حبيب الله غمخورلويه جرگه همدايوه لويه جرگه ده ،دعنعنوی ،بېړنۍ اوعادي مختاړي دحاکمانولخواورکول کيږي .
که په افغانستان کي دلويوجرگوتاريخ ته پام وکړونوټولي لويي جرگې دهغوپرېکړواوپر هغومسائيلو دبحث لپاره رابلل شوی چي دبل دولتي ارگان له صلاحيت نه لوړي وي .
لويه جرگه دافغانانومنلې اوتاريخي منلې عنعنه ده ،کله چي دوي له ستونزوسره مخامخ سوی اويااړينه بلل سوې چي دهيواددبرخليک په کچه پر کومه مهمه مسله بحث وشي اودهغې په هکله دټول ولس داستازونظر وپوښتل سي نو دولتي حاکمانو لويي جرگې ته مراجعه کړې ده .
هرلويه جرگه ددولتي مشرتابه لخواراغوښتل سوې اودهمدې مشرتابه لخوائي اجندآهم ټاکل سوې ده .
معمولأ دلويي جرگې اجندا هغه وي دڅه په خاطرچي راغوښتل کيږي ،خوکله کله دلويي جرگې دگډونوالوپه غوښتنه اودولتي مقاماتوپه موافقه ځينې نور واړه مسائيل هم دلويي جرگې په اجندأ کښي ځاي شوي دي .
زه له ډيرپخواپدې باوروم چي بايد دځينو مسائيلودحل په موخه ښاغلی کرزی لويه جرگه راوغواړي ،مگردځينو علني او پټو دلايلوله مخې دولسوالي شوراگانودنشتوالي په پلمه دلويي جرگې دراغوښتلونه ډډه سوې ده .
اوس هم همدا دولسواليودولسوالي شوراگانواودهغوي درئېسانوستونزه پرخپل ځحال پاته ده ،مگرښاغلی کرزی اوبهرني پلويان ئې غواړي خپل پلان ته دلويي جرگې پوسيله قانوني بڼه ورکړي ځکه نودغه مسله چي دولسوالي شوراگانو رئيسان نشته ددوي لپاره بې ارزښته ده . اوس دغه اړتياترهرچابهرنيان احساسوی ځکه بېله لويي جرگې دپرېکړې نه هغومخوته رسېدل چي زماله نظره د۲۰۰۵ کال راپدې خواورته کارکېده ناشوني دي اوداډارشته چي دعامو خلکو اوسياسي کړيوحساسيتونه به راوپاروي .
دتاريخي لاسوندونوله مخې دلويي جرگې دپرېکړوپر خلاف تراوسه دمخالفت بېلگه زموږدهيواد تاريخ نه پېژني .
دډيروسياسي ملحوظاتواوفاکټونوسره ،سره زه دراتلونکي لويي جرگې دجوړېدوسره نه يوازي داچي مخالف نه يم بلکي دډيروستونزواوناخوالودارټوکېېدودمخنوي لپاره دا يوه قانوني مرجع بولم . پدې ډاډه يم دلويي جرگې رابلونکي به هغه څه پلي کړي کوم چي دوي ئي غواړي اوځيني مسائيل ئي داوسنيوشرايطوپر بنياد اړين برېښي . پدې پوهېږم اوباور لرم هغه څه چي لويي جرگې ته دبحث لپاره وړاندي کيږي دخلکوپه خبره دوخته لافيصله سوی دي اوهغه به عملي کيږي چي يوشمېرئي که معقوله استفاده چيني وشي دوطن اوعام ولس په گه دي . په همدې خاطردملي گټو،ټولنزواو سياسي اختلاف دمخنيوی په منظورپرهغومسائيلوچي ښاغلی کرزی ئې غواړي پلي کړي دلويي جرگې پرېکړه اړينه برېښي .
متاسفانه ترکومه ځايه چي دلويي جرگې اجندأ اعلان سوې نه ده ،هغه څه چي زه فکرکوم چي لويي جرگې په اجندأ کښي به شامل وي داوس لپاره نشم ليکلاي ،امید چي کرزی صاحب ډير ژردرابلونکي لويي جرگې اجندآدخلکواونظرخاوندانودپوهاوی اوارزونې لپاره دډله ايزورسنيو له لاري خپره کړي .
