دملی دفاع پر وزارت دبرید له امله څوک له دندی ګوښه شی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
منصوراحمدزی
المان
ډیروافغانی اوبهرنیو  لیکوالانو  ادیبانو  پوهانو  تاریخ لیکونکو اوسیاسی څیړونکو دافغانستان دیرش کلنی ترخی عمدی ماجرا او وضعی باندی لیکنی او ترخی اوخوږی یاد ګیرنی اوپه زړه پوری خاطری لری زموږ هیواد ګا ونډ اوجهان لدی اثارو څخه ډک دۍ  چه داټول اثارپه خپل ځای دقدر وړدی
یا په بل عبارت دافغان تیر دیرش کلن حالت په باب دپوهانو دفکری تراوش اودخیالا تو ا ظهاراتو دجهان مطبوعاتی مارکیټ ډک کړیده . زه غواړم نن هغه څه ولیکم چه هیواد کی دڅو لسیز راپدی خوا داور لمبی بلیږی ننګرهار هلمند  قندهار لوګر پکتیا  پکتیکا  غزنی  قندوز بغلان کابل  داوښکو  وینو  شهیدانو  کونډو یتیمانو وطن دۍ دفریا دونو داوریدو یی بی دالله(ج) څخه نور څوک نشته .
دهیواد امنیتی ستونزی ورځ تربلی مخ په زیا تیدوشوی چه بلاخره  دملی دفاع وزارت ته را ورسیدی چیری چه دهیواد دامنیت ساتنی مرکز هسته دی چه پدی هکله دهیواد لیکوالانو ځینی دوزیر دفاع داستعفا اوځینو هم دکرزی داستعفا غوښتنه کړی دۍ دملی دفاع وزیر څرنګه چه معلومیږی مسلمان افغان مسلکی ارکانحرب امتحان شوی څیره دۍ او له ډیرو لوړ او ژورو څخه بریالۍ وتلۍ دۍ چه نوموړی ته خپل صداقت ایمانداری او کار پوهی  بلا ګرځیدلی دی لدی امله دهر ډول تو طیو او دسیسو سره مخامخ شویدی په ملی دفاع وزارت کی دجناب کرزی خاص ګمارلی دکورس اکابر فارغان خورد ظابطان نه ظابطان په دندو ګمارل شوی وه لکه          غلام بسم الله او نورچه په  چور  وژنه   دهیواد پر سر معامله کولو  کی سابقه لری دنوموړی خاص ګمارلی په نوم داحمد ضیا یفتلی دوزارت دروغتیا ریس د (۴۲) میلونوډالرو په شا اوخواکی جنس غلا کړی دی چه روهی انترنتی پا ڼی پرده تری پورته کړیدی .
دوزیر دفاع په وړاندی توطیه دجبهه شمال ناکامه پلان وه غواړی ددولت ټولی واګی پلاس کی واخلی ګرچه اوس هم ددولت (۹۰٪) واګی دجبهه شمال پلاس کی دی چه لدی څخه سترګی نشی پټیدای جبهه شمال چه د غلام ربانی ترمشرۍ لاندی ژبنی منطقوی او ګوندی مسایلو ته لمن وهی نه غواړی چه پښتون وزیر دفاع وی چه پدی هکله د بریتا نیاپخوانی خارجه وزیر دیوید میلیبند هم څرګندونی کړی وی چه پښتانه په ملی اردو کی له( ٪۵) څخه کمه ونډه لری او دتشویش وړدۍ .
په تیرو لسو کلو کی دهیواد لیکوالانو سیاسی کار پوهانو دکرزی پر اداره ګوت نیونی او تبصری وکړی مګر جناب کرزی صاحب ته دپام وړنه وی  نور اوس وخت ددی رارسیدلۍ دۍ چه بی پردی  او پرانستلی لیکنی  باید وکړو .
دهیواد نامتو لیکوال محترم ډاکتر روستا ترکی په خپله عالمانه لیکنه د( کرزی استعفادسولی دمعادلی جوړښت تضمینوی) ترعنوان لاندی  داستعفا غوښتونکی شودی چه دګران افغانستان له لوری خپره شوی .
دډا کتر احمد فرید ثمین  لیکنه د(حامد کرزی باید کنار برود) داستعفا غوښتونکی شویدی .
