[Situation in Afghanistan, Problems & Possible Solutions]
مونږ په کلکه په دې باور یو چې هرسیاسي تحلیل، د کړکیچونو شمیرل او د حل لیارې لټول د تحلیل او مطروحه مسایلو د ریښتینو مفرداتو نه په عیني ډول د استفادې او لیدنې نه پرته ممکن او سم کار نه دی.
د کړکیچو نو نه د وتلو او حل نسخې باید د واقعیتونو پر بنا او د ريښتینو امکاناتو پر اصولو ولاړې وي. داسې د حل لارې چې ټولو خواو، منطق او سلیم انساني عقل ته د منلو وړ وي.
مونږ په دې باور یو چې عمده اصول او لارې تر زیاته حده روښانه دي. هو زمونږ هدف علمي او عملی نسخی د سلیم انسانی عقل او پوهی پر بنیاد روښانه دی.
که څوک په افغانستان کې پایداره، عادله، او شامله سوله، استقرار او دهغه په نتیجه او پایله کې په افغانستان او سیمې کې سوکالۍ، پیشرفت، آرامي او ترقي غواړي نو پکار ده چې د هیواد په سیاسی ستیج کې د خلکو ریښتني استازي حضور لرلو ته ریښتینې زمینې برابرې کړای شي او د خلکو د حاکمیت پر اصولو د سیاسي نظام جوړولو اساسی پایی کیښودل شي او دې پروسې ته صادقانه کار وشي.
مونږ هغه وخت کولای شو پایدارې سولې ته ورسیږو چې په مشترک کور کې د مشترک ژوند پرقواعدو داسې چې ملت اصلی تصمیم نیوونکی شي، کار وکړو.
مونږ هغه وخت پایدارې سولې اواستقرار ته رسیدلای شو چې د خپلو نسخو او د هغو دتطبیق مشروعیت دملت د موافقې په صورت کې د آزادو او شفافو ټاکنو په نتیجه کې د ښو قوانینو او نړیوالو تر څارنې لاندې مشروع او دعملي کولو وړ وګڼو.
مونږهغه وخت پایدارې سولې اواستقرار ته رسیدلای شو چې په دې خبره ایمان ولرو چې د ټولنی د مطرحو مسایلوپه هکله زمونږ د نسخو نه پرته د حل بلې لارې او نسخې وجود لرلای شي او لري.
مونږ هغه وخت پایدارې سولې اواستقرار ته رسیدلای شو چې په لنډ مهاله نظامي برتریو او لاس ته راوړنو مغرور نه شو بلکی د دې برتریو او لاس ته راوړنو څخه په سیاسي برخو کې په کافي اندازه ګټه او کار واخلو.
مونږ هغه وخت پایدارې سولې اواستقرار ته رسیدلای شو چې ملي مشروع زعامت منځ ته راولو او دا زعامت دافغانستان د مصالحو او منافعو داولویت پر اصولو د کار کولو توان او استعداد ولري او عمل وکړي. افغانستان نړۍ ته دخطر ځای هم نه وي. افغانستان د خپل موقعیت په اساس د نړۍ د تمدوندونو او اقتصادي همکاریو د عطف نقطه او مرکز وګرځوي. افغانستان د نړۍ د مختلفو تمدونونو د همکارۍ مرکز شي نه د تقابل او تشدد.
مونږ هغه وخت پایدارې سولې اواستقرار ته رسیدلای چې د ظلم او بې عدالتي سره کلکه مبارزه، ښه قوانین تصویب او د دې قوانینو د تطبیق لپاره عملا او صادقانه کار وکړو او د قومي او قبیلوي تصفیو او بی عدالیتو مخه ونیسو، متخلفین او د قانون ماتوونکی د قانون قوي او بې رحمه منګولو ته وسپارو.
مونږ هغه وخت پایدارې سولې او استقرار ته رسیدلای شو چې عفوه او ګذشت ولرو، د تیرو تجاربو نه درس واخلو، تیر هیر نه کړو اما انتقام او غچ اخیستنه خپلې اصلي برنامې او تګلارې ونه ګرځوو. پکار ده چې د عفوې او ګذشت پالیسي خپله کړو. مونږ ته په کار ده چې د دښمن لټولو په ځای ځان جمع او جوړ او ځانته قوت ورکړو. دا ددې په مانا نه ده چې منفی نقاط او دښمن نه هم بی خبره شو او داسی ووایو چې هرڅه خیر او خیریت دی. مونږ ته په کار ده اوس او آینده زمونږ د کار مرکزی نقطه و ګرځوو. په دې برخه کې لازم او معقول اعتدال ته اړتیا شته.
په یقیني ډول ویلی شو چې اوس اوس زمونږ هیواد افغانستان او افغانی ټولنه د خپل سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعې په داسې پړاو کې قرار لري چې دتیرو لسو کلو په پرتله توفیر لري.
په دې موده که څه هم ډیر مسایل په شکلی او فورمال او یا هم په نامکمل و یا هم غلط ډول او مفهوم او کړنې ترسره شوي او دا کارونه د ډیرو مصارفو او ډیرو قربانیو په کیدو او لږو نتایجو په تر لاسه کیدو شوي دي اما ددې تیرې شوې پروسې دا لـږو لاسته راوړنو او بعضې شوو کارونه سره چې لاندې ورځنی یادونه کیږي په مبداء او بنسټ کې مخالفت نه شته. بعضې دا اجراأت په اساس کې تأئیدوو او دهغوی د تحقق، پایدارې اوریښتنې بڼې باندې ټینګار کوو.
د دولت ایجاد او دری ګونو دولتی قواو شکلی منځ ته راتلل تأیید او ضروري کار ګڼو. دتأکید وړ ګڼو ددې درې ګونو قواو چې د مثلث په شکل او ددوی تر منځ مطلوب توازن چې د استقرار او عدالت ممد شي حتی په اوسني اساسي قانون کې نه دی مراعات شوی. دا چې ریاستي نظام به د وخت غوښتـنه وه او که نه، خو په دې باور یو چې په افغانستان کې د صدارتي نظام په جوړیدو او عملی جوانبو باندی دبحث او عملی کیدو وخت راغلی. د افغانستان اساسي قانون او بعضې نورو قوانینو تصویب که څه هم نیمګړي دي، د پولیسو، اردو او امنیتي اداروجوړښت، د ستری محکمې او څارنوالۍ او نورو عدلي او قضایي ادارو جوړښت چې په نوییمو کلو کې عملا له منځه تللې وې، د مطبوعاتو نسبی آزادي، د قانون دتطبیق وعدې او خبرې او د اداري فساد د جرړو دویستلو ابتدائي هڅې او هلې ځلې هغه مسایل او مطالب دي چې د مبدې او اصولو له لحاظ د یادولو وړ او د مبدی په شکل مشترک اهداف دي چې باید د پیل په توګه ومنل شي.
به اقتصادي برخو کې د بعضې روبنایي او انفرسترکټر او بعضې پروژو باندې د کارونو پیل او په بعضې برخو لکه ترانسپورتي، ارتباطي، مخابراتي، خدماتي سکتور او برخه باندی په خاص ډول په خصوصي سکتور کې پراخ انکشاف.
په وطن کې په مختلفو سطحو د انتخابات او ټاکنو اجراء کیدل که څه هم په ډیرو مواردو کې تقلبي، غیر شفاف او شکلي وه الترناتیف او قایمقام نه لري.
په دې موده کې د وګړو سرشمیرنه او احصائیه ګیری ونه شوی اواتباعو ته دهویت کارتونه یعنی تذکری چې په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخه کې ډیر مهم رول لری تهیه او توذیع نه شوی.
په تأسف سره د آزاد بازار د اقتصاد هغه بڼه چې زمونږ هیواد ته په دی وروستی لسیزه کې را ورسیده د آزاد بازار د اقتصاد هغه بڼه وه او ده چې هغه د قانون د حاکمیت نه پرته، د مافیايی او انحصاري اقتصادي روابط پر اصولو ولاړ او عمل پری کیده چې په هغه کې هرڅه د عرضه او تقاضا د قانون په اساس تعینیدل او د آزاد رقابت ظرفیتونه یا وجود نه لرل او یا هم ډیر محدود وه.
داحالت دمنلو وړ نه دی او په دې حالت کې ډیر ځلي د آزاد بازار څخه ناوړه ګټې پورته شوي. افغانستان دقانون دحاکمیت لاندې د معقولو ملي ګټو د ساتلو سره سم ، مختلط اقتصاد ته چې ریښتنی آزاد بازار ته د رسیدو وسیله شی، ضرورت او اړتیا لرله اولري.
د افغانستان او پاکستان له لیارې د ترکمنستان د ګاز د لولی د تیریدلو قرارداد، هند ته او د افغانستان د بعضې معادنو او پروژو سروې، قراردادونه او داسی نور هغه تاریخي مثبت ګامونه او کارونه دي، چې ورځینې یادول په کار دي.
په ډیرو موارد کې د افغانستان اوسني دولت په موقع لازم قانوني بسترونه منځ ته رانوستل او ایجاد نه کړل، د ټکس اومالیو دفاتر فعاله نه شول، دکنترول میکانیزم یا خو ایجاد نه شول او یا خو له سره فعال نه کړای شول. تمام شواهد داسې ښکاره کوي چې حد اقل د افغانستان دولتی او د حاکمیت مهمو کړیو او مراجعو ته په ډیر ښه حالت کې ډیر غټ حق السکوتونه ورکړل شوي دي.
کله کله د افغانستان زمامداران د کڼو او وړاندو بمباریو مخه نیونی، تړلو، ویشتلو او کور ورانونې او بی عزتی ، په غندلو سره ځان ته برائت ورکول غواړي.
مونږ په دې باور یو چې دا غندل کفایت نه کوي. دا تراژیدي ډیر ځلې حتی نه د اساس او مبدې په ډول مردوده او وغندل شوه بلکې دا جنایات ددې لپاره وغندل شوه چې ګواکې دا مرګ او ژوبلې او بې قانونۍ ددوی د حکومتونو د بدنامۍ او تنفر سبب ګرځي. په دې توګه په دې موده کې افغاني دولت د خپلو اتباعو نه دفاع و نشوه کړای. ادارې او حاکمیت په دې مواردو کې لازم با کفایته، تدابیر ونشوه نیولای او عملي قانوني او سیاسي مؤثر تدابیر یې ونه نیول. د ځان او څوکۍ ساتلو ته د وظیفې او رسالت د اجراء پر ځای عملا برتریت ورکړ شو. غندنه د عامو او غیر حاکمو خلکو کار کیدای شي اما د حاکمیت نه د عملي حمایی او ساتنې توقع کیږي.
د حاکمیت مشروعیت په ډیرو موارد کې تر مبدی سوال لاندې دي او راغلي.
په یقیني ډول ویلی شم چې په تیرو لسو کلو کې د ښو اقتصادي، سیاسي او نظامي امکاناتو نه د وطن د آبادي او سوکالی او د مستقری سولې د برقرارولو لپاره په ښه، متـناسبه او لازمه توګه د خلکو او سولۍ په ګټه کار وانه اخیستل شوه. ډیر ښه او استثنائی فرصتونه له لاسه ولاړل.
هغه تدابیر او اجراأت و نه نیول شول چې د هغه په پایله کې افغان ملت، دولتي اداراه او جوړ شوي پُـــل او سړک، ښوونځی او روغتون خپل وګڼي او دهغه خرابول د خپل کور او ملکیت خرابي وګڼی.
په تأسف سره په اقتصادي برخه کې د بهرنیو او نړیوالې ټولنې د مرستو او قرضونو د مصرفیدو او داسې ستونـزو، نیمګړتیاو او ناکامیو پــړه د افغانستان اوسني حکومت او اداره ډیر ځلی په بهرنیو متحدنیو اچوي اوپه دی ډول هڅه کوی چې ځان ته برائت ورکړي. دا ادعا په قطعي ډول د منلو وړنه ده. داسې افاده کول چې ګواکی دولت د همغو مرستو اویا قرضونو حساب ورکوي چې یې په مستقیمه توګه ترلاسه کړي او نورې مرستې او قرضونه ګویا بهرنیانو خپله مصرفې کړي او دافغانستان اوسنۍ اداره او حکومت یې ځواب ګو نه دی، دقیقه او مناسب خلاصون او د مسؤولیت نه ځان کاږل منطق او قوت نه لري او دقبول وړ نه ده. په دې برخه کې افغاني کنترول میکانیزمونه او لازم قانوني بسترونه او هم غږي او دقاعدې او اصولو روښانول چې ډیر ځلي د افغاني لورې کاروه او دی، فعال نه کړای شول.
ددې ټولو په نتیجه کې د وطن د آبادي په ځای د معینو زورمندانو، اشخاصو او افرادو او د هغوی د بهرنیو قراردادیانو جیبونه او بانکونه ډک او دوطن حالت د مصارفو، وخت او امکاناتو په تناسب اصلا ښه نه شو او دا امکانات تر ډیره حده په هدر ولاړل.
انساني تراژیدي، مرګ او ژوبله، کاڼه اوړانده نظامی عملیات او بمبارۍ ، د اسلام ضد انتخاری عملیات چې د هغه په پایله کې بی ګناه انسانان شهیدان او متضرر شول د موضوع هغه نور اړخونه دي چې دنیوی او آخروي مواخذه لري. ددې وضعې، تراژیدۍ غمناک داستانونه دبشریت په تاریخ کې دبشریت په نامه د ننګ او شرم تور داغونه شمیرل کیږي.