غواړم دغه ټکي ته لږپه تفصيل اشاره وکړم دکوم څه په خاطرچي مي داليکنه راپيل کړه :
کله چي داپريل پر ۱۱ ولسمشر کرزی دډله ايزورسنيوله استازوسره په ليدنه کښي اعلان وکړچي دځينومهمو مسايلواو دهغه جملې دامريکاسره دستراتېژيکومناسباتوددوام په اړوند د پرېکړې لپاره به په شاوخوا دريو مياشتو کې لويه جرګه راوغواړياودهمدې لويي جرگې له لاري به دافغان ولس هوکړه اونظر وغواړي .
په دغه مطبوعاتي ناسته کي چي دارگ په ماڼۍ کي شوې وه دښاغلي کرزی نه يوه ژورناليست داپوښتنه وکړه چي دافغانستان داساسي قانون له مخې تاسو څنگه کولاي شی لويه جرگه راوغواړی ؟
ښاغلی کرزی فکرکوم ددې سوال داورېدوفکر هم نه کاوه،يوڅه وارخطاغوندي ئي وويل : بلې ،خوداهغه لويه جرگه نه ده چي په اساسي قانون کښي ئي يادونه شوې ده دايوه عنعنوي لويه جرگه ده ،دايوجرگه ده چي غواړم دوي ديادي شوې مسلې په هکله پرېکړه وکړي .
زه دحقوقوپه برخه کي هيڅ ډول معلومات نلرم ،خودتاريخي پېښوپر بنياد دلويوجرگودراغوښتلو اودهغوي دجندأ په هکله تريوبريده معلومات لرم .اوپدې پوهېږم چي که څوک غواړي دهيواددبرخليک په کچه پريوه مسله باندي بحث وکړي اودهغې جرگې پرېکړه ترلاسه کړي ،نوداجرگه لويه جرگه ده بل کوم نوم اونښان باندي نسي دايرېدلاي اوکه دايرږي نوپرېکړې اوبرخليک ئې دکرزی صاحب لخوادپارلماني دټاکنوددرغليودمسلېدڅېړلو په هکله دځانگړې محکمې غوندي راته برېښي ،چي لومړۍ ځانگړې محکمه وه اوپدې ورستيوکښي ئي صلاحيت ابتدائيه محکمې ته راټيټ سو.
هيڅوک داکه کرزی صاحب هم وي اويابل مقام داحق نلري چي لويي جرگې ته نومونه اواړخونه وټاکي .پدې ټول پوهېږوچي دافغانستان اوبهرنی ټولنې دهغه جملې له امريکاسره دراتلونکوپوځی ستراتيږي ،سياسي اواقتصادي اړېکو ددوام په موخه دلويي جرگې دايرېدل اړين دي . بېله لويي جرگې دپرېګړې بل مقام دامريکاسره داوږدې مودې لپاره دپوځی ستراتېری په اړه دپرېکړې صلاحيت نلري . ځکه نوپه تکراروايم دالويه جرگه لکه بله هره لويه جرگه ده ،بل نوم ورکول دچاصلاحيت نه دی ،داډول صلاحيت لرونکي جرگې ته داوسنی قانوني ستونزوڅخه دتېښتې په موخه بل نوم ټاکل ددې ملي عنعنې اوعالي حقوقی مقام سره جفااوکه څوک رانه ډيرخفه نشي خيانت دی .
داچي په اوسنی اساسي قانون کښي دلويي جرگې دجوړښت ترکيبي اړخ يوازي دولسوالي شوراگانودرئېسانودنه شتون له مخې دسوال سره مخامخ کېږي ،هغه وخت چي داقانون جوړې دی موږپر هغه نيوکه کړې وه اوډيري داسي مادې شته چي په اوسنيو شرايطوکښي نه پلي کيږي ،خوهغه دچاخبره دکرزی صاحب او انډيوالانوچرگ يوه پښه درلوده ،دچاخبره ئي نه اورېدل ،دادی اوس دهرې ورځې په تېرېدوسر دمختلفوستونزوسره مخامخ کېږو.
