راسئ پروخاندواوپرې وژاړو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
حبيب الله غمخور
کندهاردنااعلان سوی جگړې،اودولتي فسادپه اورکي سوځي مگردولتي چارواکي يودبل پر سينه مډالونه ټومبی .
ددې لپاره چي تنگ نظرو تبرته مي لاستۍ ورکړی نه وي  اودځان پشان کسانوپه سيل کي مي رانولي غواړم يادونه وکړم چي ماته دټول افغانستان لوېشت يويشت  يوشان گرانه ده ، داچي ليکنه
دکندهارپرغيرتی خلکو دتپل شوی ناورين اوترهغه وروسته دنابللو دولتي چارواکوشرمونکومډال وېشلوته ځانگړې سوې ده ځکه مي په پورته ليکه کښي يوازي دکندهارنوم يادکړ ،کنه په ټول هيوادکي همدا حالت روان دی ؛داکه شمال اوياجنوب ،که شرق اوياغرب دی هيڅ چيري امنيت نشته اونه هم دسالم دولتي مدريت دبېلگې ليدل کېږي هرچيري دولتي دولتي فساد اودزورواکانوحاکميت اوپر افغان ولس ستم رواکار اوقانوني بنه غوره کړې ده.  په موقتی توگه په کندهارکي اورمړسوخوپه نورستان کي د۲۷ نفروپر ځاي ۴۰۰ نفروچي له پاکستان څخه رالېږل سوي وه وسله واله حمله وکړه اوجگړه ياپه بله اصطلاح غلچکي بريدونه تراوسه  روان دي .
دولسی اودمشرانوجرگې  دانظر چي  ((په کندهار کې اصلاً اداره نه شته )) نه يوازي دکندهارپه هکله دټول هيوادپه کچه پر ځاي بولم .خوتاسف ځاي دادی چي دوي هم  داجرآت نلري چي دملت درواحقوقونه  نه دفاع وکړي .
د ((بدر))په نامه  دپسرلني عملیاتوپيل  له تاريخي کندهارنه چي په پاکستان کي تتنظيمېږي تصادفي خبره نده.کندهاردميرويس نېکه ،لوي احمدشابابا ټاټونی اودافغانستان پخوانۍ پايتخت دی . کندهاردافغانستان لپاره په ټولوملي مسائيلوکښي تاريخي اومهم ارزښت لرونکی ښاردی .
که تاريخ ته نظرواچوډير ملي اوسياسي حرکتونه له کندهارنه پيل سوی او پاکستاني چارواکي هم دغوټکوته تربل هرچاډيرښه متوجه دي . په حقيقت کي دکندهاراوسېدونکوزورونه اودکندهارورانی دټولوافغانانو زورونه اوټوافغانستان ته سپاکاوی دي .
راځو اصلي خبرې ته :
همدا څو ورځې وړاندي، دمی اومه ورځ وه  چي ټولودتيرپشان پرزړې ډرامې  تبصرې کولې،يوه يوڅه اوبل،بل څه ويل ،هريوه ځان دتبصروياپه نوې اصطلاح  دسياسي څېړنو دوزلوبو(( چاپ انداز )) باله اوهيچاته ئي دخبرو وارنه ورکاوه، په ډله ايزو رسنيوکي تر اوسه فکر کوم ترډيره  داسامه بن لادن وژنه لمړی خبره ده. سياستوالواوڅېړنکوته دغوږنيولوبازارهم گرم دی. هرې خوا هغه دچاخبره سياسي تبصرې دی ، تلوېزيوني بحث ته رابلل سوی څه چي ئې  زړه غواړي وايي ،همدائې وخت دی چي ځان بايد مشهور کړي .يوپښتو متل دی وايي  ((د. . . کورچي وسوهلته ښه سو)) دټولوبازار گرم دی ،همداتيره شپه يوچاوويل که دقوم مشرانوته دپخلاينې صالاحيت ورکړه سي اودوي دادسولي پروسه پرمخ بوزي پايلي به ئي تردغه چي استادرباني ئي پر مخ بيايي اويا پخوامجددي صاحب داکارکاوه ښه اوگټوري وي .
