عزيزالله(حقـپال)
اسامه بن لادن د القاعدې دسازمان مؤسیس او رهبر چي د شلمي پېړئ په اتمه
لسيزه کښی دامریکا د څارګري ادارې لخوا په افغانستان کښی د شوروي سرو لشکرو دمقابلې لپاره پیدا کړی ، تربېه کړی او رالیژلی ؤه د امریکا لخوا بنیادګرې ته
تشويق اوحمايت کېدل. اسامه بن لادن د امریکا لخوا دلوی مجاهد قهرمان په نوم تبلغ او مشهور شخصیت وګدزیده
�ه د پاکســـتان په عمق دپايتخت سره نږدی په يو شکلي شار چي پوځی شار هم ياديړي د پوځی اکاډومي تر څـنګ په یو ډير مجلـل کور کښي چی نږدې يو مېليون ډالر قيمت او ارزښت لري پیدا شو او ؤنه نيولشو مګر ووژل شؤدا ځکه چی
ـــ بن لادن ورک او پټ نه ؤه بلکی د بن لادن رولبازی ته، دبن لادن موجودیت او نوم ته ضرورت ؤه ، د لسو کالو په اوږدو کښی چی د امریکایی اتو زرو(۸۰۰۰) را استول شوي عسکرو شمير اتياوو(۸۰۰۰۰) ته ورســيدل د يوه بن لاډن په ځای په سلهاوو نور همداسي قوی ،پاخه، اعتباري، او سرپریکړي جاسوسان وروزل، نور نــو د اسامه بن لادن موجودیت او رول ته ضرورت نه وو او د بن لادن اضافه لا درکه پاته کیدلو لویه نړیواله رسوایی منځ ته راولاړه وله .
ــــ د امریکا په متحده ایالاتو کښي دراتلونکی جمهوري ریاست انتخاباتې مبارزو وخت رارسیدلي بارک اوباما بايد د خپلې لومړنئ دورې څخه د یو شې لاسته راوړنئ( دست اورد) سره په دی کمپاین کښی ګډون وکـړي، د امرکایانو لپاره د هغه ستر به بؤ (هایولا) بن لادن نیونه چی ټوله نړئ یی پوره لس کاله سرګردانه کړی وه ښه او په زړه پوري لاسته راوړنه ده .
ــــ د ناتو د غړيو هيوادنو د خلـکـو حوصله پوره او سر ته رسیدلې ده او نورنه غواړي چی له امریکا سره پدې نا معلومه او بې پايه جګړه کښی خپل اولادونه قرباني کړي او دهغو د عسکرو د وتلو وخت را نژدې شوي دی ،امریکا مجبوره ده چی په افغانســتان کی د خپـل موجودیت لپاره د جګړې شکل او تکتیکونه عوض کړی، نوی سـیاسـت نوي خوله او نوې رول لوبونکی غواړي .
اوس دامریکا محترم جمهور ریس اوباما ټه ســوال داده چی که چیري بن لادن رشـتیا د امریکا او امریکايانو دشمن ؤه نوتاسو خو دخپل هیواد او هیوادوالو دشمن او تروريست پسي له خپل هیواده په زرهاو کیلو متره وړاندي او د سمندرونو څخه ها خوا ولاړاست او دخپلو هیوادوالو دامنيت په خاطر مو لس کاله جګړه زموږ په هیواد وتپله خو خپلو هیوادوالو ته مو دبن لادن په وژلو اطمنان ورکړ ، مګر دتاسو او ناتو دقوتونو او عساکرو له را تګ سره سم زموږ په غریب ولس هغه دبن لادن چوچیان مسلط کړل چی هر یو دبن لادن په تناسب
دافغانستان په خلکو ظاليمتردي ،بن لادن يواځی تروريست ؤه مګر دا ستاسو په مټو راغلي او زموږ په ملت مسلط شوي د بن لادن بچوڼي هر يو( فهيم،ربانې،سياف،محقق،دوستم،خلیلي ،قانونی ، عبدالله عبدالله، اعطاالله نور،...) نتنها چي
تروريستان دی بلکي چپاولګران دي دخلکو په مالونه چور کړي دخلکو کورونه او ناموسونه یی چور کړي د خلکو په سرو کي میخونه ټکوهلي په داشو کی اور ته اچول شوی په ژو بڼ کی مرجان زمري ته ورغورځول شوي د ملت شتمنې چور کړي دخلکو ملکیتونه غصب کړی ستاسو او نورو غربیانو مالې مرستې پټوي او په لسهاوو نور داسي جنایتونه کړي او کوي
نو دخدای پخاطر او د هغه چا په خاطر چي تاسو ورباندی عقیده لری د افغانستان په ملت نور زړه وسوځوي همدا دبن لادن بچوني او دبن لادن دلاری او کردار پیروان زموږ دملت له سره او دولتې حاکميت څخه لري کړي او پدی توګه به زموږ ملت ته هم دصلحی او امنیت اطمینان وشي او ستاسو هغه دصلحی دنوبل جایزه به هم واقیت پيداکړي .کله چی تر (۲۰۱۴) میلادی کال پوری ستاسو قوتونه او دناتو قوتونه له افغانستانه ووځي دا جنګسالاران او دبن لادن چوچیان بــه په افغانستان کښی دکورنیو جکړو داور بلونکی اصلی لوبغاړي وي د افغانانوامنیت نه یواځی دطالبانو لخوا بلکی د همدغو جنګسالارانو له
خوا زیات تهد ید یږي نو که چیری همدغه جنګسالاران او دبن لادن چوچیان دبن لادن په لاره ونه لیږی دافغانستان د راتلونکو بد مرغیو او ملت وژنې مسـوولیت به ستاسو پر غاړه وي.
پای
په درناوي