لیکونکی: محمد سلطان شریفی
کندهار د افغانستان د تاریخ په اوږدو کي یو د هغو نامتو ولایتو څخه دی، چي هر وخت يې عجایوباتو په کورنۍ او بهرنۍ سطحه د خبرپاڼو د خبرونو سرلیک جوړ کړی دۍ. د هري ورځي او شپې پېښو يي د کتابونو پرپاڼو باندي داستانونه او تاریخونه لیکلی دي. لاکن د دې ولایت اوسنیو پېښو کورني خبریالان خولا څه چي اوس
په کندهار کي چارواکي چي ځانو ته يې د اولس د ساتونکو لقب ورکړی دۍ، خپل ځانونه د دغه ولایت همېشني ټېکداران بولي، شپه او ورځ په خبرپاڼو کي خپل ځانونه د خپلو شمو او ناوړه کړونو اتلان بولي، یوار بیا اولس ته ځانونه مختورۍ کړل. یوار بیا يې اولس څه چې کورنۍ او نړیوال مطبوعات هم پر خپل ځانو باندي وخندول.
اوس به نو بیا چارواکي د امنتي غونډو په جوړولو کي نوي طرحي جوړوي، نه پوهېږم چي بیا به چارواکي اولس ته په کوم مخ د امنیت ډاډ ورکوي، بیا به د ورجو او غوښو دیګونه پاخه سی، او چارواکي به د امنیتی غونډو په بهانه د خپل ساعتري لپاره بانډارونه جوړ کړي، ترڅو خلګو ته دا وښي چي ګڼي دولت امنیتی تدابیر نیسي.
خو افسوس دي وي پر دغسي ډارنو، درواغجنو، دوه مخو او په فساد ککړو چارواکو لکه همدا اوس چي په کندهار کي دسيمټی دیوالو شا ته ناست دي، او د کندهار اولس يې پخپلو وینو ولمبول.
سوال دا دۍ چي اوس نو د کندهار د ولایتی شورا ریس احمدولی کرزی او د ولایت مقام مشر توریالی ویسا شرم لري او که نه؟
دا ځکه چي اول ځل ندۍ، بلکي دا يې دریم ځل دۍ، چي طالبان د کندهار د مجس په ماتولو کښي بریالي کيږي او د دولت ناتواني يې د خپلو د افغانانو په وړاندي څه چي نړیوالو ته هم په ډاګه کړل.
په کورنۍ او نړیواله سطحه اصلآ د دولت دارۍ قانون داسی وي، چي کله به چارواکي پخپله دندو کي پاته راغله، نو هغه به د ولسمشر لخواد دندي ګوښه کړل سول، او پر ځای به يې نور قابله، مسلکي او په ژبه پوه کسانو ته چاري پلاس ورکړې. لاکن زموږ د ولسمشر تګلاره سرچپه پر مخ روانه ده. دا ځکه چي هر څومره چي یو چارواکۍ پخپله دنده کي پاته راځي، د بیګناه خلګو پر کورونو باندی بمونه غورځوي، ناحقه خلګ د طالبانو په دسیسه کي د شپې د کورونو باسی او اولس ځني په غوغا وي، په هم هغه اندازه هغه چارواکی د ولسمشر لخوا تقدیر سوی دی. او نور واک ورکړل سوي دی.
د کندهار د ولایتی شورا ریس احمدولي کرزي او د والی صاحب توریالی ویسا قابلیت د دې څو کلونو په اږدو کي خلګو ته ښه په ډاګه سو، دا ځکه چي په هفته کی څو واره امنیتی غونډي جوړوي، او د افغانستان خلګو ته يي دولایتی مطبوعاتي خبرپاڼي لخوا خپروي. لاکن د دې غونډو نتیجه یورار بیا خلګو د سر په سترګو ولیدل، چي د دوشنبې په شپه د درو بجو په شاوخوا کي څه ناڅه ۵۰۰ کسان چي اکثریت يې طالبان وه، د کندهار د مجس څخه په تېښته بریالي سول.
د طالبانو دې تېښتي خلګو ته ښه وښودل چي، د کندهار ولایت امنیتی غونډی یعني څه؟ د کندهار د ولایتي شورا مشر او د کندهار والي توریالي ویسا د امنیتی غونډو په بهانه بانډارونه جوړول، او دې بانډارو ته يې د امنیتی غونډو نوم ورکاوه چي غوښتل يې خلګ ښه وغولوي.