مگردغه دوست پدي نه پوهېده چي دا څولسيزي دقوم  مشران درک نلري،هرټوپکی ځان دقوم مشربولي . پاکستان دپښتنو مشران څومره چي کولاي سول ووژل .يوازي  شاوخوا زرتنه په کندهار اويوشمېر په شمالي او سهيل ختيځو ولايتونو کې وژل شوي دي .
ددغه ملي ناورين افغان دښمنه حرکت پر خلاف څه موده وړاندي دپکتيا ولايت سلګونه تنوقومي مشرانو او دمدني ټولنو غړو دهيواد په بيلا بيلاو سيمو کې دقومي مشرانو مرموزې وژنې دغندنې په موخه لويه گونډه جوړه کړې وه .
افغان ولس ته دگاونډيانودالړۍ روانه ده .داچي دغه محترم  ئي دقوم مشران بولي معلومه سول ،خوهغوي قوم ته منلي نه دي اودبلې خواچي هرڅه وکړوداتريخ واقيعت بايد ومنو چي جگړه دپاکستاني استخباراتواوپوځي  جنرالانوپه هدايت زموږپر خلاف روانه ده.
ښه ئي بولم چي هرڅه په خپل نامه ونومول سي اوله پاکستاني چارواکواوبهرنۍ ټولنې سره پردې مسله جدي خبري وسي چي څه کوي  اوپه څه ډول  پاکستان ،ايران اونورزموږ سره ديوگاونډي په توگه ژوند اوگاونډي توب ته دوام ورکوي .
موږپدې هکله په سوچ اوفکر کښي ووچي  هغه دچاخبره ((زيري پلو ملی برامد)) دمی پر اومه د ورځې په نمايي کښی ددې تودبحث پرځاي دکندهارولايت پر چارواکو اوامنيتي اداروباندي دطالبانولخوادبريد خبرپه ډله ايزورسنيوکي خپور سو.
داخبرډير ژرترنړيوالوډله ايزورسنيو ورسيدل،تبصرې پيل سوې .دطالبانواستازي اعلان وکړ چي دکندهار والي موله منځه یووړ؛دکندهاروالي ددې خبرپه خبرېدوسره منډه کړه اوژورنالستانوته ئي وويل زه په جگ سرناست يم ،روغ رمټ  ژوندی يم .
په همدې مرکه کښي دکندهاروالي وويل نن شنبه د ١٣٩٠ لمريز کال د غويې مياشتي ١٧ نېټه د خلکو دوښمنانود کندهار ولايت مقام ودانۍ، دکندهار هوټل، په اتمه ناحيه کي د عامه نظم دنظم عامې دلوا  پوليسو قومندانۍ او د لومړۍ امنيتي حوزې ماموريت تر خپلو بريدونو لاندي ونيول. هغه زياته د افغان دولت او خلکو وسلوالومخالفينو يو ځل بيا د يوه ډېر ماهرانه پلان له مخي په کندهار کي پر يو شمیر ودانيو باندي حملې وکړې .
ديوه ژورنالست دپوښتنې  په ځواب کي والي صاحب  وويل دايوڅولنډ غر راغلي شميرئي ممکن شپږنفره وي مگرزموږ امنيتی ځواکونه به ډير ژرسبق ورکړي .زموږ چټک او با شهامته امنيتي ځواکونه په دې وتوانېدل څو په ټولو سيمو کي د مخالفينو بريدونه پر شا وتمبوي او هغوى ووژني . ددې پر ځاي چي  هغوي ته سبق ورکړي،دوي ته ئي سبق ورکړ.
څوگړيه وروسته  اعلان سوه چي د ولایت مقام ته څیرمه تر اوسه لس چاودنې شوې . وايي مخالفينو نن دوې موټر بم چاودنې او دوې نوري رکشې چي د چاودېدونکو توکو ډکي وي د خپلو هدفونو لپاره کارولي او چاودني يې ورکړي دي، ددوي په ويناشمير ئي لسوته ورسيد . BBC
ښاغلي ويساددې سوال په جواب کي چي دبريد دچالخواسوی وايي ،تر اوسه ډېر وختي دى موږ نه سو ويلاى چي بريدبه دچا لخوا پلان سوی وي، خو زما په لاس کي دغه کارت چي تاسو وينى د پاکستان هيواد د يوه تبعه کارډ دى چي نوم يې ساجد اقبال دى او پاکستانى شناخته کارډورڅخه په لاس راغلى دى .
ولي تر ښاغلي ويسا دمخه طالبانودامنلې وه چي دابريد ددوي لخواترسره شوی اوپرمخ بېول کيږي . داپدې معناچي ديوه ولايت والي چي وسله وال بريد ونه دوام لري دومره بې خبره دی اونه پوهېږي  چي دابريد دچا لخواسوی . داسي هم ويل کيږي چي اوس دهربريدپړه کرزی پر مړه  بن  لادن اچوی اودنورونوم نه اخلي،داچي ولي دابل بحث غواړي .
ښاغلي ويساديوه  سوال په جواب کي  چي دوسله والوشمير څومره دی وويل دقيق معلومات نشته ،مگرفکر کوم چي شمېر ئي شپږ نفره دی .خوددې شپږو نفرو شمير بياډير ژر (( ۲۷)) ته جگ سو، دازادی راډيوله لاري خبرخپورسوچي دکندهارددولتي چارواکوپه وينا  دمخالفينو شمير ټول ۲۷ تنه وچې ۱۴تنه  ئې وژل سوی ،۷ تنوئي خپل ځان الوزولی اوڅلورنفره مونيولي دي ،ددوي په وينا دوه نفره پاته دی هغه هم ډير ژر له پښو وغورځوو .
مگرکه ددوي خبره ومنودغو دونفرودابله ورځ چي دمی اتمه کېږي چي دسهارله پنځوبجونه تر ماذديگرپوري جگړې ته دوام ورکړ  . دکندهار خلک وايي چي دا ۲۷ نفره نه وه چارواکي وډارېدل په کوروننوتل ځکه شمېرتېرنه غلتېږي بلکي داشاوخوا۷۰ نفره وه چي په وسلو سمبال په ښار راننوتل اوپر ټاکلو ځايوئي دښارله مارکېټونه په استفادې سره بريدونه پيل کړه .هغوي وايي دادمنلو وړنده چي ۲۷ نفره دي په يوه وخت کي دومره پراخ عمليات سرته ورسوي .
وروستي دولتي رپوټونه وايي چې تر دې مهاله په جګړه کې ۴۶ کسان ټپیان شوي، چې نیمايي یې پوځيان او نور ولسي ګړي دي.  خود وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي تاند ته په رالېږلي ايميل کې ادعا کړې، چې په نننيو بريدونو کې د ٣ بهرنيانو په ګډون د(( ١١٦))  امنيتي سرتېرو اودولتي مامورينو ته تلفات اوښتي دي.
یوه عيني شاهد رویټرز خبري اژانس ته ویلي برید کوونکي دکندهارهوټل بام ته ختلی او له هغه ځایه د والي پر دفتر برید کاوه. سوال دادۍ  چې دغه سړ ي  څنگه وکولاي سول ددغه هوټل  بام ته دوسلې سره پورته سي .
دکندهار شاريان داپوښتنه هم کوي وايي: دغه وسلې اودچاودېدونکو موادوډکې لاری موټری اورکې اوپه وسلوسمبال کسان چي وکولاي سي دوې ورځې ددولتي پوځ په مقابل کښي ډزي وکړي ،څنگه دټولو وسلو اومهماتوسره  ښارته راننوتلي دي؟  اوکه ددولتي چارواکوخبره ومنونو دوي څنگه وکولاي سول دالس ځايه چاودنې ترسره کړي ؟
ځکه داچاودنې په يوه ثانيه اويووخت  اونه هم پر يوځاي ترسره سوی دي .