د بُـن بَست، بی نیتجه والی، روښانه کامیابی ته د نه رسیدو، د شک او د تردید، د ماموریت د ناکامیدو بحث او سوال مطرح دی. هغه ماموریت چې ډیر ځلی ورځنی مختلفی خواوی مختلف تعبیرونه او تفسیرونه لری.
ددی وضعی نږدی او لیری عاملین په داخلی کې څو چالاکه، فریب کار، او فرصت طلبه بی کفایته عناصر چې لیا تر اوسه هم د قوې، پوځی او نظامی له لیارې دافغانستان او سیمې د حل پر موضوع او لیار باندی ټنیګار کوي او سیاسي حل ته په ټیټګ سترګه ګوري او یا هم د سیاسي حل ځنې په قول او عمل کې له سره انکار کوي.
دوی لا تراوسه د دې زوړ تاریخي منطق او قوي افغاني جملی په مانا او مفهوم، صحت او ارزښت نه دي پوه شوي چې ”په زور کلي نه کیږي.“.
دوی لا د افغاني تاریخ نه عبرت نه دی اخیستی چې دلته قدرتونه په ګونډو شوي.
دوی لا په دې نه پوهیږي چې دا وطن ته به راتګ لږ څه آسانه وي او د خلکو نه به په راتګ کې چا پوښتنه نه وي کړي، خو په تګ کې یی دې ملت اساسي رول لره او لري به يی.
د افغانستان تاریخ د شاه شجاع ګانو تاریخ نه بلکی د قهرمان ملت تاریخ دې چې د شاه شجاع په سرنوشت یې تصمیم نیولی او عملي اقدام یې کړی.
مونږ غواړو د ملت، د حق او عدالت ته او دخیر اهدافو ته د رسیدو په لیار کې د سولې، ښه تفاهم، تعقل او تدبر، منطق ، هوښیارۍ او درایت لازمه لار غوره شي او پدې توګه د افغانانو او نړیوالې ټولنې د نورې تباهۍ او بربادۍ مخه ونیول شي.
په ډیر تأسف او تأثر باید ووایم چې په تیرو کلو او خاص ډول تیرو لسو کلو کې د افغانستان په دولت کې موجود، د دولت مؤیدین اودهغوی بهرني متحدین او مرستندویان او د افغانستان ددولت نه بهر د مسلحو مخالفینو او دهغوی د متحدینو او مرستندویان او متفکرو رهبري کوونکو
کړیو او حلقاتو کې د هغوی اهداف او مقاصد چې باید د ظاهري منطق پر بنیاد سره مشخص او هدفي صفونه او ستراتيژي مشترک وای اما په عمل کې داسې نه وه. دوی د متحدو جبهو د لرلو سره سره مختلف اهداف، مختلف اومتفاوت ستراتیژی تعقیبولی او تعقیبوی. مثلا د هغو اهدافو لپاره چې د افغانستان مجاهدینو په پاکستان کې کار کاوه د هغوی متحد یعنی د پاکستان حکومت کار نه کاوه. پاکستان خپل اهداف او مجاهدینو خپل اهداف تعقیبول. همدا حالات په نورو جوانبو کې هم وجود لره او داحالت ادامه لري. دا حالات تر خپله حده ددې موجب شول چې نتایج هم مطلوب نه او ډیر ځلي متفاوت وي.
ټول شواهد داسې ښکاره کوي او شته ډیر داسې موارد چې د افغانستان په قضیه کې مطرح حلقات حتی د افغانستان د خدمت ګارانو د متحدینو اهداف، کړنلاری او ستراتیژي د افغانستان د خلکو د اهدافو، منافعو او مقاصدو سره له سره برابرې نه دي او حتی په بعضې مواردو کې دافغانستان د خلکو د اهدافو، مقاصدو او منافعو سره په تضاد کې هم دي.
زمونږ د همسایه هیوادو حکماء لکه ایران او پاکستان او دهغوی اصلي پالیسي جوړونکي او متفکر مغزونه او د هغوی د منطقې لوبغاړي متحدین او مخالفین لکه هند، ترکیه، منطقوي سکتاریستان او قومي متعصبین ، دمرکزي آسیا بعضې حکماء، د بعضې عربي هیوادو، چین او... په سیمه او افغانستان کې د دې وضعې نه په ډیره موفـقانه توګه خپلې ګټې پورته کوي او ددې ګډوډۍ او بې کفایته، ضعیفه زمامدارانو او په افغانستان کې ددې وضعې نه په خپل تعبیر تر یو حده خوشحاله هم دي.
ایران په افغانستان او عراق منطقه او سیمه کې د نړیوالی ټولنی او د هغه په سر کې د امریکې ستړي کیدل غواړي. اوسنی ایراني حاکمیت په خپل تصور تعریف شوي او په ډیرو مواردو کې تحریف شوی آریائي فرهنګ، کلچر او خپل مذهبي ارزښتونو په افغانستان کې په بریاوو او موفقانه توګه پلي کوي.
پاکستان د پردي په ځمکه آباد شوي هیواد به پرې نه ږدی د ډیورند د مصنوعي او استعمار میراثي کرښې چې د معمول خلاف ورځینې ۱۱۷ کاله تیریږي څوک ریښتنی آواز پورته کړي.
د پاکستان اصلي پالیسي سازانو په اوسني پاکستان کې په بري او موفقیت سره په تیرو دیرشو کلو او په عمده ډول په امریکې کې د ۲۰۰۱ کال د سپتامیر د یوولسمی نیټې د تروریستي عملیاتو نه وروسته د تروریزم او اکستریمیزم سره د مبارزې ترنامه لاندې هر هغه آواز او غـږ چې د پښتنو او بلوڅو د برحقه مطالبې او د ډیورند د تقلبي کرښې او خط نه د انکار او له منځه وړنې په لیکه کې قرار لرل او یا یی آواز پورته کاوه په پوره بی رحمۍ ترور او له منځه ویوړل او کار لیا په دې برخه کې په بري جریان لري. دوی وکولای شول په افغانستان کې داسې ځواکونه تـقـویه او وروزي چې د قومي او تبعیضې تأثیراتو او تعصب پر اساس دډیورند د نامشروعه کرښې د رسمي کیدو هڅې کوي او حتی لیا په سپین سترګۍ داسې عملي اقدامات کوي چې ” زه پور غواړم او هغه نور“.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې د سیمې سوله د ډیورنډ لاین غیر مشروع اعلاونولو په بنسټ کیدای شي. بله هـره لیار به نه یواځی چې دوامداره سوله به را منځ ته نه کړي بلکې د جګړې او بې ثباتی عامل او ادامه به وي.
دابې ځایه خام خیال دی چې د پاکستان پالیسي جوړونکي يې د خپلو مؤظفینو او اجنټانو په خوله کې ورکوي چې د ډیورنـډلاین په رسمیت وپیژنۍ او مونږ خپل دومخي سیاسیت ته خاتمه ورکوو. مونږ په کلکه په دې باوریو چې ددې موضوع غیر عادلانه حل اوپه دې ډول د افغانستان تجزیه به جګړې او ورور وژنې ته لیا لمن ووهې او نړۍ واله تراژیدي به لیا دوام وکړي.
پاکستان په افغانستان کې کافي کدري او عملي امکانات لري او دافغانستان په اوسني سیاسي قدرت کې ډیر مطرح شخصیتونو او څیرې او د هغوي دولتي قوت، زور او عملي امکانات د پاکستان د اصلي پالیسي سازانو به اختیار کې دي. د پاکستان اصلي پالیسي جوړونکې پوهیږي چې ددوی سره څه برخورد او معامله وکړي او څنګه ددوی په وجود کې خپل اهداف ترسره کړي.
داسې سیاسیتونونو ته لمن وهل کیږي او داسې قومې متعصبه ډلې ټپلې او اشخاص په افغانستان کې په قدرت رسولو ته هڅوي او د هغوی په قدرت رسولو باندې کار وکوي چې بیا په سیمه کې پښتنو او بلوڅو ته استدلال وکړي چې هلته د ډیورنډ نه هغه خوا اوسني افغانستان کې د قومونو او د هغه په جمله کې د پښتنو حق خوړل کیږي، رټل کیږي او بې عزتي ورسره کیږی نو بیا تاسې هلته هم پیمالیږې او بې عزتي دراوړي. هو همدا سیاسیت پاکستاني چارواکو په عمل کې په بري پر مخ بیولی او په بري پری کار کوي.
دپاکستاني اصلي پالیسي جوړونکو په ډیرو مواردو کې د تـل لپاره د افغانستان په هکله د رسمي سیاست په څنګ کې خپل متوازي غیر رسمی سیاست چې يواځې او يواځې د پاکستان پرګټو تکیه لري، کار کړی او لیاتراوسه په بري سره کارکوي.
ټول شواهد ښکاره کوي چې د پاکستاني اصلي پالیسي جوړونکي افغانستان ته په ټیټه سترګه ګوري او افغانستان کې حتی د خپل کدري سیاست رسمي کول او ګواکی حق غواړي.
پاکستاني خرابکاره دومخه سیاسیتونه، د پردو ناجایزه مداخلې، د پردو د مصالحو او منافع ساتونکي او په افغانستان کې بې کفایته او غیر مشروع او ضعیف حاکمیتونه او یو سلسله نور عوامل ددې موجب شول چې تقریبا دوه لسیزی مخکې یعنې په نویـیـمو کلو کې د افغانستان اردو منحله شي. او بیا وروسته د پردو مداخلې په تیرو لسو وروستیو کلو کې پـریــنــښودل چې په افغانستان کې قوي او په ځان متکی حاکمیت منځ ته راشي. حتی داچې د پاکستان اوسنی جمهور رئیس ښاغلی آصف علي زرداري څو میاشتې دمخه امریکی ته په خپل سفر کې ښاغلي باراک اوباما ته وړاندیزکو ی چې ګواکې د افغانستان امنیتی قواوی، اردو جوړول ندي په کار او سفارښت کوي چې د ۲۰۱۴ کال نه وروسته دې د عربي او اسلامي هیوادو امنیتي قواوی افغانستان ته راوستل شي. که چیرې داسې امکانات او مفیدیت وجود لري نوبیا ولې ۲۰۱۴ کال او بیاولې نه همدا اوس؟ خوخبره داده چې دوی د افغانستان په خپلو پـښو دریدلی نه غواړی او نه پریږدي. په ظاهره داسې استدلال کیږي چې د افغانستان اوسنۍ اردو ملي نه ده او د افغانستان د ملي ترکیب مظهراو انعکاس په کې نه دی مراعت شوی. داسی احتمال هم شته چې تأکید شوی وي چې دافغانستان اردو واپس د هغوکدرو او افراد نه جوړه شوی چې پخوانی شوروی اتحاد کې يې زده کړی کړې وې او هغه اردو پاکستانی حلقاتو منحله کړه او دادی بیرته د همغو کدرو په ترکیب اوسنۍ افغاطني اردو جوړیږي. دا او داسې نور دپاکستان هغه دښمنانه هڅی دي چې د خپل سیاسی تجارت اوپه افغانستان کې د ضعیفو ادارو د ساتلو او د افغانستان د حکومت د مخالفینو د پرچون فروشی د پالیسي په ادامه په کلکه تعقیبوي او خپل ځان دهمیش لپاره نړیوالی ټولنی ته مطرح ساتي اود افغانستان د خلکو په وینو، مرګ او ژوبله خپل تجارت کوي.
تمام شواهد ښکاره کوي چې د پاکستان اصلی پالیسي جوړونکي د ډیورند د کړغیړنی کرښې همدا اوس په خپله ګټه نهایي کول غواړي. داسې شواهد شته اومختلفې دسیسی روانی دي چې دا خط دافغانستان دپاره په همدی نامناسب وخت کې داسې مطرح او نهائی کول غواړي چې د تاریخي، او حقوقي واقعیتو پر خلاف او د پاکستان په ګټه د افغانستان د تجزيی معامله صورت وموي. ګویا داسې اټکل کیږي چې ددغه خاینانه پلان د عملی کیدو په صورت کې به پاکستان په خپل لاس د افغانستان د اوسني حاکمیت ضد مسلح ځواکونه افغاني جانب ته تسلیموي اویا له منځه وړي او د افغانستان جانب نه به په افغانستان کې حتی د داخلي معینو متعصبو قوم پرستو، سکتارستانو او حتی د افغانستان د اوسنی پارلمان ته دتقلبی ټاکنو په نتیجه کې راوستل شوو حلقاتو په موافقې به د ډیورند د کرغیړنې کرښې د نهائي کیدو معامله او خیانت کولو پلان عملي کیدلو باندې به توافق صورت نیسي. په دې برخه کې به دافغانستان په ادارې باندې د مؤثرو بهرنیو سیاستوالو اوحاکمانو فشار راشي چې دې تاریخي خاینې معاملې ته افغاني لوری حاضر او مجبور کړي.
