سلام خان
د افغانستان څه دپاسه دیرش کلنه جګړه هغه جګړه ده چی چی جنرال ضیاء ،جنرال اختر،جنرال حمیدګل او ځینی نورو پاکستانی لوړرتبه مقاماتو همیشه پردی جګړی باندی بی دریغه تیل پاشلی دي او همیشه یی ویلی دی چی په کابل او ټول افغانستان کی باید همیشه
د افغان د دولت ټولو مشرانو او په مجموعی توګه دافغانستان خلګولا له وړاندې د رواني جګړې سره مخالفت کړى او وخت ناوخت يې ددې جګړې د درولو هڅې هم کړي دي، خو پاکستان نه يوازې دا چې د رواني جګړې پر خلاف کوم ګام نه دى پورته کړى، بلکې ددې جګړې د دوام لپاره يې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې په ملی او بین المللی سطح کی کړی دی او په افغانستان کی یی جګړه دخبل ځان په نفع ګڼلی ده ،اوس داسې ښکاري چې پاکستان په دې پوه شوى چې له دې جګړې څخه نه يوازې افغانستان، بلکې پاکستان هم خورا زيات اغيزمن شوى او همدا خبره څو ورځې وړاندې د پاکستان ولسمشر له ګارډين ورځپاڼې سره په مرکه هم کړې وه،نوموړی په خپله مرکه کی دافغانستان جګړه دپاکستان لباره لوی خطر بللئ ده ،د پاکستان د بشري حقونو دکمیټی درا پور په اساس چی په دی اوونی کی په ځینو رسنیو کی نشر شوي دې وايي چې تېر كال په تروریستی پېښو كې ۲۵۴۲ كسان مړه شوی او ۵۰۶۲ نور ټپیان شوی دې، او د امريكا د بې پيلوټه الوتكو په بريدونو كې نېږدې ۹۰۰ كسان وژل شوي دي. د پاکستان د بشري حقونو د همدی را يور پر اساس په ۲۰۱۰ میلادی كال كې ۶۷ ځانمرګي بريدونه شوي، چې د ۱۰۴۱ ولسي وګړو په ګډون ۱۱۵۹ كسان پكې وژل شوي دي.
په همدی اساس دپا کستان صدراعظم یوسف رضا ګیلانی ، دهغه هیواد دلوی درستیز،خارجه،داخله، چارو وزیران ،او د ای ،ایس،ای مشر په ګډون دتیری شنبه په ورڅ وافغانستان ته سفر وکړې او له افغانستان سره یی
د رهبری په سطح دسولی دکمسیون پر جوړه ولو موافقه وکړه د رسمي تشریفاتي مراسمو له پرځای کولو وروسته دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو دپراختیا، د ترهګرۍ پرخلاف دګډې مبارزې د پیاوړتیا،د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د دوام او پراختیا په باب خبرې وکړې. بیا دواړو لورو په ګډه خبري ناسته کې برخه واخیسته، څرګنده یې کړه چې دوی په خپله کتنه کې په دې باندې ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې د ترهګرۍ پرخلاف دګډې مبارزې په لاره کې او همداراز دې په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي برخوکې همکارۍ پیاوړې او پراخې شي. حامدکرزي په دې مطبوعاتي کنفرانس کې دپاکستان صدراعظم ته دښه راغلاست په ترڅ کې وویل موږ په خپلو خبروکې په ډیرو مهمو، دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیولو مسلو خبرې وکړي. ده وویل: په دې کتنه کې د پاکستان لوري وړاندیز وکړ چې د سولې په ګډ کمیسیون کې دې چې اوس د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه دی، مثبت بدلون رامنځته شي. حامدکرزي وویل: دپاکستان صدراعظم له موږ سره په خپلو خبروکې څرګنده کړه چې د پاکستان له لوري د سولې کمیسیون په خپله دده تر نظر لاندې او دپاکستان د لوی درستیز او د استخباراتو د ریس په ګډون فعالیت کوي، چې موږ د پاکستان له لوري د دغه وړاندیز هرکلی کوو او د افغانستان له لوری به هم ورته اقدام ترسره او د افغانستان په کمیسیون کې به د سولې د عالي شورا ریس هم شامل شي. د هېواد جمهورریس وویل: د سولې دبهیر دګړندیتوب لپاره به دپاکستان له لوري پر شویو وړاندیزونو هم افغانستان غور وکړي او د هغه سفر په ترڅ کې چې په نیږدې راتلونکي کې به یې پاکستان ته وکړم د دغه هېواد له مشرتابه سره په مفصله توګه خبرې وشي. حامدکرزي همداراز وویل چې په دې کتنه کې په افغانستان، پاکستان او سیمه کې د سولې په ټینګښت کې د وروڼو او مسلمانو هېوادونو سعودي عربستان او ترکیې پر رول باندې هم ټینګار وشو او د سولې د ټینګښت په لاره کې د هغوي دګټور رول غوښتنه وشوه. د هېواد جمهورریس په دواړو هېوادونوکې د ترهګرۍ پرخلاف د مبارزې پیاوړتیا ته داشارې په ترڅ کې وویل: دواړو لورو په دواړو هېوادونو کې د ملکی وګرو د مرګ ژوبلې دمخنیوي پرلارو چارو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د سولې د ټینګښت لپاره دې هڅې پراخې او ګړندۍ شي ترڅو د دواړو هېوادونو ملتونه د ترهګرۍ له امله له رامنځته شوي رنځ او درد څخه وژغورل شي. د پاکستان صدراعظم افغانستان ته د سفر په خاطر د حامد کرزي د بلنې او میلمه پالنۍ له امله مننه وکړه او وې ویل: خوښ یم چې د څلورو میاشتو په ترڅ کې یوځل بیا کابل ته سفر کوم چې دا په خپله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ارزښت ښکارندوی دی چې موږ یو بل ته د وروڼو په توګه په احترام قایل یو. د پاکستان صدراعظم په دې خبري ناسته کې د پاکستان له لوري هغه پیغام چې په هغه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا هیله شوې وه، ولوست او وې ویل: موږ له افغانستان سره د همکاریو دپراختیا غوښتونکي یو او دغه همکارۍ په حقیقت کې د پاکستان د بهرني سیاست یوه برخه ده.