د دعوت د ملي او خپلواکې پښتو خپرونې وروستۍ پرله پسې ۲۲۷مه ګڼه په ۲۶ مخونو کې چاپ او خپره شوه چې په لاندې سرلېکنو ښکلې شوې ده.
• په روحي ناروغیو اخته امریکایی پرځیان – د استاد عمر پاڅون څیړنه او ژباړه
• ټولنیز معافیت – عبدالغفور لېوال
• داعیه صلح و مذاکرات مستقیم میان امریکا و مقاومت مسلح- استاد روستار تر کی
• تر ډیورند هاخوا زوږ نه بیلیدنکې برخه که تیر شوی تاریخ؟- ډاکټر محمد ابراهیم شینواری
• تلویزیون نور و وحدت ملت افغان - ملالۍ موسی نظام
• ژب سیاست او ژب پلان )دوهمه برخه( - ډاکټر رحمت ربي زیرکیار
• د خطر زنګ - استاد عمر پاڅون
• مرکه: افغانان باید په خپل کلتور کې د پلورالیزم
• د افغانستان د ملکي خدمتونو انستیتوت او فاشستي جنګسالاران - ث ، نورزی
• یوه میاست په هېواد کې - محمد طارق بزګر
• پښتانه بیا هم احساسات – سهر ځواک
• د نړۍ په هرو څلور کسانو کې یو مسلمان دی – پیتر بیرومنت
• رژیدلی ګلان د ښاغلی عبدالوکیل متین شعري ټولګه – ډاکټر سبحان هاتفي
• د وریښمو کاروان:
• زموږ د سر بلا ده )شعر( - سراج الدین منګل
• یو پښتون )شعر( - قهار کټوازی
• فرد )شعر(- محمد سرور وکیلی
• نظم- محمد سرور وکیلي
• غزل- محمداجان یار
• تورې شپې – قهار کټوازی
• زار شم - نادرشاه
• کله؟ - ډاکټر محمد فرید بزګر
• او د ټولنې اخلاقي انحطاط، پړ څوک؟ - قدرت الله هېوادپال
انګلیسي برخه:
The People’s right to know U.S versus WlikiLeaks by Bruce G. Richardson
Sacks of Cash by Sami Yousafzai and Ron Moren
Northern Alliance link to 9/11 by. Bruce G. Richadson
Iran spent millions on influencing Afghan elections
د دعوت د دې ګڼې سرلیکنه کې لولو:
سرليکنه
د پښتون ولس د يووالی ضرورت
دا خو اوس د لمر په شان ټولو ته روښانه ده چي نن ورځ پښتانه د خپل تاریخ له تر ټولو سخت پړاو څخه د تیریدو په حال کي دي. پرله پسې بحرانونو د دغه ستر قام وجود له ستر خطر سره مخامخ کړی دی. د تیرو دریو لسیزو په ترڅ افغان پښتون ولس د اور، غم او کفن ترمنځ ژوند کوي که یې له یوې خوا ځېنې د مذهب په پاک نامه ټکوي او بل لوري یې نور له اسمانه د بمونو په ورولو سره د دوی د نسل د له منځه وړلو په هڅه کې دي. له دې کبله دا خورا اړینه او ضروري ده چي پښتانه دا هر څه درک او د یووالي په ښودلو سره د خپل وجود د بقا لپاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړي.
د پښتنو د یووالی پرته د دې سترو او خطرناکو ازمیښتونو نه وتل ګران او ناشوني دي، کورني، بهرنی نړیوال او سیمه ایز دښمنان خورا ډیر، هوښیار او د پښتنو د ورکولو له پاره یوموټي دی.
علم رڼا ده او همد وجه ده چې دوۍ نه پریږډی د پښتون لور او زوی، خور او ورور د علم او پوهې په رڼا سنبال شي. ځکه مو ښوونخي سوزول کیږي او د زده کړو درلودونکي مو وژل کیږي دا ځکه چې تل د پردیو محتاج او غلام پاتې شو.
لږ فکر په کار دی
ایا موږ غواړو چې د سیالانو سره سیال پاتې شو؟ که جواب مو هو وي په څه ډول؟
پښتون د پښتون تربور نه دی، د پښتنو تربوران نور دي چې باید ځان ترې وساتو او خپل حق ترې واخلو. ټول پښتون یو پښتون دی
د پښتنو د دښمنانو په غوښتنه او مشوره باید نور خپل کور، ګور او وطن وران نکړو او د پردیو په لاس موږ ته راکړل شوې توره د خپل ورور او خور مرۍ پرې نکړو. یو شاعر د یو شمیر پښتنو په اړه څومره ښه وایی:
اف دا پښتون قوم خو د خپله لاسه کور ورانوي
د حماقت په شراب مست دي دوی یې په زور ورانوي
خلکو اباد کړ خپل وطن دوی یې لا نور ورانوي
دا باید د پښتون ولس اذلي دښمنانو ته وښیو:
یم هغه پښتون چې څوک مې جرړې ورکوی نه شي
دا مې د فرنګ او مغل بچو ته پته ده
خوشال بابا د تل په څیر د پښتنو برم، عزت او بریالیتوب په اتفاق کې ویني او خپلو پښتنو بچیانو ته دا وایی:
که توفیق د اتفاق پښتانه مومي
زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان
په پای کې د بریالیتوب راز، پت، عزت او د خپلو حقونو بیرته اخستل په یووالي کې نغښتې دي په دې اند او تګلاره چې ټول پښتون یو پښتون، زما درد ستا درد او ستا درد زما درد، ستا خوښي زما خوښي او زما خوښي ستا خوښي.
لوی الله (ج) هم د هغو ملګری دی چې یو موټی دی او د نفاق او بېلوالي نه کرکجن دی. یو ځل بیا د پښتنو خادم خپل غږ د سایل صاحب په لاندې شعر کې وړاندې کوم :
بیا وهم پتری سایل په خپل ټوټې ټوټې کچکول
خیر د پښتنو نه د پښتو له پاره غواړمه
ستاسو خپل بزګر
د دعوت پوستي پته:
Dawat, P.O.Box 289, 2001 Lillestrom, Norway tel. +47-63844384 mobil. +47-90856195
د دعوت د بریښنالیک پته:
د دعوت د انترنت پته:
www.dawat.no
يادونه: د دعوت خپرونه اوس د پخوا په څیر وړیا نه لیږل کیږي او یوازې هغوۍ ته استول کیږي چې د دعوت ګډونکونکي وي. په خپل ګډون سره د عوت همیشني لوستونکي کیدای شۍ.
خپله د ګډون ونډه د پوست او هم د بانک د لارې د دعوت په پته رالیږلی شۍ
د دعوت بله ګڼه د چاپ لاندې ده.
هغوۍ چې کله هم د دعوت خپرونه نه وي لیدلی او د لومړي ځل له یې پاره غواړۍ چې ویی ولولۍ تاسو ته یوه ګڼه په وړیا ډول درلیږل کیږي خپله پوستي پته د بریښنالیک له لارې ژر تر ژره موږ ته راولیږۍ دعوت به تاسو ته ستاسو په پوستي پته درولیږل شي بیا ستاسو خوښه چې ګډون کوۍ او نه.
دا وړاندیز یوازې د دعوت نوو مینه والو ته دی.