افغانان په دې باور دي چې” په ډانګ اوبه نه بیلیږی“. د ډیورند کرښه تقلبي کرښه ده. دا کرښه زمونږ د کور په منځ کې د استعمار په زور رسم شوی کرښه ده. په هغه وخت کې به يې د وخت استعمار لپاره کوم استدلال او ضرورت وجود لره خو اوس اوس داسی غیر مشروع کرښې ته کوم ضرورت نه دې پکار او د هغه له منځه وړل یو ضرورت هم دې. ددې کرښې په هکله بحث او حتی ریفراندوم او داسی نورو خبرې ګنجایش نلري. په تاریخي، ملي او قومي لحاظه د آباسین نه د اټکه تر پله پورې په واقعیت کې د افغانستان جـــزء او یو هیواد وه او دی. په دې برخه کې دهرډول مجبوریتونو او معاملو په اساس او بیا د غیر مشروع منابعو او مراجعو خیانتي معاملې به د منلو وړ نه وي او نه دي. حتی دافغانستان داپارلمان او دولت دداسې معاملې صلاحیت هم نه لري.
که مونږ د نامناسبو شرایطو له کبله غلي پاتې شو نو نور د ښو مقاصدو اویا هم د ناولو مقاصدو په لرلو غلي نه پاتې کیږي. افغانانو ته په کار ده چې حتی د هر چا له خوا فعال شوو پروژو په صورت کې هم په فعال سیاست دداسې دسایسو مخه ونیسي او اجازه ورنکړي چې ددوی شوم پلانونه د حق او د تاریخی واقعیتونو په خلاف زمونږ د وطن پر ضد عملي شي. له بلې خوا دا هم د تعمق او دقت خبره ده چې دا مناسب وخت به کله راځی او ځومره باید انتظار وویستل شي؟ پدې برخه کې به درسته لیاره دا وی چې په موقع کاږه حرکات اوپه عمل کې خاین حلقات او یا پلورل شوی تصامیم ملت ته افشا، تجرید او داسی دسایسو ته ملت بیدار او بسیج کړای شي. په زړونو او نیت الله تعالي آګاه دی خو زمونږ په پوهه په دې برخه کې د هرچا هوډ، تعهد، کړنه او عمل باید اصلی معیار وي. پدې برخه کې د حد نه زیاته بدګماني او بې زړه توب به مضر کار وي. حوادث زمونږ له خواست نه بهر جریان لري او مونږ يی په مقابل کې د دریدو او خپله سینه ورته د سپرولو په سیاسیت او کړنلارې د خاینانه کړنو مخه ونیسو او په برخه کې استقامت ولرو. ددې حوادثو په نه لیدلو یواځې ځان غولوو. غیر فعال برخورد زمونږ او ددې برحقی داعې په ګټه نه دي.
که چیری پاکستان دا پتیلې وي چې په پښتونستان او بلوچستان کې يې ملی ځواکونه د تروریزم تربهانې لاندې په پوره توګه ځپلي او یو عده نور بیا د پاکستان په خدمت کې پاتی کیدل غواړي او یا هم د پاکستان اویا چین او یا کوم بل هیواد سره یوځای ژوند کول غواړي، نو په کار ده چې وویل شي. اول به داخبره سره سپینه کړو چې دډیورند کرښه له سره او اساسه اعتبار نه لرله او نه لری. په کار ده چې لمړې بحث نهایي کړو هغه داچې د ډیورنډ کرښه غیر مشروع او د اعتبار وړ کرښه نه ده. بیا که څوک افغانستان او دا وطن تجزیه کول غواړي اویا نور پلانونه لري نو دا بحث به هم سره جدا وکړو چې څوک چیرې او د چا سره ژوند کول غواړي.
د بلې خوا زمونږ په منځ کې د نفاق او شقاق د شته والي او همدارنګه د مشترکاتو د شته والي په نظر کې نیولو سره دا هم د منلو وړ ده چې دوه اویا دری د حرکت، فشار او مشترک هدف متوازي مراکز جوړ او دمتحد هدف لپاره د مختلفو زوایاو او امکاناتو څخه په پوره تیاري او آماده ګي کار صورت ومومي. خو غیر فعال پاتې کیدل د منلو وړ نه ده بلکې بده پایله به ولري.
د هند زمامداران د پاکستان ځواکونه او مربوط ستراتیژیکي متحدین اوپه پاکستان کې موجودې بعضې دیني ډلې د افغانستان په مورد کې د هغوئ فعال مصروفیت او په دې ډول د کشمیر دمسألی او هند نه په اساسي ډول لیرې پاتې کیدنه دځان په ګټه بولي. دوئ دې هدف ته په تیره نیمه پیړۍ کې په هندي هوښیاري کار کړی او کوي.
د بعضې عربي هیوادو حاکمان په افغانستان او سیمه کې د دوئ دیني سیاسي ځواکونو مصروفیدل چې دعربي هیوادو اتباع هم دي او په افغانسنان کې د جهاد دکارو زار متفکر مغزونه تشکیلوي او په دې توګه په دې سیمه کې حضور لري او مصروف دي د ځان په ګټه تعبیـروي او ګڼي. په دې توګه دا ځواکونه د افغانستان مسألی ته لمړیتوب ورکوي او د فلسطین او عربي اسلامي هیوادو حاکمیتونو ورځینې په امان پاتې کیږي اویا هغه مسایل ورته په وروستي اویاهم دوم پړاو کې مطرح او یا هم هغوئ ته اصلا وخت نه پاتې کيږي.
چین او روسیه د خپل با عظمته تاریخ په رڼا کې د منطقې او نړۍ قدرتونه دي اود سیاسي او نظامي ابرقدرت کیدو په لار روان دي. اما په دې هیوادو کې هر ډول حاکمیتونه چې وجود ولري اویا منځ ته راشي په سیمه او نړۍ کې خپل سیاسي او اقتصادي او حتی پوځي ګټې خوندي ساتل غواړي. دوئ د امریکې د موفقیت څخه چې په سیمه کې د اسلامي ځواکونو مخې ته خنډ شي اوپه نسبي ډول ددوی په هیوادو کې د مشابه حرکاتو د بې رحمانه ټکولو لپاره زمینی برابرې شي هرکلی او مرستې کوي. امادوئ په افغانستان او سیمه کې د امریکې په داسې بري چې په سیمه کې د امریکې د اوږدمهاله پوځي اډو دشتون او بقاء سبب وګرځي، نه شي زغملی. په دې هدف کې د ایران حاکمان هم د چین او روسې سره مشترکات لري.
همدا اوس اوس په افغانستان کې د امریکې او ناتو د ۴۷ هیوادو ۱۴۰ زره عسکر په افغانستان کې حضور لري. له دی جملې څخه د امریکې د متحدو ایالات تقریبا ۱۰۰ زره پوځی ځواکونه او باقی د نورو هیوادو پوځیان دی.
شرایط داسې راغلي چې نـــاتو او امریکا غواړي تر ۲۰۱۴ کاله پورې افغاني ځواکونو ته تمام امنیتي وظایف او مسؤولیتونه انتقال کړي. همدا سږ کال د جولای په میاشتی کې به دا د انتقال پروسه پیل کیږي. د ناتو مشر ښاغلی راسموسن د ناتو د متحدینو نه افغانستان نه د دوامدار حمایت اعلان او سفارښت کوي او کړی.
انګلیسان به په پاکستان کې د خپل تاریخي او عنعنوي تأثیر ساتلو لپاره کار کوي. دانګستان هیواد په افغانستان کې د خپلوتقریبا ۹۵۰۰ پوځیانو په لرو د امریکې نه وروسته دوم هیواد دې چې په افغانستان کې زیات پوځیان لري. د انګلستان او جرمنی هیوادونو تعهد کړی دی چې دوی به په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال نه وروسته هم د افغاني امنیتي قواوو اوپولیسو د تربیی او روزنی لپاره په افغانستان کې نظامی حضور ولري.
په مجموعي لحاظ ویلای شو چې هغه هیوادونه چې په افغانستان کې اوس اوس نظامي رسمي حضور لري په عمده توګه په افغانستان کې د امریکې دمتحدو ایالاتو پالیسي تعقیبوي او بعضې يې د ځانه په افغانستان کې کوم مشخصه او ځانګړې ستراتیژي او پلان نه لري.
واشنګتن چې د امریکی د متحدو ایالاتو د پایتخت په توګه د مختلفو امریکایي مراکزو لکه سی آی ی، پنتاګون، بعضې دیني او سیاسي ټولنو او کلبونو، د دیموکرات ګوند او د جمهوري خواه د ګوند، ټي پارټي، او بعضې نظامي حلقاتو د تأثیراتو لاندې خپل ورځني سیاسیت ته تبارز او تبلور ورکوي او د امریکې جمهور رئیس د سپـینې ماڼۍ په مشري د امریکې د سیاسیت رسمي ویونکی او رسمي سیاسي حاکمه مرجع ده، د امکاناتو، منافعو او مصالحوپه چوکات کې عمل کوي او یا عمل کولو ته مجبوریږي.
د افغانستان په هکله د امریکې د متحدو ایالاتو د جمهور رئیس ښاغلی باراک اوباما وروستۍ اوږد مهاله پالیسي تر ۲۰۱۴ کاله پورې او دهغه نه وروسته د پورتنیو مراکزو تر آغیزې لاندې څه موده د مخه نړۍ ته وړاندې شوه چې څلور برخې او مراحولو کې به عملي کیږي.
لمړۍ مرحله: ذهنیت او افکار برابرول،
دوهمه مرحله: نظامي اوتصفیوي عملیات،
دریمه مرحله: د لاس ته راوړلو او تصفیه شوو سیمو ساتنه،
څلورمه برخه او پړاو: د افغانستان اقتصادي او اداري انکشاف او اصلاحات.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې د امریکې ددې اوږد مهالی پالیسۍ په لمړۍ مرحله کې او دهغه نه دمخه د ذهنیت او افکارو د برابرولو په برخه کې د افغانستان په اړه او عملي ډګر کې د افغانستان په داخل او نړیواله کچه ډیری غلط فهمی، عدم دقتونه، غلط افکار او تدابیر وجود لرلې او لري:
ددیموکراسي، آزادي او دهغوی د ارزښتونو مفاهیم، حدود او ثغور، د آزاد بازار اقتصاد او حتی د بشر د حقوقو مفاهیم او د قانون حاکمیت په عمل کې کاملا مغشوش افاده او عملي کیدل او کیږي.
د مصالحې او مفاهمې مفاهیم، کدري سیاسیت، ملي منافع او نور ورته مسایل کاملا متفاوت تشریح، توضیح او یا عملي شول.
د دین او دینی مسایلو توجیه او تفسیر هم متفاوت وه. د جهاد او امر بالمعروف و نهی عن المنکر حدود او ثغور هم مختلف او دافراط او تفریط پر اصولو اوتوضیحاتو ولاړ او ډیر ځلي حیرانوونکي تفاوتنه لرل.
په تأسف سره باید ووایم چې د بعضې له نظره لا تر اوسه هم د افغانستان د مسایلو به نظامي او پوځي حل ټینګار کیږي او د تشدد لیار د حل اصلی لیار ګڼل کیږي. د نړۍ د مختلفو تمدنونو او کلتورنو د همکاری او مشترکات د ساتلو او همکاری او همزیستی پر ځآی د تقابل او تشدد پر لارې کارکیږی.
د خیر، سولې او ښه تفاهم او د اعتماد د اړیکو د بیا را ژوندی کولو پروسه ډیر ضعیف او بعضې مطرح حلقات یې له سره ردوي. په دې لیار کې صادقانه برخورد نه کیږي او ونه شو. په دی برخه کې هم فریب او دوکه ډیر ځلي عملي شوی ده چې اوس د خیر د ریښتني اوږد شوي لاس ته هم په شک او تردید ګوري او یا له سره اعتماد نه کوي. تصادفي او غیر طبیعي نه ده چې د شک او تردید، بدګمانۍ روحیه ښه قوی ښکاري. د متقابل فریب او غولونی بازار ګرم دی. په دې برخه کې د ډیرځلو بدو تجاربو له کبله بې زړه توب او بی باوری حالت هم عام شوی.
که مونږ د ورځې سیاسي مهمه مسأله، چې د مفاهمې او مصالحې موضوع او مسأله ده راواخلو او پرې غور وکړو نو په دې برخه کې هم ډیر ځلی خطاء افادې او مفاهیم ددی اصطلاحاتو لاندې وړاندې کیږی.
زمونږ په پوهه او برداشت مختلفی خواوې تسلیمي، رشوت ورکونه اویو بل ته د څوکۍ او مقام په ورکولو سیاسي جوړ جاړی، مصالحه اومفاهمه خلاصه کوي.
مونږ په دی باور یو چې دمصالحې او مفاهمې څخه داسې تعبیر په اصل کې مقابل ته د توهین په مانا اود مصالحې او مفاهمې د مانا غلطه افاده او پوهه ده.
د مخالفنیو، اپوزیسیون او دښمن مفاهیم مغشوش او نادرسته وکارول شول او لیا کاریږي. تروریست، خدمتګار او د وطن صادق بچی او پردي نوکران او جیره خوارانو مفاهیم مغشوش استعمال کړای شول او په دې برخه کـې د تروریزم او افراطیت سره دمبارزی تر نامه لاندې په زرهاو قومي او منطقوي منحط سیاسیتونه عملي شول او داپروسه او سلسله لیا ادامه لري. دوطن اصلي او صادق بچیان خاین او خاینین د خدمتګارانو په نامه لافی او پتاقی وهي.