احمدولی کرزی چي د کندهار د ولایتی شورا مشرتوب کوي، همداراز د ولسمشر کرزی نا سکه ورور هم دی، د کندهار څخه د نوموړي ګوښه کول به د ولسمشر د فساد څخه ډکه راتلونکې ولسمشریز ټولټاکنو ته سخت زیان ورسوي.
که څه هم نوموړی په نړیواله کچه په اداري فساد، درغلیو، او قاچاقو باندی تورن شخص دی. او د کندهار د نورو قومونو سره يې د خپل تعصب له وجي ټوله تر پزي راوستلی، او بېزاره کړي دي. نوموړی د نورو قومونو سره په توازون ساتلو کي پاتي راغلي دی، او همداراز پدې ولایت کي د نورو قومونو تر منځ د جنجالونو لویه سرچینه ګرځېدلی دی.
لاکن دا چي نوموړی د ولسمشر ورور دی، نو له دې کبله په کندهار کي تر هر بل چارواکي د ښه امتیاز څخه برخمن شخص دی. ولسمشر کرزی په کندهار کی د ګل اغا شېرزی څخه نیولي، بیا تر روفی صاحب پوري ټول والیان د خپل ورور د شخصي عقدو لپاره ګوښه کړل. دا ځکه چی احمدولی کرزی د هغوي سره شخصی مشکلات درلودل. ولسمشر دلته ښه ثابته کړېده، چی د کندهار صلاحیت د پوسټ یا ښه لیاقت پر بنیاد ندۍ ولاړ، بلکي د دوستۍ او کورني روابتو پر بنسټ ولاړ دي. دلته د ملت د سوکاله ژوند مسله نوه مطرح، یا د ولایت لپاره کار نه کېده، بلکي خپل کورني مطرح وه. چي له کبله يې نن ورځ د کندهار ولایت پخپلو وینو
اوبه کړ، او دا ورستۍ پېښه چي د کندهار مجس د دریم ځل لپاره مات سو، او ټول بندیان يې په تېښته بریالي سول، نو ددې په ځواب کي د دولت لپاره د شرم ټکۍ ډېر کوچني دی.
د کندهار خلګ اوس نه پوهيږی، چي د کندهار د ولایتی شورا ریس احمدولی کرزی او توریالي ویسا به خلګو ته په کوم مخ بیا بیانونه ورکوي، او خلګو ته به د امنیت په راوستلو کي د زړه ډاډ ورکوي. ځکه اولس نغواړي د دوي څخه د امنیتي غونډو په اړه نور درواغ واوري، هغوۍ نغواړي د دې درواغجونو مخونه د ټلویزون پرمخ یوار بیا وویني.
دا چي همدا اوس تښتېدلی طالبان به د کندهار حکومت د څومره امنیتی ستونزو سره مخ کړۍ، نژدې راتلونکي به دا پوښتنه جواب کړي.
اوس یوه بله مهیمه پوښتنه داده چي، ایا دا ډرامه خوبه رشوت یا پیسو په بدل کي نوي جوړه سوې؟
ځکه تقریبآ دوي میاشتی مخکي د دامان ولسوالۍ د شورا مشر ساطان محمد خان په ولایت مقام د غونډي په عام محضر کي ږغ وکړ چي ((اسناد لرم چې د کندهار والي، ولايتي شورا او ملي امنيت د پيسو په بدل کې مجرمين خوشي کوي)) نموړی پخپل بیان کی د کندهار پر والي نیوکه وکړه چی ناحقه خلګ يي بېله کومو شواهېدو د وسلوالو طالبانو په تور دحجرو څخه بېولی دي، او تر اوسه بندیان دي. او هغه کسان چی واقعی مجرمین دي د چارواکو لخوا د پيسو په بدل کی خوشي کیږي.
اوس سوال دادۍ چي، ایا دغه کسان په ریشتیا تښتېدلي دي؟ او که همداسی د تېښتي قانوني لاره ورته جوړه سوې وه؟
ترڅو چارواکي خلګو ته دا وښيې چي ګڼي تېښته یوه پېښه وه، او حقیقی بڼه لري. دا پداسی حال کي چی په کندهار کي اکثریت پېښي حقیقی نه، بلکي ساختګي جوړیږي. ان دا چي دا ساختګی پېښي اکثره خورا خونړي وي، ترڅو ریښتوڼي بڼه خپله کړي، او عام اولس باور پرې وکړي. که څه هم په دا ډول پېښو کي عام ولس ته زیات زیانونه او مرګ ژوبله اوښتېده.