دکرزی صاحب وروراحمدولي کرزی وايي داجگړه ددولت پر خلاف نه دملت پر خلاف وه اوداجگړه په ښارکي نه بلکې دکندهارهوټل په دهلېزوکي وه .نوکه پوښتنه ځيني وسي چي دالس چاودنې اودا۴۶ نفروژوبلېدل اويادڅونفرووژل داټول په کندهار هوټل کي وه ؟اودادوه همه ورځ هم داجگړه دسهارله پنځوبجونه ترماذديگر  پوري په همدې هوټل کي روانه وه ؟ فکرنه کېږي چي معقول جواب دې ولري .درواغ اودخلکوپه سترگوکي خاوري شيندل هم يوحد اواندازه لري،  نه پدې بڼه . جالبه داده چي دکندهارټولوخلکو لېدل چي په ښارکي څه تېرېږي ښار درې ورځي تړلی و،دخلکوپه کورونوکي مړي  واناجوړي  پراته وه،نه چامړۍ هديرې ته وړاي سواونه هم ناروغ شفاخانې ته ،ټولودرې شپې خوب نشوکولاي اونه هم څوک له کوره وتلاي سو،دتعحب خبره ده چي احمدولي وايي جگړه دکندهارهوټل په دهلېزوکي وه . کندهاريان وايي چي احمدولي کرزی  دوالي ويسا صاحب خيال ساتي خوديوچاخيال ساتل دخپل کور اوخپل ولس دبې عزتی په کچه  نارواکار اودملي گټوسره روښانه خيانت .
تاسو فکر وکړی دکندهار والي دامني  او وايي نن ورځ د کندهار ولايت مقام ودانۍ، دکندهار هوټل، په اتمه ناحيه کي د عامه نظم دنظم عامې دلوا پوليسوقومندانۍ اودلومړۍ امنيتي حوزې ماموريت ترخپلوبريدونو  لاندي ونيول. مگر داحمدولي  کرزی چرگ يوه پښه لري اوژورنالستانوته چي ټولوپه همدې وحشت کي شپې تېري کړې وې اوهرڅه ئې په خپلو سترگوليدلې وه ،وايي داجگړه په ښارکي نه دادکندهارهوټل په دهلېزونو کي وه .اوس نوتاسو قضاوت وکړی چي داخبره  دخنداده اوکه دژړاده ! داديوه ملک دجمهوررئيس دهغه ورورخبره ده چي په کندهارکي په رښتياخپله  همدا ښاغلی دټول حاکميت اوصلاحيت خاوند دی .
دمی پر ۸  مه د کندهار چارواکو ادعا وکړه چې له پرون راهيسې په دې ولايت کې د وسلوالو پيل شوې جګړه پاي ته ورسېده او ټول وسلوال چې مقاومت يې کاوه وژل شوی دي .
بله دخنداوړاوشرم خبره چي والي صاحب ئي خپلو مخالفينوته په خطابيه ويناکښي کوي  وايي  : ((مخالفين بايد په دې پوه سي چي زموږ دولت يو ډېر پرمختللى دولت دى او کافي قدرت لري او مخالفين به په هيڅ وخت کي ددې جوګه نه سي چي ورسره مقابله وکړي. داخبره دخنداوړنده ؟ په پښتوکي يومتل دی وايي ((پزپرېکړې که شرم درلوداي په ژوندبه ئې دپزېنوم نه اخيستی .)) خوويسا صاحب دکالوسره دخلکوپه سترگوورننوزی اوترشرمېدلې ماتي وروسته  داډول څرگندونې کوي . داخبره پدي وکوم ،خلک وايي  دوې ورځې هغوي ته نه دډوډۍ خوړلو امکان وواونه هم داوبوڅښلوبهرنيانوهم په يوه اوبله  بڼه  ډارول  له هوانه ئي حمله دملکي وگړودوژلوپه خاطرنسوه کولاي  دغو مجبوريتونودوي دمرگ کندي ته وغورځول .
ددوي څرگندونې دشرم اوننگ خبرې دي ،حقيقت خودادی  که  دامخالفين سل نفره اوياترهغه زيات هم واي  دوي بايد ډير ژردهغوي دحملو مخه نيولې واي ځکه په کندهارکي تر شل زره زيات کورني اوبهرني پوځاي اوسېږي  اودولتی چارواکي تل همدا يوه خبره کوي ،وايي موږ اماده يودکندهاراويابل ولايت امنيت ونيسو.