د دیموکراسي او آزادي مفاهیم، په افغانستان او نړیوال کچه د اکسترمیزم، تروریزم او تشدد په ضد دمبارزی مفاهیم، حدود او ثغور ډیر ځلی مغشوش، غیر تعریف شوي او متناقض ښکاري او تعریفیږی. ډیر ځلي یو ورته کامیابي وائي او هغه بل ورته ناکامي او یو ورته خدمتګار او قهرمان وائي او هغه بل ورته جنایت کار او وطنفروش.
په کلکه اړتیا شته او وه چې په دې برخه کې درست او معیین مفاهیم په درست ډول و څیړل شي او درست مفاهیم، او اهداف په ګوته شي. داکار اقلا د وطن د صادقو خدمتګارانو او د خیر او خدمت د ارادی لرونکي عناصرو تر منځ زیاد ممکن او عملي دی.
په دې برخه کې د پورتنیو مسایلوپه اړه چې هریو یې اوږد او مستقل بحث کیدای شي. ددې قضایاو او مفاهیمو یوڅو اړخونو او جوانبو ته په مختصر ډول ستاسې پام اړول غواړو.
مفاهمه او مصالحه په مشترک کور کې د مشترک سیاسي ژوند پر اصولو توافق. داسې توافق چې هغه حاکمیت، هغه نسخه او هغه برنامه مشروعیت لري او د هغه سیاسي ډله ، حزب او سازمان حاکمیت مشروع دی چې خلک یې وټاکي او د خلکو لخوا ټاکل شوي وي. دا نه په کودتا ګانو، نه په کنفرانسو او نه په پـټـو معاملو او نه د بهرنیو استخبارات په توافـقاتـو مشروعیت پیدا کولای شي.
پورتني مراجع او ناستې ولاړې کولای شي چې یواځې او یواځې لازمې زمینې برابرې کړي ترڅو د خلکو د آزاد انتخاب امکان په ريښتیني توګه برابری شي. هودحزب، نسخې او برنامې مشروعیت او د مشروعیت مجوز باید او باید په آزادو ټاکنو کې د خلکونه ترلاسه او تحقق ومومي. دافغانستان اکثریت خلک مسلمان دي او خپل انتخاب لري.
داسې نظام جوړول چې اکثریت حکومت او اقلیت خپل حقوق ولري. هغه اکثریت چې خلکو په آزادو ټاکنو کې د معین او محدود وخت لپاره انتخاب او وټاکي او د وخت په تیریدو باید د هغه مشروعیت له سره تجدید کړای شي.
دیموکراتیک نظام د خلکو حکومت، د خلکو په واسطه منځ ته راغلی اود خلکو د ارزښتونو د دفاع، پالنې او روزنې نظام دی. دا ارزښتونه په ټولو انسانې ټولنو کې عین څیز نه دي. خو پکار ده چې دا وطني ارزښتونه د انساني ټولنی د عام منل شوو ازرښتونو سره چې انساني ټولنی پرې تر زیاته حده توافق کړی دی، مخالفت ونه لري.
په تأسف سره اوس اوس ډیـر عادي عام اکثریت یا په بدلاری او عوامفبریبی، او منحطو قومي خـواو منحرف کړای شول او ډیرځلي د وطن صادق عناصرو د سیستم په داخل او یا هم بهر کې لازم فرصت و نه موند چې وطن ته خدمت وکړي.
په تأسف سره اوس اوس هم د وطن ډیره معنوی سرمایه او کدرونه په خاص ډول په بهر کې په فــزیکي او ډیرو عادی غیر مسلکي کارو مصروف دي او ددوی د فهمي او مسلکي پوهې نه یې د نورو عواملو سره سره د سړې جګړې د تعصب او محاسباتو په اساس کار نه اخیستل کیږي. په دې برخه کې حاکمیت، بی کفایته زمامداران او دسړې جګړې حاکم مغـزونه ډار لــري.
ملي عناصرو او کدرونو یا د پردو په آوږو د قدرت رسیدولو اراده نه لرله اویا نه لري. ډیر ځلي شرعي او نورمال اداري جوړښتونه یا نه دي جوړ شوي او د با فهمه وطن خواه عناصرو دقدرت د رسیدو مانع دي.
پدې توګه ملت په وینو کې لامبي، د سیمې سوله په خطر کې ده، د وطن بچیان او نړیواله ټولنه قرباني ورکوي او یو عده نور بیا خوشحاله دي چې حاکمان دي، چړچې کوي او میلیونهاو ډالر، پوندونو او سرمایی يې په ناروا توګه ترلاسه کړلې.
لکه څنګه چې مو ولیکل په کلکه پدې باور یو چې د امریکې د دې اوږد مهاله ستراتیژۍ په لمړی مرحلې کې وظایف په درسته او کافی اندازه نه دی اجرا شوي اوحتی د افغانستان د حاکمیت مسؤلین او سیاسی مخکښ مطرح حلقات، افراد او سیاست وال په دې برخه کې عمده نیمګرتیاوی او سوء تفاهمات لري او په هغو نسخو او دحل په لارو ټینګار کوي چې د دی وطن او نړیوالی ټولنی د تراژیدی د اوږدیدو عامل شوي او وي به.
یو څو مثالونه راوړو چې وکولای شو د دې افکارو او مهمو اراکینو او مسؤولینو تفکر او کړنې پرې ولاړې وی او دي او ددوی د افکارو او نسخو عمق او بُعد په ريښتـنی توګه درک او دحل ممکنې لارې ددوی د افکار سره په مقایسه، عملي والی او علمي والی وڅیړو او ستاسې قضاوت او انتخاب ته ئی پیشکش کړو.
وائي او لیکي:
„ کرزی نمی خواهد طالبان شکست نظامی بخورند... قبل از آغاز عملیاتها باید تمامی نیروهای سیاسی افغانستان ـ جامعه مدنی و دولت افغانستان میپذیرفتند که بهخاطر آوردن ثبات مجدد در نقاط ناآمن راه دیگری جز از افزایش قوا وجود ندارد. عملیاتهایی که اکنون ادامه دارد باید از پشتیبانی سیاسی این نیروها در سطح ملی و محلی برخوردار میبود.....“.
یعنی دا چې ښاغلی حامد کرزی هم طالب او ددی تراژیدی ادامه ورکوونکی دی. په دې توګه نړۍ او امریکې ته ویل کیږي چې افغاني اداره کې باید داسې څوک راوستل شي چې دنظامي حل تأکید کوي او هغه ګویا دوی دي.
یعنې داچې بیا دافغانستان د مطروحه مسایلو په نظامي حل تأیید او تأکید کیـږي.
مونږ په دې باور یو چې په یو منطقه او سیمه کې که چیری سل ځلي او سل کرته نظامي عملیات وشي او سیاسي برنامه او د حل لاره وجود ونه لري دانظامي عملیات کومه پایله نه لری او ”افزایش قوای نظامی“ یواځې د افغانستان د خلکو او منطقې او نړیوالې ټولنی د تراژیدی د اوږدیدو او نور مرګ او ژوبلی او بــن بست نه بل انجام نه شي لرلای.
منطق او دیموکراسي ته دقبول وړ نه ده چې په نظامي حل تأکید وشی. آیا د تفاهم او مذاکرې نه چې اصول او ثغور او ریښتینی تعریف یې معلوم وي، بل منطقي او مناسب دیموکراتیک قایمقام وجود لري؟ زه په یقین ویلی شم چې سیاسی حل، او هغه هم مذاکره او نیک تفاهم چې خلک دخپل سرنوشت حاکم کړي، بله منطقي، انساني او دیموکراتیکه لاره نه شته.
لیکوال ادامه ورکوي:
„...از همان آغازین روزهایی که امریکاییها خواستند تجربه عراق را در افغانستان پیاده سازند، هیچ نیروی سیاسی در سطح جامعه افغانستان، دولت و کشورهای منطقه از آن پشتیانی نکردند....“
نه پوهیږم لیکوال د عراق د کومې تجربې نه بحث او د کومې عراقي تجربې سفارش کوي. زه په دې باور یم چې عراق په جنګ کې چې د نړیوالې ټولنې او امریکې د ستړي کیدو سبب شي اوعراق دجنګ نه وروسته او د صدام حسین نه پرته او عدم موجودیت په صورت کې د ایران د اوسنی رژیم په ګټه او منفعت دي اوعراق عملا دایران لمنی ته وغورځید. آیا لیکوال دعراق هغه تجربی نه خبری کوي چې په عراق کې قومي، نژادي او مذهبي تفرقې چاقی کړای شوی او یا د هغی تجربو نه چي عراق يې عملا تجزیه کړ؟ یعنې داچې کردستان او شمالي عراق عملا مستقل هیواد دې او حتی خپل اساسی قانون او بیرق لري. نه پوهیږو د کومو مثبتو ؟! عراقی تجاربو نه په افغانستان کې دتطبیق بحث روان دی چې دا لیکوال او نسخه ورکونکی په هغو تأکید کوي او په افغانستان کې يې عملي کولو ته خوشحالي کوله اویا ئی غوښتل؟
لیکوال ادامه ورکوي:
„...علت اساسي که این حمایت ساخته نشد برمیگردد به تفکر ارگ که نمې خواست و نمیخواهد طالبان از مجرای نظامي شکست بخورند...“
دا هیڅ منطق نه شی منلای چې ګواکې ښاغلی حامد کرزی دی د طالبانو د حرکت په ماته خوشحال نه وي. خوکه د طالبانو ماته د قومي او قبیلوی د تعصباتو پر بنسټ او د ټولنی دیو غټی ټوټې د محرومیت په مفهوم، د قومي تصفیی په مفهوم چې ډیرځلی عملي شوي ديو بیا هغه بله خبر ده. د طالبانو نظامی ماتی سره مخالفت په دی مفهوم چې د وطن بچي دپردو ددسیسو او خدمت نه ووځی او په ریښتینی توګه د مقدسو اهدافو جوګه شی او ... که ارګ بیا داغواړی نو که یو تن او یو افغان هم ددی سیاست په نتیجه ښی لیار او دوطن خدمت ته د تسلیمی او غلامی د جغ دوړلو نه پرته تیار شی نو دا کار انسانی کار دی او ارګ په دی برخه کې په حق دی او خبره او موضع يې په ځای ده. که څوک په دې توګه غواړي د امریکې د نظامي حل د حلقاتو اعتماد تر لاسه کړي او غواړي د افغانستان د خلکو په وینو قدرت ته د بهرنیو پوځي ځواکونه په زور ورسیږي دا نو بیا بله محاسبه او بله معامله او هم د فـهـم وړ ده.
لیکوال د امریکی ددی ستراتیژي په اړه د افغانستان په هکله داسې ادامه ورکوي:
„...مرحله دوم این استراتژی آغازش خام بود..... رفتن به دهکدههای جنوب و شرق کشور ـ جایی که طالبان توانسته بودند مجددا هستهگذاری نمایند ـ این اصل را زیر پا گذاشت.قلعه سیاسی که همانا صحنه ملی سیاسی بود ازین اقدام حمایت علنی نکرد و جنگ بدون برنامه سیاسی آغاز گردید.“
زه نه پوهیږم چې ملت چیری تللی وه او چا بیا بیرته هسته ګذاری وکړه؟ ضعیف منطق او ضعیف استدلال. سیاسي قلعه د مفاهمی او مذاکری نه پرته کومه بله سیاسی قلعه کیدای شی؟ په اوسني افغانستان او سیمه کې او دولتداري د اصولو په اساس داسې سیاسي قلعه چې خلک تصمیم ونیسی. هو جنګ او نظامي حل د سیاسي برنامی یعني د مصالحې او مفاهمې د عملې کیدو نه پرته بې نتیجې او پایله يي بُــن بست او بې نتیجه والی راولی. که څوک په جګړې تأکید کوي او یواځې خپل ځان باندې اعتراف لري د یک حزبي او عملا د توتالیته سیستم او خود کامګی پلوي دي، چې ګویا مخالفین طالبان دي او د خلکو د انتخاب نه د مخه دوی په خپل قضاوت د ملت تصمیم ځانته اختصاص ورکړی، نو دداسی سیاست نتایج مو هم په تیرو درې لسیزو او بیا وروسته له هغه ولیدل.
دداسې سیاسیت په نتیجه کې بیا د هغه مجریان مجبور شول چې غرونو، درو، وزیرستان، کُلاب او داسی نورو کنارو، غارونو او مهاجرتونو ته د تللو مجبوریت منځ ته راځي او د مدني ټولنی جوړلو اهداف له سره تحقق نه شي موندلای. بله کومه پایله نه لري. دداسی سیاست نتیجه مرګ، ژوبله او یو عده چالاکانو او مفسدینو ته د قدرت د رسیدو او خرابی بله پایله نه لري. که څوک دا غواړي او په داسې نسخو او دهغو عملي کولو باندې کار کوي او یا پلوي دي نو بیا پورتنی تګ لاره او نسخه دی مطرح، تجویز او عملی کړي.