په کندهار کي د دوشنبې په شپه طالبانو د ۳۶۰ مترو په اږدوالي یو خورا اږد تونل د کندهار مجس ته ورسوری کړ، او د دولتی چارواکو د ینا له مخي دا تونل د پنځو میاشتو په اوږدو کښي کښل سوۍ ؤ. چي له کبله يې ۵۰۰ بندیان د کندهار د مجس څخه وتښتېدل. حال دا چي د تونل یوه خوله اووم نمبر کوټې ته وتلې وه، او بله خوله يې د جنايې زندان شلم نمبر کوټې ته وتلې وه.
سوال دا پيدا کیږي، چي ایا دا پنځه سوه بندیان ټوله په همدغه دوو خونو یا کوټو کي بندیان سوي وه؟
ایا پدې دوو خونو یا کوټو کي د دغه پنځو سوو کسانو کنجایش موجود وو؟
ایا پدا نورو خونو یا کوټو بندیان قلف نوه؟
ایا هغه کوټې ټوله په همدغه شپه خالي ولاړي وې؟
پداسي حال کي چي په مجس کي په سلهاؤ نوري کوټې موجودي وې او اکثره بندیان کوټه قلفه وي. نو دا نور بندیان د دې بندو کوټو څخه څنګه په ار امي سره قلفونه مات کړل چي چا يې ږغ هم وانه ورېده.
ایا د مجس پیرداران هم د احمدولي کرزي او توریالی ویسا پشان د مرګ په حوب بیده وه، هیڅ ږغ يې وانورېده؟
د کندهار والي ویلي، چي دغه تونل دڅو میاشتو په اوږدو کي کښل سوۍ دي. ایا د دغه کیندني ږغ د دې څو میاشتو په اوږدو کي چا وانورېده. دا پداسي حال کی چي د مجس د ځینو باوري سرچینو په وینا په تونل کي پنځلس عرادي لاسي ګاډۍ او زیاته اندازه بیلونه او کولنګونه تر لاسه سوي دي.
نو ایا د دې لاسی ګاډیو، بیلونو او د کولنګ د وهلو په ږغ هیڅ څوک اګاح نسول؟
پداسي حال کي چي دشپې ږغونه په ډیره اسانه اورېدل کیږي. بله دا چي اکثره په بندیانو کي یو نیم د دولت جاسوسان موجود وي، ایا هغوي ته هیڅ معلومات و نسو؟
دا ټوله هغه سوالونه دي چی اولس يې د کندهار د چارواکو په وړاندي شکمن کړی دی، او خلګو ته اوس داسی شک پيدا سوي دی، چي کېدایسی د کندهار د چارواکو او د دغه بندیانو ترمنځ د پيسو په بدل کي یو جوړجاړۍ سوي وي. او د کندهار چارواکي هم د دغه تونل په کښولو سره پېښي ته حقیقی بڼه ورکړې وي.
په ولسی جرګه کي د کندهار د خلګو استازي خالد پښتون او په کندهار کي یو تن سیاسي شنونکی نعمت الله نالان ویلي دي، چي د مجس په دغه زوروره طوطیه کي د کندهار د لوړ پوړو چارواکو لاس دی. د نوموړو په وینا چي مرکزي دولت او د کندهار اداره پدې برخه کي بې کفایته دي او د کار وړتیا نلري.
د دې لیکنی په پای کي د ولسمشر کرزي څخه مو هیله داده، چي مهرباني وکړه اول دي خپل ورور احمدولي کرزی د کندهار څخه لیري کړه، ځکه اوس نو ستاسو د ورور کارنامې خلګو ته ښې معلومي سولې. او بله دا چي نوموړي ددې چوکی لیاقت څه چي د لیدو وړتیا يې هم نلري. او وروسته توریالي ویسا لیری کړه، چي د ډاره د ولایت مقام د محوطې شا ته پټ ناست دی، او د کندهار عام خلګ په پخپلو وینو کښي ولمبول سول.
وسلام
محمد سلطان شریفی