۲۷ نفرودوې ورځې ټول دولتي چارواکي په غارننه ايستلې وه ،خوبياهم په ډيربې شرمی سره وايي هغوی بام ته ختلي وه اوياپه دهليزکي پټ سوی وه .پوښتنه بايد دکندهار له والي،کورنيو چارو،دفاع وزير اوملي امنيت له مشرتابه نه وسي چي ښاغلوتاسو څه ډول پرسونل لری ؟ چي د۲۷ نفروسره مقابله نسی کولاي اودرې ورځي ديوه  لوي  ولايت ټول ښارتړی وي ؟ دغه ته ملي پوليس ،ملي اردواوملي امنيت وايي ؟ پدې امنيتی ځواک چي يوازي دتنظيمواودښاغلي کرزی  په حمدوثنامصروف دی ،په يوه اوبله بهانه له بهرنه په ميليونوډالر اخلي ، دغه ئې پوځي وړتيااودايې پوځی شهامت وو؟
ماته له افغانستان څخه راغلو افغانانوپه کراتوداخبره کړې چي دپاکستاني اوايراني چارواکوپه هدايت ددوي رالېږل سوي کسان دپيسوپه مقابل کښي افغاني تذکره اخلي اوبيادافغانستان وسلوال ځواک يوې برخې کي ځان شاملوي . دغوکسانوته هدايت دادی چې دوي ته ورکړه سوی دندي بايد سرته ورسوي کنه له منځه وړل کيږي .نوچي پوځ اوپوځی ځواک له داسي اوپه تنظيموپوري تړواشخاصونه جوړ وي دهغوي نه دملت ددفاع غوښتنه خوب اوخيال دی .
ما اصلأ غوښتل پريوه بله مسله وړه ليکنه وکړم چي دشپې ناخوته مي داخبرترسترگوشو. په لوستلوئې حک پک  پاته سوم اوله ځان سره مي وويل دادولتي چارواکي ولي نه شرمېږي ؟
ددې پر ځاي چي دمسوليونه  پوښتنه وسي اوله کاره گوښه شي ،دكورنيو چارو وزير  په ولسي جرگه كي دكندهار ولايت دخلگو استازي د ملي امنيت دكميسيون رئيس محمد نعيم او حامد زۍ لالي ، دوسله وال پوځ  دستر درستيز مرستيال سردار محمد اكرم  ،دسرحدي ځواكونو عمومي قومندان لوي پاسوال يونس نورزي  او دملي امنيت دعمومي رياست مرستيال جنرال عبدالقيوم كټوازي کندهارته ځی اودکندهارد زورېدلوخلکوپر ټپونومالگه پاشي  .
ددوي دسفرپه راپورکي راغلي : په ۴۰۴ ميوند زون قومنداني كي يې دميوند زون مرستيال جنرال ميرويس نورزي دكندهار ولايت دامنيت د امرسمنوال شيرشاه يوسفزي  او دعامه نظم دلوا قومندان ډگروال غلام محي الدين او يوشمير نور افسران او سربازان چي په يادو عملياتو كي يې برخه اخستي وه په مډالونو باندي و وياړل او همدارنگه هغه سرتيري يې هم چي دځانه يې په عملياتو كي وړتيا ښودلي وه په تقدير نامو سره ونازول . داچي دابېچاره سربازان به پدې ستاينليکونوڅه وکړي اودوي پدې پوهېږي چي دادوي ته کومه گټه لري دابله خبره ده ځکه زمور اردو اوپوليسو عادي کسان ترډيره بريده نالوستي دي .
ديادوني وړد ه چي دكورنيو چارو وزير او لوړ پوړي دولتي پلاوي په داسي حال كي كندهار ته سفركوي چي د ولسي او مشرانو جرگواستازو دوي په دي تورن كړي وه چي گواكي دجگړي په وخت كي يې دخپلو سرتيرو دمورال لوړولو لپاره  هيڅ ډول هڅي نه دي كړي او بايد دجگړي په جريان کي يې كندهار ولايت ته سفر كړي واي اوحالت يې دنژدي څارلي واي .
دبېلگې په توگه دمی پر اتمه د افغانستان ولسي جرګې د کندهار پر چارواکو سخت انتقادونه وکړل او د ولايت چارواکي يې بې کفايته وبلل .
يوه سناتور محمد داود حساس وويل: ”په کندهار کې اصلاً اداره نه شته، والي چې کاناډايانو راوستلى، کاناډايان يې ساتنه کوي“سناتورانو شکايت کاوه چې د کندهار لپاره تر اوسه امنيه قوماندان نه دى ټاکل شوى، پخوانى امنيه قوماندان خان محمد مجاهد نژدې شل ورځې مخکې په امنيې قوماندانۍ کې دننه د يوه ځانمرګي بريد په نتيجه کې ووژل شو.تر دې مخکې هم د کندهار پر والي او نورو امنيتي چارواکو سخت انتقادونه شوي او د دوى د سملاسي ليرې کېدو غوښتنه شوې ده.bbc
همدا نن مې خپله  کندهارته تليفون وکړاوديوشمير فرهنگيانواودوستانونه مي پوښتنه مي وکړه چي داچارواکي ئې دکوم شهامت اوخدمت په مقابل کي ونازول ؟هغوي  په ډير قهر په جواب کي راته وويل لکه چي خبرونه ، نه اورې ؟دادرې ورځې ددوي په برکت دکندهارښارتړلی و،خلکوپه پرېښانی او وحشت کي شپې سباکولې ،اوته پوښتنه کوې چي دکوم شهامت په مقابل کي ستايل کيږي .همدا کفايت کوی چي له ډاره دخپلود قشلواوادارو نسوه راوتلاي نوهمدا شهامت ئي بس دی چي ۲۷ نفروټول په غارننه ايستلې وه .داددوي داطمنان اوډاډگېرنې پايلي دي چي کله قوماندان مری ،کله ۵۰۰ بنديان  له زندان  څخه په نغم کي تښتي، اوکله  هم بياداسي راځی اوټول ځیني پټېږي . دوي وويل دالمړی او ورستۍ پېشه نه ده دائي پيل اويوه آزموينه وه اوس پاکستان ته معلومه سول چي کندهارڅوک ساتي اوپه څه ډول ئي ساتي .دوي راته وويل چي موږ په کندهارکي ددې کابل نه راغلو پر راتگ خاندواوداچي تحفې اورتبې ورکوی خلک رشخندپرې وهی،خلک وايي ((  جنگ سوړسو،ميری تودسو .))
ددې پر ځاي چي يوازي دهمدي اپريل اومی دمياشتودپېښوپه هکله له دوي نه پوښتنه اوگروېږنه وسې واي دوي ته مډالونه ورکول کېږي .
ددې مډالو ورکولودليل دادی چي دابې صلاحيته اوغيرمسلکي چارواکي دټول دولت په استازيتوب پدي بڼه خپلې ناخوالي پټوی اودخلکوپه سترگوکي خاوري شيندي ، همدا غير مسکي دولت اوهمدائي کړنې .
دې لسوکالوداپه ثبوت رسولې چي دمډال پر ځاي بايد داښاغلي اوراغلي حساب ته کښېني اوکه ځان اوعزت پر گران وي بايد  ټول په خپله خوښه دملگروملتوسازمان سرمنشي ته استعفاليک وړاندي کړي .
داخبره اومشوره مي پدې معنانده چي يوښاغلی فکروکړې پدې نه پوهېږم دکاغذپرمخ ليکل سوی اساسي قانون کي څه ليکل سوی او دبېسوادی ټاپه راباندي ولگوي؛ زماداوړانديز ددي ښکارندوي دی چې دوي  نه ملت  ټاکلي اونه هم منلي دي ،بلکي پر ملت دهمدې  ملگروملتودسازمان دپرېکړې له مخي دبهرنيو زبرځواکولخواتراوسه په يوه اوبله ب‌ه اوبهانه پردې زورېدلی ملت تپل سوی دي. ځکه به پر ځاي اومعقوله خبره وي چي ټول دولتي لوړپوړي چارواکي دملگروملتودسازمان نه بخښنه وغواړي اوخپل استعفاليک هغوي ته وړاندي کړي  .
دژړااودردونکې خبره خوداده داملت چي نه سياسي ځواک،نه ملي شخصيت اونه هم ملي زعامت لري ترډيره بريده به ددي ناخوالواوسپکاوی سره لاس په گرېوان وي ، دايوه ترخه خبره خو حقيقت . ومن الله التوفيق
اخځونه :
۱/ گران افغانستان ويب پانه
۲/ تاندويب پاڼه
۳/ خبريال ویب پاڼه
۴/ بې بې سي
۵/ دعوت  ويب پانه
۶/ له رډيوازادی اونوروډله ايزورسنيوڅخه زماياداښتونه