لیکوال ادامه ورکوي:
„... اکنون از آغاز مرحله دوم این استراتژی ماهها میگذرد و بعضی نقاط که تبدیل به پایگاه طالبان شده بودند، دوباره تصفیه گردیدند...... زعامت دولتی دیگر توان ایجاد شبکههای سیاسی را در آن مناطق ندارد یا عمدا رییس دولت نخواست در حمایت از جنگ دست به ابتکارات سیاسی بزند تا مردم را به طور نسبی بسیج نماید..... حرکتهایسیاسی بومی نباشند، مشکل است مورد اعتماد مردم قرار گیرند. “
وګوری بیا هم عجیبه ضد او نقیض جملات. در حمایت از جنګ....دست به ابتکاراات سیاسی بزند. تأسف دی چې در حمایت از جنګ باندې تأکید کیږي. د افغانستان خلک او خیرخواه عناصر در حمایت از صلح باندې تأکید کول اوپه دې لیار کې صادقانه عمل غواړي. او دوی در حمایت از جنګ تأکیدات لري. هوملت او بومی حرکت هماغه دې چې عملا خلک ورسره دي. هماغه به کیږی چې خلک یی غواړي او دخلکو انتخاب د جنګ او ټانک انتخاب نه دی.
لیکوال ادامه ورکوي:
”.... اما نیروهای افغانستان نیز با همین سوال ابتدایي مواجهاند؛ یعنې به نماینده گی از کدام دیدگاه و برنامه سیاسي میرزمند؟! منطقيترین روش این بود که مرحله سوم کلا یک مرحله استوار بر برنامههای سیاسي مېبود یعنې حفظ ساحه به عوض اینـکه بازهم اتکا به قوای نظامې میداشت و در اصل با یک تفکر و برنامه سیاسی حفظ میگردید. ....“
ددی افادو او نور افادو تر منځ صریح تناقض دی. له یوی خوا د جنګ تأکیدات او له بلی خوا د سیاسي برنامی چې اصلا نپوهیږو کومه سیاسي برنامه غیر د تفاهم او مصالحی د برنامی نه د جنګ په حالت کې انسانــي طرحه او برنامه کیدای شي؟
د افغانستان او نړۍ خیر خواه عناصر د پایداری سولې سیاسي برنامی لپاره، داچې په افغانستان کې ملت حاکم او په خپل سرنوشت تصمیم ونیسي کار کول غواړي. او په نظامي قواو باندی د حل لیار ردوی او دا ورته د ظلم، تجاوز او غیر دیموکراتیک او غیر انساني لیار ښکاري چې آنجام يې د سولې سره دښمني ده.
لیکوال ادامه ورکوي:
”... ارزشهای دیگری که تلاش شد بستر حمایتی برای خود بسازد مانند دموکراسی و مردمسالاری بنابر گسترده بودن فساد و فردسالاری، در سیاستهای اداره ولایتی ریشه نگرفتند و جامعه مدنی هم که نمیشود در چنین فضای اختناق و تشنجی جان بگیرد....“
دیموکراسي او دیموکراتیک نظام په ریښتني مفهوم د خلکو نظام، د خلکو لخوا جوړ شوی نظام او دخلکو دارزښتونو په خدمت کې نظام منلای شو. په دې توګه دافغانستان اکثریت خلک مسلمان دي او خپل ارزښتونه او انتخاب لري. دیموکراتیک نظام په دغه مفهوم او مانا هغه نظام دی چې اوس اوس بل الترناتیف او قایمقام نه لري. که ملت ددوی په مفهوم او عمل دیموکراسي او ددوی په تعبیر اوعمل مردم سالاری ردوي او نه منی، نو بیا د ریښتینی دیموکراسي او مردسالاري ګناه نه ده بلکې د هغه چا ګناه ده چې ددیموکراسي، مردم سالاري او آزادي څخه يې نادرسته او ناروا سوء استفاده کړی او د خلک ګناه نه ده. هو فساد او فرد سالاري په تیرو لسو کالو کې وه او ده. په هغو لسو کلو کې چې لیکوال يې اوه کاله د یوی کلیدي دولتي څوکی مشري یعنې د افغانستان د ملي امنیت مشری کوله. هغه اداره چې دده نږدی ملګري په تمامومهمو دولتي څوکیو کې وجود لرل او لري. هغه دیموکراسي او دیموکراتیک نظام ؟! چې د قومي تصفیو، ظلم او تعدي و منطقوي تعدي او تجاوز او دسته جمعي وژنو او تباهی موجب شول.
هو دافغانستان خلک دداسې مردم سالاري او دیموکراسي نه چې دوی عملي کړه منزجر او متنفر دي. نو په کار دا چې درسته او اصلي مردم سالاري او اصلي دیموکراسی لپاره په ریښتیني مفهوم عملا کار وشي.
لیکوال ادامه ورکوي:
”.... به پیشبینی من، مرحله سوم به عوض اینـکه راه را برای انکشاف اقتصادی و اداری باز نماید، به احتمال بسیار قوی به یک بنبست میانجامد. یعنی ما به مرحله چهارم نخواهیم رسید. مرحله چهارم به عوض اینکه رشد اقتصادی و اداری را دربرداشته باشد یک بنبست خواهد بود و من قراین و دلایل این تخمین خویش را ذیلا مینگارم. تمامی نیروهای سیاسی که تفکر ضدطالبانی دارند در محاسبات بلند ملی و بینالمللی در حاشیه قرار دارند. آنها شامل در مشورههای «چه باید کرد؟» امریکا قرار ندارند.....“
هو که وضع همداسی ادامه پیدا کړي او همداسی نسخې اونظریات چې دوی یې لري او یا يې تراوسه عملي کړې او کوي او ددې په وجه د پاټی راتلنو او غلطو افادو او غلطو نسخو څخه کار واخیستل شي نو بن بست لا څه چې ډیــر بد عواقب به ولري. داسې بد عواقب چې هیڅ څوک به یې د ټولولو او مرمت توان ونه لري.
دیموکراسي داسې حکم کوي چې ملت او ددې وطن اتباع او وګړي باید تصمیم ونیسي او خپل زعامت انتخاب کړي. دا وګړي او ملت نه دافغانستان په شرق او نه په غرب او نه په شمال او نه په جنوب کې خلاصه کیږی. دا نه په کوم قوم او نه تور اوسپین باندی خلاصه کیږي.
په تأسف سره په خبر او قول کې به ځانته دیموکرات وایي اما په عمل کې د افغانستان د خلکو په حاکمیت عملا معتقد نه دي. د ملت اراده ځانته او مخصوصی ډلې ته مختصروی. د افغانستان اوسني مرکزي حاکمیت او د دی پروسی مخالفین په طالبانو کې خلاصه کوي او بیا د طالبانو دحرکت د برنامو او موجودیت د محکومیت حکم د ملت نه داخیستلو د مخه ځانته خلاصه کوي.
مونږ په دې باوریو چې دوی او یا دبل هرچا حق دی چې کومه نسخه د خپلی ټولنی لپاره مناسبه ګڼي او کومه نه. د طالبانو نسخه د ټولنی د اصلاح لپاره په نوویموکلو کې د نورمال، متمدن او دیموکرات مسلمان لپاره په هغه ډول چې د افغانستان خلکو په عمل کې ولیده د منلو وړ نه ده. خو که په دیموکراسي ایمان لرو نو راځی چې ددی نسخو ریښتنی تعبیر وکړو او یا هم له سره ددی نسخو نامناسب والی او یا هم دخپلو نسخو مناسب والی او د تطبیق مشروعیت د خلکو نه ترلاسه اوپه دې توګه چا ته د غیر متمدن برخورد او تشدد د استدلال دلایل په لاس ورنکړو. هو سیاسي توافق او په مشترک کور کې د مشترک ژوند بر قواعدو توافق په کار دی چې په هغه کې داکثریت د حاکمیت او د اقلیت دحقوقو تضمین وي. هغه اکثریت او دهغوی نسخې چې ملت يې وټاکي.
هو اقتصادي انکشاف په غیر مشروع زمامداري او بې کفایته افرادو و دتباهی په نسخو چې جنګ او تشدد په لاره تأکید کوي او غیر له ځانه بل څوک په کې ځای نه لري او ...... نشي تر لاسه کیدلای.
هو پکار ده چې په سیاسي برخو او څوکیو کې سیاسي مشروع افراد او په مسلکي برخو کې مسلکي افراد تصمیم او کار مخ ته یوسي.
غیرمشروع، بی کفایته او قانون شکنه افراد اقتصادي پرمختیا نشي راوستلای.
هو اقتصادي انکشاف او اداري انکشاف مافیایي حلقات په مشروع ډول نشي تر سره کولای.
داچې تأکید کیږي ”نیرو های ضد طالبانی در محاسبات بلند درحاشیه قرار دارند“ محض دروغ دي. د پورتنیو ادعا ګانو لیکوونکی چې مونږ ورځینی نقل قول کوو په تیرو لسو کلو کې اوه کاله دافغانستان د ملي امنیت رئیس وه او ځان د سیاسي اتحاد فعال غړی بولي. دوی خپله وائي چې طالبان به په دیموکراسي د نفس کاږل فرصت ونه لري او په دیموکراسي کې به ددوی نظریات او نسخې عملا مړې شي. نو که په دې خبره په ریښتینی ایمان لري نو په کار ده چې د خلکو د انتخاب خبری ته په عمل کې تحقق ورکړای شی. اما زه فکر کوم چې دوی دخلکو دانتخاب نه ډاره لري.
دالیکوال ادامه ورکوي:
”... رییس جمهور خود خواهان توقف عملیاتها و خواهان سازش با طالبان است....“
علم او پوهه حکم کوي چې په هغه ټولنه کې به مستقره سوله رانه شی تر څو چې د هغې ټولنې به سیاسي ستیج کې د ټولنې ریښتني نمایند ګان په مشروع او نورمالو لارو خپل نماینده و نه لري. په سیاسي ستیج کې دا نماینده نه د معاملې او نه د خود فروشی او نه د ملت د تصمیم نه بهرو میکانیزمو او نه په کنفرانسو او کودتاګانو مشروعیت لرلای شي. یواځنی لار داده چې د ملت د انتخاب شفاف او نورمال میکانیزم اوجوړښتونه په صادقانه او ريښتني ډول فعال کړای شي.
مونږ په دې باوریو چې هر ډول معامله چې د پورتنیو اصولو خلاف وشي د جګړې او خرابی د ادامې اصلي عامل به وي. مونږ حق نلرو چې د ”ملت را به حاشیه کشاند“ سیاست نه تنها طرفدار نه اوسو بلکې داسي سیاسیت او روش مردود وګڼو. دا به نادرسته او غیر دیموکراتیکه هڅه او لار وي او ده. سیاسي قدرت ته د رسیدو لپاره د بهرنیو د نظامي حلقات د اعتمام اوروحیی پر بنسټ ځان قدرت ته رسولو لپاره کار حرام و نامشروع کار دی. داسې کړنلاره او پلان د الله تعالی او ملت پر نزد د نفرت وړ دی. داسې کړنلاره او هڅه ملتونه او هیوادونه تباه کوي.
لیکوال ادامه ورکوی:
”... تا این همسویی تحت فشار یا امتیاز سیاسي از بین نرود، طالبان شکستها و رنجهای تاکتیکي زیادی را متحمل خواهند شد ولی شکست استراتژیک نخواهند خورد.....“
هو د افغانستان مسأله د پاکستان د لاس لنډولو پرته ممکنه نه ده. هو د سیاسي تفاهم نه پرته او د مصالحي د ريښتني عملی کیدو نه پرته به نتایج ډیر بد وي.
هو په راتلونکو اتلسو میاشتو کې داسې اقدمات په کار دي چې تیری نیمګرتیاوی ادامه و نه مومي. د ښه، عاملانه او عاقلانه تدابیرو سره عاملانه، په ښه وخت مناسب اقدامات او عملي کارونه وشي. د ښو، مناسبو او معقولو کارو لپاره په موقع حقوقي بسترونه ایجاد شي. کار اهل کار ته وسپارل شي.
اداري اصلاحات منځ ته راشی او په دی توګه د خونړیو حوادثو مخه ونیول شي.
هو پاکستان به ددی وضعی نه پوره پوره ګټه پورته کول غواړي او پوره ګټه يې هم پورته کړی ده. دپاکستان دابرخورد د درک او فهم وړ هم دی. هوپاکستان عملا دنړۍ نه جزیه اخلي. پاکستان د نړۍ د مجبوریت نه په هوښیارۍ ګټه پورته کوي.
لیکوال ادامه ورکوي:
” اگر دولت افغانستان منافع ملی را به خاطر انجام یک معامله با طالبان زیر پا نماید، احتمال بسیار وجود دارد که کنترول مرکزی فرو ریزد و مردم بهخاطر دفاع از شرف، عزت، تاریخ و ارزشها پناه به نهادهایی غیر از دولت ببرند – امرالله صالح“.
افغانستان په تجزیه تهدیدول او د افغانستان د جدایي او تجزیی خبری مطرح کول دزغم وړ خبر نه دي او دا هڅی تر هر عنوان لاندی خیانت دی.
هولکه څنګه چې مفصله توضیح شوه مصالحه او مفاهمه نباید د معاملی او خیانت په مفهوم وکارول شي. اما هیڅ څوک حق نه لري دافغانستان د تجزیی الترناتیف او سوال مطرح او داسی تهدید وکړي.
