بسم الله اکبري
د هغه فرهنګی او ادبې نومیالی شخصیت د شپاړسم تلین یادونه کوو چی له خپل ګران هیواد افغانستان څخه یی په بهر کی د مهاجرت په مهال د۱۹۹۵ کال د مې د میاشتی په ۱۷ نیټه د جرمنی د مونشن ګلادباخ په ښار کی له نړی څخه سترګی پټی کړی.
دا پیاوړی او ستر ادبی شخصیت ارواښاد محمد صدیق روهي دی چی د ده مړینه زموږ د هیواد د ادب او فرهنګ دوستانو لپاره ستره او زړه بوږنوونکی غمیزه او نه جبیره کیدونکی ضایعه وه.
داسی فرهنکی درنی ککری که په ابدی خوب ویده هم شی خو د هغوی ستری کارنامی او ادبی شهکارونه هغوی ته تلپاتی ژوند وربښی او د هغه ویاړلی یاد د هر هیوادپال او فرهنګپال په زړه کی لکه بله دیوه بلیږی.
استاد روهي نه یوازی دا چی یو ادبی او فرهنګی شخصیت و بلکی هغه یو ملی تولنیز او سیاسی شخصیت هم و هغه د خپل ولس او افغان ملت د سوکالی هوساینی او هر اړخیزی پرمختیا په هیله ستر ارمانونه او ویاړلی هیلی درلودی او دغی ملی انګیزی دی ته وهڅاوه چی د هیواد د سیاسی غورځنګ او سیاسی مبارزی له بنست ایښدونکو او موسسینو څخه وشمیرل شی .
هغه د سپیڅلی احساس او پاکی ارادی خاوند و له تعصبه مبرا او د هومانیزم او بشرپالنی یو ځلانده سمبول و .
ده په واقعی معنی له انسان او انسانیت سره ستره خواخوږی او مینه درلوده او له دغی سرشاری مینی څخه د هغه د ادب ستره پانګه خړوبیده او د ده په هره ادبی او فرهنګی لیکنه کی د ارواښاد روهي صاحب سپیڅلی هیلی له ورایه ښکاری د هغه د درنه شخصیت په هکله په دغه لنډه لیکنه کی خبری کول له سمندر څخه د یوه څاڅکی د پورته کولو په مانا دی.
زه د روهي صاحب لوړ ادبی او اکادمیک مقام ته خپل ژور عقیدت او درناوی وړاندی کوم د هغه یاد دی همیش ژوندی او د ده ادبی او فرهنګی ډیوی دی تل بلی او ځلانده اوسی روح دی ښاد وی.
په درنښت بسم الله اکبري هالنډ