اسامه د پاکستان په زړه کې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالملک پرهیز
اسلام آباد ته نژدې د پوځي مرکز څنګه ته  د اسامه پټېدل هيڅ چاته دا شک نه پرېږدي چې په دې کار کې د پاکستان لوړپوړیو چارواکو لاس درلود. يوازنۍ پوښتنه چې په دې اړوند رامنځ ته کېږي هغه داده چې د پاکستان کوم لوړ پوړي چارواکي د اسامه د پټېدو د ځای په اړوند خبر ول . دا هم څرګنده ده
چې د ډیرو لوړ پوړیو چارواکو له موافقې پرته په داسې یو ځای کې د اسامه پټېدل ممکن  نه ول . خو دا امکان شته چې د پاکستان د لوړې کچې چارواکو د اسامه د امنیت په خاطر  دغه راز له  نوروچارواکو پټ ساتلی وي. او دا هم کېدی شي امریکايې چارواکو له همدغه حالت څخه په ګټې اخیستلو سره د اسامه په پيداکولو کې  ګټه پورته کړې وي.

پر دې خبره د هيڅ چا باور نه کېده چې اسامه دې دیوې پوځي اډې تر څنګ ،په  یوه  ډېره مهمه سیمه کې چې هر څه د استخباراتو او پوځ تر کنترول او څارنې لاندې دي، پټ شوی وي . دلته دا پوښتنه پيداکېږي چې څرنګه کېدی شي د اسامه سترې او عجیب او غریبه کلا د چا پام ځانته نه وی آړولی . اسامه له پنځه کلونو راهیسې  د یکشنبې تر ماښامه کله چې امریکایانو پرې برید وکړ،  په دغه کور کې اوسېده. دغه کور په ۲۰۰۵ کال کې جوړشوی ؤ چې ۶ متره لوړ دیوالونه لرل او ازغن سیمان ترې راتاوشوي ول. ددغه کور ارزښت تر یومیلیون ډالرو زیات اټکلېږي . په دغه کور کې نه تيلفون ؤ او نه انترنیت او د کور اوسېدونکو د کور وراسته مواد په کور کې سېځل او په بهر کې يې نه غورځول لکه څنګه چې نور خلک داکار کوي. دغه ښار تل د وسله والو طالبانو د بریدونو هدف ؤ خو سره له دې هم اسامه دلته ځان پټ کړی ؤ.

په دغه ښار کې یوه پوځي اډه او یوه پوځي اکاډمي شتون لري ، دلته متقاعده جنرالان د بنډار دپاره راځي او له خپل تقاعد له دوران څخه خوند اخلي. ډیر لوړپوړي جنرالان  په دغه ښار کې کورونه لري نو ځکه دښار امنیت ته زیات پاملرنه کېږي او ټينګ امنيتي مقرارات  په کې جاري دي.

که څه د اسامه وژنه  امريکان خپل لوی او غوڅ بری بولي خو پوښتنه داده چې دغه بري د پاکستان څېره د تروریزم د روزونکي ، استونکي او ساتونکي په توګه بربنډه کړه او په دې اړوند ټول شته  شکونه او ګومانونه له منځه یوړل. پاکستان چې د لویديځ په اقتصادي او پوځي مرستو ژوندی دی  نو په دې حالت کې به د پاکستان اړیکې چې له یوې خوا د تروریستانو یاري کوي او له بلې خوا د لویدیځ ، د خپلو لويدیزو انډیوالانو سره  څرنګه وي؟ آیا دغه اړیکې  چې لا له پخوا د ویجاړۍ  په حال کې ول وروسته له دې به څرنګه وي او څرنګه به پرمخ ځي .
افغانستان چې د تروریزم قرباني دی د ديرش کلنې جګړې په اوږدو کې تل پاکستاني تخریبي اقدامونو او تروریستي عملیاتو ته ګوت څنډنه کړې چې پاکستاني واکمنانو په زیاتې بېشرمۍ سره ترې انکار کاوه او په افغانستان کې  د خپلو جنایتونو د مسوولیت منلو ته تیار نه ؤ، او تل يې په افغانستان کې د خپلو برالا لاس وهنو سترګې پټولې. اوس هم که چېرې دغه پېښه افغانستان ته څېرمه په کومه سرحدي سیمه کې رامنځ ته شوای وای نو پاکستاني حکومت او پوځ به داځل هم دغه مسوولیت پر غاړه نه وای اخیستی او ان افغانستان به يې یوځل بیا د تروریستانو په پټنځای تورن کړي وای  چې ګنې تروریستان د پولې له بلې خوا را آوختی ؤل  خو اوس چې پېښه د پاکستان په زړه کې   شوې نو  پاکستاني واکداران نه یوازې د منکریدو لاره نه لري بلکې دغه پېښې د پاکستان د ټول پټو تړاونو څخه پرده پورته کړه.
په یوه داسې  مهمه سیمه کې د پټنځي شتون ددي مانا لري چې د پاکستان په دولت کې ډير لوړ پوړي چارواکي له دې پېښې سره تړاو لري او د پاکستان په حکومت ، پوځ او استخباراتو کې ځنې مهم کسان د اسامه له پټڼځایه خبر ول او د هغه ساتنه يې کوله.. کوم عملیات چې د اسامه پرخلاف ترسره شول په دې عملیاتو کې د پاکستان ددولت دګډون هيڅ نښې او نښانې نه تر سترګو کېږي.

پاکستاني پوځ  د ترور سره په مبارزه کې له هماغه پيله دوه ګونی رول لوبولی، له يوې خوا يې له تند لارو سره په  جګړه کې د ملګرتیا سر خورولی او له بلې خوايې له تند لارو سره جوړ جاړی کړی او هغوی ته يې پټنځایونه جوړ کړي.
پخوا هم   د مطبوعاتو له لارې  یو لړ داسې شواهد او راپورنه وړاندې شوي چې له القاعده سره يې د آی اس آي له پټو اړیکو پرده اوچتوي . مطبوعاتو په افغانستان او کشمیر کې د جګړې ددوام په اړوند داسې راپورونه خپاره کړي چې د ای  اس ای او القاعده ترمنځ د همغږۍ او ګډکار څخه پرده اوچتوي.
د امریکې استخباراتو د اسامه د یو ډاډمن پيغام وړونکي د څارنې له لارې د هغه پټنځای پيداکړ، د لومړي ځل دپاره په ګوانتانامو کې د هغه د پيغام رسونکي خبرې واورېدل شوې او د هغه د څارنې له لارې يې د اسامه کور پيداکړ. خو دا خبره لا نه ده روښانه شوې چې پيغام وړونکی څوک او د کور خاوند څوک دی.
ځنې سرچينې وايي چې دغه کور د کوم وزیرستاني  دی . خو نور راپورونه  دا امکان نه ردوي  چې دا کور د کوم اوسني یا پخواني جنرال دی . په پاکستان کې تقاعد شوي جنرالان د جنرالۍ نوم د ژوندانه تر پایه ساتي نو ځکه تر یو بریده واک هم لري او تل د پوځ یوه برخه ګڼل کېږي.
د اسامه د وژل کېدو په اړوند د امریکې اولسمشر په خپله لومړنۍ وینا کې وویل چې په دې عملیاتو کې دوی د پاکستان مرسته  له ځانه سره لرله خو داخبره څرګنده ده چې دغه عملیات بيخي پټ  ول او پاکستاني لوری ترې  هيڅ خبر نه ؤ. یو امریکايي سفیر نیویارک ټایمز وویل چې د پاکستان په ګډون هيڅ  هیواد له دغه عملیاتو خبر نه ؤ. خو ځنې پاکستانیان  په دې باور دي چې د پاکستان له مرستې پرته دغه عملیات ناممکن ول.
هغوی په دې باور دي چې دا خبره ډیره ساده  نه ده چې څلور څرخي آلوتکې د چارواکو له خبرتیا پرته او بې له کومې ستونزې د پاکستان خاورې ته ننوزي . داسې کار په یو داسې هیواد کې چې ځان خپلواک ګڼي امکان نه لري. نو ځکه  د ګډې همکارۍ دلیل وړاندې کوي. او وايي د امریکي دپاره په پاکستان کې دداسې عملیاتو ترسره کول د پاکستان له موافقې پرته ناممکن دي. دا کېدی شي چې د پاکستان په دولت کې به کوم لوړپوړي چارواکي ددې عملیاتو د ترسره کولو اجازه ورکړۍ وي خو دا ددې مانا هم نه ورکوي چې دې ددې عملیاتو له هدف څخه خبر ول، امریکايي پوځيان تل په پاکستان کې پوځي عمل‍یات ترسره کوي .