پورتنی نسخی، مطالبات، نسخې او د افغانستان د تجزیی تهدید د ښاغلی امرالله صالح د تحلیلونو پر بنا ولاړی دی چې د هشت صبح په ویب پاڼه کې تیره ونی خپاره شول. هغه چې په وروستی لسیزه کې د اوو کالو لپاره د افغانستان د ملی امنیت رئیس وه او د شمال د اتحاد .....مهم غړی دی.
زمونږ د هیواد په هکله غلط فهمی او د مفاهیموغلط استعمال او مشاکل یواځی داخلي نه دي. تاسی پام وکړی د ښاغلي لخضرابراهیمي ویناو او طرحو ته. نوموړی چې پخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازی وه او اوس هم مهمه مشورتی اداره لری پخپله یوه مرکه کې د امریکا عږ رادیو سره وایي(۲۴/۳/۲۰۱۱):
”... چې د امریکا په مشرۍ د یاغیانو پر ضد جګړه دطالبانو د سخت مقاومت سره روانه ده.“
دوی د مقاومت او یا هم یاغیان په دې توګه د طالبانو په حرکت کې خلاصه کوي. درحالی چې د ښاغلي حامدکرزي دحکومت مخالفین د القاعده، د طالبانو حرکت، د حقاني ډله، حزب اسلامي، پاکستاني استخباراتي کړۍ، او بعضې دیني حلقات، د بهرنیو ځواکونود پوځي حضور نه متضرر او غیر متضرر مخالفین، د حاکمیت داخلي مخالـفـین، په موجود نظام کې د حاکمیت داخلي مخالـفـین او حلقات چې دوه مخی سیاست لري او په حاکمیت باندی د لیا فشار راوستولو پراساس نور امتیاز غواړي او ترلاسه کوي.
هو په تیرو لسو کلو کې د نظامي برتریو اوحاصله نتایجو نه په سیاسي برخه کې په ښه او صادقانه توګه ګټه پورته نه شوه. دفهم وړ دا هم وه لکه څنګه چې مو پورته په مستند ډول وښودله هغه کسان چې د ”جنګ او د له منځه وړلو“ په سیاسیت معتقد وی څنګه به دسولې او تفاهم لیار له سره ونیسي؟ ځواب او پایله ښکاره ده. هغوی چې مصالحه او مفاهمه ردوی نو کله د داسي سیاسیت د تحقق لپاره په عمل کې کار کولای شي؟ داحالت ددې موجب شو او کیږي چې د لایتناهی دوری په بڼه دا تراژیدي ادامه ولري.
هو دا وضعه او حالت به د لازمو ، مدبرو، په موقع تدابیرو د نه نیولوپه صورت کې به ډیر بد عواقب له ځانه سره ولري. شواهد داسې ښکاره کوي چې ډیر ځلي د عمل ابتکار دبل په لاس کې دې او د افغانستان اوسنې اداره د حوادثو له وقوع نه وروسته عمل اواجراأت کوي.
دوی ادامه ورکوي:
”... داهم غیر واقعی ښکاري چې وویل شي طالبان به له منځه ولاړ شي.“
وګوری چې هدف له منځه وړل دي او بیا هم څوک له منځه وړل؟ د افغاني طالبانو نظامي او پوځی قوا ۲۵ زره تخمین وهل کیږي خو د پاکستانی طالبانو پوځی ځواک او قوه ددې نه درې برابره جګه تخمین وهل کیږي. آیا ددوی دمنځه وړل به ممکن وي؟
د القاعدي حرکت د منځنی ختیځ او نورو نړیوالو مسایلو او د ادیانو اود نړی د فرهنګونو د تقابل د پالیسی سره سخت تړاو لري. د القاعدي حرکت په سیمه، منطقه او افغانستان کې نه دی پیل شوی او نه به دلته ختم شي اویا له منځه ولاړشي.
دوی ادامه ورکوی:
” د افغانستان د حکومت او دامریکا د هڅو سره سره چې غواړي د طالبانو مشران دحکومت سره یوځای شي، اوس هم داسي ښکاري چې دغه جګړه به همداسي دوام وکړي او پای يې هم نه معلومیږی... .... د مخالفینو د ادغام پروسه....“
د خبرې او فهم خرابي په همدی ځای کې ده چې د ملت د انتخاب او رول له یاده ویستل شوی او ګویا غنایم او غنمیت سره تقسیمیږي او د بهرني هیواد لخوا داسی جوړ جاړی راوستلو باندې فکر او کار کیږي کوم چې د افغانستان دولت د طالبانو سره یوځای شي. د مسألی همدا پوهه او فهم دی چې یو تعداد افغانان دمصالحي او مفاهمی نه ډار، شک او تردید لري. درسته به داوي چې ددې زمینې او میکانیزم برابر صادقانه فعال شي کوم چې د هغه په پایله کې افغان ملت او ددې وطن اتباع او وګړي په مشروع توګه خپله تصمیم ونیسي چې کومه نسخه او کوم خلک دې ددې وطن اداره په لاس کې واخلی او کومې نسخې دی عملي کړای شي.
هو د مصالحی او مفاهمی نه همدا فهم او پوهه چې د افغانستان د خلکو نه په غیر معاملی باندې کار روان دی چې د مصالحی نه داسی پوهه او عمل دافغانستان دیو تعداد خلکو د ډار او تشویش سبب ګرځی او دا ډول مصالحه او مفاهمه له سره ردوي.
هو سیاسی جوړ جاړی اوسیاسی مصالحه، سوله اوښه تفاهم د خپلو اصولو نه د تیریدو په مفهوم او یا هم د شخصي امتیاز د ترلاسه کولو په مفهوم کار کول پایداره سوله وطن ته نه شی راوستلی اود جګړې او ددې تراژیدي د ادامې عامل به شي. دا دافغانستان او یا هم د امریکی د حکومت حق نه دی چې طالبان د افغانستان د حکومت سره یوځای کړي. دا صلاحیت د افغانستان خلک لري چې څوک يې په حاکمیت او اداره کې برخه واخلي. دقیقا د دولتداری د همدی غلطی پوهې پر بنیاد تقریبا لس کاله د مخه د افغانستان زعامت د بــن په کنفرانس کې وټاکل شو. یعنی هغه کار چې باید د ملت لخوا او به افغانستان کې شوی وای د بن په کنفرانس کی فیصله او عملي شو. که چیرې دا کار په یوډول د وخت د ضرورت په اساس توجیه شي نو په یقین ویلای شو چې افغانستان او افغاني ټولنه د خپل انکشاف په بله مرحله او پړاو کې قرار لري.
هو د عدالت تأمین داچې جنگي مجرمین دعدالت منگلو ته وسپارل شي مطلوب کار دی. دا به ددی سبب شی چې یو عده افراد چې مخکی زیږیدلی او په وطن کې ېې په ټول عمر کې خدمت کړی خو په معیینو حلقو کې پاتی وه او اوس بی له ګناه د خدمت او کار زمینی په تعصب او پیشداوری ورنه محدودی شوي.
مونږ په دې باور یو چې عفوه او ګذشت ښه او اسلامی کار دی. اما عفوه او ګذشت دیاده ویستل نه دي. تیر باید په نظرکې ونیول شي. مسؤولیتونه باید په سیاسي، وجدانې او اخلاقي او جزايي مسؤولیتو تقسیم کړای شي. داسی به درسته خبرنه وی او منفي تأثیرات به ولري چې په قضاوت کې تیر خلک ټول په یوه ډول او صف کې ودرو او هرچا باندی سرې او شنې ټاپې ووهو او کار آسانه کړو. داسې برخورد ښه او په ځای برخورد نه دې او مثبت حرکت ته تاوان کوي. په دې برخورد بایدې مونږ خپله یو عده افراد په بدو صفو کې باقی پاتې کیدل غواړو.
هود ځینې مخالفینو په عدلی او قضایی او امنیتی ارګانو کې جذبول په دی ټوګه چې دا ارګانونه خپل غیر حزبی او مسلکی حالت وساتی به مطلوب کار وی.
د داسې عملي او درستو تدابیرو په تر څ کې افغانستان کې پایداره سوله راتلای شي اود بهرني ځواکونو د وجود یو سلسله دلایل هم له سره منتفي کیږي.
هو د سیمی خلکو ته باید قناعت ورکړی شي او په دې برخه کې باید وسیع تبلیغاتي او عملي کار وشي چې په افغانستان کې سوله او تیکاو به د سیمی د اقتصادی ودی لپاره د سیمی هیوادونو به ګټه هم وي.
په ریښتیا دا هغه تدابیر دی چې د بحث او لیا دقت وړ دی . اما مونږ بیا هم د میکانیزم په جوړولو تأکید کوو کوم چې په هغه کې د تل لپاره د افغانستان ملت تصمیم نیولی وشي چې کومه نسخه د خپل وطن لپاره مناسبه بولي او څوک دی ددوی اداره د معیین زمان او وخت لپاره په لاس کې ولري؟
مونږ داسی تغییراتو ته ضرورت او اړتیا لرو چې د بشریت او نړیوالې ټولنې دعلمي او تجربه شوو لاسته راوړنو څخه د تعصب او پیش داوری نه پرته د افغانستان د ټولنې د انکشافي مرحلې په نظر کې نیولوسره سره د عقل او منطق او د نسخې او تجویز د مفیدیت پربنا د مشروعو مراجعو لخوا تصمیم، تجویز او عملي کړای شي.
ښاغلی لخضر ابراهیمي ادامه ورکوي:
”...مخالفین یو موټۍ نه دی. د کویتې شورا چې دملاعمر تر مشری فعاله ده، دحقاني ډله چې دطالبانو سره خواخوږي لري او همدارنګه داسلامي حزب چې چې د ښاغلی ګلبدین حکمتیار تر مشری لاندی فعالیت کوي. .....داځواکونه وائی چې مذاکره د بهرنیو د نظامی حضور په صورت کې اعتبار و عملی قوت نه لری. ځینی د سیاسی جوړ جاړی په فکر دي....“
هو لکه څنګه چې مو ولیکل دا دخبرې راز او اصل دی چې د ښاغلي حامد کرزی د حکومت او ادارې مخالفین نباید د طالبانو په یو متحد حرکت افاده او خلاصه شي. هغه کار چې ډیر ځلی په غلطه د طالبانو په حرکت کې خلاصه کیږي.
ښاغلی لخضر ابراهیمي په دقیقه توګه ادامه ورکوي چې:
”...پاکستان اصلی پالیسی سازان ټاکونکی برخه لري. ريښتیا خو دا ده چې افغانستان د مسألی د حل نه وروسته به پاکستانی طالبان په خپله پاکستان کې د تغییراتو لپاره مهم او اساسی کار وکړي. ....“
هوپه کلکه همداسی ده او دا افغانان دي او وه چې په تاریخ او بیاپه خاص ډول په درې لسیزو کې لکه څنګه چې مو پورته هم توضیح کړل د نورو مشاکل او کشالې حلوي او قرباني ورکوي.
په تأسف سره په افغانستان کې قوی زعامت یا نشته او یا لمنځه وړل شوی. هغه زعامت چې افغانستان او دهغه ربړیدلی او قهرمان ولس ددی ډګر او میدان نه چې ډیر ځلي د افغانستان دخلکو د مبارزو نه پردو بدې استفادې کړي، راوباسي او په نورمال اومتمدن ژوند يې
مصروف او بسیا کړي.
ښاغلی لخضر ابراهیمي په خپله دې مقاله کې ادامه ورکوي چې”... او ځنې طالبان د پولیسو او پوځ په صفوفو کې جلب شي....“
لکه څنګه چې مو پورته توضیح کړل مونږ په کلکه په دې باور يو چې زمونږ هیواد مسلکی غیر سیاسی اود سیاسی مشروعی ارادی تابع امنیتی قواو ته اړتیا لری چې د خلکو امنیت ونیسی او دقانون نه متابعت او دقانون تطبیق، عدالت په راوستلو کې یواځې د قانون موافق او د قانون مخالف شخص ورته مطرح وي.
مونږ په دی باور یو چې بعضی دولتی څوکۍ، پوستونه او وظایف باید غیر سیاسي وي. حتی د مکتب استاد دی د کوم سیاسی ګوند او حزب کې د غړیتوب حق ونه لري.
که چیرې د طالبانو د حرکت غړي د دی حرکت په نماینده ګی دا مهم سیاسي دولتي وظایف اجرا کوي او سیاسي ګوندی اهداف تعقیبوي نو نتیجه او پایله به يې افغانستان کې پایداره سوله نه وي. هو تجربې وښودله او دولت دولتداری اصول حکم کوي چې داسی سوله به بیا هم مؤقته سوله وي.
ښاغلی لخضر ابراهیمي په دقیقه توګه ادامه ورکوي چې:
”...د سولې دراوستلو لپاره جهاني تضمینونه، مرستې او سوله ساتونکو ته اړتیا شته ده. جهاني ټولنه پخوا په بوزنیا، کمبودیا او نورو برخو کې دمشابه ستونزو سره مخامخ شویده، نو دافغانستان خبره هم ډیره مهمه ده او په کې دمایوسیت ځای نه دی.“.
