عبدالرحمن فرقاني
له كومه مهاله چې په عربي هیوادونو کې دملي پاڅونونو بهیر پیل شوی دی ، او په ولسونه كْې د استبدادګرو نظامونو په خلاف همغږي پیدا شوې ده ، د افغانستان په سياسي کشاله باندې د نړیوالو مطبوعاتو په ډګر کې پرده اچول شوې وه . که څه هم چې د افغانستان سیاسي کشاله یوه نړیواله کشاله ده ،
څرنګه مو چې وړاندې یادونه وکړه ، چې رسنۍ او په عام ډول مطبوعات د هیوادونو د سیاسي دریځونو او د پیښو اړوند د غبرګونونو هنداره ده ، چې له تیرو دریو څلورو میاشتو دا رسنۍ او مطبوعات عموما د عربي هیوادنو د پاڅونونو په کشاله باندې بوخت وو ، او هغه کشالې او سیاسي کړکیچونه چې تر دې پاڅونونو وړاندې خورا مهم وو ، لکه د افغانستان او عراق کشالې ئې له پامه غورځولي وو . او له کومه ځایه چې د عربي هیوادونو پاڅونونه په داراماتیک ډول مخ په وړاندې روان دي ، او ښايي چې له وړاندې د دغو پاڅونونو د مخنیوی اړوند د لویدیځ په شیطاني استخبارتي دستګاه کې پلان شوې طرحه نه وه ، نو ځکه د لویدیځ دسیاست کور تر هر څه وړاندې په دې بوخت شو ، چې د دغو پاڅونونو ثمر هم پخپله ګټه څرنګه تمام کړي ، که ئې په زیان وي په یوه ډول نه يوه ډول ئې مخنیوی وکړي ، او که ئې پکې دګټې ځای لیدلی وي ، هغه تقویه او شونی کړي .
ښايي یو دا پورتنی علت وي ، چې د افغانستان کشاله په نړیوالو مطبوعاتو کې نه څیړل کیده ، او په مطبوعاتو کې د یوې سیاسي کشالې د نه څیړلو کیدو مطلب هم دا دی ، چې د سیاسي پریکړو په ډګر کې هم و نه څیړل شي ، خو د امریکا په سیاسي اداره کې د باراک اوباما وروستي بدلونونه ، چې د افغانستان د کشالې سره تړاو لري ، او په افغانستان او پاکستان کې دا وروستې تحولات په دې دلالت کوي ، چې د امریکا سیاسي اداره د افغانستان کشاله له پامه نه شي غورځولی ، او د افغانستان او پاکستان په سیمه کې د وروستو بدلونونو څخه داسې اټکل کیدای شي ، چې لویدیځ غواړي د نړیوالو مطبوعاتو او سیاسي ادارو توجه او پام د عربي هیوادونو د ملي پاڅونونو څخه بل لوری ته واړوي ، نو ځکه په دې سیمه کې دا دراماتیک بهیر ګړندی شو ، په افغانستان کې د "ستراتیژیک ټړون " خبرې هم کیدای شي آخري پړاو ته رسیدلې وي ، د مخالفینو سره د خبرو او مصالحې بهیر ته هم خاصه پاملرنه پیل شوې ده ، خلاصه د باراک اوباما سیاسي اداره په هر حالت کې غواړي چې د افغانستان په هکله کوم بنسټیز بدلون د خپلې ادارې په ګټه رامنځ ته کړي ، تر څو وکولای شي له یوه لوری د خپلې سیاسي ادارې راتلونکی څه نا څه تضمین کړي ، او له بل لوری د ملي پاڅونونو بهیر هم شنډ کړي ، چې حتما د استعماري شبکې له مصلحتونو سره سمون نه لري ، او د یوه داسې بدلون زیری له ځانه سره لري ، چې د استعمار لاسوهنې ته به د پای ټکی کیږدي .
په افغانستان کې د امریکا تر ټولو لویه لاسته راوړنه به همدا وي ، چې وتوانیږي په افغانسستان کې د دایمي اډې ( ستراتیژیک تړون ) موافقت نامه لاسلیک شي ، که موږ د امریکا د نظامي یرغلونو تاریخ په نړۍ کې وګورو ، نو په ګڼ شمیر هیوادونو کې دا نظامي یرغلونو د اقتصادي مصلحتونو لپاره چې عموما تر ځمکه لاندې په ذخایرو او شتمنیو باندې د تسلط له لارې تامینیدای شي په لاره اچول شوی دي او د پای لاسته راوړنه هم دا دایمي اډې دي ، چې په شتون کې ئې د دغو اقتصادي مصلحتونو څخه څارنه او د خپلې ګټې په اساس ورته ښې لارې چارې کتي شي . له کومه ځایه چې بشپړ نظامي اشغال ډیر مادي لګښت او ځاني مرګ ژوبله ایجابوي ،او له کومه ځایه چې افغانستان یوه مهمه ستراتیژیکه سیمه ده ، چې له یوه لوری لدې ځای څخه دټولې سیمې څارنه ډیره په ښه توګه ممکنه ده ، او له بل لوری افغانستان پخپله تر ځمکه لاندې ډیر ذخایر او شتمنۍ لري او له دې لحاظه یو غني هیواد دی نو امریکا او استعماري هیوادونه به ضرور هڅه وکړي ، چې لدغو ذخایرو څخه د خپل اقتصاد د پیاوړتیا په حساب کټه پورته کړي ، امریکاد تاریخ په اوږدو کې هڅه کړې ده چې خپل هرنظامي اشغال په پای کې په نظامي اډه باندې واړوي . او داسې ښکاري چې دابهیر اوس په افغانستان کې ګړندی شوي ، او دبشپړیدو په درشل کې دی .
عبدالرحمن فرقاني