پردواړه هیوادونو به ددي پېښو اغېزه څه وي؟
لومړنۍ  اغېزه داده چې ددواړو هیوادونو ترمنځ  د باور مزي وشلېدل او   ددواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي کړکيچ په پټه او ښکاره روان دی.
په ظاهره او رسمي ډول دا د پاکستان او امریکي بریالي  ګډ عملیات ول خو د اوږدو کلونو تجربه ښيي چې ددواړو هیوادونو ترمنځ ژور اختلافونه شته دی او د دواړو ترمنځ د ريښتنولۍ زیاتې نښې نه ليدل کېږي په تېره بیا د القاعده او طالبانو په اړوند  ددوی ترمنځ  دوه رنګي په ډاګه ليدل کېږي.
خو ځنې نورې سرچينې وايي چې د پاکستاني او امريکايي استخباراتو ترمنځ هيڅ ډول همکاري موجوده نه وه.
ځنې نور رپوټونه ښيي چې پاکستاني استخباراتو د اسامه په پټ ساتلو کې زیاتې هلې ځلې کړي دي. خو اوس چې د اسامه  د اسلام آباد تر زنې لاندې پيداشو نو دا پوښتنه را پيداکېږي چې په افغانستان کې د امریکې او لویدیځ  لس کلنه جګړه سمه وه؟ اوس پکار دي چې جګړه د ترور اصلي مرکز ته واستول شي او د افغانستان د خلکو ربړ او کړاو ته د پای ټکی کېښودل شي.
خو دا حقیقت هم په سختۍ سره د پوهيدو وړ دی چې امریکایان د اسامه د موقعیته خبر نه ول او یا د د القاعده سره د پاکستاني واکمنانو له اړیکو خبر نه ول ، د ډیرو څېړونکو په اند اسامه  په تیرو شلو کلونو کې د سیاسي لوبو یوه وسیله وه ، اسامه پر افغانستان او عراق د امریکې او لویدیځ د بریده لاره پرانیستله، اسامه په امریکې کې د جمهوریت غوښتونکو دپاره په انتخاباتو کې  د بري لاره   آواره کړه،  اسامه په افغانستان او عراق کې سل ها زره بې ګناه خلکو د وژلو  او ددې هیوادونو د مادي او معنوي شتمنېو د بربادۍ لاره پرانیستله. اسامه په افغانستان کې  غلو او داړه مارانو ته واک ته د رسیدو  حالات چمتو کړل.
اوس هم د اسامه مړینه  د امریکې د راتلونکوانتخاباتو  دپاره مهمه موضوع ده او د خلکو افکارو ته په لوري ورکولو کې مهم رول لوبوي.
خو د اسامه مړینه  نورې پايلې هم لرلی شي ،کېدی شي داکار د طالبانو سره د سولې د خبرو دپاره لاره آواره کړي. داکار کېدی شي له افغانستان څخه د امریکې او نورو هیوادونو د وتلو لاره آواره کړي خو ددې خلاف دا کار هم ممکن دی چې امریکا د اوږد ې مودې دپاره په افغانستان کې پاتې شي. ځکه د تروریستي پاکستان د څارنې دپاره به هغوي خپل شتون په سیمه کې اړین وبولي.
د اسامه مړینه به د پاکستان کورنۍ حالت تر پخوا زیات ترینګړی کړي او آن د پاکستان د شړیدو سبب هم کېدی شي. له القاعده سره د پاکستاني واکمنانو مرسته او همکاري د پاکستان د پاره جدي عواقب له ځانه سره لري. که څه هم پاکستاني چارواکي په دې عملیاتو کې د خپل رول او همکارۍ یادونه کوي خو باید وویل شي  چې که اسامه د پاکستان په مرسته او لارښوونه هم وژل شوی وي داکار ددې مانا نه لري چې پاکستاني چارواکي ددې کار دپاره وستایل شي، ځکه پاکستان باید په خپله خاوره کې د هغه پټېدو ته اجازه  ورکړی نه وای او نور تروریستان چې همدا اوس په پاکستان کې پټ دي باید  له پټنځایونو راو باسي. په هرصورت راتلونکې پېښې به ډېرو پښتنو ته ځواب ورکړي.