هو مونږ په دی باور یو چې افغانستان جهاني او نړیوال تعریف شویو او شفافو مرستو او همکاریو ته اړتیا لري. متأسفانه نړیوالي ټولنی په دې برخه کې لازم، مؤثر او په موقع اقدامات نه دي کړي. نړیوالې مرستې افغاني لوري سره هماهنګې نه شوې او افغاني لورې هم دا استعداد پیدا کړ چې ددې کار درست تنظیم وکړي.
په تأسف او تأثر سره په نووییمو کلو کې افغانستان له یاده وویستل شو او ددې بې تفاوتي نتایج نړۍ په ۲۰۰۱ کال کې او دهغه نه وروسته ولیدل او ویني.
له بلې خوا د خوښي ځای دی چې دافغانستان تکړه پوه، خبیر ښاغلی ډاکټر اشرف غني د بهرنیو نه افغانانو ته د انتقال د بهیر د چارو د ځانګړي کمیسیون د مشر په توګه د روان کال د مارچ په ۲۴ ویلي چې افغاني قواوی د امنیت د نیولو لپاره چمتو دي.
”دوی وایي افغان دولت ددې کار لپاره چې د ۱۳۹۰ کال په پای کې د هیواد امنیتي ځواکونه د افغانستان امنیت پخپله وساتي پوره تیاری نیولی. ښاغلی ډاکټر اشرف غني احمدزی وایی اوس مهال ۲۰ ملیارده ډالره د پوځونو د سمبالولو او روزلو لپاره آماده لري.
د دوی په وینا په هغو ولایاتو کې چی د انتقال لپآره نومول شوي دي لازمه تدابیر نیول شوي دي.
د انتقال لپاره د هغو ۷ ځانګریو شویو سیمو امنیتی وضعیت، د سیمی نفوس او د مخالفو ځواکونو سره د افغان ځواکونو تعادل په نظر کې ساتل شوی دی او دی ته هم پوره پوره پاملرنه شوی ده چی د بهرنیو ځواکونو د وتنی په صورت کی کوم ګامونه باید اوچت شي تر څو دا سیمی دوهم ځلی د مخالفینو تر ګواښ لاندی رانشي.
افغانانو ته ددوی د هیواد امنیت ساتنی نه وروسته به بیا هم نړیواله ټولنه د افغانستان سره د ستراتیږیکو اړیکو درلودونکی وي خو د دی اړیکو څرنګوالی به د افغانانو له خوا او ددوی په خوښه تثبیتیږي.
دا په څو څو واری د افغان ولسمشر له خوا په داګه شوی چی د نوری نړۍ سره به د افغانستان اړیکی هیڅکله د ګاونډیانو سره ددی هیواد پر اړیکو سیوری وانه چوي او افغانستان به هیڅ کله د ګاوندیانو پر ضد د تروریستي فعالیتونو مرکز ونه ګرځي.
د بهرنیانو نه افغانانو ته د امنیتی مسولیت سپارنه به د روان کال د چنګاښ د میاشتی په آخر کی پیلیږی او د هیواد پوځی او امنیتی ځواکونه د دریو کالو په اوږدو کې د خپلی خاورې بشپړه ساتنه پر غاړه اخلي.“
مونږ په کلکه په دی باور یو چې په افغانستان کې به پایداره سوله، ملی حاکمیت، استقرار، سوکالی او آرامی هغه وخت راتلای شی چې د پورتنیو مسایل او مطالبو په نظرکی نیولو سره سره لاندی اقدامات او د عقل، پوهی، منطق، استدلال او افغانی مشروعو منافعو د اولویت ورکولو پر بناء عمل وشي. په افغانستان کې داسی مشروع حاکمیت منځ ته راشي چې ددی اهدافو لپاره په ريښتینی توګه کار او فدا کاري وکړي.
خودیادولو او بحث وړ ده چې ډیر ځلي په افغانستان کې د موفقیت، کامیابی او بری معیار روښانه نه دی. که په افغانستان کې دنړیوالی ټولنی بری په افغانستان کې د خلکونظام جوړونه چې د افغانستان د خلکو لخوا او دهغوی دارزښتونو د ساتنی او پالنی لپاره د نړیوالی ټولنی د قبول شوو اساسی اصولو سره په عدم مخالفت کېد افغانی او اسلامی ټولنی دخاصو مشخصاتو په نظر کې نیولو سره وي او افغانستان د نړی لپاره دخطر ځای هم نه وي او نشي. نو په مسؤولیت سره ویلی شم چې دې هدف او مرام ته رسیدل ممکنه او مشروع خبر ده.
که په افغانستان کې د موفقیت او کامیابی نه هدف د پردو د ناجایزه اهدافو او ارزښتونو پیاده کول وی او افغانستان کې ګوډاګی حکومتونه او اداری قدرت ته رسول وي. نو په یقیني ډول ویلی شو او زمان به دا هم ثابت کړي چې دې هدف ته به رسیدل ګران اوحتی ناممکن کار وي. نودلته پکار ده چې په افغانستان کې د موفقیت او کامیابی او عدم کامیابی درست او په ځای تعریف، حدود او ثغور مشخص شي.
په دی برخه کې د نورتدابیرو سره سره لاندی نور مشخص وړاندیزونه کوو او دهغوي عملي کول غواړو:
په سیاسي برخه کي:
د هغه سیاسي نظام د تحقق لپاره عملا کار کول په کار دي چې په افغانستان کې د افغانستان خلک په خپل سرنوشت حاکم کړای شي او د ریښتنی سیاسي جوړجاړی او ښه تفاهم لپاره عملا کار وشي. داسی کار چې د افغانستان په سیاسي ستیج کې د افغانستان د سیاسي څیری ریښتینی تبلور ته مشروعی زمینی برابری کړي. خلک په دی برخه کې اساسی او مرکزي تصمیم نیوونکی محل او مرکز وي.
د بعضی اوسنیو کړکیچونو دحل بعضی ممکنی لیاری: زموږ په پوهه مسایل په دری برخوویشل پکار دي:
ا/ هغه مرکزي او کلیدي مسایل چې اوس پری توافق په کار دی او د خلکو د ارادی او تصمیم د اصلی معیار ګرځولو پراصولو او قواعدو توافق او داسی نور اساسی او افغانی توافقات دي چې هر افغان ورته احترام لري اوباید مراعات کړای شي.
۲/ هغه مسایل چې د ټاکنو وروسته د ملت په انتخاب پری ملت توافق کوي او د هغه پر اساس قبول شوو او مشروع د افغانستان د اکثریت د خلکو د انتخاب لاری او روشونه دي چې د معیین زمانی مدت لپاره به اجرای کیږي او د معینو کلو نه به وروسته بیا د هغو د مشروعیت د اعتبار ادامه او یا عدم ادامه د خلکو له خوا تعیینیږي.
۳/ هغه مسایل چې په اغلب ګمان به پری بعد له ټاکنو توافق وشی او یا هغه مطالب چې هر ګوند، حزب او سازمان او شخصیتونه سره پری متفاوت نظرونه لري خو د هغوی د عملي کیدو د مشروعیت لپاره به په ژوند کې په متمدنه توګه د هغوی د تحقق لپاره مبارزه کوي او خلک به په دی برخه کې تعیینوونکی رول لوبوي چې دا نسخی به ومنی او که نه؟ په یقیني ډول او د فهم وړ هم ده چې داسی مطالب او موارد شته چې توافق پری ممکن نه دی او دا هم نورماله خبر ده.
په دی سلسله کې تأکید کوم او د ویلو وړ ګڼم چې د افغانستان اکثریت مطلق خلک مسلمان دي او خپل انتخاب لری. هغه عناصر چې د افغانستان د خلکو دانتخاب نه ډار لري او نه پریږدي د خلکو اراده تحقق ومومي باید د خلکو نه تجرید او فرصتونه يی محدود کړای شي.
اداري اوقانوني اصلاحات: په کار ده چې په افغانستان کې داسی مشروع اداری سیستم فعال کړای شی چې په نتیجه کې د لږو مصارفو په کولو ډیر نتایج په لږ وخت کې ترلاسه شي. خلک حاکمیت او اداره خپله وګڼی، اداره خلکو ته نږدی کړای شي. اداره او نظام د بی ځایه مصارفو مخنوی وکړای شي او غیر ضروري او تشریفاتي اداري حلقات له منځه ولاړ شي. تصامیم په موقع ونیول او عملي کړای شي. دتصامیمو د نیولو او عملي کولو تر منځ فاصلی لږی شي. افراد او مسؤولین د قانون د اجراء مجریان او د نیول شوو تصامیمو د اجراء د کتنرول سیستمونه فعال کړای شي.
په دی برخه کې په مشخصه توګه پیشنهاد کوو:
تغیرات باید دمشروع ارګانو لخوا، د تجویز د مفیدیت او د افغاني ټولنی د سطحی په نظر کې نیولو سره صورت ومومي.
د افغانستان د اساسي قانون تعدیل په دی توګه چې ددولت ددری ګونو قواو تر منځ توازن منځ ته راشي.
د افغانستان ریاستی نظام په صدراتی نظام مبدل شي.
اداری سیسم په محلی، ولسوالیو او مرکزی ادارو تقسیم او ولایتی اداری په تدریجي توګه له منځه ولاړی شي او د ولایتی اداروصلاحیتونه مرکزاو محلات ته تقسیم کړای شي. په داسی توګه چې مرکز د کلید په جوړولو مصروف او محلات د عامی جوړی شوی کلید د اجراء کوونکی په صفت او مجری د قانون او محلي شوراګانو تر نظر لاندی کار وکړي. تر داسی نظر لاندی چې په مسلکي مواردو کې مسلکي افراد او په نورو مواردو کې دسیاسي مشروعیت لرونکي مسلط کړای شي. د سیاسي مشروعیت لرونکي ددی توان ولري چې د مسلکی افرادو او ښو برنامو او دحل لیارو د تفکیک لیاقت ولری. داسی اداره چې علمي مراجع د سیاسي مراجعو او افرادو لپاره لازمی مسلکي مرسته آماده او د سیاسي افراد د تصمیم اساس د مسلکي افرادو او مشاورینو د کړنی او تعیینوونکی نظر په اساس د عمل ډګر ته وړاندی شي.
د مدرن تخنیک څخه په استفادی دمرکز او محلاتو د ارتباط اړیکی تأمینی او پدی توګه اصلی قدرت ښاری او محلی شورا ګانو ته (ښاروالیو ته ) وسپارل شی.
د امرهم شورا بینهم پر اصولو د بعضی پر مخ تللو هیوادو د شاروالیو او شورا ګانو د کار او تجربو څخه په پراخه توګه ګټه اخیستل اوعمل کول په کار دی.
په دی برخه کې د افغانستان د قانون د حاکمیت او امنیتی اداری په لسو متوسطو واحدو تقسیمی کړای شي. د عدلي او قضایي ارګانو ۸-۱۰ واحدونو، مرکزی، وسطي او محلی واحدونو سیستم عملي کړای شي. داسی واحدونه چې دقانون د حاکمیت او واحد افغانستان اویوالې لپاره په کلکه کار وکړي.
تأکید کول غواړو چې په تاریخی مفاهیمو د کوڼ او وړوند انتخاب په توګه او د نوی تعریفونو، حدودو او ثغور و د تعیین نه پرته او د هدف په نظر کې نیونی نه پرته په شکلیاتو تأکید کول هغه مطالب او جوانب دی چې تباهی او بربادی او د ریفورم د منفی اغیزی سبب کیدای شی.
د افغانستان په اوسنی شرایطو کې په فدارلی نظام د هغه د مشخص تعریف نه پرته تکیه کول د افغانستان د تجزیی او دپروني خود پرسته او خود کامه قومندانانو دوری ته بیرته ګرځیدل دي.
د فدرالی نظام د مثبتو جوانبو نه چې حاکمیت ملت ته نږدی کړای شي او خلک خپل حاکمیت او اداره وپیژني او انتخاب کړي او کاغذ پرانی لږی شي باید په کلکه طرفداري او عمل پری وشي.
دا هغه اهداف دي چې زمونږ په نظر د محلي ادارو او ولسوالیو ادارو اساسي او مرکزي کول او د ولایتی ادارو په تدریج له منځه وړنه کې تحقق موندلای شي.
په کار ده چې په دې برخه کې د افغانستان علمي مراکز پروژی او ریسرجونه واخلي او ددې طرحی په عملی جوانبو پوره پوره غور او د پیاده کولول لپاره کاروکړي.
ټاکنی: د افغانستان د ټولنې د اوسنی انکشاف مرحله او عنعنوی جوړښت، د وخت او اقتصادي بی ځایه اضافی مصارفو د مخنیوي اود مفیدیت پر منطق او د وروستیو تجاربو او منطقي نتیجه ګیریو پر بنیاد په کلکه وړاندیز کوو او بهتره ګڼو چې د افغانستان محلي شوراګانی او پارلماني انتخابات او ټاکنی په مستقیمه او سری ټوګه د ښو قوانینو، دمطبوعاتو او نړیوالی ټولنی تر کلک نظرلاندی اجرا شي. د محلي ارګانو مشران د اجرائیه هیأت (ښاروالان ) دی د محلی شورا او د افغانستان جمهوری رئیس او صدراعظم دی د پارلمان لخوا وټاکل شي. په دی توګه چې د جمهور رئیس انتخاب دی په غوټ اکثریت او دهغه سبکدوشی دی د ۳/۴ آراو په اساس د کدری استقرار په نظر کې نیولو سره ترسره شي.