ده وویل: د دواړو هېوادونو ترمنځ موجود لرغوني ګډ مشترکات زموږ ګډه راتلونکې له پخوا څخه زیاته ټینګوي ترڅو موږ دخپلو خلکو د امن او سوکالۍ لپاره کار وکړو. ګیلاني په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت په پاکستان کې د سولې او امن ټینګښت وباله او ټینګار یې وکړ چې په دواړو هېوادونوکې له خپلو اقتصادي شتو او طبعي سرچینوڅخه د خپل ولس د نیکمرغۍ لپاره باید ګټه واخلو چې هغه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته دګازو دنل لیکې پروژه، د انرژې لیکې او نورې بنسټیزې پروژې او دترانزیت او سوداګرۍ په برخه کې دافغانستان او پاکستان ترمنځ د شوي موافقه لیک د میکانیزم دپلي کیدلو پروژې دي . ده وویل: موږ په پاکستان کې په دې باندې باورلرو چې یوازې او یوازې د همکارۍ له لارې کولای شو د خپلو خلکو روا غوښتنې د اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو په رامنځته کولو سره ترسره کړو. د پاکستان صدراعظم د سولې دټینګښت په لاره کې د حامدکرزي او د افغانستان د سولې د عالي شورا د ریس استاد برهان الدین رباني د هڅو له امله قدرداني وکړه او وې ویل: دافغانستان او پاکستان ترمنځ کمیسیون به د سولې د ټینګښت لپاره د هڅو دپراختیا په مقصد په دوه ډوله خپل کارته دوام ورکوي، په لومړی ډول کې به یې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او ددواړو کمیسیونونو اجرایوي غړي چې د دواړو هېوادونو د پوځی فکټورونو افسران او منسوبان به پکې شامل وي. دویم ډول به یې هغه میکانیزم وي چې د افغانستان او پاکستان د پوځي او استخباراتي ادارو استازي پکې ګډون ولري ترڅو وکولای شو دسولې دټینګښت او روغې جوړې بهیر چټک کړو. ده وویل: غواړم دپاکستان له اړخه په افغانستان کې دسولې او روغې جوړې په لاره کې د حامدکرزي د هڅو ملاتړ وکړم ځکه دا هڅې نه یوازې په سیمه کې دسولې لپاره لاره آوار وي، بلکې د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره د ښې راتلونکې شرایط هم برابروي. ګیلاني زیاته کړه : دا د افغانستان په سترملت پورې اړه لري چې څه ډول دسولې او روغې جوړې بهیر پیاوړې او پراخ کړي. د افغانستان او پاکستان خلک له یوبل سره دوستانه اړیکې لري او دغه اړیکې د ملي ګټو په چوکاټ کې لا ټینګښت مومي. موږ کولای شو خپلو هېوادونو ته په خپلو اړیکو کې یو نوی فصل پرانیزو. ددغې خبرې ناستې په پای کې دواړو مشرانو دخبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل وروسته دسولی دعالی شورا رئیس برهان الدین ربانی او نورو.
دپاکستان له صدراعظم سيديوسف رضاګيلاني سره دجمهوري رياست په ارګ کې وکتل او خبرې يې ورسره وکړي. په دې کتنه کې چې دسولې دعالي شورا يو شميرغړواودپاکستان جګپوړې هيئت هم برخه لرله سيد يوسف رضاګيلاني ددواړو هيوادونو ترمنځ دسولې په ګډ کميسيون کې دپاکستان دلوري غړى چې نن دافغا نستان د اسلا مي جمهوريت دجمهور رئيس حامد کرزي اود پاکستان دصدراعظم ترمنځ د موافقې له مخې بشپړ شو ، معرفي کړل اوله هغه سره د ملاتړ په لاره کې د تياري دڅرګندونو په ترڅ کې يې وويل چې دغه کميسيون به ډير ژر خپل کارپيل کړي. دپاکستان صدراعظم دسولې د عالي شورا په مشرۍ د افغانستان ددولت دسولې دبهير له نوښتونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ او وي ويل چې دسولې ګد کميسيون به په سيمه کې دامنيت او سولې په ښه والې کې مرسته وکړي. په دې کتنه کې دواړو لورو ټينګار وکړ چې په دواړو هيوادونو کې دتاوتريخوالې دپاى ته رسولو لپاره شرايط برابر شوي دي ځکه جګړه دحل لاره نه ده او بايد دسولې دتا مينولو په لاره کې عملي ګامو نه واخيستل شي دغه راز په دې کتنه کې دواړو لورو څرګنده کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دسولې دګډ کميسيون جوړول دافغانستان اودنړۍ خلکو ته ددې ډاډ ورکوي چې دواړه هيوادونه په افغانستان او سيمه کې دسولې دټينګښت په لاره کې جدي او رښتينې دي. دسولې د عالي شورا رئيس پروفيسر برهان الدين رباني پاکستان ته دخپل سفر په وخت کې ددغه هيواد دلوري د ښه نيت په يادونې سره وويل چې نن ورځ په افغانستان او سيمه کې دسولې دټينګښت په لاره کې يو بل عملي ګام اخيستل شوي دي.پای سلام خان