اوباما ویلی چه نړۍ به بی له اسامه امنتره وی که دامریکی جګړی نه وی نوره به هم امنتره وی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

منصور احمدزی

(  دریمه برخه )

دډبل عبدالله او  ا مرالله جان چه دهغه له جاسوسی څخه امریکی او بر یتا نیا پرده پورته کړه او فرانسی ورته دجاسوسی مډال ورکړنن بیا دعدالت او اصلا حاتو سوری شروع کړیدی کوم عدالت هغه دنوییمی لسیزی عدالت تکرارول او توبرو ډکول غواړی  همدارنګه سورڼۍ وهی چه ددولت دروازی دملت پر مخ تړلی دی 

مګرددوی  په شان په جنا یا تو ککړوکسانو ته پرانستلی دی دا بدنامی او رټل شوی څیری اوس پدی هڅه کی دی چه د ولسوالۍ په کچه یوایتلاف جوړ کړی مګر دا د پردیوغلامان  اوس په خپله ولسوالۍ کی هم رسوا او اعتباریی دلاسه ورکړیدی .

دافغانستان جګړه کی امریکی تر (۲۰۱۱) کال پوری (۴۴۴)میلیارده ډالره لګولی دی چه لدی پیسو څخه یی  ( ۶ ٪ )په دیپلو ماتیکو او مرستندویه چاروکی او نوری یی دپنتاګون له لار ی لګولی دی بی لدی چه جنایتکاران جیبونه ډک کړی نوری کومی  ځانګړی لا س ته راو ړنی نه تر سترګو کیږی  او تر نن پوری افغانستان په ملی روحیه روزلی اردو او پولیس  نلری اردو او پولیس ددژبنی  منطقوی  مذهبی  اوګوندی تعصباتو قربانی ګر ځیدلی دۍ امکان لری چه اردو  تجزیه او لدی امله ربانی دکورنی جګړی اعلان کړی چه خپل پاتی پا ټکیا ن یی دار بکیو تر نامه لاندی په وسلو سمبال کړل او دغه لړۍ لا دوام لری .

یوه نوی امریکایی څیړنه وایی چه افغان چارواکوته دخپلو پو لیسو شمیره معلومه ندی ددی تر خوا داسی کسان هم دپولیسو په لیکه کی شته چه په څونومونو سره معاش تر لاسه کوی دافغانستان دکورنیو چارو وزارت ددی پخلۍ نشی کولۍ چه دپولیسو شمیره یی څومره دی او نه یی دمعاشونو پیسی سمی لګیږی ددی تر خوا بله ستونزه دوسلو او سامان ورکیدادی چه نامعلومو کسانو ته ورکول کیږی .

دامریکی له ذکرشوی څیړنی څخه یو ځل بیا دا په ډاګه کیږی چه دکرزی اداره د  کورس اکابر  خورد ظابطانو  نه ظابطانو  او مشهورو جنایتکارانو څخه جوړه  او دامریکی له ملا تړ څخه برخمنه دی چه اوس دجنرالی رتبی لری او دوزارتونو پر چوکیوباندی خیټی اچو لی دلته مثال وزیر داخله دی چه په وزارت کی دولایتونو او پولیسو چوکۍ په سرقلفی سره پلورل کیږی ضد او نقیض څرګندونی هم کوی   یوه ورځ وایی چه بهرنیان دی له افغانستان څخه ووزی مګر څه موده وروسته بیا وایی چه بی له بهرنیانو امنیت ګران دی  یاد ایران وزیر دا خله سره په خبری کنفرانس کی وایی چه دایران دمدا خلی په هکله کوم اسناد پلاس کی نلرو  مګر ملی امنیت  اواشغالګران هره ورځ سوری وهی چه ایران افغانستان کی لاس وهنه کوی وسلی رالیږی .

 

دنظار ډله په وطن پلورنه کی پیژندل شوی او تجربی هم لری بیادکورنیو چارو وزیر کله داسی سازونه هم کوی چه  حکمتیار او ملا عمر  پاکستان کی تر حملی لاندی ونیسی دنوموړی دا څرګندونی ډیر اړخونه او زړه دښمنی دربانی او احمدشاه مسعود له حزب اسلامی سره دۍ  که حزب اسلامی اوطالبان واک کی شریک شی ددوی غلاوی ختمیږی او خورد ظابطان هم دوزارت په چوکۍ  نه پاته کیږی  لدی امله دۍ چه د سولی  راتګ مخا لفت  کوی که دجرم او جنایاتو اړخ   بی له کوم تعصبه بیطرفه دحقایقو پر بنا وڅیړو زما په نظر چه حالات له (۱۳۵۹ ) کال څخه را پدی څوا له نږدی څارم دجبهه شمال جمعیت  نظار  وحدت  اوګلم جم  دترازو پله به نظر نوروته بدون دببرک له ډلی درنه وی  .

که په لنډ ډول یا هم  بی پردی  ووایو چه هر افغان او یا هم بهرنۍ چه دجبهه شمال  په ځانګړی توګه د ربانی   قانونی  قسیم فهیم  ډبل عبدالله  بسم الله   کریم خلیلی  محقق  دوستم ګلم جم او امرالله جا ن  دغلا او جنایاتو مخنیوۍ کوی هغه ددوی دښمن دۍ  اولدی څخه سترګی نشی  پټید لی چه دکرزی اوډلی په ګډون  یی دافغانستان تیر اوراتلونکی که بهرنی اشغالګر وی اوکه نه وی دتورو تیاروسره مخا مخ وه  او مخامخ به وی   .

غربی سیا  ست پو هان وایی چه افغانان نشی کولای په بیه  واخلی مګر په اسانی سره یی  دپیسو او منصب په وسیله  غلام  کولۍ شی  چه په رښتیا داحقیقت  نن ورځ په سترګو  وینو.

دامریکی سفیر کابل کی ویلی چه دافغانستان خلکو نه به دامریکایی ځواکونو ملاتړدتیر په څیر دوام ومومی . که اصل ته وګورو دامریکی فوځونو ملاتړ دافغانستان ملت څخه ندۍ  بلکه دجنګی جنایتکارانو څخه دۍ چه د  بهرنیانو  شمالی ټلوالی او  طالبانو لاسونه دافغان مظلوم ملت په وینو سره دی  اودا جنګی مجرمین ښه پیزنی  مګر دخپلو شومو مخو لپاره یی کاروی  چه دا یو حقیقت دۍ .

 

په ګران هیواد کی نفرت او خوځښت دامریکایانو په وړاندی ورځ تربلی مخ په ډیریدودی  لویان خو پریږده اوس ماشومان هم ورڅخه نفرت کوی دمثال په توګه لوګر ولایت چه دافغانستان په تاریخ کی سر لوړۍ او دکابل دروازه دی پدی اړه ټول افغان انترنتی پاڼی د (امریکایی جنرال او لوګری ماشوم) ترعنوان لاندی   لیکنه نشر ته سپارلی وه چه په لنډ ډول یی راخلم امریکایی جنرال دلوګر مرکزپل علم یوه ښونځی ته له ژباړونکی او نورو افسرانوسره ورغلۍ وه وروسته د چاکلیت او نو رو شیانو له ویشلو په صنف کی له وړوکی ماشوم څخه چه داتو یانهو کالو وه پوښتلی وه چه ستاسی دښمن څوک دی ماشوم له فکر څخه وروسته ورته ویلی وه چه امریکایان او کافران دی جنرال سر وخوځاوه او په تیزی له صنفه نه بلکه له ښونځی څخه هم ووتلو .

که موږ په استرالیا کی دامریکی سفیر تام  شیفر څرګندونی د ( دشمالی ټلوالی جنګی جنایات نشی کنټرولیدۍ ) تر عنوان لاندی چه دبینوا انتر نتی پاڼی لخوا خپره شوی وه له جنایاتو څخه یی پرده پورته کړی وه  او یا هم دامریکی خارجه وزیری میرمن کلنټن ویلی وه چه که کرزۍ قسیم فهیم د خپل مرستیال په توګه وټاکی موږ به نوموړی ته ویزه ورنکړو چه امریکی ته سفروکړی مګر  ددی بر سیره  بیا هم دشمالی ټلوالی  څخه ملاتړ کوی  ځکه جنګی مجرمینو دځان له ویری هر ډول چوپړ ته غړوند نۍ  په غاړه کی منلی دۍ  .

دافغانستان ملت دامریکی څخه ندی غو ښتی چه راشی زموږ هیواد اشغال کړۍ خپلو ګټو پسی راغلی دی اوزموږ هیواد یی په زور سره نیولۍ دۍ   غلامان  جاسوسان    او  په جنایاتو ککړاو رټل شوی کسان یی دځانه سره راوستلی چه د ملت نمایندګی وکړی  او دهغوی په وسیله خپل  اشغال ته قا نونی بڼه ورکړی چه  تیر لس کاله یی پایلی ولیدی او  نن ورځ یوا ځی له طالبانو  او حزب اسلامی سره په جګړه بوخت دی   که غلامان دفوځی اډو تړون وکړی   بیا به طالبان او حزب اسلامی  هیر په ټول هیواد کی به د ملی پا څون  لپاره لاره هواره شی  او د ویتنام دتیښتی وخت چه څرخکی مو سمندر ته غور ځولی  در په یادشی.

افغانان په تاریخ کی د جګړی زمریان ثابت شوی  هره جګړه یی تر نن پوری ګټلی دۍ   مګر په سیاسی ډګر کی یی بایللی دی   او دپردیو ګټو لپاره قربانی شویدی   چه واکداران یی تر ننه بهرنی اجیران دی   دراتلونکی لپاره امید چه له تیرو څخه پند اخیستۍ وی .

 

اوس به اصل مطلب ته راوګرځوکه په لنډ ډول ووایو  داسی ګمان کیږی چه اسامه  څخه استخباراتی ادارو یوه عایداتی  او داشغال وسیله ګر ځولی وه یعنی  آی  اس  آی   او سی آی ای دواړو ادارو  داسامه څارنه کوله ورته معلوم وه مګرنن  یی  دژوند او مرګ وخت او ځای   معلوم ندۍ چه چیری او څه وخت وژل شوی  که په وخت سره ثبوت وړاندی نشی امکان لری د تخنیک په وسیله  اسناد جوړشی مګر دابه هم دوخت په تیریدو سره لکه دنیویارک تجارتی مرکز چه نن تر یوی اندازی پوری حقایق روښانه شوی  روښانه شی  امریکایانو غوښتل چه داسامه په وسیله یوه ویره په افغانستان  امریکی اروپا او نړۍ  کی خپره وی  چه تر څو ددوی جنګی ماشین په حرکت کی وی چه خپله اقتصادی جګړه اودامپراطوری جوړولو پلان په  یویشتمه پیړۍ کی عملی کړی اودا هم له امکان څخه لری ندۍ چه امریکا هم  دکورنیو  سیاسی  او اقتصادی   ستونزو له امله  دپخوانی شوروی په سر نوشت   ګرفتاره شی  .

(۲۰۱۱) کال به دامریکی  او چین  ددیپلو ماتیکو روابطو مخ په ځوړ کال وی چه تر او سه پوری  دری بیلګی درسنیو له لوری خپری شوی دی د چین مرکزی بانک اعلان  وکړ چه دمارچ له میاشتی څخه خپلی راکړی ورکړ په چینایی ین سر وکړی  د بشری حقوقواعلامیه چه امریکه یی دبشری حقوقو لویه سر غړونکی ښودلی دی   اود پاکستان څخه  ملاتړ دامریکی دتیری په وړندی .

که د عراق اوږدی ستونزی ته ځیر شو صدام حسین دامریکی دګټو لپاره دایران سره جګړه وکړه او کویت یی اشغال کړ چه دا مسا یل رامسفلډ د امریکی  پخوانی   دفاع وزیر په ډاګه کړی وه تر څو دامریکی  نظامی اډو لپاره په منطقه کی  زمینه برابره  شی  لکه چه صدام حسین د خپل ژوند په وروستیوکی دسعودی پاچاته دیوه لیک په ترځ کی پدی  اعتراف کړۍ وه چه دامریکی دلوبو اله په سیمه کی ګر ځیدلۍ وه .

دسرلوړی   باامنه   او پرمختللی   افغانستان په  هیله .

په درنښت

منصور احمدزی

پای