صدراعظم دی د پارلماني توافقاتو پر بنسټ او د پارلماني اکثریت په پیشنهاد د افغانستان جمهور رئیس ته پیشنهاد او وړاندی شي او بیا جمهور رئیس دغه پارلماني کاندید صدراعظم پارلمان ته د اعتماد د رای اخیستلو لپاره پیشنهاد او په دی ډول حکومت جوړ کړای شي. داسی انتخاب شوی صدراعظم ته دی د کابینی په جوړولو کې معیین صلاحیتونه وړکړای شي.
پارلماني او محلی شوراګانو ته ټاکنی به مستقیم او سری وی.
داټول کارونه او تجویزونه د دقیق افغاني ، علمي او عملي بررسی، څیړنی، مفدیت جنبو په نظر کې نیولو سره د مستقل تحقیق او ریسرچ غوښتنه کوی.
په اقتصادی برخه کې: د مدرنو قوانیواو بسترونه تصویب چې د نړیوالو د سرمایه ګذاری موجب او افغانستان واقعا په دی برخه کې خپل تاریخي مقام چې دوصل او عطف نقطه وي بیا پیدا کړي.
د آزاد بازار اقتصاد د قانون تر حاکمیت لاندی باید عملي کړای شي. د مختلط اقتصاد پکارول چې هدف یې د آزاد بازار د تحقق لپاره وي د وسیلی په توګه کارول په کار دي.
افغانستان قوی زعامت ته اړتیا لري چې پوهه درایت او کافي جرئت او د سیاسي مشروعیت په لرلو داملت د دی رنځ او غم او اوږدی تراژیدی نه راوباسي.
په دی لیار کې دښی ارادی سره سره، سیاسي مشروعیت، او د مسلکي پوهی نه کار اخیستلو ته اړتیا شته.
د وطن هر بچی ته په کار ده چې خپل رسالت اداء او د دی وطن د تراژیدی لـــــړی د ختمیدو لپاره نه ستړی کیدونکي او دوامداره کار، فعالیت او هلې ځلې وکړي.
په دغه امید ستاسی نه غوښتنه کوو چې لطفا په دی اړه خپل تکمیلي نظریات او سفارښتونه زمونږ په پته راولیږي.
پای
ډاکـــټــــر صـــلاح الــــدیـــن سـعـیـدي – سعـــیـد افــغــانـي
دافغان ستراتیژیک څیړنیزمرکز دعلمي شورا ترنظر لاندې
Contact Address:پــتې او ارتباط
- Aminuddin Saidi – Said Afghani, E- mail:
- Dr. Salahuddin Sayedi-Said Afghani, Phone: +447886 474 638, e-mail:
بسم الله الرحمن الرحیم
اِنّ اللهَ لایغیروا ما بقومٍ حتی یغیروا ما بانفسِهم – آلایه
خـــدای هـــم نه بـدلـوي حال د هغه قوم – څو چې خپل حالت بدل نه کړي په خپله
--------------------------------------------------------------------
په لندن کې د ډیورند د کرښې د جرګې د جوړیدو په ویــاړ
د حق دلارې د کلتوري مرکز او دافغان ستراتیژیکو څـیــړنو د مرکز د پیوستون او ملاتړ اعلامیه
(۲۳/۰۴/۲۰۱۱)
سږ کال د نوامبر دمیاشتې ۱۲ نیټه د ”ډیورند لاین “ د فرضي کرښې د یو سل اتلسم تلین سره برابر دی.
دا د استعمار په لاس کاږل شوې کرښه زمونږ په هیواد کې د افغان ولس په زړه کې د جدائی او بیلوالي کرښه ده چې په حقوقي لحاظ او واقعیت کې له سره د اتبار وړ نه وه او نه به وي.
دا یوه منل شوې خبره ده چې اوبه په ډانګ نه بـیلیـږي اوپه داسې کرښو پښتانه اوافغان ملت سره څوک نه شي بیلاولی.
همدارنګه مونږ په دې باور یو چې د ملې مقاومتونو، د پرګنو او خلکو د برحقه مبارزو او غوښتنو په لار کې د لسګونو کلونو هڅې نه ستړي کیدونکي دي. دا کاروان روان دی او روان به وي.
کله کله کاروانونه په خپلو لارو او مزلونو کې د غرونو، دښتو او تپو په سر او کله کله بیا د تپو او دښتو په درو، ژورو او ورشوګانو کې روان وي چې کیدای شي په لمړي نظر او ظاهره کې و نه لیدل شي، خو په واقعیت کې هغه وجود لري او په مخه درومي.
مونږ په خپل لنډ ژوند کې ولیدل چې ویتنام، آلمان، هانګکانګ او داسې نور هیوادونه دمشروع او غیر مشروع اصولو او د پردیو په لاس بیل شوو هیوادونه سر یوځای شول او دا لړۍ لا هم روانه ده.
په اصل کې د ډیورنډ یادداشت او سند ترسخت رواني فشار لاندې دبرتانوي هند له بند نه د یو خوشې کړل شوي کس چې په انګلیسي ژبه هم بلد نه وه د فزیکي، او نظامي تأثیراتو لاندې، یواځې په انګلیسي ژبه لیکل شوي سند باندې لاسلیک شوی دی. په دغه ډول لاسلیک شوي سندحتی د دوه کسو ترمنځ لازم حقوقي اتبار نه شي لرلای.
په واقعیت کې د "ډيورندلاين" په نامه دا یادداشت د هغه وخت د برتانوي هند او د افغاني !؟ سلطنت تر منځ د نفوذ د ساحې د توضیح او پوهاوی یو یادداشت ګڼل کیدای شي.
ددی سند او یادداشت په بنسټ په ناروا معاملې د افغانستان يوه برخه د پیسو او مال په مقابل او بدل کې مقابل لوري ته پريښودل شوې ده. دداسی سند د معمول اتبار ۹۹ کاله په ۱۹۹۲ کال کې هم پوره شوي او دادی اوس اوس ۱۱۸ کاله پرې تیریږي.
د ”ډیورند لاین “ نه هغه او دغه خوا افغانستان په تاریخي، قومي، اوژبنیز لحاظ سره یو هیواد وه، دی او وي به.
افغانې لوري د نړیوالو اصولو سره سم هیڅ کله دا سند ندي منلی او د داخلې مشروع مراجعو له خوا نه دی تصویب شوی، قانوني مراحل او د راتیفیکیشن پروسه يې هم هیڅکله نه ده تیره کړی.
واقعیت دادې چې د هغه وخت د هند څخه د برتانويان د وتلو په موقه باید د افغانستان د ټولې خاورې واګې باید افغان ولس او چارواکو ته په مکمله توګه سپارل شوی وای. خو دا کار و نشو او د”ډیورند لاین“ د مصنوعی کرښو د ترسیم په بنیاد هڅه وشوه زمونږ په هیواد کې بیلتون او شکلې جدايې راولي.
په دې توګه د حقوقي له لحاظه هم د "ډيورندلاين" ایجاد اود هغه په نورو برخوکې حقوقي بنسټـیـزې تیروتنې، کړکیچونه اوناسمۍ شته چې له دې کبله مشروعیت نه لري اود منلو وړ نه دي.
د پاکستان اصلي پالیسي جوړونکو او حاکمانو په اوسني پاکستان، پښتونستان او د بلوڅو په سیمو کې په بري او موفقیت سره په تیرو دیرشو کلو او په عمده ډول په امریکې کې د ۲۰۰۱ کال د سپتامیر د یوولسمی نیټې د تروریستي عملیاتو نه وروسته د تروریزم او اکستریمیزم سره د مبارزې ترنامه لاندې هر هغه آواز او غـږ چې د پښتنو او
بلوڅو د برحقه مطالبې او د ډیورند د تقلبي کرښې او خط نه د انکار او له منځه وړنې په لیکه کې قرار لرل او یا یی آواز پورته کاوه په پوره بی رحمۍ ترور او له منځه ویوړل او دغه سلسله لا هم دوام او جریان لري.
دوی وکولای شول په افغانستان کې داسې ځواکونه تـقـویه او وروزي چې د منحطو قومي او تبعیضې تأثیراتو او تعصب پر بنسټ دډیورند د نامشروعی کرښې د رسمي کیدو او دپاکستان په ګټه د هغه نهايي کول غواړي.
همدارنګه پاکستان په سپین سترګۍ داسې عملي اقدامات کوي چې د چا خبره ” زه پور غواړم او هغه نور“.
پاکستان په افغانستان کې کافي کدري او عملي امکانات لري او دافغانستان د اوسنیوډیرو مطرحو شخصیتونو او څیرو قوت، زور او عملي امکانات ورته داسې معلوم دي چې پوهیږي ددوی سره څه برخورد او معامله وکړي او څنګه ددوی په وجود کې خپل اهداف ترسره کړي.
مونږ په دې هم باور لرو چې افغانې لوري ته په همدې نامناسبه موقه کې پاکستان د ډیورند د کړغیړنی کرښې په خپله ګټه نهایي کونې باندې په تمام قوت کار کوي.
همدارنګه پاکستان به په بې رحمی سره د افغانانو او د نړیوالۍ ټولنې د بچیانو د وژنۍ، سولې او نړیوالې همکاری ته د خطر په سیاسیت د خپل هدف ته درسیدو په لارکې یعنی دډیورند لاین د نهايي کولو لپاره تر هغه وخته کار وکړي چې دا هدف په هر قیمت ترلاسه کړي. پاکستان په دې توګه د نړۍ غولول غواړي او وايي که چیری دا مسأله د پاکستان په ګټه حل شوه نو ګواکې په سیمه کې به سوله راولي. خو تاریخي او حقوقي شواهد دا په ګوته کوي چې د آمو د سیند نه د اټک ترپله پورې دغه سیمه یو هیواد افغانستان وه او دې او بله هره لار به په سیمه کې د عدم ستقرار بې ثباتی او د جګړې ددوام سبب وی.
نړیوالو ته په کار ده چې په دې برخه کې فعاله برخه واخلې او د حقوقي او تاریخي اسنادو او اصولو پربنسټ عملي اقدام وکړي، د ډیورند لاین د کړغیږنې کرښی د بې اتبارې اعلان وکړي او په دې توګه مرسته وکړي چې د دوی او دافغانانو د بچیانو د نورو وینو تویدو مخه ونیسي.
مونږ ته په کار ده چې فعال سیاست غوره کړو او هغه حرکات او حلقات چې په دې برخه کې خیانت کوي ملت ته افشا، تجرید او داسی دسایسو ته ولسونه بیدار او بسیج کړای شي.
په زړونو او نیت الله تعالی خبر دی خو مونږ ته په دې برخه کې د هرچا هوډ، تعهد، کړنه او عمل باید اصلی معیار وي. حوادث زمونږ له غوښتنو نه بهر جریان لري او مونږ يی په مقابل کې د دریدو او خپله سینه ورته د سپرولو په سیاسیت او کړنلارې د خاینانه کړنو مخه په پوره استقامت او درایت ونیسو. ددې حوادثو او جریاناتو په نه لیدلو ځان غولول نه دي په کار. غیر فعال برخورد به زمونږ د سولۍ او د دې برحقی داعې په ګټه نه وي.
په کار ده چې لمړې بحث نهایي کړو هغه داچې د ډیورنډ کرښه غیر مشروع او د اتبار وړ کرښه نه ده. بیا که څوک افغانستان او دا وطن تجزیه کول غواړي اویا نور پلانونه لري نو دا بحث به هم سره جدا کوو چې څوک چیرې او د چا سره ژوند کول غواړي.
مونږ دا اوسنې بحث ددې پرتمینې او تاریخي ناستې جرګې آواز او فعالیتونه ددې واقعیتونو او مشروعه مطالبې او غوښتنې د عامولو، پوهولو او را پوهولو مهم تاریخي اقدام، پروسه اوددې مرحلې نوی پیل ګڼو.
په دې توګه تأکید کوو چې دا خط ”ډیورند لاین“ په حقوقي لحاظ فزيکي اویا مشروع حقوقي (دِيفَکْتو او دِيـوره) اتبارنه لري. خیرخواه، عادله نړیواله ټولنه اوافغان ملت ته ددې خط د بطلان اوعدم اتبار داعلانولوغوښتنه کوي.
په دی لیار کې دسمې او ښی ارادې سره سره، سیاسي مشروعیت، او د مسلکي پوهی نه کار اخیستلو ته اړتیا شته.
د وطن هر بچي ته په کار ده چې خپل رسالت اداء او د دې وطن د تراژیدی لـــــړی د ختمیدو لپاره نه ستړی کیدونکي او دوامداره کار، فعالیت او هلې ځلې وکړي.
په دغه امید او هیلې زمونږ د ټولو نیکو او ښو هڅو برې او کامیابي د الله تعالی له درباره غواړو. تعهد کوو او ایمان لرو چې د ملت آرزو او آرمان کامیابیدونکې دی.
و من الله التوفیق
Contact Address:اړیکې
- Aminuddin Saidi – Said Afghani,
E- mail:
- Dr. Salahuddin Sayedi-Said Afghani,
Phone: +447886 474 638, e-mail: