا غوړیو جغ باسي ۰
د اوګرې نوراقسام زموږ د ګران هیو ادو په نــــور ولایاتو کې هم مروج دی لکه د پکتیا او خوست په مناتقو کې چــــې د ډنډکي په نامه یې یادوي او پخول یې د لغمانۍ اوګرې سره فرق لـــــري ۰ همدارنګه د کابل په شمال کې لکه ګلدره ، شکردره اوغوربند کــــې چې دشولې غوربندي په نامه یادیږي په هغه کې کوفته ، لوبیااوترخه مرچ ور ګډوي۰
باید وویل شي دغټو وریجو رواج دشرقي هند وچین څخه افغانستان ته انتقال شوی چې د پخولو ترتیب یې د نورو هیوادو سره توپیر لري ۰
په لغمان کې داوګرې یا غټووریجو د استفادې ترڅنګ دمینو وریجو څخه چې دسرده دریدونۍ او یا ګرمه وریجوپه نامه یې یادوي هم استفاده کیږي او دلغمان په مختلفوسیمو کې لکه د الیـشنګ او الینګار په درو کې ، د چاردهي ، حیدر خاني ، ماشه خیل مندروړ ، قرغیو او ډیرونورو ځایوکې کرل کیږي ۰
لغمانۍ وریجې زموږ په وطن کې خاص شهرت لري او د هغه څـــخه خوندور پلو ، دمپخت ، شکربټه او قابلي پلو پخـوي چې زموږ د هیوادوالو دسترخوان ته ځانګړی خوند او رنګ ورکوي ۰
تیر یادونه
خـــړ سیندونه سیلابونـــه مــې یادیږي
د وطن شنه شنـــه فصلونه مې یــادیږي
د ودونــــو او دودونــــــــو رواجــــونــــو
ها دیرې ها مــجـــلسونــــه مـــې یادیږي
سندریزخوږی نغمې دحـجرومینځ کې
ها ګــــیسونــــه او کــــټونــه مې یادیږي
د مــــرغیوګــــڼه ګـــــوڼــه او سیـــــلـونه
د چق مق ټوپـــک غږونه مــــې یادیږي
د قزلاقو اویارمخــــچو پــــه موسم کې
د دامان د غره دامــــونــــه مـــې یادیږي
په جوزا کــــې د تــوتانـــو په موسم کې
د فــــصــــلونو درمنــدونــه مې یادیږي
مصلــــی اوددرمند شاخۍ په لاس کې
تورچنګړلوی لوی چجونه مې یادیږي
د دهقان په لاس چې تیګه دمیـزان شي
لپــــکۍاو خــــجورونــــه مې یادیــــږي
د چــــینی نه د اوبو منګــــی په سر کـې
ها د پیــــغلو کتــــارونه مـــې یــــادیږي
مــــړ اوبــــل داوربــــلـــکــــو الــــوتــــنې
د بــــامــــو د ســــر خــــوبونه مې یادیږي
پــــه اختر کـــې د ځـــوانانو ډلـــې ډلې
هــــا میلې او اټــــنونــــه مـې یادیـــږي
د پی مــــخو ښکلو پیغلوبیر او بارکې
هغــــه لــوی لــوی زیارتونه مې یادیږي
رنګ پــه رنګ ښکلې جامې د طاعتونو
په مسجد کې ښه وعـــذونه مې یادیږي
څومره ښکلې څه ښایسته کلي بانډې دي
جــــم او جــــوش دبـــازارونو مې یادیږي
یــــادول یــــې زیــــاتــــوي د زړه دردونه
افغاني هـــا تیـــر وخــتونـــــه مې یادیږي
---------------------
نور بیا