ژباړه : عبدالرحمن فرقاني
دځینې عربې غورځنګونو په هکله , په ځانګړې توګه د بحرین او یمن د غورځنګونو په هکله , امريكايان او اوروپایان زړه نا زړه او وارخطا دي ، نه پوهیږي چې د دغو غورځنګو اړوندخپل پریکنده دریځ څرنګه ونیسي ، آیا د دغو غورځنګونو څخه په کلکه ملاتړ په دې هیله وکړي ،
پوښتنه روښانه ده ، خو دلویدیځ په سیاسي محافلو او د رسنيو په چاپیریال کې په القاعده باندې د عربي غورځنګونو د ښې او بدې اغیزه اړوند د موجود اختلاف له کبله ځواب دا رنګه روښانه نه دی .
ځینې لویدیځوال کارپوهان په دې اند دي ، چې په یمن کې د القاعدې ښکاره حضور او په لیبیا کې ئې غیر فعال شتون ، د دې وړ ګرځوي چې د نظام د سقوط په حال کې به لدغه سقوط څخه دګټې پورتکونکو په سر کې ځای ولري ، بلکې ځینې کارپوهان خو تر دې هم وړاندې ځيي او ډاریږي ، چې القاعده به په عمومي ډول له ټولو عربي غورځنګونو څخه لومړی ګټمن وي ، د بیلګې په توګه له دوی څخه د جورج تاون په پوهنتون کې د امنیتي زدکړو استاد مایکل سکوبر دی ، چې د واشنګټن پوست په ورځپاڼه کې دخپرې شوې مقالې سرلیک ، چې څو ورځې وړاندې ئې خپره کړې ده ، له ورته معنی څخه تعبیر کوي : ( القاعده په منځني ختیځ کې د عربي غورځنګونو لاسته راوړنې تر لاسه کوي ) .
سره لدې چې دا استنتاج عجیب ښکاري ، خو دا عجیبوالی هغه مهال لیري کیږي ، چې سبب ئې وپیژندل شي ، او هغه دا چې د القاعدې او معتدلو اسلامي حرکتونو ، لکه اخوان المسلمین په مصر کې او د اسلامي نهضت غورځنګ په تونس کې ، او د دغو دو حرکتونو په څیر د نورو معتدلو حرکتونو تر منځ توپیر و شي ، دی کله د القاعدې او هغه حرکتونو څخه خبرې کوي چې په فکري لحاظ د دغه دو حرکتونو سره ورتوالی لري ، او کله هم د القاعدې او هغې ته له ورته حرکتونو څخه خبرې کوي .
داسې ښکاري چې سکوبر او هغه کسان چې د ده طرز تفکر خپلوي ، له هغه واقعیت څخه سترګې پټوي ، کوم چې رسنیۍ ئې په لیبیا کې د ژورنالیزم د اصولو سره سم د بې طرفۍ پربنسټ په معقوله کچه نقلوي ، لکه د نیویارک ټایمز ورځپاڼه ، چې د القاعدې له خوا د عربي غورځنګونو د ثمر تر لاسه کول ردوي ، او په دې وروستیو کې ئې ډیره په زړه پورې څیړنه خپره کړې ده ،او دا خبره پکې راټوله شوې : چې کیدای شي د عربي غورځنګونو د بریا نه وروسته القاعدې ته په سیمه کې رول پاتې نه شي ، او ونه توانیږي ، چې قهرجن او نا امیده ځوانان جذب کړي او دوی په دې خبره قانع کړي ، چې د عربي نړۍ حاکمان د لویدیځ په لاس کې لونځکې دي ، او د اسلام او اسلامي مسایلو په ضد کار کوي .
د دغه راز وینا ترویج به هغه مهال ممکن نه وي ، کوم مهال چې ملتونه د خپل مصیر د ټاکلو لپاره ، او د هغې ديموکراسۍ د تحقق لپاره رولاړ شي ، چې اسامه بن لادن او همکاران ئې کفر او لادیني ګڼي . که د حسني مبارک نسکوریدل هغه زوړ او پخوانی هدف ؤ ، چې ایمن اظواهري ئې د تحقق هیله من او پکې ناکام شو ، خو بیا هغه مصریان پکې بریالي شول ، چې د دیموکراسۍ د اصولو سره سم ئې خپل حرکت پیل کړ ، کوم چې مسآلمت آمیزه خوزښت ئې د القاعدې د فکر اوسختدرځې کړنلارې سره ټوپیر درلود .