دجناب کرزی د واکمنی له شروع څخه ترنن ورځی پوری دملت دسوکالی لپاره کومی لاس ته راوړنی نلری بغیر دخپل ځان اوپری راټولی جنایتکاری ډلی ددی پرځای چه هغه محکمه کړی برعکس داداری واګی یی پلاس کی ورکړی دی چه ملت او نړی وال یی نه غواړی .
کرز ۍ له یوی خوا دفساد په ضد مبارزه اعلانوی  وینو چه څومره وزیران والیان مستقل ریسان جنرالان په فساد ککړ اودوسی دعدلی اداروسره دی مګر ترنن یو هم دمحکمی میز ته ونه دریده ځکه چه خپله کرزی ورڅخه دفاع کوی چه دمجرمینو څخه دفاع هم په خپل ذات کی  جرم  بلل کیږی .
دسولی پروګرام د غلام ربانی په وسیله چه په کلونو د طالبانو سره جنګیدلی دی او په هیڅ ډول دسولی طرفدار ندی چه دا تجربو ښودلی دی اونه به کومی لاس ته راوړنی ولری .
دکرزی ډله ټپله لکه غلام برهان الدین ربانی   غلام یونس قانونی  غلام قسیم فهیم  غلام کریم خلیلی غلام حاجی محمد محقق  دهند   پاکستان  ایران  روسی  اودامریکی نوی مریدان  دی ددی علاوه دژبنی منطقوی او مذهبی تعصب پیږندل شوی اتلان هم دی.
کرزی ددری هیوادو په سر مشریزه  افغانستان  ایران او تا جکستان غونډه کی ګډون و کړ چه ایران  ددری  فارسی ژبو هیوادو دغونډی نوم پری کیښود مګر دکرزی اداری ترنن ورځی خوله پټه نیولی دۍ  چه عامل یی دایرانی کڅوړی هم دی چه زموږ هیواد ته یی په ملی او بین المللی کچه تاوان رسولی دی ددی ترخوا زموږ هیواد دایران ترکلتوری اوژبنی هجوم لاندی چه کرزی یی په مخنیوی کی پاته راغلی دی.
دافغانستان سفارت په چین کی داسیایی لوبو پر مهال دملی سرود پرځای یوه محلی سندره وغږوله تر نن ورځی پوری څوک یی دپوښتنی جرات دالمپیک له ریس او سفیر خخه نشی کولای .
یوتن په نوم دحفیظ منصور چه ځان  د شمال جبهی مشر ښوده  په یوه تیلویزیونی  سخوند وهلو کی وویل چه زه افغان نه یمه او ماته دڅوک افغان نه وایی مګردا بی هویته نن ورځ دکابل ښاریانو په نمایندګی فضل احمد معنوی په زور سره ولسی جرګه کی کښینولی دی  .
په لنډ ډول سره که ووایو چه هیواد کی  اداره  نشته دځنګل نظام هم نشته لکه چه اوښ څخه یی پوښتنه کړی وه چه دا غاړه دی ولی کګه ده هغه ورته ویلی وه چه کوم ځای می جوړ دی .  
دنظا می اډو جوړول:پدی اړه دهیواد لکوالانو څرګندونی کړی زه غواړم چه لیکنه اوږده نشی یوه لنډه کتنه  وکړم : که موږ حالاتو ته له(۲۰۰۱)څخه راپدی خوا ځیرشو په هیواد کی یوسالم بدلون نه ترسترګو کیږی امریکایانو جګړه ماران یا جنګی جنایتکارانو ته وده ورکړی تر نن ورځی اوراتلونکی به هم همدا ډول وی ځکه چه دجنایتکارانو په وجود کی  د هغوی ګټی په ښه ډول خوندی پاته کیدای شی اوتجرید شوی جنګی مجرمین هم خپلی ګټی اوبقا دامریکایانو په حضورکی وینی  .
دابه ډیره ساده وی چه ووایو کرزی دافغانستان ګټی پر امریکا یانو قبلوی دابه کوم منطق ومنی چه دهغوی لاس پوڅی دهغوی په وړاندی ودریږی او دافغانانو له ګټو څخه دفاع وکړی دادنه منلوخبره دی .
امریکایان زموږ هیواد کی بر لاسی دی دکرزی به اداره کی جاسوسی رواج ګرځیدلی دی ډیر پدی هڅه کیدی چه دامریکی دجاسوسی ویاړ تر لاسه کړی .
مرحوم نجم الدین اربکان دترکیی وتلی سیاسی څیره او صدراعظم  چه په اسلامی نړی کی دخاص محبوبیت څخه برخه من وه پدی هکله دښاغلی حکیم نعیم هغه لیکنیه چه د( پایګاه های نظامی امر یکا در افغانستان)چه دافغان جرمن پورتال له لوری خپره شوی لنډ مطلب را اخلم (مشهورترین کودتای پوست مدرن که بازهم نقش امریکادران بر جسته بود در ۲۸ فبروری ۱۹۹۷برضد حکومت اغای نجم الدین اربکان صورت ګرفت اقای اربکان بعد از سالهادرسال ۲۰۰۶ دریک مصاحبه تیلویزیونی با چینل (۵) در ترکیه سند وزاررت خارجه امریکا را به بینند ګان نشان دادکه دران دولت امریکا طی یک مکتوب رسمی بسیار محرم در اواخر سال  ۱۹۹۶ از سفارت امریکا در انقره خواسته است که زمینه های سقوط حکومت اربکان را بااستفاده از هر ابزار ممکن میسر سازد  درست چند ماه بعد بتاریخ ۲۸ فبروری ۱۹۹۷ اقای اربکان تحت فشار اردو ی ترکیه مجبور شد ازسمت صدارت عظمی کناربرود در دهه هشتاد ونود میلادی امریکا واسرائیل به کمک نظا میان به عمق ساختارهای قدرت در ترکیه نفوذ کرده بود )  
امریکایان جاپان کی داوکینا وا ټاپو کی فوځی اډی لری همیشه دښونځیو پرانجونو جنسی تیری کیږی مخه نیول یی ګران دی مګر دجاپان تیر صدراعظم خپلو خلکو ته وویل چه تاسی ماته رایه راکړی زه دامریکی اډی لدی ټاپو څخه بل ځای ته نقلومه  کله چه صدراعظم شو نو ر پدی ونه توانیده چه دامریکی اډی بل ځای ته انتقال کړی دملت څخه یی معذرت وغوښت او استعفا یی ور کړه .
فلپین او تایلند دفحاشی په مر کز بدل کړی چه نن ور ځ هلته فحاشی دیوه شغل بڼه غوره کړیدی  بیروت دلبنان اوکسبلانکا دغر ب دعیاشی په مرکزونو بدل شویدی .
دنظامی اډوپه موجودیت کی به اسلامی ارزښتونو ته سپکاوی دملی ګټو په خلاف دملی وحدت پرضد چه بیلګه یی احمد ضیا مسعود دکرزی پخوا نۍ مرستیال دغلام ربانی زوم او داحمدشاه مسعود دپنجشیر دمړه قوماندان ورورچه دامریکایانو په دستور تیر کال په برلین کی دامریکایی سناتورانو سره دهیواد دتجزیی به هکله خبری وکړی  اوداساسی قانون نقض کول چه له لمړی وخته شروع شویدی .
که دلته ووایو چه اوس وخت ددی دی چه کرزی صاحب  له دندی څخه لاس په سر شی دابه د ملی ګټو ملی وحدت   کړیدلی ملت   اود کرز ی په ګټه هم وی دافغانستان له تیرو حاکمانو او د منځنی ختیځ له مشرانو څخه هم پند اخیستۍ وی داسی ونشی چه اوبه له ورخه تیری شی اوبیا هیڅ پلاس ورنشی  دیوه وزیر استعفی ددی هیواد ستونزو ته دپای ټکۍ نشی کیښودلۍ.
داهیوا د نور یوی سالمی اوکاری رهبری ته اړتیا لری چه تر څو وکولی شی داوطن دیوه مثبت بد لون په لوروخوځوی اودا کار دکرزی له توانه تیروتجرزیبو ښودلی دی چه لری دی .
دسر لوړی با امنه او پرمختللی افغانستان به هیله .
پای
منصوراحمد