که دلويوجرگوتاريخ ته پام وکړونوپه ټولولويوجرگوکښي دلويي جرگې دترکيبی جوړښت په هکله ددغه اوسني اساسي قانون مادې په نظرکي نه دي نيول سوی ،ځکه هغه وخت موږته امريکايانو داډول اساسي قانون نه ووراجوړکړی اوياخو موبېخی اساسي قانون نه درلودی . نوهغولويو جرگوته خودادی تراوسه لويي جرگې وايواوپه رښتيائي دلويي جرگې په نامه زموږدهيواد دسياسي اوټولنيز ژونددتاريخ پاڼي نيولي دي .
ددې لپاره چي لوستونکي داوسنی اساسي قانون له مخې دلويي جرگې ددايرېدوپه وړاندي خډونوباندي پوه سي ستاسو پام ددې قانون ځينو مادوته رااړوم .
شپږم څپرکی
لويه جرګه
•يوسلو لسمه ماده
لويه جرګه د افغانستان د خلكو د ارادې ترټولو ستر مظهر دى.
لويه جرګ :
1. د ملي شورى له غړيو، 2. دولايتونواو ولسواليو دجرګو له رئيسانوجوړېږي . وزيران، د سترې محكمې رئيس او غړ ياولوي څارنوال كولاى شي د لويې جرګې په غونډو كې بې له دې چې د رايې وركولو حق ولري، ګډون وكړي.
•يو سلو يوولسمه ماده
لويه جرګه په لاندينيو حالاتو كې دايريږي :
1. د هېواد د خپلواكۍ، ملي حاكميت، ځمكنۍ بشپړتيا او په سترو مصلحتونو پورې د مربوطو چارو په باب تصميم نيول.
2. ددې اساسي قانون د حكمونوتعديل .
3. ددې اساسي قانون د (نهه شپېتمې) مادې له مخې د جمهور رئيس محاكمه كول.
•يوسلو دولسمه ماده
لويه جرګه په لومړۍ غونډه كې، د غړيو له منځه يو تن د رئيس، يو تن د مرستيال او دوه تنه د منشى او دمنشي د نايب په توګه ټاكي.
•يو سلوديارلسمه ماده
د لويې جرګې نصاب د رايې اخيستو په وخت كې د غړيو په اكثريت سره بشپړېږي . د لويې جرګې تصميمونه، له هغو مواردو پرته چې په دې اساسى قانون كې صريحاً ذكر شوي، د ټولو غړيود رايو په اكثريت، نيول كېږي.
•يوسلوڅورلسمه ماده
د لويې جرګې بحثونه علني دي، مګر دا چې دغړيو څلورمه برخه يې د سريت غوښتنه وكړي او لويه جرګه دا غوښتنه ومني.
•يوسلو پنځلسمه ماده
د لويې جرګې د جريان په وخت كې د دې اساسي قانون (د يوسلويومې) او(يوسلودويمې) مادو مندرج احكام دهغې د غړيو په باب تطبقيږي .
ترټولو مهمه مسله داده چي پدې لويه جرگه کي چاته دگډون بلنه ورکول کېږي ؟ اوپه څه ډول ئي کارپرمخ بېول کيږي .
ترکومه ځايه چي دالويه جرگه په ډيروپېچلو،سيمه ايزواونړيوالوشرايطوکښي دايرې اوپرداسي مسايلوبحث کوي کوم چي زياتي حقوقی اوسياسي پوهاوي ته اړتيالري اودبلې خودافغان ولس احساسات اوپر مسايلودبحث بڼه دملي گټوپه خاطرپراخ بحث داهغه څه دي چي دلويي جرگې دترکيب په هکله ډيره جدي پاملرنې غوښتنه کوي .
اميدواريم چي ښاغلي کرزی صاحب ددې لويي جرگې نه دځان په گټه نه بلکي دافغان ولس اودروښانه راتلونکي په هکله استفاده وشي اولويي جرگې ته دگډون لپاره په قانون کي پريادشوکسانوسربېره دټولوسياسي گوندونو،کلتوري اومدني ټولنواوپه بهرکي دمېشتوافغان روڼ اندواستازته بېله هرډول تعصب اوتنگ نظری نه دگډون بلنه ورکړه سي . افغانستان دافغانستان دټولواتباعووطن دی دبرخليک ټاکلواوحياتي مسايلوپه اړوندئي ټول يوشان مسوليت ، صلاحيت اوحقوق لري . ومن الله التوفيق