هغه کسان چې د القاعدې څخه ویره لري ، او خلک ورنه ډاروي ، په تیرو دو اونیو کې په یمن کې د القاعدې مخ پر وده بریدونه څخه پرته کوم بل مادي دلیل د خپل دریځ لپاره نه لري ، ځکه چې په لیبیا کې د القاعدې څخه ویره تر اوسه په ګمانونو او افتراضونو باندې ولاړه ده ، ځینې لدوی څخه وايي : داسې ښکاري ، چې واقعا په یمن کې القاعده ګټه پورته کوي ،په داسې حال کې چې حکومت په خپل مخ پر وده کړکیچ باندې بوخت دي ، القاعدې په امنیتي پوستو باندې خپلې حملې زیاتې کړې دي . خو سره لدې چې په دغو حملو کې کوم د پام وړ بدلون نه دی را منځ ته شوی ، پکار ده چې د اوسني کړکیچن وضعیت او هغه حالت تر منځ توپیر وشي چې د نظام په بدلون او یا هم د واک د لیږد او یا هم دکوم جوړجاړي په صورت کې به رامنځ ته شي . په یوه سخت کړکیچن حالت کې د القاعدې د حملو ډیرښت کومه د حیرانتیا خبره نه ده ، په داسې حال کې چې په تیرو دوه کالونو کې ئې په یمن کې دخپل شتون د پیاوړتیا اړوند بریا هم موندلې وي ، وروسته لدې چې په سعودي عربستان کې ئې ستونونه له منځه تللي وي .
په یمن کې ئې د داخلي کړکیچونو له کبله موکه پیدا کړه چې هلته ځالې ومومي او نورو خلک جذب کړي . خو د دغه داخلي کړکیچونه پورته کیدل به هلته د القاعدې د پاتې کیدو قدرت له منځه یوسي ، کوم مهال چې د ملتونو پاڅونونه او غورځنګونه بدلون او اصلاح ته لاره هواره کړي ، نو به د القاعدې لپاره سخته وي چې هلته پاتې شي ، او دا خبره په لیبیا او نورو هیوادونو باندې تطبیقیږي . او له دي کبله ډیره سخته ده چې د هغو اټکلونو ترمنځ چې د القاعدې د رول په هکله مبالغه کوي له یوه لوری ، او د اسراییلو د مصلحتونو تر منځ چې دا غورځنګونه ئې زیانمنوي له بل لوری تړاو پیدا شي ، او له کوم مهاله چې پاڅون د تونس نه مصر ته لیږدول شوی دی ، له هغه مهاله د اسراییلو مشران او واکداران خپله اندښنه اظهاروي .
آن تر دې چې د سوریې په هکله چې پکې د " ممانعت " سیاست هم پلی دی ،(کوم چې د اسراییلو سره د مواجهې نه ډډه کوي ) د هارتس ورځپانې د دغه نظام په ضد د نیوکو اړوندد اسراییلي موسسې اندیښني په ډاګه کړې دي . په تیرو دو لسیزو کې د اسراییلو امنیتي استراتیژي په دې ولاړه وه ، چې ګواکې د ا موجود عربي نظامونه او په تیره بیا ګاونډي نظامونه د دوی لپاره تر بدیلو نظامونو ډیر ښه دي ، چې هرو مرو به اسلامي نظامونه وي .
اوس مهال د اسراییلو طرفداران او سیاسي ملاتړي په کلکه دا هڅه کوي ، چې د القاعدې اوپه عمومي ډول د اسلامي حرکتونو د خطر د ترویج لپاره کار وکړي ، تر څو وکولای شي د ځینو عربي غورځنګونو په هکله د لویدیځ ملاتړ را ټیټ کړي . خو د دغه خطر د احتمالي ګواښونو اټکل باید د سختدریځۍ او ترهګرۍ د نظریې د اصولو په یوه اصل باندې ولاړه وي ، هغه دا چې هر کله خلک د ظلمونو او ستمونو څخه د تعبیر لپاره مسالمت آمیزه چنلونه پیدا کړي ، د سختدریځۍ او ترهګرۍ لوری ته ئې رجحان کمیږي .
نو لدې کبله راجح اټکل دا دی : په کومه کچه چې عربي غورځنګونه د ځینو نظامونو د بدلون او د ځینو د اصلاح نه وروسته د ډیموکراسۍ دخپریدو لامل ګرځي ، په هماغه کچه به القاعده دې ته مجبوریږي ، چې خپله ترهګري بار کړي، او سیمه پریږدي .
په اسلام الیوم کې د د/ وحید عبدالمجید لیکنه .
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني